زکات علم نشر آن است
آموزش های حوزه دیجیتال
$AMOR | @AMOR_Announcements
YouTube | https://bit.ly/41uiYp1
Chat : @iOSF1_Group_chat
Last updated 1 week, 6 days ago
🟠تعرفه تبلیغات:
https://t.me/ads_tube
➖➖➖➖➖➖
🟠بوست کانال:
https://t.me/Tube_Meme?boost
➖➖➖➖➖➖
🟠راه ارتباطی:
@itmorteza
➖➖➖➖➖➖
Last updated 1 month, 2 weeks ago
? ﷽?
?اَللّٰهُمَّ صَلِّ عَلٰى مُحَمَّدٍ وَّ عَلٰى اٰلِ مُحَمَّدٍ كَمَا صَلَّيْتَ عَلٰى اِبْرَاهِيْمَ وَعَلٰى اٰلِ اِبْرَاهِيْمَ اِنَّكَ حَمِيْدٌ مَّجِيْدٌ٠
اَللّٰهُمَّ بَارِكْ عَلٰى مُحَمَّدٍ وَّ عَلٰى اٰلِ مُحَمَّدٍ كَمَا بَارَكْتَ عَلٰى اِبْرَاهِيْمَ وَعَلٰى اٰلِ اِبْرَاهِيْمَ اِنَّكَ حَمِيْدٌ مَّجِيْدٌ. ?
د جمعه شپه سوال قبلیږی
د خپل ملت په حق کی پورته کړی لاسونه
ما درباندې غلی زړه بایللی وو..
ته چي راخبر شوې کیسه ورانه شوه
لینک هم درسره شیر کړی مننه ??
که هرڅومره ډېر ملګري، خپلوان، دوستان لرې، خو؛
دژوند ددې لوي سفر په ځینو لارو به په یوازي ځان ځې!!!
دا ده ژوند اصول دی
**ساده وومه آشـــــنا په زنده ګۍ نه پوهیدم
د ځـــینو ځــــینو خلکو په یارۍ نه پوهیدم
ته ولې خفه کیــــــــږې خفګان مکوه جانانه
ما وختی ځان وژو په خودکشۍ نه پوهیدم
په سختو سختو ورځو کې ملګري رانه لاړل
دا ځـــکه د کم اصلو په دوستۍ نه پوهیدم
**#Achakzai
**ساده وومه آشـــــنا په زنده ګۍ نه پوهیدم
د ځـــینو ځــــینو خلکو په یارۍ نه پوهیدم
ته ولې خفه کیــــــــږې خفګان مکوه جانانه
ما وختی ځان وژو په خودکشۍ نه پوهیدم
په سختو سختو ورځو کې ملګري رانه لاړل
دا ځـــکه د کم اصلو په دوستۍ نه پوهیدم
**#Achakzai
**د موټر شويي د قرارداد مې چې کال پوره کېده ما د نړۍ ديرش هېوادونه ليدلي وو.
زه مې تربورانو ته اوس هم ډېره مينه ورکووم، ډېر احترام يې هم کووم، هو هغوى هم پوه شوي دي شاته مې بالښت ږدي اوس مې تخلص سره صيب هم وايي.
له رب مې خوشاله يمه، يوه وړه خاني ده او جوړه ده.
ژوند ته مه تسليمېږۍ، ژوند اړخونه لري تل د سبا په غم کې شئ. همدا کافي ده چې ځانته خجل نه ياست، او فرصتونه مو په ژوند کې حتمي راځی .
د ځوانانو همت لپاره ليکنه مخکې شير کړئ ?
کیسه ریښتیا ده .**#Achakzai
*⭕️* ځمکه مې خرڅه کړه، زده کړې مې وکړې آن تر (PHD) لاړم، خو ښې زده کړې مې وکړې. وطن ته راغلم کورنۍ، ملګري، خپلوان په تمه وو، چې اوس به زه چېرته په ولسمشر پسې دوهم شخص جوړېږم.
څو ورځې په ډېرو دفترونو وګرځېدم، نتيجه يې ورنکړه اخر مجبوره شوم موټر شويي مې جوړه کړه. د خپلوانو د خندا شوم خو ما د ځان پر ځاى خپلې کورنۍ ته ډاډ ورکوه.
ډېرې عجيبې ورځې راغلې. موټر شويي مې ډېره کمزورې وه، يوه کچه کوټه يې لرله، چې په کړکيو کې مو د ښيښو پر ځاى پلاستيکونه راځړولي وو د کابل هوا خو درمعلومه ده هره ورځ به مو د باد له لاسه نوي پلاستيکونه ورته راوړل.
تربورانو ته زما دې کار سخت خوند ورکوه پاکې موټرې به يې راوستلې او ما به پريمينځلې، ما سره څو کسانو نورو هم کار کوه خو د تربورانو موټرې به مې په وياړ خپله مينځلې.
د ژمي موسم و ساړو سم خوله لګوله، ما د پلاستيکې کړکۍ د طبيعت ننداره کوله، چې يوه مزده موټر مو موټر شويي ته راتاو شو ګورم چې د کاکا ځوى راوستى دى.
ووتلم موټر د غواګانو له خوشيانو ډک و; خداى مې دې غاړه نه بندوي فکر کووم خپله يې پکې اچولي وو ماته يې ويل دا مو د ملګرو موټر دى لږ يې پاک کړه. ما سره لګيا کارکوونکي موټر خواته روان شول ما پرېنښودل، ځکه د تره بچي هيله مې ماتېدله هغه په دې هيله راغلى و، چې موټر زه پرېمينځم او زه ورته خجل شم نو ما هم نهيله نه لېږه.
هغوى ته مې د چاى امر وکړ خپله مې لمنه وتړله او لستوڼي مې رابډ وهل، که رښتيا ووايم په دې کار نو سخت خفه وم سترګې مې له اوښکو ډکې وې خو کار مې ښه په جرات سره کاوه، تره ځوى مې د چاى د ګيلاس سره راووته راته وايي سم يې پاک کړه... رښتيا ووايم ډېر سخت حالت و خو دا يې هيله وه او ما پوره کوله.
څو ورځې وروسته
...
موټر مې مينځه د موټر خاوند وارخطا و ما به هڅه دا کوله، چې موټر ښه پاک کړم تر څو بيا ماته راشي. ما ورته کړه چې ولې دومره ورخطا يې ويل يې محصل يم آزموينه لرم.
دې نو په اقتصاد پوهنځي کې زده کړې کولې او زه د همدې برخې ډاکټر وم.
مال په کوم مضمون کې ازموينه لرې؟ ويل يې اکونټنګ کې ورته مې وويل هغې کوټې ته لاړ شه زه درځم.
ځوان لاړ زه هم ورپسې لاړم، مال پرچې لرې؟
شروع مې کړه د شپږو مياشتو درس مې ورته پنځلس دقيقو کې خلاصه کړ، سړى هک پک و راته وايي هغه موټر تا نه مينځه.
د هو لپاره مې ورته سر وخوځوه، مال ژوند دى، د خپلو زده کړو په هکله مې ورته وويل له سړي خپله آزموينه هېره شوه هک پک و.
راپسې ونښته ويل يې ما سره به پوهنتون ته ځې زه دې رئيس سره کينووم رئيس مې ملګرى دى تر څو د استادۍ کار دې وشي. ورسره روان شوم راته وايي نورې جامې نه اچوې مال نه هڅې نه هم کار مې نه کېږي خو ستا لپاره به لاړ شم.
لوند خيشت د رئيس په دفتر کې يوې خواته ودرېدم په رياست کې ډېر ښه او لوکس کوچونه پراته وو هېڅ مې زړه نه غوښته، چې کينم رئيس راباندې د مستري شک وکړ خو يو جاينماز مې چپه په کاوچ واچوه او کيناستم.
محصل ورته غريو نيولى وپېژندلم رئيس خندان په تمسخر زما خواته راوکتل، د ځان خلاصي په خاطر يې وويل ډېمو ته چمتووالى ونيسه موږ به زنګ درته وکړو.
ما زياته کړه زه ډېمو ته چمتو يم په رئيس مې دا خبره ښه ونه لګېده خو ما تاکيد وکړ، دستي يې ټليفون واخيست، بلې! هغه پاکستانى استاد هغه فلانکى او هغه بيستانکى استاد اتم سمستر ته ولېږئ، چې ډيمو لرو.
د رياست نه يو خيرن جامه او يو سپريدار رئيس روان شول رښتيا يو مارکر يې راکړ ما ترې د دوو نورو غوښتنه هم وکړه سړى هک پک و.
ټولګى(کلاس) ډک و، سلام مې وکړ ټول صنف موسکى موسکى کيده، زه پوهېدم چې زما جامو او د کابل په دومره قوي پوهنتون کې استاد کېدل، په همدې پسې مسکاوې شروع دي.
ماته وايي شروع کړه، مال په څه کې درس درکړم ويل يې ستا خوښه. ما لس د اقتصاد موضوعات په تخته وليکل، خط مې په تخته ډېر ښه ښکارېده، بنګ منګ ورک شو، مال کومه موضوع تشرېح کړم.
ويل يې دا دوهمه هغه مې بيا په څو برخو ووېشه مال دې کې کومه موضوع، ويل يې دا درېمه هغه مې بيا په څو برخو تقسيم کړ مال دې کې کومه، بس ټوله تخته باندې مې د سيمستر د پيل نه تر اخره ټول موضوعات وليکل دوه وصل تختې ډکې شوې.
ناڅاپه د لاسونو پړکا پيل شوه شاته مې مخ واړوه ټول صنف ولاړ دى مخې ته يې يو خيرن ځوان لوند خيشت د ډېرو هيلو سره ولاړ دى.
رئيس غږ وکړ، ځوانه څومره معاش غواړې ډېر هيله من شوم.
ووتلو دستي يې پنځه کلاسونه راته راوسپارل ما لکه ماشين کار کوه فرصت لاس ته راغلى و د مياشت په اخر کې يې راته د پوهنتون د غوره استاد او د جيګ معاش وړونکي په نامه مراسم ونيول جيګ معاش په دې پوهنتون کې تر پنځوس زرو و خو ما ترې يو سل او شل زره افغانۍ واخيستې.له هغې وروسته په امريکايي پوهنتون، وزارت ماليه، نړيوالو کمپنيانو، نړيوالو پوهنتونونو سره دندې ترسره کړې.**
د واده ګلپوښ موټر ترافيکي پېښه وکړه!!
- ناوې او زوم وويل موږ نظر شو
د ناوې او زوم کورنۍ وويل : ناوې او زوم بد قدمه دي - ترافيکو وويل: ترافيکي اصول يې مراعات نکړل
ملا ويل: سرود او سندرې يې چالانه کړې وې د الله ﷻ عذاب ورباندې نازل شو
مستري وويل: بریک یې کار ونکړ پېښه یې وکړه
بد نيت خلکو وويل: پیسې یې حرامې وې
جادوګر او فالبین وويل: چا ورباندې جادو او تعويذ کړی ؤ
تبليغي وويل: خير او شر د الله تعالی ﷻ لخوا دی
د کلي ملک وويل: دا ژوند دی ګرمي او ساړه لري
زرګر وويل: د ناوې زر وګورئ چې خراب سوې نه وي
ښوونکي وويل: موټروان سمه روزنه نه وه ليدلې.............
● نو هرڅوک خپل د لیدلوري مسؤل دی،
ځکه چې ليدلوری هېڅ وخت منع نه دی، نو دا ومنه او خپل کار او موخې ته دې په قوي توګه دوام ورکه
سلام او نیکې هیلی که غواړي چي ډير تبادله څه حلاص شي او کانال ممبر مو زيات شي موږ سره ليست کي کډون وکړي
ليست کي کډون په لاندي آيديانو په تماس شي@Pashton_1 **ليست هر شپه لس بجي نشر کيږي تر سهار 8 بجي پوري
ښې خبرې?https://t.me/khakhabari پشتو غزلی?https://t.me/AreliCofyesterday پشتو سندري?https://t.me/Pashto_song2022 ژوند ښکلئ دي ?https://t.me/LoveyouRK ستوماني جيني چينل ?https://t.me/rangoonah یادگاری ایمل دلسوز ?https://t.me/hdbvsheehebvec پشتو توکی ?https://t.me/Afghani_joks ستوماني غزلونه?https://t.me/Sakoonsheery مينه جنون ?https://t.me/frvbd999 يادگاری من ?https://t.me/R_o_h_i_d_1 حقیقی انځور??**https://t.me/HaqiqyAnzor
Telegram
ښې خبرې
سلامونه د ښې خبرې چنیل ته پخير راغلې موږ تاسو خوږو وخت په وخت لاندي نشرات کوه #اسلامي نشرات #ادبي ليکني #جالب معلومات #دمشهور علماوو ويناوي #ښی خبرې.. #نبووي حديثونه. تبادله لپاره دلته راشي ***👇*** @Emal\_Delsooz011 @Rohidkhan1
زکات علم نشر آن است
آموزش های حوزه دیجیتال
$AMOR | @AMOR_Announcements
YouTube | https://bit.ly/41uiYp1
Chat : @iOSF1_Group_chat
Last updated 1 week, 6 days ago
🟠تعرفه تبلیغات:
https://t.me/ads_tube
➖➖➖➖➖➖
🟠بوست کانال:
https://t.me/Tube_Meme?boost
➖➖➖➖➖➖
🟠راه ارتباطی:
@itmorteza
➖➖➖➖➖➖
Last updated 1 month, 2 weeks ago