رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»
News & media website
تازهترین اخبار ایران و جهان
ارتباط با ما :
@pezhvakads
اینستاگرام ?
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==
Last updated 2 months ago
( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads
𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot
Last updated 1 month ago
معصومی سلګکې مې د معصومو زلمو یاد دي
نو څنګه به مې زړه د غدر غیږي ته ور کوځ کړي
#ع مظهري
بلد شوی نور د ژوند په ککلیچو یم
انډیوال له ډېره وقته د دردو یم
ما د ژوند خوښۍ په خوندلمانځلې ندي
مهاجر پروت په کیږدۍ کې د غمو یم
خامخا به یې نن کرکه رانه کیږي
صرف د یو الله ج در بار ته په سجدو یم
وقته جار دې شم له تک سپین قضاوت نه
درته غلی یو مجرم دې په ګنډو یم
زه به خامخا یم چا نه پاتی شوی
یو وارث به د شهیدو زلمکو یم
سر ټېټې مې د ضمیر په دښته نشته
یو ملنګ هغه د پوری جګو غرو یم
عبیده مظهري ښه په غور یې واوره
را لوی شوی شور ماشور کې د مرمو یم
#عبیده مظهري
غریو نیولی تر سحاره غلی ناست یم
ګونګ تصویر ته دې نګاره غلی ناست یم
د پوښتنې وس مې نوي چې تري وشي
ړنګو پلونو ته دې یاره غلی ناست یم
د پرون سېورې مزه دي بیا رانغله
درته جار ګونګی چناره غلی ناست یم
د ور تللو وس مې نشته مجبوري ده
د جانان تر شین مزاره غلی ناست یم
منم تل دې پور اخیستی دی په وینو
خو په ننګ دې قندهاره غلی ناست یم
سترګې ټیټې مبایل ته مسنجر کې
یو مسچ ته دې بې واره غلی ناست یم
عبیده مظهري بیا هم ښېرې نکړم
لاس دې اخلي په کراره غلی ناست یم
#عبیده مظهري
د وطن په رغیدو دې سترګي سرې کړه
منظرې در سره نه ښایي جانانه
مټې ونغاړه په عجز دئ سر ټیټ کړه
نن ګیلې در سره نه ښایي جانانه
یبلو پښو ستړي مزلونو ثوابونه
جار کیسې در سره نه ښايي جانانه
جهادونه دي الله ج درنه قبول کړي
یه نخرې در سره نه ښایي جانانه
تر هدف دي بدرګه کړه قلمونه
تش نعرې در سره نه ښایي جانانه
عبیده مظهري تانه چې ونه شي
بهانې در سره نه ښايي جانانه
#عبیده مظهري
تورې سترګي دي ویشتل کوي لګیا دي
په زړه زخم جوړه ول کوي لګیا دي
جار ما نه پریږدي په نیمه شپه خوبو ته
یادښتونه دي کتل کوي لګیا دي
په ژړا ژړا کې لګ ورته موسکی شم
تصویرونه دي خندل کوي لګیا دي
بیا دي څوک په زړه خوړلي دي ژوندونه
د اسمان لور ته ویل کوي لګیا دي
ته مزل کوه په هسکه غاړه درومه
سپي د لري غپیدل کوي لګیا دي
د وطن تور سري ټولي ستا د عمر
ډېریدو دعا کول کوي لګیا دي
عبیده مظهري ستا په څیر ملګري
د کابل په ننګ لیکل کوي لګیا دي
#عبیده مظهري
د غزاوؤ ډیوه مړه ده زړونه مات دي
بیا بدله یې کیسه ده زړونه مات دي
نه شهید شته نه خوشبو د ګرمو وینو
اشغال مومې خاتمه ده زړونه مات دي
هلته یو یو به پکار د کار سړی وؤ
اوس یې ورکه اندازه ده زړونه مات دي
د نیم روغه یو سړي په څو خبرو
آبو وړې یارانه ده زړونه مات دي
حال لږیا ده د خپل وقت انځور وباسي
هر قدم یې تماشه ده زړونه مات دي
عبیده مظهري خوله به بنده ښه وي
سر وهنه سرچپه ده زړونه مات دي
#عبیده مظهري
بی له جانانه زندګي په سړي اور بلوي
اخ تل لپاره جدا یي په سړي اور بلوي
په خړ مزار یې راختلې څه بلها ترخې دي
د خاورو لاندي میړني په سړي اور بلوي
په هر کوڅه کې سر ګګري شونډي وچې ربه
د شهید یار یتیم بچي په سړي اور بلوي
کباب بشر د عالی قدر خو د هیري ندی
ستي رخسار یې جنتي په سړي اور بلوي
هیبت وهلي ماشومان او مبارکه روژه
د کنډو بورو بې وسي په سړي اور بلوي
شرنګ د زنځیر ته پیره داره ترسحاره پوري
د لويي لاري لاروي په سړي اور بلوي
له ډېرو منډو ستړی ستړی عبیده جانانه
مظهري پیښه ناروغي په سړي اور بلوي
# عبیده مظهري
د محترم م رفیع الله رفیعی صیب
په خوږ ترنم
د اختریز البم څخه نوی زمزمه
کسر
څومره د خوندو او له کیف ډکې وې
شپـي د غـــزاګانو ډېـري مبارکي وې
لیک #عبیده مظهري
خدای پامان درنه بیلیږو معسکره
د سنګر په لور ستنیږو معسکره
خدای خبر چی سره بیا به ملاقی شو
په سپیڅلي دین ځاریږو معسکره
ټول ملګري دي ولاړ غریو نیولي
بیلتانه کې دي زړیږو معسکره
ګلورینه غیږ دي ډکه له خوندونو
له نعمت دي محرومیږو معسکره
را بخشش دی تکالیف کړه زړه له کومی
تور کړنګ په لور کوچیږو معسکره
یی کچکول د انواراتو بختوره
تر هدف تر څه رسیږو معسکره
عبیده مظهري ډېر شکر ګذار یم
چې په غیږ کې دی لوبیږو معسکره
#عبیده مظهري
نوټ
د مبارک جګړه ایز معسکر یادښت
رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»
News & media website
تازهترین اخبار ایران و جهان
ارتباط با ما :
@pezhvakads
اینستاگرام ?
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==
Last updated 2 months ago
( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads
𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot
Last updated 1 month ago