@speed_ad : Owner
Noyan | نویان
Content Creator & Sound Engineer
https://t.me/noyanrapi آدرس کانال ریمیکس های رپی
په لمانځه کي تکبیرپه تکرارسره ویل څه حکم لري
صـــ۵۴ــــــ
(جـــــــــواب)
(مولوي محمدآصف مبارز)
پر مسافرباندي دجمعي لمونځ واجب دی که یا؟
صـــ۵۳ــــــ
(جـــــــــواب)
(مولوي محمدآصف مبارز)
بعضي ښځي دښایست دپاره دنوکانو
رنګ استعمالوي ددغه رنګ سره اودس
اوغـــسل صحيح کیــــږي که یا؟
صـــ۵۲ــــــ
(جـــــــــواب)
(مولوي محمدآصف مبارز)
(باب في احکام المعذور )
بســــــــم الله الرحمن الرحـــــــــــــیم
الاستفتاء (101)
که دیومعذور بولي جاري وي اودی خپل
دذکــرپه سـرکي پنبه یابل شی کښـیږدي
اودبــولـــوڅاڅـکي یـي ودریــږي نـودغه
کــس وروسته معــذوربلل کــیږي که یا؟
اوکه ددغه شخص دذکـــردســرپنبه
لنده ســوه اودس یي ماتیږي که یا؟
.
الجـــواب بـعـون المـلـک الــــوهاب
دغه کس معذورنه بلل کیږي یعني که یو
څوک پنبه خپل دذکرپه سرکي کښیږدي
دوخت په وتلویي اودس نه ماتیږي تـر
څوچي پنبه دذکرپه سرکي ایښي وي په
دي شرط چي دپنبي دباندي طرف نه وي
لونــدســوی که څه هم دپنبي دننه طرف
لوندسوی وي اوکه چیري داپنبه راوباسي
سي اولنده ســوي وي نـواودس یـي مات
دی ددغه وخـت څخه د را ایستلودپـنبـي
لماقال الشیخ عبدالحی اللکهنوي رح
اذاخاف الـرجل خــــروج البـول فحشـی
احلیله بقطنة ولــولاه یــخرج الـبول فلا
بأس ولاینقض وضوئه حتی یظهرالـبول
علی القطنة وان ابتل الطــرف الــداخــل
کذالک مالم یبتل الظاهر منه
وقال الشـیخ سـیداحمدالطحطاوي رح
وفي المضمرات عن النصاب به سلسل بول
فجعل القطنة في ذکره ومنعه من الخروج
وهویعلم انه لولم یحش ظهرالبول فاخرج
القطنة وعلیهابلة فهومحدث ساعة اجراج
القطنة فقط وعلیه الفتوی
طحطاوي علی مراقی الفلاح۱۱۹ص
السعایة في شرح الهدایة۱ج۲۰۱ص
فــــــــــتاوی حــــقانـیه ۲ج ۳۲۹ص
(محمدآصف مبارز)
خوږوملګرودلته به تاسي ته دعلم التجوید
جواب سوي مسائل په صوتي ډول نشرکیږي
راسره ملګري سئ
فایل صوتی از طرف د.ااا.زنده آباد
د صدقه فطر/ سرسایې په اړه ځینې مسائلې!
ــــــــــــــــــــــ
لومړۍ مسئله
الله تعالی پر مسلمانانو د رمضان المبارک د روژو نیولو د شکراني په پار صدقه فطر/، سرسایه مقرره کړې ده، چې پر هر صاحب نصاب مسلمان باندې لازمه ده.
الهندیة:۱۹۱/۱ ط: رشیدیه.
دوهمه مسئله
د سرسایې په نصاب کې د پنځو شیانو حساب کیږي : سره زر، سپین زر، مال تجارت، نغدي روپۍ او له اړتیا څخه زیات سامان.
سره زر او سپین زر که په استعمال کې وي که نه، د ګیڼې په شکل کې وي یا په بل شکل کې، په هر حالت کې په نصاب کې شمیرل کیږي. که یې قیمت د ۵۲--- نیمي تولې سپینو زرو د قیمت برابر یا تر دې زیات شو، نو دا کس صاحب نصاب دی، صدقه فطر/ سـر سایه پر واجبه ده.
یـادونه : د اختري د واجب کیدو نصاب هم، همدغه دی.
الشامیة:۳۶۰/۳ ط: رشیدیه.
دریمه مسئله
مال تجارت څه دی؟
مال تجارت هغه مال دی چې لاندې دوه شرطونه پکې وي.
لومړی: د خرڅولو/ پلورلو په نیت به یې اخیستی وي.
دوهم: تر اوسه پورې به یې همغه نیت پاتې وي.
که دواړو شرطونه نه وو، یا له دوو څخه یو نه و، بیا مال تجارت نه بلل کیږي.
اهـمه یـادونه' په نصاب کې د مال تجارت قیمت فروخت/ پلور معتبر دی قیمت خرید/ پیر ته اعتبار نشته.
یعني یو شی یې په یولک روپۍ اخیستی اوس یې قیمت دوه لکه دي همدغه د دوو لکو قیمت معتبر دی.
همدا راز که یې قیمت را ټیټ شو اوسنی قیمت یې ( ۸۰۰۰۰) زره روپۍ شو، بیا دغه د اتیا زره حساب ورته کیږي که څه هم اخستی یې په یو لک روپۍ و.
الفقه الاسلامی: ۷۹۲/۲ ط: دار الفکر؛ دمشق.
څلورمه مسئله
د هستوګني کور، د خوراک و څښاک سامان، استعمالي جامې ، د کور سامان او نور هغه شیان چې په روزنیز ډول په کور کې کاریږي، دا مذکوره شیان په ضرورت اصلي شمار دي.اما که له دې څخه زیات شیان وي هغه له ضرورته زیات ګڼل کیږي ، لکه: له درې عدد څخه زیاتې جامې، ټیلیویژن او ... ،دا شیان په حاجت اصلیه کې داخل نه دي ، ځکه یې قیمت ته حساب کیږي په نصاب کې به شمیرل کیږي.
(الفتاوی الهندیة/۱۷۲/۱)
پنځمه مسئله
د سرو زرو نصاب اوه نیمې تولې هغه وخت دی چې یواځې سره زر وي، سپین زر، مال تجارت، نغدي روپۍ او له ضرورت څخه زیات سامان څخه یو شی هم ور سره نه وي.
که دغه پنځه شیان یا له دوی څخه ځینې وو، بیا د سرو زرو پر ځای د سپینو زرو نصاب ته حساب کیږي ، د ټول/ مجموعي مالیت حساب کیږي که د ۵۲-- نیمي تولې سپینو زرو د قیمت په اندازه یا تر دې زیات و، د سرسایې په وخت کې سرسایه او د اختري په وخت کې اختری پر لازمیږي.
الفتاوی الهندية/۱۷۹/۱ ط: رشیدیه.
شپږمه مسئله
په خلکو کې مشهوره ده چې سرسایه پر هغه چا واجبه ده چې روژې نیسي، ولي چې روژې نه نیسي پر هغه سرسایه نشته، دا خبره هیڅ حقیقت نلري ، ځکه سرسایه پر هر صاحب نصاب باندې لازمه ده، له روژې نیولو سره هیڅ تړاو نلري.
الشامیة:۳۵۹/۲ ط: رشیدیه.
اومه مسئله:
پر صاحب نصاب باندې د خپل ځان او نابالغ اولاد سرسایه واجب ده. البته که په نابالغ اولاد کې یې څوک د نصاب خاوند وي بیا یې د هغه له خپله ماله ور کولای شي.
الشامیة:۳۶۱/۲ ط: رشیدیه.
اتمه مسئله
سر سایه له سپیده چاود/صبح صادق له وخت څخه واجبیږي، ځکه له ماشوم تر دې وخت دمخه پیدا شو یا کافر مسلمان شو یا فقیر شتمن/ غني شو ، نو پر دوی ټولو سرسایه واجبه ده.
همدا راز که له صبح صادق وروسته یو کس مړ شو یا مالدار فقیر شو، بیا هم سرسایه پر واجب ده.
ددې بر خلاف که تر سبا کیدو دمخه یو کس ومړ، یا شتمن غریب شو بیا په هغه باندې سرسایه نه ده واجب.
همدا شانته که له صبح صادق وروسته ماشوم وزیږید یا کافر مسلمان شو ، بیا هم صدقه فطر نه ده پر واجب.
الفتاوی الهندیة/۱۹۲/۱ ط: رشیدیه.
نهمه مسئله
مستحب دادی چې سرسایه د اختر تر لمانځه وړاندې ادا شي، تر څو مسکینان هم د اختر خوښي و لمانځلی شي.
البته که یې له لمانځه وروسته ادا کړي هم صحیح دی، ځکه سرسایه قضاء نلري ټول ژوند یې د اداء وخت دی. یعني که یې شپږ میاشتي مثلا بعد ادا کړي، لا صحیح ده.
الفتاوی الهندیة:۱۹۲/۱ ط: رشیدیه.
لسمه مسئله
سرسایه په لاندې مذکوره اجناسو ادا کیږي: غنم، اوربشي، خورما او کشمش. البته له غنمو څخه نصف صاع. له اوربشو، خورما او کشمشو څخه صاع ادا کیږي.
فائده : د نصف صاع احتیــــــاطی وزن پاوباندې دوه کیلو او د صاع احتیـــــاطی وزن پاو باندې څلور کیلو دی.
پاملرنه!
احتیاطي مو ځکه وویل چې عموما د غنمو له حسابه پاوکم دوه کیلو باندې فتوی ور کول کیږي.
الفتاوی الهندیة:۱۹۱/۱ ط: رشیدیه
ورورمو؛ محمدآصف(مبارز)
السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
خدای دي وکي چي ټول جوړاوروغ اوسی....
یوځل بیاستاسي په خدمت کي خپل لیکلي
مسئله وړاندي کوم داڅه وخت چي غیرحاضر
وم دحرمینوشریفینوپه سفرتللی وم نوبیادراتلو
وروسته هم څه مصروفیت اوروژه هم ورسره
ده څه وخت دپاره به داختردلمانځلوپه مناسبت
رخصتي وکړووروسته داختربه مسائل لیکو
ان شآءالله تعالی
محترموزموږنشریات ځکه لږدي چي
مصروفیت لرم خوبیاهم به کوشش
کوم چي نشریات زیات سي خوتاسي
دایوکوشش وکی چي دامسائل خپله
هم زده کوئ اوترنورومسلمانانویي هم
ورسوئ جزاکم الله خیرا
@speed_ad : Owner
Noyan | نویان
Content Creator & Sound Engineer
https://t.me/noyanrapi آدرس کانال ریمیکس های رپی