❤د زړه خــبـــري💞

Description
دلته تاسو ته خکلي په زړه پوري ادبی اسلامې،
او جالبه معلومات نشروو إن شاء الله
Advertising
We recommend to visit

کانال فیلم

Last updated 1 year ago

‌( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد ) ‌

‌آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار‌ ‌‌ ‌

‌‌𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads

𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot

Last updated 1 day, 15 hours ago

رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»

News & media website

تازه‌ترین اخبار ایران و جهان

ارتباط با ما :
@pezhvakads

اینستاگرام 👇
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==

Last updated 2 weeks, 6 days ago

1 year, 7 months ago
که په دې ځمـکه د ژوند …

که په دې ځمـکه د ژوند کولو
حـق غواړو باید زور ولرو
په دې نړۍ کې یواځې د زور ژبه چلـيږي
د هيواد کورني او بهرني دښمنان زموږ نظامي ځواک هک پک کړي
د ناانډولۍ په دې دنـیا کې له زور پرته
هيڅ شی نه چليږي،?

1 year, 7 months ago

شکر ایستل او مننه کول داسې دوه کلیانې دي
چې د روحي سکون د کوټې دروازه
ورباندې خلاصولی شود!!
?****

1 year, 7 months ago

ــــــــــــــــــــــــ د تبادلي ډګر ته را ودانګۍ?*?***@sBb313

1 year, 7 months ago

#وشرمیږه!?
چې د پروني تحول د سختو شپو
او ورځو یاران نن د څوکۍ عیاشۍ
او د غرور په غبار کې درنه ورک شول
!

1 year, 7 months ago

د فیسبوک تلګرام او ټیک ټاک نجلۍ دې
په دې نه خوشحالیږي،
چې هر هلک ورته جان او قربان کوي
او ستایي یې، او نه دې دا جدي ګڼي،
چې ګنې رشتیا هم ورته دومره
ارزښت لرم.
مـګر په خپل عـزت دې ضرور وډار شي.!
#شـرم_عزت_حیاء?

1 year, 7 months ago

که مو څه نه خوښېږي بدل يې کړئ
که يې نه شئ بدلولى
خپل چلند بدل کړئ !
!

1 year, 8 months ago

ای ترانه خوانه وروره
شهرت د شیري یعني زمرۍ شیدې دي، یواځي زمریان به یې هضم کوي !شاعران او ترانه خوانان د یوه هېواد فکري رهبران ګڼل کیږي، د ټولني سترګي او ژبي بلل کیږي، د زړونو د پټو رازونو رشتوني انځورګران یادیږي، زموږ په افغانه ټولنه کي د دریو روحاني ډاکټرانو څخه یوه برخه تقویه کوي، اولسونه او قومونه د دوی فکري درمل ډیر په مینه او لېوالتیا کاروي، هغوی د مچیو په څېر د ازغیو په مینځ کي له ګلونو څخه شَهَــــد را ټولوي او خلګو ته یې ورکوي!
دا په تا څه وشو؟ته ولي په هغه څه زړه تړې چې تل پاتي ندي؟ په پرونۍ خاطرو پسي ولي آرمان کوې؟ ننۍ ډالۍته ولي ارزښت نه ورکوې؟ د ژوند له سختیو ولي ستړی کیږې؟ اے سختي ډبري د سکرو څخه الماس جوړوي، دسبا په اړه ولي اندېښمن کیږې؟ د پرون او نن څښتن د سبا مالک هم دی، زمونږ لومړی ځل دی چې بنده ګي کوو، مګر هغه څښتن وو ،دی او وي به، نو په مالکیت یې باور وکړه؛ سبا او راتلونکی هغه ته وسپاره.!
ته ښه ږغ لرې، دروند شعر، پیاوړی کمپوز او ښه انجنېري انتخاب که . د وطن د آبادۍ لپاره، د مور وطن د بچو سره د مینې او پخلاینې کرشمې په کې وکاروه ،د ولس او نظـ ـام تر مینځ واټن د اتحاد په غزل بولو له منځه یوسو.
د وطن د روڼ سباون په خاطر، د بلواکۍ او زورواکۍ پر خلاف د دیني مباریزې پالونکی اوسه، په جرات او لویه حوصله د حالاتو مقابله وکړه، ټولنې ته ملي فکر و شُعور ورکړه، د وطن او نړۍ ګوټ ګوټ کې د افغانستان ږغ اوچت کړه، لارښوونه وکړه، د دوښمن بیانیه ماته کړه، د خپلو خلګو د ارمانونو استازیتوب وکړه. په دې لاره کې په ځان سختۍ ومنه ، مشکلات تیر کړه، د خلګو په مخونو د سکون خندا را وله،تل د اطمینان اظهار وکړه، چې انشاءالله تر خپل مرام رسیدلي یو، هم دا ته به د دښمنانو په زړونو کي مسموم غشی یې بیا،د وطن جرات او حوصلې یو نشان به یې ان شاءالله، ګوره اوس هم وخت شته! ته دي د خپل خواږه نظ ـام د خوږو مشـ ـرانو اوامر ومنه، هیڅ مي پر تباهۍ نه لوریږې،

والسلام
ورور مو عصمت الله جهــ...ـ ـادمل

1 year, 8 months ago

د بل انسان درناوی
اصلا د خپل ځان درناوی دی !
!

1 year, 8 months ago

#معاشرہ والدين څومره په ډاډ او الفت سره وايي
چې (زوى /لور مې هوښياره ده
خو اولاد بيا څومره په پوره ګستاخۍ
او بې ادبۍ سره وايي
چې د پلار/ مور مې مازغه خراب دي !!

1 year, 8 months ago

د موسيقي حرمت!
دوهمه برخه
سفیان وائې چې ما له علې بن هذیمه څخه و پوښتل چې ( ماالکوبة) کوبه څه شی دی؟ علی بن هذیمة وویل ( الطبل) یعنې له الکوبة څخه مراد ډول دی.
امام طبرانی رحمة الله په یوه بل روایت کې چې د (عن عبد الکریم الجزریعن قیس بن حبتر له طریقه په دې الفاظو سره بیان کړی دی: (إِنَّ اللَّهَ حَرَّمَ عَلَیهم الْخَمْرُ وَالْمَيْسِرُ وَالْكُوبَةُ – و هو الطبل- و قَالَ " وَكُلُّ مُسْكِرٍ حَرَامٌ " (مسند احمد ج  ص 289)  الاشربة لاحمد (14) (الطبرانی، حدیث 16701)، (البیهقی، ج 1۰ ص 213- 221)
ژباړه: الله تعلی په مونږ باند شراب، قمار، او کوبه حرام ګرځولئ ده، له کاوبه څخه مراد (ډول) دی او وئې ویل هر نشه کوونکی شی حرام ده.
څلورم حدیث:
عبدالله بن عمرو بن عاص رضی الله عنه روایت کوي چې د الله جل عظمته رسول صلی الله علیه وسلم  و فرمائیل: ((إِنَّ اللَّهَ عزوجل حَرَّمَ  الْخَمْرُ وَالْمَيْسِرُ وَالْكُوبَةُ وَالْغبیرا‌ء وَكُلُّ مُسْكِرٍ حَرَامٌ )) ابو داود- شرح المعانیو للطحاوی (ج 2 ص 325 ) البیهقی (ج 10، ص 221-222) مسند احمد (ج 8- ص 157-170) الاشربة لاحمد (207) التمهید لابن عبد البر (ج-5 ص167) التهذیب للمزی (ج 31، ص 45-46)
‌‌ژباړه: الله رب العزت شراب، قمار، طبله (ډول) او الغبیراء (یو قسم بوټی) حرام ګرځولي او هر نشه کونکی شی حرام دی.
له ابو هریرة رضی الله عنه او عبد الله بن عمرو بن عاص رضی الله عنه څخه دا حدیث په بعض نورو اسنادو سره داسی روایت شوی دی چې یوه ورځ رسول کریم صلی الله علیه وسلم د صحابه کرامو خواته راغی په داسې حال کې چې صحابه کرام په مسجد کې ناست ول، رسول کریم صلی الله علیله وسلم و فرمایل:  (( إِنَّ ربی حَرَّمَ عَلَىَّ الْخَمْرُ وَالْمَيْسِرُ وَالْكُوبَةُ والقنین، وَالْكُوبَةُ : الطبل)) البیهقی (ج 10 ص 222) مسند احمد (ج 2 ص 172)
ژباړه: زما رب په ما باندی شراب، قمار، طبله (ډول) او سازو باجئ حرام ګرځولي دي د کوبه څخه مراد طبله (ډول) دی.
له عبد الله بن عمرو رضی الله عنه څخه د یوه روایت الفاظ دا دي:
((إِنَّ اللَّهَ حَرَّمَ علی امتي الْخَمْرُ وَالْمَيْسِرُ و المزر وَالْكُوبَةُ و القنين و زادني صلاة الوتر))
قال یزید بن هارون ( القنین) : البراط))
مسند احمد (ج 2 ص 165-167) الاشربة لاحمد (212-213) (المعجم الکبیر للطبرانی ( ج 13 ص 51-52-53- 127)
ژباړه: الله تعلی زما پر امت باندې شراب، قمار، د اوربشو او عنمو شراب، او طبله او قنین حرام کړي دي. او الله تعلی ماته دوتر لمونځ په اضافي ډول سره راکړی دی، یزید بن هارو (چې راوي دی) وائې قنین څخه مراد ساس او باجې دي.

نور بیا...

We recommend to visit

کانال فیلم

Last updated 1 year ago

‌( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد ) ‌

‌آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار‌ ‌‌ ‌

‌‌𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads

𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot

Last updated 1 day, 15 hours ago

رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»

News & media website

تازه‌ترین اخبار ایران و جهان

ارتباط با ما :
@pezhvakads

اینستاگرام 👇
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==

Last updated 2 weeks, 6 days ago