( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads
𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot
Last updated 2 days, 15 hours ago
رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»
News & media website
تازهترین اخبار ایران و جهان
ارتباط با ما :
@pezhvakads
اینستاگرام 👇
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==
Last updated 3 weeks ago
د مالداره ښځې ښکلې کیسه!
یوې ډېرې شتمنې او مالداره ښځې ته په دښته کې موټر خراب شوو، ښځه ډېره خواشینې او وارخطا د سرک پر غاړه ولاړه وه، موټرونو ته یې ډېرې اشارې وکړې؛ خو هیچا ورته موټر ونه دراوه.
وخت پرې ډېر تېر شوو، نری نری باران هم شروع شو.
نږدې وه چې پرې تیاره شي، په سوچونو کې ډوبه وه چې، اوس به څه چل کیږي؟
په ناڅاپي ډول یې مخې ته یو زوړ موټر ودرید،
چې یو ځوان هلک یې چلوونکی وو.
ښځې لمړی ځوان هلک ته وکتل، بیا یې پر موټر سترګې تیرې کړې.
زړه نازړه وه چې، موټر ته پورته شي که نه!
له دې ویریدله چې، له یوه لوري مې عزت او له بلې لوري مې په مالدارۍ څوک خبر نه شي چې، کار به یې نور هم ستونزمن شي؛ خو اخر یې پرېکړه د ختلو وکړه او موټر ته پورته شوه.
په لار کې یې له موټروان څخه پوښتنه وکړه:
-نوم دې څه دی؟
-دکوم ځای یې؟
-او څه مصروفیت لرې؟
ځوان چې د غريبۍ او بې وسۍ نښې پرې له ورایه معلومیدلې، په داسې حالت کې چې ښځې ته یې نه کتل، په ډیر آدب او احترام ځواب ورکړ:
-نوم مې (عابد) دی او مصروفیت مې دا دی چې د یوې ټکسي موټروان یم، ښځه تر یو بریده ډاډمنه شوه.
په همدې کې، ښځه خپل ښار ته ورسیده او له ځانه سره یې وپتیله چې، موټروان ترې هر څومره کرایه وغواړي ور به یې کړي.
ښځې موټروان ته اشاره وکړه چې، ودرېګه چې کوزه شم، موټروان موټر ودراوه او ښځه ترې کوزه شوه.
مالداره او شتمنې ښځې پوښتنه وکړه:
-څو روپۍ دې شوې؟
موټروان:
-نه، نه زما هېڅ روپۍ نه کیږي.
شتمنې ښځې بیا وویل:
نه، داسې نشي کیدلای ځکه؛ ماسره دې ډېر احسان وکړ چې، له لارې څخه دې راپورته کړم او تر خپل ښاره دې راورسولم.
موټروان چې عابد یې نوم وه، بیا وویل:
-بس زما کرایه دا شوه چې، په لاره کې دې هر څوک پیدا کړل، تر خپل وسه ورسره ښه وکړه!
د موټروان له دې ښه تعامل له امله ښځه ډېره حیرانه شوه او روانه شوه آن تر دې چې مخې ته یې یو هوټل راغی هلته ننوتله چې، چای پکې وڅکي، له خادمې یې وغوښتل چې، یوه پیاله کاوه چای راوړه.
خادمه یې چې تر څنګ راغله نو؛ ګوري چې خادمه ډېره ستړې او ستومانه ده.
شتمنې ښځې ورته وویل:
-ولې دومره ستړې ستومانه ښکارې؟
خادمې ښځې په مايوسۍ سره وویل:
-امیدواره یم، او د ولادت وخت مې نږدې دی.
شتمنې ښځې بیا وویل:
-ولې ارام نه کوې؟
خادمې ښځې ځواب ورکړ:
دومره مزدوري وکړم چې، د ولادت په مهال مې د ډاکټرې او ناروغۍ درملنه پرې وکړم.
شتمنې ښځې ورته د چاى روپۍ ورکړې.
خادمه لاړه چې د محاسب څخه ورته پاتی روپۍ راوړي ځکه؛ هغه روپۍ چې ښځې ورته ورکړې وې لس برابره د کاوې له قیمته زیاتې وې.
خادمه چې راغله ګوري چې شتمنه ښځه نشته.
ښي لوري چپ لوري ته ګوري خو ښځه یې تر سترګو نه شوه؛ خو پر مېز یې یوه ټوټه کاغذ ولید چې پرې لیکل شوي وو:
پاتې روپۍ زما له خوا تاته هدیه او ډالۍ شوې، کاغذ یې چې په بل مخ واړوه نو؛ پرې لیکل شوي وو، د مېز لاندې مې نورې روپۍ ایخي دي، هغه ستا د نوي راتلونکي بچي لپاره ډالۍ او هدیه ده، نږدې وه چې خادمه د ډېرې خوشحالۍ څخه چغې ووهي ځکه چې، د شپږو میاشتو تنخاؤ او معاشونو برابر ورته پیسې میلاو شوې، له خوښۍ یې په سترګو کې اوښکې ډنډ شوې.
ژر ژر د هوټل مالک ته ورغله او اجازه یې ترې واخیسته،
په ډېره خوشحالۍ کور ته لاړه چې په خپل خاوند باندې زېری وکړي، هغه خاوند چې د خپلې میرمنې د ولادت د مصارفو په سوچ او فکر کې وو، مېرمن یې کور ته په منډه منډه ننوتله او په خاوند یې غږ وکړ.
خاوند یې فکر کوه چې د میرمن بې وخته راتګ یې ښايي له دې امله وي چې، د ولادت وخت یې رانږدې شوی وي.
خو په دې حیران شو چې، د میرمنې په خله یې د خوشحالۍ او مننې کلمات وو.
خپل خاوند یې په غېږ کې راونیو او زېری یې پرې وکړ:
-عابده! زیری مې درباندې.
الله راباندې پراخي راوسته.
(دا هغه عابد وو چې، د شتمنې ښځې سره يې ښیګڼه کړې وه)
د کیسې مطلب:
که چا سره ښه وکړۍ؛ نو ضرور به یې الله تعالى بدله درکړي.
د ثواب په خاطر یې شریک کړئ!
?نوی شعر?
?د اشغال خاتمه?
لاسلیک د سولې اوشولو پوره مو شو ارمان?
سر لوړ اوســـــې اِمارته شم لتا څخه قربان?
د حـــــــــق آواز دي هیڅکله پرینخوده اتله?
که څو درته په لاره کې خنډونه وو شاهان?
فاتح د هر میدان وې لوی الله دي وو ناصر?
تس نس دي کړل یهود او د یهودو غلامان?
طالبه زمونږ د ګران وطن د خاورې لوی اتل یې?
قبرونو کې خوشحال دي کړل زمونږه بابا ګان?
شهیده ستا د پاکو وینو دغه برکات دي?
مختوره ده ناټو او د نــړﺉ ټول جابران?
په لاس کې دې کړﺉ لکه زمرﺉ چې وي پنجره کې?
بندې جانانه خلاص شو وو د رب لــــــوی امتحان?
تاریخ د افغانیت ګوره هیڅ کله تسلیم ندی?
که راشي د امریکا په شان زرګونه جابران?
اتله امارته دا بـــــــــــــــریا دي مبارک شه?
سجده کې شکر اوکړه د الله غنی سبحان?
فضل مالک غمژن به د امــــارت په لار روان وې?
ټول تلونکې پدې لار به وې هتمن ضرور کامران?
شاعر:فضل مالک غمژن?
تاریخ: بمطابق 29/2/2020 د هفتې ورځ د بریا ورځ
❤نوی نعت شریف?
✌دوه قافیه لرونکۍ✌
شوله روښان! ورک شو لاړل تـــــور تمونه
ای نبې سلطان! شم درنه قربان ختم ستمونه
د جهل تکې تورې شپې وې
پدې دنیا خـــورې ورې وې
ورک شیطانان! تا چې راؤړل تشریفونه
ای نبې سلطان! شم درنه قربان ختم ستمونه
جوړ کړی هرچا ځان ځانې وه
خوره هرخواه بُت پرستې وه
نسکور بتان! خلقو راؤړل ایمانونه
ای نبې سلطان! شم درنه قربان ختم ستمونه
ښه په ژړا لعین شیطان شو
ازاد ژوندون ورته زندان شو
ژاړې شیطان! بې انتن یې دي فریبونه
ای نبې سلطان! شم درنه قربان ختم ستمونه
د بلبلانو یو چـغـار شو
په لسان زکر د غفار شو
ورک شو خزان! ځای په ځای شو سره ګلونه
ای نبې سلطان! شم درنه قربان ختم ستمونه
په دین مئین زلمې پیدا شول
څـــه هیبتې زلمې پیدا شول
وو فدایان! ورته هیڅ وو سره اورونه
ای نبې سلطان! شم درنه قربان ختم ستمونه
ورته دي کړو درس د قرآن
درنه راټـــــول وو پتنګان
وو اصحابان ډک د نور نه یې مخونه
ای نبې سلطان! شم درنه قربان ختم ستمونه
دي بیشمار ستا صفتونه
پوره به یې نکړي قلمونه
کړی سبحان په قرآن دي صفتونه
ای نبې سلطان! شم درنه قربان ختم ستمونه
د خوار فضل مالک جانانه
شفاعت اوکـــــړه مهربانه
یې مهربان! په کوثر غواړم جامونه
ای نبې سلطان! شم درنه قربان ختم ستمونه
❤?❤?❤?❤?❤?❤?
بمطابق:- 5/1/2020
ورځ:-یک شنبه د شپې 10:40 PM
#چغلڪَري
چغلڪَري چي دیوه حال وبل ته درسولوڅخه عبارت ده لویه ڪَناه ده ځڪه الله(جل جلاله)رسول الله
#ﷺﷺﷺﷺته فرمائي؛
وَلَاتُطِعْ ڪُلَّ حَلاَّفٍ مَّهِینٍ .هَمَّازٍمَّشَّآءبِنَمِیمٍ
?سُورةُ القلم الایتان(۱۰)(۱۱)??
#ژباړه???⏬
ته دهرقسم خوڔونڪي سپڬ انسان عیب ویونڪي اوپه چغلڪَري سره راتلونڪی انسان خبره مه منه؛
سرورڪائنات #محمدﷺفرمائي چغلي ڪونڪی به جنت ته داخل نشي؛
یوه ورځ #محمدﷺددووقبرونوسره تیرسو او وي فرمایل؛
دغه دوه ڪسان په عذاب دي یودبولوڅخه ځان نه ساته دابل یوه چغلگري ڪوله وروسته ده مبارڬﷺ یوه شنه لښته راواخستل دوه ځایه يي ڪڔل پردواڔو قبرونو يي ودرول او وي ویل ښائي الله جل جلاله یوڅه عذاب ځني سپڬ ڪڔي؛
ترهغه پوري چي دالښتي وچیږي؛
???متفق علیه وڪذا رواه ابوداود والترمذي ڪلهم من حدیث حذیفه بن یماني رضي الله عنهما؛
ورواه الجماعة وابن خزیمة ڪلهم من حدیث ابن عباس بهذاللفظ???
↪ @Qari_Adris ↩
????????????
?نعت شریف?
?شاعر فضل مالک غمژن?
????????????
د مـــــــدېني منـــــــــورې جــــــانــــــانه
دا خوږ زړګۍ درته زخمې لرمه
ووجود مې شه لتا زرې جانانه
درســـــــــــــره مېنه په زړګې لرمه
آرمان مې ستا دېدن دی
نبــــــــي خــــــــیر البــــــــــــــشره
بل ارمــــــــان نلرمه
زما ده زړه ټکوره
د غم نه اوښکې تویوم درپسې
په ګــــــــریوانه روان څـپـــــې لرمه
قـــــــــربان لــتــا ســـخــــه شم
ته یو نعمت ده خدای یې
الله تعالی فــــــــــرمایــــــــې
عالم ته لوی رحمت یې
ژوند مې تېريګي د دیدن په تمع
په خــــوار زړګـــــې بلـــي لمبي لرمه
ستا ملاقات غواړمه
رب ته کـــوم عذرونه
نور مې په زړه څه نشته
رب ته کــــــړم دا عــرضونه
لاس مې ووچت څیرې ګرېوان ولاړ یم
په زړه سلـــــــــــــــــــــــــګۍ وړې وړې لـــــــرمه
ســــــتا په راتلو دا دنـــیا
الله تعالی کړو روښان
خـــتــــم تیرې د جهل
ژړا ژړا شو شیطان
کفر نابــــود برباد طاغــــوت دې کړو
ډک له غیرت ستا ډېر کیسې لرمه
د رب نه غــــــــــــــواړمه تل
ستا شفاعت په محشر
الله دې راکــــــــــړي ګله
ستا ملګرتیا په کوثر (آمین)
نور ده وﺉیلو سه طاقت نلرم
فضل مالک په زړه چړې لرمه
8/6/2019 ده هفتې ورځ
????????????
هیڅڪله له هغه چاسره دزڔه له اخلاصه؛
ملڪَرتیامـــــــــــــــــــــــه ڪوئ ?
ڪوم څوڬ چي ستاســــــــو قدر نه ڪوي؛
ځڪه داسي څوڬ دزڔه له تله په ملڪَرتیانـــــــــــــــــــــــــه پوهیږي ?
اوستاســـــــــو په زڔه به لوبي ڪوي؛
هیڅ به درسره ونڪڔي؛ ?
په زڔه سوری قاري ادریس آغا
????????
? @Qari_Adris ?
#ژباړه ⏬
مسواڬ دسترڪَوپه نظر هغه چاته چي دمسواڬ حقیقت ورته معلوم نه وي یوڪوچنئ شی ورته ښڪاري؛
لیڪن مسواڬ په حقیقت ڪي یوغټ شئ دی؛
ځڪه چي په احادیثوڪي ددي ڋیرتاڪید شوی دی؛
سرورڪائنات(صلی الله علیه واله وسلم)فرمایلي دي؛
ڪچیري زما په خپل امت دسختئ ویره نه وای؛
نومابه دهرلمانځه لپاره په خپل امت باندي مسواڬ لازم ڪَرزولی وای؛
??رواه البخاري والمسلم??
سرورڪائنات(صلی الله علیه واله وسلم)فرمایلي دي؛
دمسواڬ استعمالولوسره دخولي صافي راځي اودالله جل جلاله درضاسبب دي؛
??روه البخاري شریف??
?ترنـــورو مسلمانانو پوري يي رسول صدقه يي جاریه ده؛?
? @Qari_Adris ?
( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads
𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot
Last updated 2 days, 15 hours ago
رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»
News & media website
تازهترین اخبار ایران و جهان
ارتباط با ما :
@pezhvakads
اینستاگرام 👇
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==
Last updated 3 weeks ago