( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads
𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot
Last updated 2 days, 15 hours ago
رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»
News & media website
تازهترین اخبار ایران و جهان
ارتباط با ما :
@pezhvakads
اینستاگرام 👇
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==
Last updated 3 weeks ago
له یو هیر یاده لا هم پاتی پکښی وی سلګکۍ ""
د زړۀ له تَله وخت بی وخته راختی سلګکۍ ""
له هغو واخلی انتقام لویه د عرش مالکه ـ
چه اخلي خوند زمونږ له سوي آه سَړی سلګکۍ""
نن معتصم نشته چه واوري وا اسیری خورکۍ ـ
له تور زندانه ستا بی څوکه بی اسری سلګکۍ ""
دا به وي حد د ناځوانۍ که مو شي هیر یتیمه ـ
د شهید رور ټفی ځیګر او ستا وړی سلګکۍ""
تکمیل وه دغه ځاې کیسه د یو ریښتینی عشق ـ
سوي وجود ته د پتنګ کړلی ډیوی سلګکۍ""
خلیله ستا هم زړه حالاتو نری کړی ښکاري-
درنه یو چاته شوی یو بل پسی ګیلی سلګکۍ""
ژوند د رنګینو،ټولی کیسی بدلی کړي دي..
خوند د شیش مَحَلو مفکوری بدلی کړي دي..
پوهه شوم تقوا صرف لباسه پوری پاتی ده ـ
شیخ د رِیا ښی نوی جامی بدلی کړي دي..
نه وایم ستا کلی خیانت ګر دی خو هر وخت دلته ـ
خلکو خپلی ژمنی او وعدی بدلی کړي دي..
هغه د رب ستره لورَیَنه خپل کمال بولي ـ
څومره دی مغروره یار لیمی بدلی کړي دي..
نشئ چه خطا په خړ پړ په رنګ د دی خاورین سړی ـ
دغســـی ځلمو تل زمانی بدلی کړي دي..
نور دی نو خلیله انتظار هیڅ معنا نلری ـ
ځکه ! اوس هغۀ لاری زړی بدلی کړي دي..
::::::::::::::::👇👇
https://t.me/khallelMuhajir12
ډیری لا هوسا خبری وروسته دی ؛؛
درده ! د دوا خبـری وروسته دی ؛؛
نن خپل یو احساس خاموشه کړی یم ـ
شی به برمــــــــلا خبری وروسته دي ؛؛
پروت دی تورو شپو کی لا بَلا مزل ـ
یون کړۍ د صـبا خبری وروسته دي ؛؛
تاته ځیر د ټول مظلوم امت سترږی ـ
تـــه وای نَه ! دا خبری وروسته دي ؛؛
څنګ ته در نزدی که دا پردیس یتیم ـ
ها د پښتون خوا خبری وروسته دي ؛؛
بَرم د پګړۍ دی پر ځاې وســــــاتَه !
مړه! د اقصــــــا خبری وروسته دي؛؛
ستا خو دمه ځائ د میخانی سیوری ـ
شیــــخه د تقوا خبری وروسته دي ؛؛
بولی د زړه کور ته چه خلیله څوک ـ
فــــام دی کي بلا خبری وروسته دي؛؛
??? ::::::::::::::::::::::::::::::::
https://t.me/khallelMuhajir12
غږ بدرالدین حقانی ـ
شعر خلیل الله مهاجر
ټیلګرام چینل ???
https://t.me/khallelMuhajir12
غږ وقاراحمد
شاعر خلیل مهاجر
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
پردي فکرونه مونږه خپل ګڼلي موده وشوه "
نور ځکه نه یو هغسې ښاغــلي موده وشوه "
امت د مصلحت او ډار ټغــــر کیې ویدۀ ناؤري ـ
القُدسه ستا زګیروي راځي غښتلي موده وشوه "
څوک وبه کړي کنه یاســــره ! ستا فکر پالنه ـ
اوس ځینو ضمیرونه دي پلورلي موده وشوه "
دا فتحه له هغوي پرته نیمګړې معلومیږي ـ
د سر یو څو سړي مو دي بایـــللي موده وشوه "
"
اسیرې خور! چې ستا ځیني د ننګ تمه کیدای شوه ـ
هغه خلک له دې جهــــــــانه تللي موده وشوه "
کوم څوک چې مو د هیلو د ګل بڼ مالیار ګڼلی ـ
تل هغو ارمـــــانونه راوژلي مــــوده وشوه "
بس دغه تلوَسه ده چې رقیب خوشاله نه شي ـ
د سوخت سلګۍ مې ستوني کې نیولي موده وشوه "
اوس زړه د خلیل هغسې ودان بازارګی نه دی ـ
پرې جوړ دي د شهیدو هیلو څلي موده وشوه "
**
Telegram
خلیل الله مهاجر
تاچه پریښی دی الفت بیا نو خلیله ـ دی غزل کی میئن خیال چا انځور کړی ،،
( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads
𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot
Last updated 2 days, 15 hours ago
رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»
News & media website
تازهترین اخبار ایران و جهان
ارتباط با ما :
@pezhvakads
اینستاگرام 👇
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==
Last updated 3 weeks ago