رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»
News & media website
تازهترین اخبار ایران و جهان
ارتباط با ما :
@pezhvakads
اینستاگرام ?
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==
Last updated 2 months ago
( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads
𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot
Last updated 1 month ago
د خطبې حالت کې پر عمر نیوکه
العُتبي وایي : عمر رضي الله عنه جامې راولیږلې، هغه مې خلکو ته ورووېشلې، هر سړي ته پوره جوړه (څادر او لنګ) ونه رسیدله، بلکې یواځې څادر ورته ورسید. وروسته عمر راغی، منبر ته وخوت، د دې جامو جوړه یې اغوستې وه، خطبه یې پیل کړه: اې خلکو! خبره واورئ، سلمان الفارسي رضي الله عنه ورته وویل: خبره دې نه اورو! عمر ورته وویل: ابو عبد الله، ولې مې خبره نه اورې؟! سلمان ورته وویل: موږ ته دې یوه یوه جامه راووېشله او تا د هغو جامو پوره جوړه اغوستې ده! عمر ورته وویل: ابو عبد الله بیړه مه کوه، بیا یې خپل زوی عبد الله ته ناره کړه، هغه راغی او ورته ویې ویل: په الله سره قسم درکوم، دا کومه جامه چې ما لنګ کړې ده، دا ستا جامه وه؟ عبد الله وویل: هو، په الله مې قسم دا زما وه، نو سلمان عمر ته وویل: خبره کوه، اوس دې خبره اورو.
مأخذونه:
عيون الأخبار لابن قتيبة
صفة الصفوة و مناقب عمر لابن الجوزي
الأمالي لابن دريد
التذكرة الحمدونية لابن حمدون
نثر الدر للآبى
محض الصواب لابن عبد البر
إعلام الموقعين لابن القيم
تخريج الدلالات السمعية للخزاعي
د خلکو له نیوکو سره د معاویه چلند
د جمعې په خطبه کې معاویة بن ابي سفیان رضي الله عنه خلکو ته وویل: بیت المال زموږ دی، غنیمتونه زموږ دی، چا ته مو چې خوښه شي ورکوو به یې، که مو خوښه نه شوه نه یې ورکوو. نو خلکو هیڅ هم ورته ونه ویل. بله جمعه کې یې هم همدا خبره وکړه او هیچا څه ورته ونه ویل. په دریمه جمعه یې هم همدا خبره وکړه! نو جومات کې د ناستو خلکو له جملې یو ورته پورته شو او ورته ویې ویل:
هیڅکله داسې نه ده! بیت المال زموږ ده او غنیمتونه هم زموږ دي! څوک چې زموږ او زموږ د بیت المال تر منځ خنډ ګرځي؛ په تورو به فیصله ورسره کوو! کله چې لمونځ وشو، معاویة امر وکړ چې هغه سړی راولئ، سړی یې وروست او له ځان سره یې کېنوه! بیا یې امر وکړ چې خلک دې دلته راشي، خلک چې ورغلل معاویة ورته وویل:
اې خلکو! ما چې په اوله ورځ خبرې وکړې هیچا هم ځواب رانه کړ! دویمه جمعه کې هم چا ځواب رانه کړ، خو په دې دریمه جمعه کې دې سړي له هلاکته وژغولم، الله دې دی وساتي.
معاویة رضي الله عنه زیاته کړه:
ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه اوریدلي هغه فرمایل: داسې خلک به راشي چې خبرې به کوي، هیڅوک به څه نه ورته وایي، دوی به د بیزوګیانو په رقم جهنم ته لوېږي! نو زه وویریدلم چې له دې خلکو ونه ګرځم! (ځکه خبرې مې کولې چا ځواب نه راکوه) خو دې سړي چې ځواب راکړ؛ زه یې له هلاکته وژغورلم، الله دې دی له هلاکته وژغوري. اوس نو امید لرم چې الله به مې د هغو خلکو له جملې نه، ګرځوي. قال الهيثمي في مجمع الزوائد: رواه الطبراني في الكبير والأوسط وأبو يعلى، ورجاله ثقات.
د اشبیلیة د تُندخویه قاضي کیسه
د اندلس اشبیلیة کې یو ډېر سخت او تندخویه قاضي و، خپل دفتر ته به چې راغی د هغه د سختي له امله به د ناستو خلکو که خوښه وه یا نه، ټول به ورته پاڅیدل، مګر د ابومحمد بن جمهور (592هـ) رحمه الله په نوم یو عالم به نه ورته پاڅیدی! خلک به ټول پاڅیدل مګر دی به پر خپل ځای ناست و، ان ښوریدی به هم نه! یوه ورځ قاضي په ډېر قهر او سختي سره ورته وویل: دلته ناست ټول خلک زما په راتګ ولاړیږي، ته ولې نه ولاړیږې؟!
ابن جمهور په زغرده ورته وویل: له کله نه چې زه پوهیدلی یم تا ته د خلکو ولاړیدا خوند درکوي او له خلکو د ولاړیدا غوښتنه کوې، نو له دې کاره دې کرکه او نفرت کوم او له امله یې ستا نه هم نفرت کوم! ځکه حدیث کې راغلي: رسول الله ﷺ فرمایي: څوک چې مینه لري خلک ورته ولاړ شي؛ هغه دې جهنم کې پخپله ځان ته ځای جوړ کړي. من أحب أن یتمثل له الناس قیاماً فلیتبوّأ مقعده من النار. رواه أحمد وابو داود
ابن جمهور زیاته کړه: که زما په شاهدي پورې د مسلمانانو حقوق نه وی تړلي؛ قسم دی که مې پل هم راخیستی وی، ځکه ستا لیدل خوند نه راکوي. راوي زیاتوي دې تُندخویه قاضي ته د ابن جمهور دې خبرو خلکو ته سخت خوند ورکړ او ټول اندلس کې به خلکو خوله په خوله ګرځولې، ان چې تر موږ راورسیدلې. صلة الصلة لابن الزبیر الغرناطي (708هـ)، د الکناشة البیروتیه 73 په حواله.
په دې کرښو کې د هر دا ډول قاضي او بل هر دا رقم تُندخویه چارواکي لپاره د پند لوی درسونه او عبرتونه پراته دي، په دې هیله چې پند ورنه واخلي. باید ووایم چې یواځې پاڅیدل نه، بلکې عامو خلکو سره هر ډول سخت او متکبرانه چلند په دې کتار کې راځي.
عبدالله ابن عمر رضی الله تعالی عنه او يو غلام
یوه ورځ عبدالله بن عمر (رضي الله تعالی عنه) پر لار روان و ګوري چې یو غلام ناست دی او غلام ته نيږدې یو سپی هم پروت دی، غلام د خورما سره مړۍ خولې ته کړه بېرته یې راوویستله او سپي ته یې وروغورځوله.
عبدالله ابن عمر (رضی الله تعالی عنه) ورته وویل دا سپی ستا دی؟
غلام ځواب ورکړ چې نه زما نه دی.
عبدالله ابن عمر (رضی الله تعالی عنه) ورته وویل نو بیا دې ولې له خپلې خولې څخه مړۍ راووېستله او سپي ته دې ورکړه؟
غلام ځواب ورکړ چې د سپي له غبرګو سترګو څخه حیا راته دریږي چې زه یې خورم او سپی راته ګوري.
عبدالله ابن عمر (رضی الله تعالی عنه) ورته وویل چې ته ازاد يې.
غلام ورته وویل چې زه د بني غاضرة غلام یم، عبدالله ابن عمر (رضی الله تعالی عنه) هغوی ته ورغی او پوښتنه یې ترېنه وکړه چې دا غلام د چا دی؟
د غلام خاوند ورته وویل چې دا زما دی.
عبد الله ابن عمر (رضی الله تعالی عنه) ورته وویل چې دا پر ما خرڅ کړه!
هغه ورته وویل چې بس ستا شو.
عبد الله ابن عمر (رضی الله تعالی عنه) ځواب ورکړ چې نه په خدای مې دې قسم وي چې یا به یې پیسې اخلې او یا به غلام بیرته ستا کیږي.
بیا ېې غلام په پیسو واخیست او ویې ویل چې تاسې شاهدان ګرځوم چې دی د الله ﷻ د رضا لپاره ازادوم.
عبد الله ابن عمر (رضی الله تعالی عنه) غلام ته ورغی او زیری یې ورکړ چې مبارک شه الله ﷻ ازادي درنصیب کړه او دا باغچه هم ستا په ملکیت کې شوه!
حبشي غلام ډیر خوشحاله شو او ویې ویل چې بس نو د دې باغچې ټوله میوه د مدینې منورې د فقیرانو لپاره خیرات ګرځووم.
عبدالله ابن عمر (رضی الله تعالی عنه) ډیر حیران شو او غلام ته یې وویل چې درته حیران یم، ټوله باغچه دې خیرات کړه، سره له دې چې ته پخپله هم فقیر او ورته محتاج یې.
غلام په ډیر قوي ایمان سره ځواب ورکړ چې له الله ﷻ څخه شرمیږم چې هغه پر ما سخا کوي او زه بیا په هغه کې بخل کوم.
د امام ابن الجوزي اغېزمنه کیسه
امام أبو الفرج عبد الرحمن بن الجوزي (510هـ/ 597 هـ) رحمه الله مشهور فقيه، محدث او مؤرخ و، دی لکه څومره چې ښه عالم او ښه مصنف و همدومره ژبور خطیب او واعظ و. یوه ورځ د بغداد ګڼ شمیر غلامان ورته راغلل او ورته ویې ویل: موږ د بادارانو له کارونو او خدمتونو سخت په تنګ شوي یو، که په دې جمعه کې د غلامانو د ازادولو په ثواب خطبه ووایې، دا به دې زموږ سره لویه مرسته وي، ده ورته وویل: سمه ده.
جمعه چې راغله امام په بله موضوع خبرې وکړې، غلامانو وویل شاید له یاده یې وتلې وي، خیر بله جمعه به یې وکړي، بله جمعه هم امام ابن الجوزي د غلامانو ازادولو په موضوع خبرې ونه کړې، غلامان ډېر خپه شول او یو ځل بیا ورغلل، خپله هیله یې ورته تکرار کړه او ویې پوښته چې زموږ په غوښتنه مو ولې خبرې ونه کړې؟! ده ورته وویل: دا څو شپې زه د پیسو په جمعه کولو بوخت یم، څو د یوه غلام د بیې پیسې برابري کړم، غلام واخلم او بیا یې ازاد کړم، او له هغه وروسته به خلکو ته د غلامانو ازادولو په موضوع خبرې کوم، ځکه ما چې کوم د خیر کار پخپله نه وي کړی هغه ته د خلکو له هڅولو نه کرکه لرم! بله جمعه یې چې خپله غلام ازاد کړی و خلکو ته یې د غلام ازادولو په موضوع بلیغ او مؤثر وعظ وکړ او خلکو په سلهاوو غلامان ازاد کړل.
پایله: په علم د عمل همدا غوښتنه ده.
سلطان علاؤالدین خلجي
د اسلامي تاریخ عجیبه واقعه!!!
د ایران پاچا (منګول خان اولجایتو) د هندوستان اسلامي ریاست حکمران سلطان علاؤالدین خلجي ته اتلس نفره سفیران ولیږدل، د ایران سفیرانو سلطان علاؤالدین خلجي څخه یوه عجیبه او خطرناکه غوښتنه وکړه هغه دا چې سلطان علاؤالدین دې سمدستي تسلیم شي او خپله میرمن دې د منګولانو مشر ته ډالۍ کړي، کنې د خونړۍ جګړې لپاره دي تیار شي.
افغان نژاد جنرال سلطان علاؤالدین خلجي منګولانو ته عبرت لپاره یوه تاریخي پریکړه وکړه هغه دا چې د منګولانو (اتلس) نفره سفیران دې په عام محضر کې د فیلانو تر پښو لاندي ووژل شي، د سفیرانو له وژل کیدو وروسته سلطان علاؤالدین خلجی منګولانو ته په اختار کې وولیکل!!!
که چیرې تاسو (منګولانو) په اسلامي خاؤره د یرغل کولو جرأت وکړ نو همداسي به زموږ د فیلانو تر پښو لاندي ووژل شٸ ددغه اختار په منګولانو باندي دومره هیبتناکه اثر وشو چې د سفیرانو د انتقام اخیستلو لپاره یې جرأت هم ونکړ ، سلطان علاؤالدین خلجي پخپله واکمنۍ کی درۍ لکه منظم اسلامي فؤځ درلود ، شل کاله یې د منګولانو له بریدونو څخه د افغانستان دفاع وکړه، د اوسني هندوستان په (دهلي) ښار کې یې له منګولانو سره په جګړه کې (شل زره) منګولان ووژل، او څلور زره نېول شوي منګولان یې د عبرت لپاره په ډلییزه توګه ذبحه کړل.
رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»
News & media website
تازهترین اخبار ایران و جهان
ارتباط با ما :
@pezhvakads
اینستاگرام ?
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==
Last updated 2 months ago
( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads
𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot
Last updated 1 month ago