طالب فیضان

Description
وخت په وخت له نويو حمدونو، نعتونو، او جهادي حماسي ترانو سره ستاسو په خدمت کې(طالب فیضان)
https://t.me/+0LtxfES04Ms0Y2U1
کاږه ولــــــږه زلفان دي دنګه یاره خوند راکوي
سترګي راواړوه پر سترګو دي فیضان مین یم
@talebfayzan1887
We recommend to visit

کانال فیلم

Last updated 1 year, 4 months ago

‌( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد ) ‌

‌آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار‌ ‌‌ ‌

‌‌??? : @mobsec_ads

??? : @sudosup_bot

Last updated 3 months, 1 week ago

hace 2 meses, 3 semanas

═══════════ ೋღღೋ ══════════ اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ كَمَا صَلَّیْتَ عَلَى إِبْرَاهِیمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِیمَ إِنَّكَ حَمِیدٌ مَجِیدٌ اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِیمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِیمَ إِنَّكَ حَمِیدٌ مَجِیدٌ  ═══════════ ೋღღೋ ══════════

hace 3 meses, 1 semana

پنجشنبه

سم صحي ولاړ شه پر لاره د قرآن باندي
په سنتو عمل وکـــــــــړه د جانان باندي

مسلمانه وروره واوره دا دنیا فاني
پردې ځمکه چې هر څه دي تر سماء فاني
ګوره مه مغروره کېږه پر خپل ځان باندي

دا دنیا ده بې باوره دا به هېره شي
که هستي وي که نیستي وي دا به تېره شي
لاس پکار شه ژوند تیریږي په ارمان باندي

ډېرو سختو ازموینو کي حصار یم زه
تري خلاصون غواړمه ربه ګنهکار یم زه
کامیابي راکړه پر ستر دښمن شیطان باندي

ځان اصلاح کړه ګناهونو کي ککړ یی ته
ای فیضانه بیا به خپل ضمیر ته پړ یی ته
دې فتنو کې وهم ډېر شته پر ایمان باندي.

ربه موږ معاف کړه 😭
1403/10/20

hace 3 meses, 2 semanas
hace 5 meses, 1 semana

تاسو یی درسره کتلای شئ!

پــــــــه ښه انداز کې ښه زیبا ولیکی!
پـــــــــــــري  لاالـــــه  الا الله  ولیکی!
د سپین بیرغ  مینځ کې په غټو تورو
ګـــــران محمد رسول اللهﷺ ولیکی!

تصویران  لـــري  کړی!!  ګناه لري ډېر
نـــــوم  د شهید  شهید  اشنا  ولیکی!

اتل  طالب  ټولــــــــــه  نړۍ ماته کړه
داســــي  پر  چـــوک  د اریانا ولیکی!

که دموټر پرشیشې خاص نوم لیکئ?
بیا نــــــو شهید (ملا دادالله) ولیکی!

که د رجــــالو  تعرُف چــا وغوښتی?!
ثالـــــــث (عمر)  زړه  د آسیا  ولیکی!

اللهﷻ دې وبخښي ډېر ښه سړی وو
زمـــــــــــــا  د قبر  سر ته  دا ولیکی!

که زه پر دین دپاک الله شهید شوم?
طالب (فیضان) پـــر قبر زما ولیکی!

۱۴۴۶/۵/۱۰
۱۴۰۳/۸/۲۲

hace 5 meses, 2 semanas

و چا ته چیغي وکـــــــړي اخ چاته فریاد وکړي
اقصی  بې وسه ده اوڅوک به یې امداد وکړي

د ايټم بم خاوندان، هغه واکداران ویده دي!!
داسي حاکم نشته چې ستاپه ننګ جهاد وکړي

په میلونو مسلمانانو کې څوک داسي نسته
چې د غزې ازاده ولو ته اعـــــــــداد وکړي

په اوښکو ډکي سترګي پورته کړه درب لوري ته
چې دي کومک زموږ دعجمو په هیواد وکړي

افسوس داستا پرځای یې مرسته ویهودو ته ځي
داسي مؤمن به نو څه کرکه له فساد وکړي

تا خو موږ ټول په امتحان کي دربﷻ واچولو
څوک به شي وړاندي څوک به دفعه دالحاد وکړي

طالب فیضانه! چي کافرو تـه مډال ورکوي?!
دا رزیلان به نو د کفر څه تضـــــــــاد وکړي.

1446/5/3
1403/8/15

hace 5 meses, 2 semanas

نوي نعت شريف

کســـر
سپيڅلي او له ذوقه څخه ډکه پاکه مينه
دګران رسول الله ده مبـــــارکه پاکه مينه

نعت ويونکي
منصــور : بريــالي
کلام طالب فيضان

الجهـــاد ترنـــم چينـــل
مسٶل ورور صبغت الله ?
https://t.me/AlJihadmobilemanagerSibghatA

hace 8 meses, 1 semana

24 دزمري دامارت دریمه کلیزه

مبارک شــــه هیوادوالو خپلواکي مو مبارک!
د اســـــــــــد څلوریشتمه²⁴ آزادي مو مبارک!

تبریک دي وي هزاربار وپاک روح دملا عمر ته
ســرې ویني د منصور شهید غازي مو مبارک!

اولسه په سجدو اوشکرانو باندي یې لمانځئ
فضاء د حُــــــــــریت دا خوشهالي مو مبارک!

دفاع ته مو ددین وطن خپل ویني ورکولې
نن رنـــــــــــګ راوړئ! هغه قرباني مو مبارک!

الحمدلله سترجلال دوخت اشغالګر مات کړه
بیشکه دا نصرتــــــــي الهيﷻ مو مبارک!

فیضانه په څلور کونجه نړۍ کې مثال نشته
نظام د امــــــــــــــــــارتِ اسلامي مو مبارک!

آزادي مو مبارک، خپلواکي مو مبارک
خوشهالي مو مبارک، آزادي مو مبارک

1403/5/23

hace 8 meses, 1 semana

داسد24 په ویــــاړ

خپلواکي ده آزادي ده استقلال دی
پر وطن راخپور دامن زرین شال دی

جنګ ځپلي هیواد اوس پرمختګ کړی
په ډېر څه کې له سیالانو سره سیال دی

د توحید تر بيرغ لانــــــدي زندګي ده
دکامل مسلمان ژوند پکې خوشال دی

قوشتېپه یې لا مثاله آبــــــادي دی
برخمن يې له ښکلا ټوله شمال دی

دا یوڅه ستونځي به هم حل شي اولسه
لا تر اوسه دنظام دا دریم کال دی

دکافري نړۍ سترګو کي ازغی دی
که ملا دی که دملا هر مینوال دی

ستر وارث دپیغمبرﷺ طالب فیضانه
پر هیواد واکمن نن هغه پګړیوال دی

hace 10 meses, 3 semanas

حجیانو مبارکانو
تور یـــــې  قميص  ده،  نازنینه  محبوبا محبوبا
ښايسته  کې سیال  نلري سپينه محبوبا محبوبا

ورته  ولاړ  دي  عاشقان  پـــــه  ډلو  ډلو  باندي
حسين  رُخسار   یــې   ښکلوینه محبوبا محبوبا

مخ  یې  و هر  لوري ته کـوږ او و هرچاته ګوري
ربﷻ   پیدا   کـــړې  ګلورینه  محبوبا محبوبا

تورو جامو کي ډیره  ښکلي په رښتيا ښکاريږي
اوږده  لمن  یـــــــې باد  وهینه  محبوبا محبوبا

زموږ  دمذهب خلګ یې ټولـــه  ددیدن تږي دي
ځکه  همدا  ده  زموږ   له  دینه محبوبا محبوبا

پر  پاک رُخسار یې انوارات او فیوضات وریږي
په درست جهان کې ده حسینه محبوبا محبوبا

د نړۍ لر  او بــــر کې خلګ سجودې ورته کړي
حـق  ده،  صفا ده، او  رښتينه  محبوبا محبوبا

فیضانه خپل وجود اوتن به تري ضرور ځاروو
پـــري  تویؤو  د بــــدن  وینه  محبوبا محبوبا

We recommend to visit

کانال فیلم

Last updated 1 year, 4 months ago

‌( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد ) ‌

‌آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار‌ ‌‌ ‌

‌‌??? : @mobsec_ads

??? : @sudosup_bot

Last updated 3 months, 1 week ago