رڼا تازه خبرونه

Description
قدرمنو کتونکو نن سبا جنګ د سوشل میډیا جنګ دی او د دنیا 90% میډیا د دښمنانو امريکی او اسراییلو په لاس ده. دلته غواړو د هغو په مقابل کې یو وړوکې کوشش وکړو. دلته به تاسو هره ورځ تازه خبرونه او تبصرې ګورئ
د اړيکې لپاره
@umarpashto
Advertising
We recommend to visit

دلته به تاسو ته د مولانا بجلي ګهر صاحب تقريرونه نشروو ان شاء الله.

Last updated 2 months, 2 weeks ago

#السلام_علیکم_ورحمةالله_وبرکاته✋
ملګرو هیله ده چي جوړ روغ به یاست،
ملګرو دلته به تاسو ته په خپل لاس جوړي سوي لوګوي، ایډیټ ترانې، ډیزاین عکسونه، او نور ډیزاینونه مي نشروم.
له ملتیا څخه مو نړۍ نړۍ مننه 👍
#رابطې اوتبادلې لپاره👇
@QariHamidiAfghan

#Q_M_H_A

Last updated 2 months ago

لینک اولین پُست کانال: https://t.me/eslpod_com/2

Last updated 6 months, 2 weeks ago

1 month, 2 weeks ago

د کوزې کورمې علیزئ روغتون ته د ۲۵ شهیدانو جنازې او لسګونو نور ټپیان رسول شوي دي چې وئيل کیږي، په روغتون کې د درملنې لپاره د ددرملو او تجهیزاتو د نه شتون له امله ځیني ټپیانو ژوند هم مرګي حاله راپور شوی دی.

زمونږخبریال له پاراچناره راپور راکوي،نن سهار د پاکستان د خیبر پختونخواه صوبې دکورمې ضلعې له پاراچناره د پوځ او ایف سي په سرپرستۍ کې د مسافرانو یوه ستره کانوائي دپیښو ر په لور او دغه راز له پیښوره د پاراچنار په لور روانه وه چې د کوزې کورمې دبګن له اوچت سیمې سره کله دغه کانويي یوځاي شوي،نو په دغې سیمې کې دیره په سلګونو تکفیری ترهه ګرو ورباندې ناڅاپي ناتار جوړ کړ،چې د وروستیو راپورونو په اساس پکې د ښځو او ماشومانو پشمول ۳۳ کسان شهیدان او کابو ۴۵ نور ټپیان شوي دي.

د رارسیدلي راپور په اساس، وئيل کیږي،دتکفیری ترهه ګرو دغه جنایت تر ۴۵ دقیقو پورې دوام درلود او د پوځ او ایف سي ځواکونو هیڅ عکس العمل نه دی ښودلی.

دا هم وئيل شوي دي چې د کوزې کورمې علیزئ روغتون ته د ۲۵ شهیدانو جنازې او لسګونو نور ټپیان رسول شوي دي چې وئيل کیږي، په روغتون کې د درملنې لپاره د ددرملو او تجهیزاتو د نه شتون له امله ځیني ټپیانو ژوند هم مرګي حاله راپور شوی دی.

په راپور کې وئيل شوي دي ،سیمې ته پولیس رسیدلی او هلته موجود خلک وائي چې په لسګونو مسافران بې درکه شوي هم دي،چې ممکنه ده په زیات احتمال سره ترهه ګرو نیولي وي.په دغې سیمې کې ترهه ګرو په ځینو جوماتونو کې د غنیمت اعلانونه هم کړي دي.

داپه داسې حال کې دي چې د بګن سیمې مشرانو پرون په یوې عمومی ناستې کې پر حکومتي او ځینو ځاي مشرانو تور لګولی ؤ چې سیمې ته ئې تکفیری ترهه ګر یا هماغه ټي ټي پي وګړي وروستلي دي او ممکنه ده دغه سیمه یو ځل بیا له جنجال او ترینګلتیاؤ سره مخ کړي ، چې نن ئې دا نتیجه نندارې ته وړاندې شوه.

1 month, 2 weeks ago

د حق او د باطل د چورلیز نړیواله شخړه؛ سعیدي: بشریت د مصلح موعود په انتظار دیNov 21, 2024 12:33 Asia/Kabul
د حق او د باطل د چورلیز نړیواله شخړه؛ سعیدي: بشریت د مصلح موعود په انتظار دی
پارس ټوډی –د ایران د ټولو قواو د قومندان د عقیدتي او د سیاسي دفتر مشر حجت الاسلام و المسلمین «علي سعیدي شاهرودي» په دې خبرې سره چې نن سبا د مصنوعي ځیرکتیا یعني د مصنوعي هوش ټیکنالوژۍ د نړیوال استکبار او د هغه د هدفونو په خدمت کښې ده وویل باید پوه شو چې له کوم ډول دښمن سره مخامخ یوو.

هغه څه موده مخکې په یوې وینا کښې د نړۍ او د لویدیځې اسیا سیمې د مهم حالت په بیانولو غور وکړ چې غور چاڼ یې لاندې لوستلی شئ.

پارس ټوډې سایټ راپور راکړی د ایران د ټولو قواو د قومندان د عقیدتي او د سیاسي دفتر مشر حجت الاسلام و المسلمین «علي سعیدي شاهرودي» د نړیوالو حالاتو په شننې سره وویل :په ټوله دنیا کښې د زلزلو او د طوفانونو کتونکي یوو، د فلسطین پرضد د صهیونیسټ رژيم جنګ او په غزې تړانګه کښې د دغه ظالم رژیم لخوا د خلکو وژله او دغه راز د عربستان او د یمن جنګ چې تراوسه پاې ته نه دی رسیدلی د لبنان او د سوریې پرضد د اسرائیلو جنګ او د روسیې او د اوکراین جنګ او په اروپا کښې ښي پاله کړچار چې ډیر اندیښمنونکی دی په ټوله دنیا کښې دغه بدلونونه د قدرت د ځاې پر ځاې کیدا ښودنه کوي.

هغه په دوام کښې په دغه ډګر کښې د ایران رول او دندې ته په اشارې سره وویل : یوځل په پینځلسمې پیړۍ کښې اروپا د قدرت مرکز شو او اروپا په ټیکنالوژۍ او پانګونې باندې تکیې کولو او د دغه حاکمیت په صنعتي کیدا سره د لومړي او د دوهم نړیوال جنګ د رامینځته کیدا سبب شوه او یوځل بیا امریکا په دوهم نړیوال جنګ کښې په مینځ لاره کښې د لګښت له ورکولو پرته جنګ ته ورګډه شوه او په میدان کښې بریالۍ شوه او قدرت له اروپا څخه امریکا ته منتقل شو.

د ایران د ټولو قواو د قومندان د عقیدتي او د سیاسي دفتر مشر حجت الاسلام و المسلمین «علي سعیدي شاهرودي» د امریکا د جوړیدا د دوه سوه کلونو تیریدا ته په اشارې سره د بشر د قدرت د مرکز په توګه د واشنګټن هڅو ته په اشارې سره جوته کړه: یوازې د شلمې میلادي پیړۍ په دوهمه نیمايي کښې امریکا نیغ په نیغه په یویشتو هیوادونو باندې پوځي حملې کړي دي لکه د کوریا جنګ، د عراق جنګ او د افغانستان جنګ چې په حقیقت کښې دغه جنګونه د امریکا د جنایتونو د قدرت نښه دی.

د ایران د ټولو قواو د قومندان د عقیدتي او د سیاسي دفتر مشر حجت الاسلام و المسلمین «علي سعیدي شاهرودي» په دې خبرې سره چې په دریم پړاو کښې د دنیا د اغیز شیندونکو قدرتونو د ځاې پر ځاې کیدا کتونکي یوو وویل د دنیا د سیاستوالانو شننه دا ده چې د نړۍ راتلونکي اغیز شیندونکي هیوادونه امریکا، چین ، روسیه ، هند او ایران دي.

د ایران د ټولو قواو د قومندان د عقیدتي او د سیاسي دفتر مشر حجت الاسلام و المسلمین «علي سعیدي شاهرودي» په دې خبرې سره چې مونږ د اخرې زمانې په پړاو کښې یوو او بشریت د مصلح په انتظار دی او مونږ باید هڅه وکړو چې د دغه مسلې بیرغوال شو چې مثبتو نتیجو ته ورسیږو، په دې ډګر کښې د صهیونیسټ رژیم او د امریکا هڅو ته اشاره وکړه او دوام یې ورکړ:صهیونیسټ رژيم او امریکا دوې (۲)ایډیاګانې لري؛لومړۍ ایډیا ګلوبل ایزم یعني په دنیا باندې واکمنۍ کول او بله ایډیا موعود ګرايي یعني د حضرت عیسی علیه السلام د ظهور انتظار کول دي. البته په غلط تعریف سره چې هغوې یې د حضرت عیسی علیه السلام په هکله لري.

د ایران د ټولو قواو د قومندان د عقیدتي او د سیاسي دفتر مشر حجت الاسلام و المسلمین «علي سعیدي شاهرودي» په دې خبرې سره چې ایران په سیمه او دنیا کښې د استکبار د جبهې په مقابل کښې د ستر بدلون بیرغوال دی اعتراف وکړ: د صهیونیسټ رژیم شعار له نیل سیند څخه تر فرات سیند پورې و او د نړۍ د مشرۍ هڅه یې کوله؛ نو ځکه خو یوازې غزه مطرح نه ده بلکې د صهیونیسټ رژيم هڅه د اسلامي دنیا په جغرافیې باندې د سلطې موندل دي.

هغه دې ته په اشارې سره چې اسلامي ایران په نړیوال ډګر کښې د مقاومت د جبهي او د اهل بیت علیه السلام بیرغوال دی یادونه وکړه: طوفان الاقصی عملیاتو د صهیونیسټ رژيم هڅې او سټراټيژیانې ګډې وډې کړې او هغه یې حیرانه کړ؛ او صهیونیسټ رژیم په غزې کښې د څلورڅلویښت زره بې ګناه انسانانو له شهیدولو وروسته په لبنان باندې حملې وکړې چې اوس هم دوام لري.

د ایران د ټولو قواو د قومندان د عقیدتي او د سیاسي دفتر مشر حجت الاسلام و المسلمین «علي سعیدي شاهرودي» د بشریت د ژغورونکي حضرت امام مهدي علیه السلام د ظهور لپاره د زمینې جوړول له دښمن سره د مبارزې نور هدفونه وبلل او زیاته یې کړه ائمه اطهار یعني د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم کورنۍ د تاریخ په اوږدو کښې د عدالت او د حق د اجرا لپاره لګښت ورکړ ، دغه مبارزه او مقاومت به هم له لګښت پرته نه وي؛ نن سبا د صه

1 month, 2 weeks ago

ایران او قطر په غزې تړانګې کښې د نسل وژنې د بندولو په ضرورت تاکید کړیNov 21, 2024 07:16 Asia/Kabul
ایران او قطر په غزې تړانګې کښې د نسل وژنې د بندولو په ضرورت تاکید کړی
د ایران او قطر د بهرنیو چارو وزیرانو په تهران کښې په یوه کتنه کښې، په غزې تړانګه کښې د نسل وژنې د بندولو په ضرورت ټینګار وکړ.

د ایران او قطر د بهرنیو چارو وزیرانو په تهران کښې په یوه کتنه کښې، په غزې تړانګه کښې د نسل وژنې د بندولو په ضرورت ټینګار وکړ.

د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر سید عباس عراقچي پرون مازیګر په تهران کښې د قطر له خارجه وزیر سره وکتل چې د دغه هیواد وزیراعظم هم دی او د لویدیځې آسیا د حساسو بدلونونو او دوه اړخیزو اړیکو په هکله د خبرواترو وپه موخه تهران ته راغلی دی.

په دغه ملاقاتو کښې دواړو لورو په غزې تړانګې کښې د نسل وژنې د ختمولو او په لبنان باندې هم د صهیونیسټي رژيم د تیریدو د بندیدو ضرورت ته په اشارې سره، د صلاح مشورو په پراخیدو او په سیمه کښې د ناامنۍ د پراختیا د مخنیوي لپاره د ټولو سیمه ایزو او نړیوالو ظرفیتونو د کارول کیدو په ضرورت ټینګار وکړ.
https://t.me/khabroona/4148

1 month, 3 weeks ago

د لبنان حزب الله د صهیونیسټ رژیم د سمندري کنټرول په مرکز توغندیز برید وکړ
November 15, 2024
سحاب - د لبنان اسلامي مقاومت د اشغال شوي سیمو په شمال کې د اسراییلي رژیم د نسل وژنې ستراتیژیک سمندري څارنې او کنټرول اډې باندې د حزب الله د توغندیز برید د ترسره کولو خبر ورکړ.
د سحاب شبکې د ایران د محصلینو خبري اژانس ایسنا له قوله لیکلي: د لبنان حزب الله په یوه بیان کې خبر ورکړی، چې د حیفا په شمال لویدیځ کې د غاصب صهیونیسټي رژیم د ستراتیژیکې سمندري څارنې او کنټرول مرکز "سټیلا ماریس" یې په توغندیز برید سره په نښه کړی.
د لبنان حزب الله هم په المناره ښار کې د صهیونېسټ رژیم د نیواکګرو فوځیانو د راغونډېدو ځایونه او د نیواک شویو سیمو په شمال کې د یسود هامعالا، دوویو او دیشون، عین یعقوب او نهاریه ښارونه په نښه کړي دي.
دغه راز د لبنان د حزب الله په ختیځ کې د اسرائیلو د پوځ د ۱۴۶مې فرقې لوژستیک اډه هم د لبنان د حزب الله د سختو توغندیو د حملې موخه ګرځیدلې وه.

1 month, 3 weeks ago

ایټالوي زده کړیالانو د صهیونیسټانو په ملاتړ د دفاعي صنعت د یوې کمپنۍ پر ضد لاریون وکړ
November 15, 2024
سحاب - په لسګونو ایټالوي زده کړیالانو، چې د فلسطین ملاتړ کوي، په تورینو ښار کې د دفاعي صنعت د شرکت "لیونارډو" د مرکزي دفتر مخې ته په اعتراضي ډول را ټول شوي وو.
دوی د ایټالیا شمال لویدیځ په غزې تړانګې باندې د پرلپسې حملو په سیوري کې له صهیونیسټ رژیم څخه د روم دفاعی ملاتړ وغنده او د دغه وژنو د مخنیوي غوښتنه یې وکړه.
سحاب شبکې د ایسنا خبري اژانس له قوله لیکلي: لاریونوالو په غزې تړانګې د صهیونیسټ رژیم وحشیانه یرغل په غندلو سره، د صهیونیسټ نیواکګرو پرضد شعارونه ورکړل.
دوی ټینګار یې وکړ چې د ایټالیې د دفاعي صنایعو شرکت «لیونارډو» صهیونیسټ رژیم ته د نسل وژنې په موخه مرستې او پرزې برابري کړي، چې له امله یې یاد رژیم خپل جنایتونو ته دوام ورکړی.
د ايټاليا د دفاع وزير دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي، چې تير کال د ايټاليا حکومت اعلان وکړ، چې د غزې په تړانګه کې د دغه رژيم د دوامدارو يرغلونو په نظر کې نيولو سره به د اسرائيلي رژيم د وسلو د بندولو پرېکړه وکړي.

1 month, 3 weeks ago

د ایران د عدلیې وزارت پلاوي د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر سره لیدلي
November 15, 2024
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ایران د اسلامي جمهوریت د عدلیې له مرستیال وزیر ډاکټر عسکر جلالیان سره د دوه اړخیزو اړیکو، په ایران کې د افغان کډوالو او بندیانو پر ستونزو، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو او سیمه ییزو سیاسي مسایلو په اړه خبري اترې کړي.
متقي وويل، طالبان د افغان بنديانو د ورسپارلو په برخه کې له ايران سره ګډې همکارۍ ته ژمن دي.
د ایران د اسلامي جمهوریت د عدلیې وزارت مرستیال ډاکټر عسکر جلالیان د افغانستان له وروستيو پرمختګونو څخه د خوښۍ په څرګندولو سره ویلي: ايران به په نږدې راتلونکي کې له ايران څخه د افغان بنديانو د ليږدولو عملي بهير د ترسره شويو موافقو پر بنسټ پيل کړي.
ټاکل شوې، په ایران کې زر تنه افغان بندیان د یوې هوکړې له مخې په راتلوونکو دوو میاشتو کې افغان حکومت ته وسپارل شي.

4 months, 3 weeks ago

د غزې د عامو خلکو وږي ساتل یو جنګي جنایت دی
د آسټریلیاخارجه وزیرې د صهیونیسټي رژيم د خزانې د چارو د وزیر د څرګندونو په محکومولو سره ووئیل، د عامو خلکو وږي ساتل یو جنګي جنایت دی او باید اسرائيلي رژيم ئې ځواب ویونکی ووسي.

د صهیونیسټي رژیم د خزانې چارو وزیر بزالل السموتریچ په یولړ بحث راپارؤنکو څرګندونو کې وئيلي دي،تر هغه وخته چې اسرائيلي بندیان خوشي نشي، دغزې د اوسیدونکو دوو میلیون اوسیدونکو د وږي ساتلو سیاست یو اخلاقي او روا ځواب کیدلی شي.

له دې مخکې د ملګرو ملتو سره اړونده د خوړو نړیوال پروګرام په یوې اعلامیې کې وئيلي چې په غزې تړانګې کې کابو یونیم میلیون فلسطنییان د لوږې له بوږنونکو حالاتو سره مخ دي.

ایرناخبری اژانس راپور ورکړی،د آسټریلیا خارجه وزیرې پني وانګ د صهوینیسټي رژيم د خزانې چارو د وزیر د څرګندونو په غبرګون کې پخپل ټولنیز چینل کې لیکلي دي، د عامو خلکو قصدا وږي ساتل یوجنګي جنایت دی او ددغه شان اقدام لپاره هیڅ توجیه نشته.

د آسټریلیا خارجه وزیرې په غزې تړانګې کې د اوربند په ټينګیدا باندې په ټينګارسره زیاته کړې ده، په غزې کې فوري اورندد عامو خلکو،د ساتنې د بندیانو د خوشي کیدا او د انسان دوستۍ د مرستو برابرولو لپاره ضروري دی.

له دې مخکې، د اروپائي اتحادې دبهرني سیاست مسئول جوزف بورل هم دغزې تړانګې د اوسیدونکو د وږي ساتلو په باب د صهیونیسټي رژيم د خزانې چارو ددغه وحشي وزیر د څرګندونو په غبرګون کې وئيلي،قصدا د عامو خلکو وږي ساتل یو جنګي جنایت دی او د صهیونیسټي رژیم د کابینې د وزیر څرګندونې د لومړنیو انسانی اصولو او نړیوالو حقوقو سپکاوی ده.
https://t.me/khabroona/3311

4 months, 3 weeks ago

د اسرائیلو ډیر پوځیان په نشه ئیزو توکو روږدي شوي او رواني ناروغۍ یې هم زیاتې شوي
پارس ټوډې – د صهیونیسټ رژیم طبي سرچینو له غزې جنګ وروسته په نشه ئیزو توکو د روږي صهیونیسټانو او په تیره بیا د پوځيانو د شمیر د زیاتیدا خبر ورکړ.

د تیر میلادي کال د اکتوبر د میاشتې په اومه نیټه له الاقصی عملیاتو وروسته په صهیونیسټانو کښې د روحي او د رواني ناروغیو او ګډوډیو د زیاتیدا کتونکی یوو او دغه راز د نشې د کړکیچ د زیاتیدا په سیوري کښې د نیواکګر رژیم روغتیا برخې ته اړونده سرچینو راپور ورکړ د غزې له جنګ وروسته په اسرائیلي ښاریزو کښې په ویرونکي ډول د نشه ئیزو موادونو استعمال زیات شوی دی.

پارس ټوډې د تسنیم خبري اژانس په قول راپور ورکړی په «نتانیا» ښار کښې د صهیونیسټ رژيم د رواني سلامتیا او د نشې د مرکز بنسټګر او د رواني او د ذهني ناروغیو په چارو کښې متخصص ډاکټر «شائول لوران » په یوې مرکې کښې وویل د غزې له جنګ وروسته مونږ د بیلابیلو ارامبخشو درملو که هغه ډاکټرانو لیکلي وي او که هغه غیر قانوني درمل وي او که هغه شراب وي د استعمال د زیاتیدا او دغه راز په اسرائیلو کښې د جوارې او د قمار په شان د نشې د رامینځته کونکو کړچارونو د ډيریدا کتونکي یوو چې دا په رواني دباونو باندې د غلبې لپاره یو طبیعي غبرګون دی.

هغه په یوې مرکې کښې چې فرانسې خبري اژانس ورسره کړي ده وویل د اسرائیلو د رواني سلامتیا او د نشې د مرکز ټیم د صهیونیسټ رژیم د ټولنې د بیلابیلو پرګنو په کابو زرو(۱۰۰۰) کسانو باندې یو تحقیق ترسره کړی دی چې د غزې له جنګ وروسته په اسرائیلیانو کښې پینځویشت فیصده د نشې د زیاتیدا ښودنه کوي.

په حقیقت کښې په هرو څلورو اسرائیلیانو کښې چې په نشه ئیزو توکو روږدي دي د غزې له جنګ وروسته یوه کس د نشه ئیزو موادو استعمال زیات کړی دی.

په ذهني او رواني چارو کښې د اسرائیلو دغه متخصص ډاکټر ټینګار وکړ: د غزې له جنګ وروسته د تیر میلادي کال په نوامبر او دسمبر میاشتو کښې د ارام ورکونکو او د خوب راوړونکو درملو استعمال له ترتیب سره سم یوسل اویا او یوسل اتیا فیصده زیات شول او ډیرې کسان هغه خلک دي چې زامن یې د غزې جنګ ته تللي دی او هغوې وايي د زیات اضطراب په وجه دوې ته خوب نه ورځي.

د یوه صهیونیسټي ځوان چې مستعار نوم یې «یوني» دی چې د پوځ لخوا د پوځي خدمت لپاره وربلل شوی په نشه ئیزو موادو باندې د سخت روږدیدا په دلیل پوځ کښې شاملیدل وځنډول شول.

دغه نولس کلن صهیونیسټي ځوان وايي: د کورونا ویروس د خپریدا له وخت راهسې مو د نشه ئیزو توکو استعمال پیل کړ خو د غزې د جنګ له پیلیدا وروسته زما جسمي حالت ډیر خراب شو.

هغه زیاته کړه د نشه ئیزو توکو استعمال په حقیقت کښې له حقیقت څخه د تښتیدا لپاره یوه لاره ده.

هغه وايي ما د غزې د جنګ د پیلیدا په لومړیو میاشتو کښې د داسې نشه ئیزو موادو چې خوشحالۍ رامینځته کوي استعمال پیل کړ لکه اکستازي ګولې، ایم ډي ایم ای او ایل ایس ډي او د وخت په تیریدا سره د دغو ګولیو مصرف زیات شو.

زه همدا اوس پوهیږم چې نشه اي یم او باید د درملنې لپاره له نشې د منع کولو مرکز یا روغتون ته لاړ شم.

په غزې کښې د اسرائیلو د نیواکګر رژیم د پوځ یوه عسکر «یاشیر متان»له فرانسې خبري اژانس سره په مرکه کښې وویل زه د نشه ئیزو توکو په استعمال سره هڅه کوم هر څه هیر کړم. مونږ پوهیږو چې جنګ چټي شی دی خو مجبور یوو چې پکښې ګډون وکړو.

په «نتانیا» ښار کښې د صهیونیسټ رژيم د رواني سلامتیا او د نشې د مرکز بنسټګر او د رواني او د ذهني ناروغیو په چارو کښې متخصص ډاکټر «شائول لوران » له فرانسې خبري اژانس سره د خپلې مرکې کښې په دوام کښې په دې زمینه کښې ټینګار وکړ: د ترسره شویو تحقیقاتو پراساس کاملا روښانه ده چې مونږ د یوې غمیزې د رامینځته کونکي اپیډمۍ په درشل کښې یوو او په نشه ئیزو موادو سخت روږیدل به د اسرائیلو د ټولنې زیاتې برخې ته خپور شي.

دغه راز څه موده مخکې هاارتص عبري ژبې ورځپاڼې ایشوا کړه د اسرائیلو د پوهنتونونو د اروا پيژندې او د نفسیاتو د استادانو لخوا ترسره شوی تحقیق ښودنه کوي د تیر میلادي کال د اکتوبر د میاشتې په اومه نیټه د طوفان الاقصی له عملیاتو وروسته د اسرائیلو کابو څلویښت فیصده خلک د خپګان په شمول له روحي او رواني ناروغیو سره مخامخ شوي دي.

د ویلو ده چې د عبري ژبې رسنۍ د غزې په جنګ کښې په ګډون کونکو صهیونیسټي پوځیانو کښې د رواني مشکلاتو د ډیر زیاتیدا خبره کوي.

یدیعوت احارانوت ورځپاڼې څه موده مخکې ویلي وو په صهیونیسټ پوځیانو کښې د روحي او د رواني مشکلاتو زیاتیدل سبب شول چې د اسرائیلو د پوځ د درملنې چارواکي د پوځیانو په رواني ډول د ښه کیدا لپاره ځانګړي برخه پرانیزي

یدیعوت احارانوت ورځپاڼې ولیکل د دغه فیصلې یو علت په اسرائیلي پوځيانو کښې خودکشۍ او ځان وژلو ته د ګروهنې ډیر زیاتیدل اعلان شوی دی.
https://t.me/khabroona/3310

5 months ago

امریکا له اسرائیلو سره ۳۰۵ میلیارډه ډالره مرسته کوي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا سي این این ټیلي ويژن راپور ورکړ چې واشنګټن به د پوځي وسلو او د تجهیزاتو د اخیستلو لپاره د اسرائیلو رژیم ته درې سوه پینځه میلیارډه ډالره ورکړي.

سي این این ټیلي ويژن د امریکا د خبرو چارواکو په قول راپور ورکړ دغه پوځي تجهیزات او وسلې به سمدستي صهیونیسټ رژيم ته ورنکړل شي بلکې په راتلونکو کلونو کښې به د اسرائیلو رژیم دغه وسلې ترلاسه کړي.

دغه راپور زیاتوي دغه مرستې د څوارلس اعشاریه یو میلیاډه ډالرو د لګښت د لایحې یوه برخه ده چې په تیرو میاشتو کښې د امریکا د ولسي جرګې کانګرس لخوا تصویب شوي ده.

سي این این ټيلي ويژن زیاته کړه دغه بودجه اساس هغه ډالر دي چې د اسرائیلو رژيم کولای شي د خارجي پوځي مالي تامین د پروګرام په وسیله له امریکا څخه د پرمختللیو وسله والو سیسټمونو او د نورو تجهیزاتو د اخیستلو لپاره ترې استفاده وکړي.

دغه اقدام په داسې بڼه کښې ترسره کیږي چې په سیمه کښې تاوتریخوالي زیات شوي دي او صهیونیسټ رژیم د ایران د احتمالي غچ اخیستونکي حملې لپاره چمتو کیږي.
https://t.me/khabroona/3277

Telegram

رڼا تازه خبرونه

امریکا له اسرائیلو سره ۳۰۵ میلیارډه ډالره مرسته کوي ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا سي این این ټیلي ويژن راپور ورکړ چې واشنګټن به د پوځي وسلو او د تجهیزاتو د اخیستلو لپاره د اسرائیلو رژیم ته درې سوه پینځه میلیارډه ډالره ورکړي. سي این این ټیلي ويژن…

5 months ago

د امریکا ولسمشر په عربستان د وسلو د خرڅولو بندیز ختموي

ایرنا خبري اژانس وايي رویټرز خبري اژانس په یوه راپور کښې ولیکل دریو خبرو سرچینو وویل د امریکا ولسمشر جوبایډن فیصله کړي ده چې په سعودي عربستان د امریکا د یرغلیزو وسلو د خرڅولو بندیز لغو کړي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن دوه کاله مخکې او واک ته له رسیدا وروسته په لنډ وخت کښې فیصله وکړه چې په سعودي عربستان باندې د امریکا د یرغلیزو وسلو خرڅول وځنډوي.

د امریکا په ولسي جرګې کانګرس کښې یوه چارواکي وویل د جوبایدڼ حکومت په روانه اونۍ کښې د کانګرس غړیو ته ویلي دي چې په عربستان باندې یې د یرغلیزو وسلو په خرڅولو باندې د لګول شوي بندیز د ختمیدا فیصله یې کړي ده.
https://t.me/khabroona/3276

Telegram

رڼا تازه خبرونه

د امریکا ولسمشر په عربستان د وسلو د خرڅولو بندیز ختموي ایرنا خبري اژانس وايي رویټرز خبري اژانس په یوه راپور کښې ولیکل دریو خبرو سرچینو وویل د امریکا ولسمشر جوبایډن فیصله کړي ده چې په سعودي عربستان د امریکا د یرغلیزو وسلو د خرڅولو بندیز لغو کړي. د امریکا…

We recommend to visit

دلته به تاسو ته د مولانا بجلي ګهر صاحب تقريرونه نشروو ان شاء الله.

Last updated 2 months, 2 weeks ago

#السلام_علیکم_ورحمةالله_وبرکاته✋
ملګرو هیله ده چي جوړ روغ به یاست،
ملګرو دلته به تاسو ته په خپل لاس جوړي سوي لوګوي، ایډیټ ترانې، ډیزاین عکسونه، او نور ډیزاینونه مي نشروم.
له ملتیا څخه مو نړۍ نړۍ مننه 👍
#رابطې اوتبادلې لپاره👇
@QariHamidiAfghan

#Q_M_H_A

Last updated 2 months ago

لینک اولین پُست کانال: https://t.me/eslpod_com/2

Last updated 6 months, 2 weeks ago