شاعر سهيل زُهاد

Description
السلام وعلیکم ورحمة الله وبرکاته

حق ویل به مي تر مرګه وظیفه وي
که خطر ضرب خطر جمع خطر وي

https://t.me/sohilzohad
Advertising
We recommend to visit

دلته به تاسو ته د مولانا بجلي ګهر صاحب تقريرونه نشروو ان شاء الله.

Last updated 1 Monat, 1 Woche her

#السلام_علیکم_ورحمةالله_وبرکاته✋
ملګرو هیله ده چي جوړ روغ به یاست،
ملګرو دلته به تاسو ته په خپل لاس جوړي سوي لوګوي، ایډیټ ترانې، ډیزاین عکسونه، او نور ډیزاینونه مي نشروم.
له ملتیا څخه مو نړۍ نړۍ مننه 👍
#رابطې اوتبادلې لپاره👇
@QariHamidiAfghan

#Q_M_H_A

Last updated 3 Wochen, 3 Tage her

لینک اولین پُست کانال: https://t.me/eslpod_com/2

Last updated 5 Monate, 1 Woche her

1 month, 1 week ago
1 month, 1 week ago
1 month, 1 week ago

صدائے سنګر خپرندویه اداره یې وړاندې کوي

نوی غمژن ترنم

قمر ته می پرانستي دي څیرلي پرهرونه
پیوند که چرته واخلي دا شلیدلي پرهرونه

ترنم .. عبدالغني شبیر
شاعر  سهیل زُهاد

ټیلګرام لنک
https://t.me/sada_e_sangar

وتساپ لنک
https://chat.whatsapp.com/Dk3S2ur817kFORCaxTPG6t

4 months ago

عظیم اوعجیب خوشخبری
دري ورځي وړاندي چه کوم ملګري په مهمندو کې ژوندي ددښمن لخوانه دفن کړی شوی وو نن په خیروعافيت سره دمجاهدينو ساحوته ورسيدل
ټول امة مسلمه دي ډيرډيرمبارک وي
والحمدلله علی کل حال

4 months, 1 week ago

د آماني صیب په غږ ساده ترنم

4 months, 1 week ago

Audio from مات زړه

4 months, 1 week ago

په ژوندکي دي مزې دي اوپه مرګ کي دي بیل خوند دی
سنګـــره مبــارکه زړه مي تا پسي پیـــونـــد دی

چینار چینار ځلمي دي غیږ کي څومره ښکلي ښکاري
خائست دي بس تمامو دنیاوالو ته څرګند دی

د کونډو بورو میندو مظلومانو بدل اخلي
غازیانو په والله ،بالله، تالله ،کړی څــوګنــد دی

غزاء د هند جاري ده دشمنان نور په ګونډو دي
غلام د امریکي دي هــري وني ته ځوړند دی

رباط کي دي الله ډیـر ایښودلي دي اجرونه
مقام دي ډیر اعلٰی دی او مقام دي ډیر بلند دی

هر غر او هر یو ښار کي دي فعال دي مرکزونه
پنجاب بلوچستان که پښتونخوا ده او که سنده دی

دي نورو دنیاوالو څه ژوند وکړلو زُهاده
خبر ندي چي ژوند خو بس فقط د سنګر ژوند دی

ـــــــــــــــــــــــ
سهیــل زُهـــاد

4 months, 2 weeks ago

خیــالــونه مي په تول بانــدي درانه راوړي دي
لږ غوږ شه چي غزل ته مي نن څه راوړي دي

د یار له اُوګدو څڼو مي ټول کړي دي ګردونه
ته راشه د سنګر نــه مي رانــجه راوړي دي

څۀ څړیکي څۀ ځګیروي په دغه تکه توره شپه کي
په اُوښکو کي مي مات غوندي باڼه راوړي دي

دا ځکــه نــن دردیــګي او زوریګي وژل کیږي
پښتون پــردي جنګونـــه تـر کالــۀ راوړي دي

پرون یي د خپل حق غوښتلو څو چیغي کړي پورته
زنــدان ته یي بیــګا څو پـښــتانــۀ راوړي دي

ګودر په لوګو تور چینار شهید منګي مات مات دي
دي چــم تــه ډیر دردونـه بیلتانۀ راوړي دي

زُهـــاد یــي مازیګر کي تــر مزاره وم ورغلی
په اُوښکو اننګي مي تري لامده راوړي دي

ـــــــــــــــــــــــ
سهیل زُهــــاد

4 months, 3 weeks ago

(د ابوبکر شهید رحمه الله د شهادت واقعه)

محترم ابوبکر شهید رحمه الله په دشمن خه خپل زړه یخ کړو د ډیرو ملګرو قیدیانو او شهیدانو انتقام یي واخستلو ·او دا یي د الله نه غوښتل چي اول په دشمن خه زړه یخ کړم او بیا الله شهادت راکړي ·هم دغسي وشوه الله د نوموړي دغه ارمان هم پوره کړو د شهادت په مینه مست دغه شازلمی یو ورځ د خپل بل ملګري سره د دشمن په ښکار پسي ووتلو
په داسي حال کي چي مجاهدینو د ناړۍ ولسوالۍ لار بنده کړي وه تر څلویښتو ورځو پوري دشمن خه کوشش وکړو چي لار کولاو کړي خو ونه توانیدل چي لار خلاصه کړي ·بالاآخره د دشمن برائے نام کمانډو ځواکونه هم راغلل دوي (دشمنان) به یوي کوټي ته راتلل او هلته تر یو وخته هیساریدل ابوبکر شهید رحمه الله ملګري ته وویل چي دلته ورته مائن ږدو کله چي دوي هغه ځای ته ورغلل نو د دشمن د قطار سره مخ شول دواړو طرف ته جنګ وشو د کافي جنګ تر سره شو چي د دشمن تر لسو پوري عسکر پکي ووژل شول او محترم ابوبکر شهید رحمه الله هم خپل روح حقیقي مالک ته وسپارلو او د شهادت هسک منار ته وختلو
نحسبه کذالک والله حسیبه

(یادونه)
د یاد شخصیت نوري هم ډیري کارنامي دي دا یي ما تاسو ته د یو ملګري له زبانه څه مختصر حالات ذکر کړل

لیکوال سهیل زُهاد

نیټه /محرم الحرام /۷/۱۴۴۶ تاریخ
13/ جولائي/ 2024

پـــــــــائ

6 months, 3 weeks ago
We recommend to visit

دلته به تاسو ته د مولانا بجلي ګهر صاحب تقريرونه نشروو ان شاء الله.

Last updated 1 Monat, 1 Woche her

#السلام_علیکم_ورحمةالله_وبرکاته✋
ملګرو هیله ده چي جوړ روغ به یاست،
ملګرو دلته به تاسو ته په خپل لاس جوړي سوي لوګوي، ایډیټ ترانې، ډیزاین عکسونه، او نور ډیزاینونه مي نشروم.
له ملتیا څخه مو نړۍ نړۍ مننه 👍
#رابطې اوتبادلې لپاره👇
@QariHamidiAfghan

#Q_M_H_A

Last updated 3 Wochen, 3 Tage her

لینک اولین پُست کانال: https://t.me/eslpod_com/2

Last updated 5 Monate, 1 Woche her