دلته به تاسو ته د مولانا بجلي ګهر صاحب تقريرونه نشروو ان شاء الله.
Last updated 2 months, 2 weeks ago
#السلام_علیکم_ورحمةالله_وبرکاته✋
ملګرو هیله ده چي جوړ روغ به یاست،
ملګرو دلته به تاسو ته په خپل لاس جوړي سوي لوګوي، ایډیټ ترانې، ډیزاین عکسونه، او نور ډیزاینونه مي نشروم.
له ملتیا څخه مو نړۍ نړۍ مننه 👍
#رابطې اوتبادلې لپاره👇
@QariHamidiAfghan
#Q_M_H_A
Last updated 2 months ago
لینک اولین پُست کانال: https://t.me/eslpod_com/2
Last updated 6 months, 2 weeks ago
مروری آزادۍ بس کړه په خولا شه
څه ځوانی موکړی درځار بس په مسکا شه
سم د اوخکو په جرګو کی درته راغلو
بس کړه خیر دی په وطن مو رخواره شه
په تنړاکو پخو ترتا راغلو له ورایه
مات وجود ستړي ستومان نور په خندا شه
مونږ بچیان یو د دی خاورے بل څوک نه یو
مونږ نا اشنا نه یو اشنا یو بس اشنا شه
ځانړی هم نشته چغار دبلبل ورک دی
دنګ چینار نختر څیړئ ته یئ خکولا شه
زمونږ د کلي ګودر نشته چا بمبار کړو
منګي مات بنګړي یئ مات شول په هوسه شه
بیا نغمی به په هر لورے درته وایو
د عمر شعر به عزل شي ته ټپه شه
ــــــــــــــــــــــــــــــ
عمر منعَم آفریدی
ستا نیم لوستي کتابونو ته چی ګورم
بیا د لاس نخو یادونو ته چی ګورم
رنړی اوخکی می په مخ باندی قطار شي
ستا رپاتی تصویرونو ته چی ګورم
ستا ګلاب ګلاب ځواني شوله رماته
د خزان سپیره بادونو ته چی ګورم
مدرسی ته چی رازم ته نادرک وی
ستا د ناستی کوم ځایونو ته چی ګورم
حاضري کی دی نوم ورک شو بیرته راشه
تش په خیال کی ستا درسونو ته چی ګورم
مست غرور د ګُل ځوانی دی له دین ځار کړو
ستا په څنړو خړ ګردونو ته چی ګورم
شوم کمزوری درپسی شهیده یاره
د عمر یو څو شعرونو ته چی ګورم
ـــــــــــــــــــــــــــــ
عمر منعَم آفریدي
ساړه ساړه ځکیروي وو له یو کوره آوریدل
پیغلوټی هیلی ئ شنډے شوی په زوره ژړیدل
د چا د زړه کورګی وو پری آباد چی یی راړنګ شو
دا ځکه یی د شپی خواږه خوبونه تختیدل
آرمان دی وو د ټول عمر ستا سیوری نه محروم شو
یتیم یتیم کتو سره یی زمونږ زړونه دردیدل
د مور نه نا درک وو له ډیر وخت راهیسی ورک وو
بی خوره او بی روره بیا نو دا شان خخیدل
ملګري تری چاپیر وو په اوګو یی کټ روان کړو
په مخ یی د رنړو اوخکو قطارونه جوړیدل
عمرَ ستا په شعر راته یو څو شهیدان یاد شو
قلم می وو په لاس کی خو لاسونه رپیدل
ـــــــــــــــــــــــــــــــــ
عمر منعَم آفریدی
د ګران او خوږ ملګري ( حمید الله غازي) د واده د مبارکۍ په ویاړ.
خوشحاله خوشحالي ده خوشحالي دی مبارک شه
ائ ګرانه په مه ګرانه نیک بختي دی مبارک شه
یو حکم د اسلام دی کړو تعمیل ګرانه لالیه
قربان دی له ځوانی شم د ځواني دی مبارک شه
خیرونه برکتونه درته غواړو د الله نه
آباد چی دی خپل کور شو آبادي دی مبارک شه
د ژوند د هر یو قسم پړاوونو چی راتیر شوے
له دی روستو د نوي ژوند خوخي دی مبارک شه
تبریک دی شه جانانه زه بیا هم درته دا وایم
د عمر په قلم جوړه شاعري دی مبارک شه
ـــــــــــــــــــ
عمر منعَم
د چینل ټولو ګډونوالو ته سلامونه نیکی هیلی احترامات وړاندی کوم.
چی ان شاءالله روغ او جوړ به یاست.
د خوشحالی خبر :
چی تر لاسه موکړو. د نبی علیه السلام خوږه سنت نکاح چی بفضل الله د الله پیرزوینه وه.
چی زه ی ورباندی ونازولم.
او مخکی د ژوند لاخکولا دپاره یی د خیر او برکت ذریعه او سبب وګرزوے.
?الحمد لله علی کل حال .?
? نوی ژوند ?
? نوی هیلی?
ستاسو رور
عمر منعَم آفریدي
له ډیر وخت نه زه خراب او ناقرار یم
په بانړو کی می دي ډهنډ اوخکی بیماریم
د یعقوب په څیر د سترګو دید می ورک شو
ورک یوسفه ستا راتلو ته انتظار یم
ستا د یاد رامی می زړه کور کی ګرزیګي
د غره لمن کی لکه شپون ورته حصار یم
واه رهبره لګ راتم شه شومه ستړے
توره شپه ده تور ګړنګ دی نور بیزار یم
لا مودو راهیسی ورکه بیرته راشه
ستا راتلو او ستا لیدو ته په تلوار یم
لګ ووده شه د سپین غره ستړی راغلی
ستا دپاره زه پِهره کوم بیدار یم
د عمر په شعر که زړه دی دردمن نشو
بیا شاعر نه یم بیا هسی یو فنکار یم
ــــــــــــــــــــــــــــ
عمر منعَم آفریدي
نظــــــــــم
طالب جان دی رانه تللی زه ی پریخودم تنها
رب ی وکړه نصرتونه دی میئن په پاک الله
هغه خکولی طالب جان دی د خیبر دغرو زمری دی
ډیر په مینه راوتلی ده زمونږ د مدرسی دی
دی د کلي مرور دی ځکه ګرزی نن جدا
محراب دی که ممبر دی په وینو باندی سور دی
طالب دی که کتاب دی په ډرون باندی ویشتلی
انتقام به ترینه آخلو یوه ورځِ ان شاءالله
دغه ملک دی اسلامي او قانون دی طاغوتي
دا کوشش دی د یهودو او یهود دي فسادي
د یهود او دانګریز سه جنګ کړو همیشه
استاذان او طالبان دي بندي په جیلخانو کے
زنځیرونه هتکړے ی دي پراته په مړوندو کے
رهایئ به ی ته کړے مجاهده شه تکړا
ربه راولی نظام د پاک خکولي قرآن
بیا به هر څوک وي خوشحال وی به امن او آمان
په لاره د ازغو کی کړو مزلونه تر سبا
ما عمر منعَم هم ځکه راخیستی خپل قلم دی
څو اشعار چی پری ډالی کړي په مسلمه امت ستم دی
څوک دفاع چی د قرآن کړی زبه کړم ورته دعاء
ـــــــــــــــــــــــــ
عمر منعَم
2017/7/15
زما د یو صف د مدرســـــــــی ملګریه
رانه جدا شوی د چا په خولی ملګریه
وی د سنګر ملګری خیال کی زمـــــا
په څه قیصه شوی بی جزبی ملګریه
تا کړو بدل وصال په فصل ګــــــرانه
راته دی جوړے کــړے سختی ملګریه
تا سره د ژوند می څو شیبی پاتی وے
راته دی کړے هم دا ترخــــــی ملګریه
تا خو وعدے د پیوستون کړے وی
ولی شوی دومره بـــے وعدی ملګریه
ما درته ویل چا مجبور کړے ی ته
تا ولی نکــــــړے ده قیصــی ملګریه
اول کی یار وی بیا خامار شوے ولی
مینځ کی مو تیری شوے جرګی ملګریه
ظالمه دومره سخت زړګۍ وو دستا
د چهټی شپه هم په خوله نشویع ملګریه
بی وفا آخر کی ستا تر داره لاړم
بیا دی هم نکړے رخصتـــی ملګریه
بیرته روان شومَ خفا لا تانه
تیری شوے دغسی صحنی ملګریه
د رب دربار ته ګیلمن به ورزم
ورته به کړم دستا ګیلی ملګریه
که شوم شهید درنه عمر منعَم
چی بیا رانش تر جنازی ملګریه
ـــــــــــــــــــــــ
عمر منعَم
2021/6/30
د میدان او د سنګر سړي دی نه مري
هم د کار او هم د سر سړي دی نه مري
چی جومات او مدرسه ده پری آباده
د محراب او د ممبر سړي دی نه مري
چی تور تم د جاهلیت ی کړو ورختم
تورو شپو ته د سحَر سړي دی نه مري
چی د جنګ ګرم میدان ته قدم آخلي
د باطل په سر خنجر سړي دی نه مري
د دشمن په کور چی تور دودونه جوړ کړي
بیا د دے فن او هنر سړي دی نه مري
چی په غاړه تور ټوپک شین کمر بند وي
څومره خوند کړي څڼیور سړي دی نه مري
د عمر سره چی څنګ په څنګ کے ګرزي
دي یاران می د سپین غر سړي دی نه مري
ــــــــــــــــــــــــــــــــ
عمر منعَم آفریدی
آختـــــره دا څنګه تقســـــــیم کوے تا
کړے بعض خوشحال او کړے بعض خفا
په اوخکو به لوند وي ګریوان د یتــیم
آهــــونه به درومی تر عرش د یتیــــم
له ډیرے مودے تــرے شهید دی بــابــا
یوه کونډه ده ناســته په تش بایبان
سلګو ده نیولی د چــا کـــړي آرمــان
په زړه به ئ څه وي پوهیګی الـله
یو څو مهاجر دي ستا خواته دیــره
بی کـوره دي ستړی کوي لګ دامه
ائ مشره لګ پام پرے کــوا خامخا
بمبار دي کورونه څوک نشته هلته
آخـــتره ته مه زه چی ولمانځی تا
سورے ده په زړه ده ټوټی ده غــزه
آختـــره زما هم شـــهید دے آرمان
بانړه می شو مات اوخکی زي تر ګریوان
حضـــور ته دستا درغــــــللی مولا
د چا وو آرمان ترے ورک شوے پخوا
لټون ی کړي اوس هـم ګرزي پـه صحرا
عمر تری خفا دی روان دی بلخوا
ـــــــــــــــــــــــــ
عمر منعم آفریدی
دلته به تاسو ته د مولانا بجلي ګهر صاحب تقريرونه نشروو ان شاء الله.
Last updated 2 months, 2 weeks ago
#السلام_علیکم_ورحمةالله_وبرکاته✋
ملګرو هیله ده چي جوړ روغ به یاست،
ملګرو دلته به تاسو ته په خپل لاس جوړي سوي لوګوي، ایډیټ ترانې، ډیزاین عکسونه، او نور ډیزاینونه مي نشروم.
له ملتیا څخه مو نړۍ نړۍ مننه 👍
#رابطې اوتبادلې لپاره👇
@QariHamidiAfghan
#Q_M_H_A
Last updated 2 months ago
لینک اولین پُست کانال: https://t.me/eslpod_com/2
Last updated 6 months, 2 weeks ago