Dive into the Ultimate Free Library: Your One-Stop Hub for Entertainment!

پیرمحمد کاروان

Description
اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ‎
ربﷻ مو اباد او ښاد لره دلته راسره اوسئ
وخت په وخت به درته د کاروان صیب شعرونه پورته کوم
پیر محمد کاروان
https://t.me/+5UKGioyY-H43NDM9
We recommend to visit

دلته به تاسو ته د مولانا بجلي ګهر صاحب تقريرونه نشروو ان شاء الله.

Last updated 8 months ago

#السلام_علیکم_ورحمةالله_وبرکاته✋
ملګرو هیله ده چي جوړ روغ به یاست،
ملګرو دلته به تاسو ته په خپل لاس جوړي سوي لوګوي، ایډیټ ترانې، ډیزاین عکسونه، او نور ډیزاینونه مي نشروم.
له ملتیا څخه مو نړۍ نړۍ مننه 👍
#رابطې اوتبادلې لپاره👇
@QariHamidiAfghan

#Q_M_H_A

Last updated 4 days, 18 hours ago

دا د افغانستان ملي راډیو تلویزیون رسمي ادرس دی.

Afghanistan broadcaster since 1925 RTA delivers national and international news insightful analysis and must-see videos

Last updated 1 year, 8 months ago

hace 1 semana, 5 días

**النبوي اداره یې وړاندي کوي
ورک ارمان

کټ کټ خاندې ارمان چېرته درنه ورک دی
لیونیه ګرېوان چېرته درنه ورک دی

زمزمه نیمه را واخلې بیا یې پرېږدې
د سندرو دېوان چېرته درنه ورک دی

ترانه ویونکی
قاری امین الله روحانی
شاعرپیر محمد کاروان**#النبوي_دترانو_سترمرکزhttps://t.me/abawynat131

hace 3 meses, 3 semanas

د کایناتو له نغمو نه به انکار نه کوې
که امن غواړې په مرغیو به هم وار نه کوې

اول د مینې، دا دویمه یې د جنګ نښه ده
ګل ورکوه یار ته، د ګل به پرې ګوزار نه کوې

د وطن مینه پرېښودل خو، بس نعوذ باالله
منافق نه یې چې دا لمونځ به د سهار نه کوې

که له بنګړو سره ملګری شوې نو بیا دې منم
که یو بنګړی پاتې شوې بیا به شرنګهار نه کوې

زنه یې نیسه ښکلوه د مور وطن لاسونه
دا ورته وایه چې به دا ځلې ازار نه کوې

موسکا موسکا دې په زړګیو کې زرغونه ساته
پر آیینو باندې به بیا ګورې غبار نه کوې

چې یې شنې پاڼې درته ښکاري د طاووس بڼکې
ذکر به ولې د وطن د شنه چینار نه کوې

د سولې ناوې ورته وې چې سپینه خوله در کوم
کاروانه صبر، دومره ډېر به نو تلوار نه کوې

پیر محمد کاروان

hace 3 meses, 3 semanas

د ماتو ماتو زړګَکیو اُستَکاره ربه
دا ځل یې بیا په مینه و رغوه یاره ربه

ته یې اروا پېژنې تاب د بدرنګۍ نه لري
ښکلا دې نه درومي له دې ښکلي دیاره ربه

د سپین شبنم په حافظه کې چې زرغونه شي بیا
دا بلبلکه د ګلونو سندرماره ربه

په وچ موسم کې هم د تندې تسلي پرې کېږي
لمدې نغمې دې ځي راځي له وچه تاره ربه

باطل ګاونډ یې د حق مستې چیغې چوپې غواړي
دا منصوري غاړه آزاده کړې له داره ربه

د غره غونډۍ د بَیابان رابطه پرې خو مه شه
د خپلواکۍ د شنو ورېښمو له مهاره ربه

چې تصویرونه ور معلوم شي د دښمنو تیږو
درستې هندارې مو کړې پاکې له غباره ربه

دا غرڅنۍ دې وړانګې واغوندي د لمر او سپوږمۍ
بیا خو یې مه کړې په پړانګانو کې ایساره ربه

بنده دې نه وي چې کاروان پرې د غزل وي روان
له غره نه کلي ته له کلي ښار ته لاره ربه

پیر محمد کاروان

hace 3 meses, 3 semanas

نه په شنه چمن نه په ماڼیو لوړو لوړو کې
ګل خلک به و مومې په خاورو خړو پړو کې

ته چې را سره یې بیا د بلې ډیوې څه حاجت
ګرځو به د شنې رڼا په شان په تورو لړو کې

پښې یبلې روان یمه په لپه کې اوبه وړمه
تږی سور غاټول مې دی لیدلی پاس په تړو کې

شنې اوبه یې شته دي تورې تیږې پسې وسکونډه
سپینې پۍ د مور وطن په تکو شنو برړو کې

ورکه ده اروا د پښتونخوا څه کم پېړۍ کېږي
چا و نه مونده د اباسین په ګنګخړو کې

رایشه د ژوند لوبه چې بیا له سره پیل کړو
ساه به ټوکوو د پښتنو په مړو مړو کې

شنو درو ته هم د دنګو دنګو څوکو حال وایه
خېژه په پېچومو کې را ښکته شه په ځوړو کې

کیف د پاچهۍ یې خامخا په کې موندلی دی
ګرځي ملنګان د ملنګانو په جونګړو کې

زړه خو دې کاروانه په سپین مخو پورې و تاړه
سپین زهر چې در نه کړي په تکو تورو ګوړو کې
پیر محمد کاروان

hace 3 meses, 3 semanas

ګل ګل یې راته وساتې د مینې په نسیم
پر باغ وطن را مه ولې مولا کربُ العظیم

ملنګه مینه، ورکاندې شاهانو ته د وخت
له غیبه را پیدا کړې یو ادهم د ابراهیم

قدم په قدم عامه کړې د مور مهرباني
چې لاس کاندي راتېر پر ببر سر د هر یتیم

د هرې یوې افغانې او د هر یوه افغان
زړګی وطن خو مه کړې د بېلتون په چاړه نیم

زه نون هم ورسره کړمه چې امن امن شي
چې کله هم خطاط لیکلی وي الف و میم

اوبه، مېوې، لالونه، غرونه، دښتې د وطن
نارې وهي، هی هی چې مو لرلی ښه زعیم

جهان به مو ښکلا ته شي حیران ګوته په خوله
که زړونه مو صفا شي که عقلونه مو سلیم

کاروان که غزل هم وایي تر زلفو پېچ و خم
په زیر په بم دې راشي په صراط المستقیم
پیر محمد کاروان

hace 3 meses, 3 semanas

که زرغون هم د بوډۍ د ټال په نُور وي
چې موسی یې نه وي څه به کوهِ طور وي

یو په خدای مین شپونکی چې په کې نه شته
د فرغون به خامخا کبر غرور وي

بې خبر سرونه څه خبر له رازه
راز خو دار دی چې په برخه د منصور وي

عجیبه ده چې نادان جابر دې خان وي
د هنر د خزانې وال دې مجبور وي

زړګکیه تشو لېچو ته شرنګی شه
هسې نه چې د بنګړو بازار به چور وي

دومره ډېره نهیلي ښه نه ده ښکلیه
پر وربل به دې بیا ګل ټومبلی سور وي

پر الله دې تَوَکل کوه د مینې
د میَنو سوال به خامخا منظور وي

یو کاروان به پرخې پرخې ورته راشي
یو سړی به د نرګس غوندې رنځور وي

پیر محمد کاروان

hace 4 meses, 3 semanas

د تیږو په درزونو کې ولاړه ګله مه مرې
ښکلا دې د وږمو په ژبه ژباړه ګله مه مرې

ځل بل د رڼو پرخو دې راکوز له پاڼو مه شه
پسته رڼا له سپینې سپوږمۍ غواړه ګله مه مرې

فطرت چې نازولی په رنګونو په خوشبو یې
پر ځان باندې که ویاړې هم نو ویاړه ګله مه مرې

خدای مه کوه که نه یې نغمې پړق درپسې مړې دي
خون مه شه د بلبلو در په غاړه ګله مه مرې

پر تا مې ده خړوبه د نیمزالي غزل تنده
چې پرې نه ږدې کاروان په وچه شاړه ګله مه مرې

پیرمحمد کاروان

hace 5 meses, 2 semanas

غزل

درې مستې اژدهاوې دې کړې ماتې خونړۍ
غلام خو د غلام مه شې په شمار یوه ګړۍ

مضمون د استقلال په ټول جمال او په جلال
روان وایه ستا ژبه په کې مه شه تړتړۍ

چې غږ یې د شپېلۍ زانګي پر ټال د زرغونټال
شپانه دې چې اغوستې وي اووه رنګه شړۍ

خوږه دې په مېوو شه ذایقه د ټول جهان
وږمې د زَعفرانو دې خورې شه په نړۍ

تر ټولو ښه ملګری شې د خدای د ټول بشر
د مینې په زنځیر کې اوسې ځلنده کړۍ

د امن په خوږه موسکا دې شونډې شه لمدې
په اوښکو او په وینو دې لمده مه شه مړۍ

پر لاره د ورېښمو ځي کاروان د ښاپېرو
په پوهه به کړي ماتې د دیوانو هتکړۍ

پیرمحمد کاروان

hace 5 meses, 3 semanas

ګل ګل یې راته وساتې د مینې په نسیم
پر باغ وطن را مه ولې مولا کربُ العظیم

ملنګه مینه، ورکاندې شاهانو ته د وخت
له غیبه را پیدا کړې یو ادهم د ابراهیم

قدم په قدم عامه کړې د مور مهرباني
چې لاس کاندي راتېر پر ببر سر د هر یتیم

د هرې یوې افغانې او د هر یوه افغان
زړګی وطن خو مه کړې د بېلتون په چاړه نیم

زه نون هم ورسره کړمه چې امن امن شي
چې کله هم خطاط لیکلی وي الف و میم

جهان به مو ښکلا ته شي حیران ګوته په خوله
که زړونه مو صفا شي که عقلونه مو سلیم

کاروان که غزل هم وایي تر زلفو پېچ و خم
په زیر په بم دې راشي په صراط المستقیم

پیرمحمد کاروان

hace 6 meses, 2 semanas

چي ماشوم ته په للو للو للو کي مور په مینه دوطن سندره وایي
چي دغره توره بلبله

اواز قاري محمد جمعه ساجد
شاعر پیرمحمد کاروان صاحب

د ډیرو ملګرو په غوښتنه مي درته نشر کړه
👇👇👇👇
https://t.me/qarisajid

We recommend to visit

دلته به تاسو ته د مولانا بجلي ګهر صاحب تقريرونه نشروو ان شاء الله.

Last updated 8 months ago

#السلام_علیکم_ورحمةالله_وبرکاته✋
ملګرو هیله ده چي جوړ روغ به یاست،
ملګرو دلته به تاسو ته په خپل لاس جوړي سوي لوګوي، ایډیټ ترانې، ډیزاین عکسونه، او نور ډیزاینونه مي نشروم.
له ملتیا څخه مو نړۍ نړۍ مننه 👍
#رابطې اوتبادلې لپاره👇
@QariHamidiAfghan

#Q_M_H_A

Last updated 4 days, 18 hours ago

دا د افغانستان ملي راډیو تلویزیون رسمي ادرس دی.

Afghanistan broadcaster since 1925 RTA delivers national and international news insightful analysis and must-see videos

Last updated 1 year, 8 months ago