( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
??? : @mobsec_ads
??? : @sudosup_bot
Last updated 3 months, 1 week ago
نعت شریف
له برکته یې انسان یمه الحمد لله
زه امتي د قدر دان یمه الحمد لله
د زنکدن آخري جمله یې اُمتي اُمتي
په محبوب زیات له حده ګران یمه الحمد لله
د محبت داعي به تل په خوله مسکا پرته وه
بې دیده تل ترېنه قربان یمه الحمد لله
سوچه، حسینه او شیرینه کلیمه یې راوړه
زه برخمن له سپین ایمان یمه الحمد لله
د جهالت رنګ شو بدل د علمیت په وړانګو
له روی یې زه تسل ګویان یمه الحمد لله
خالد تسل
ته اکبر یې
ته احمد یې د دې خاورې ،ته عمر یې
ته میرویس د دې ولس یې، ته اکبر یې
ته محبوب یې خپل ولس ته، ته غازی یې
ته محمود یې ، ته منصور یې ، ته رهبر یې
ته جلال یې، ته سنګین ملا فاتح یې
ته یې ستوری د غزاء هم د ممبر یې
ته سالار د حق مسیر یې ،ته امیر یې
سر لښکر د حق ټولۍ یې ،شملور یې
ته وطن ته خدمتګار یې ،وفادار یې
ته د هر شریر ګوزار ته سینه سپر یې
ته یې وړ د قیادت د ولسونو
ته خالد تسل ته ګران، ته یې دلبر یې
خالد تسل
غزل
په خوږو سترګو خواږه چې راته ګورې
د زړه غم او درد مې ولاړ شي دورې دورې
له تا لاس اخیستل اوس دي ډیر ناشوني
ما ده ستا په سر دي وړې سپکې سپورې
خپل راتلونکي ته هر وخت یم فکر وړی
چې پر ما باندې به کیږي څه ـ څه نورې
چې د یاد د نرۍ څړیکه راتازه شي
زه کلک ونیسم لاسونه په زړه پورې
ژوند به خامخا د دوئ په ذلالت وي
چې کړې چا په مادیاتو سینې تورې
چې د زه په پښتنه مینه رالوی کړم
خدای د وبښه زما پښتنې مورې
ډیر صاف مه اوسه ځیرک اوسه تر ډیره
ای مخبت وردګه ځان او ژوند که ژغورې
مخبت وردګ
روان ژوند!
ترڅو چي ځان وي، ژوند به روان وي
یا چي جانان وي، ژوند به روان وي
چاته اړ نه یم ، له هرڅه پره یم
چي مي پلار جان وي، ژوند به روان وي
یا یا خنډ نسته، ببخي ډاډه یم
څو چې یاران وي، ژوند به روان وي
پروا یې نه کړم، کله دریږي!
زړۀ که ستومان وي، ژوند به روان وي
ښار کي نوڅه سته؟ بغیرله شوره'
خیرکه بیابان وي، ژوند به روان وي
داوښکو څاڅکې، به ورځي خواتۀ
چي دا ګریوان وي، ژوند به روان وي
چي حقاني وي، او کوثر نه وي'
دا وخت به ګران وي، ژوند به روان وي.
حقاني کوثر"
دقدرت جزيري ړنګي سوي هيواد کي
سرا سر وطن کي امن دي امنیت دی
تورتمونه سپين صبا دلته کړه محوه
دسهار ستورئ لابریښی لا اوچت دی
له دي چمه زاغان کډه شوه او لاړه
هر خوا مينه ورور ولي ده او الفت دی
که شل کاله نور هم تیر کړي جوړ بی نکړي
دا کفری جهان دښمن د اسلامیت دی
شکر وباسه اولسه چی حاکم دی
پر وطن باندي سپیڅلۍ امارت دی
که يي ټول جهان کوښښ د ذلت وکړی
و افغان ته رب ور کړي چي عزت دي
د (حافظ یاسر) خبري څه ترخي دي
خو کی نغښتۍ ستا لپاره محبت دی
ياسر کندهارئ
زموږ خوږ ملګری حافظ طارق غواړې لیس جوړ کړې نو هر ملګرې چینل چې ور دا خلوې@jdjfjfjjjfjjkdodooo❤???
پرتا فرض د اسلام دين حفاظت دی
د مشرانو اطاعت هم عبادت دي
طالب جانه مټي بډوهه راپاڅه
داقصي په لور پاڅون دي او هجرت دي
که دا ووایو چي ټول ورته تیار يو
د جهاد په لار کي سر دي که دولت
بیابه تير تاريخ تکرار کړو دا سلافو
خو مهم شئ په دي يون کي صفا نيت دي
تي راويښ که د غفلت له درانه خوبه
مسلمان باداره ډير په ذلالت دي
زمزمی د تکبیرو له پاسه اوری
درکوم( یاسره ) زیرۍ د حريت دي
یاسر کندهارئ
فدایان د تحریڪ ?️
په اللهي مــــــــیني جنون دي عشقان د تحریڪ
له سره تیر دي سرشیندوڪي فِدایان د تحریڪ
تـڼاکي پښي مزل کوي په تورو غرونو ځوانان
تاندې جذبې لري په زړونو کې ځوانان د تحریڪ
دا خو لښکر دی د مِهدي مخ په وړاندي درومي
چي د براء ابن مالک په لار روان د تحریڪ
د غزوة الهند زلمو پاڅون وکړی په مینه مینه
په دين اسلام ځان ځاره وي دغه ګلان د تحریـک
د شمالي او جــــنوبي وزیرستان په لور ځي
درومي زلمي په تشکیلو له خراسان د تحریـک
دوی د خبـیب او د منصـــور په لاره یون کړی دی
دې د عمرخالد زمري په هر میدان د تحریڪ
ستړی ســـــفر د غرو په سر کوي مزلونه ګلان
ځان ځاروې په سپین قران دا لارویان د تحریڪ
نـــــصرت آغا ترېــــنه قربان شمه له هغو زلمو
د هر باطل مخته ولاړ دغه زمریان د تحریڪ
نصرت آغا طالب
خدایه دسوي زړه درزا تعبیرول څنګه وي
ګل چي خزان وي دبورا تعبیرول څنګه وي
خلګ له تورو څه نفرت کوي بلال هم تور ؤ
دمجنون زړه توره لیلا تعبیرول څنګه وي
ورته په دؤه لاسه سلام دی دهغؤ وعشق ته
مرګ ته سنګار مرګ ته خندا تعبیرول څنګه وي
نو چي غربي جهان مي نه مني نو نه دي مني
زما اود ماتې امریکا تعبیرول څنګه وي
خدایه! دا بعضي بندګان دي بیخي ښُکلي دي ډیر
پوهیږم نه دیدار دا ستا تعبیرول څنګه وي
زور پکي ډیر دی آن تقدیر بدلوي غواړم فنا?
دمظلوم اوښکې او ښرا تعبیرول څنګه وي
له خدای رسول وروسته نو دومره ترحُم دچا وي
مسجون مُلا دمور دوعا تعبیرول څنګه وي
مولوی ذاکرمسجون
دا ورځ تر بلې ورځ چې شوې بې لارې زمانې
حساب به څنګه ور کړئ ګناهګارې زمانې
د عدل او انصاف تله کږه کږه کیدله
ظالم شو برایت مظلوم سنګسارې زمانې
په غیږ کې دې معصوم فلسطین پروت کنډر کنډر دی
ته ګوره ننداره کوه قرارې زمانې
له څوکې د نیزې دې تل مظلومې وینې څاڅي
په خپل کفر کې ډیره یې هوښیارې زمانې
نور وېښ شه لا تر څو به یې غالفه خوبه وړې
په رنځ د أمت نه رنځیږي زواني زمانې
په ننګ د ګران أمت توره نیزه درسره واخله
نور ختم تور تمونه کړه سهارې زمانې
دفاع ته د أقصیٰ بدري طالب خدای در بوله
دا لوړې او ژورې کړه هوارې زمانې
#بدري طالب
( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
??? : @mobsec_ads
??? : @sudosup_bot
Last updated 3 months, 1 week ago