@speed_ad : Owner
Noyan | نویان
Content Creator & Sound Engineer
https://t.me/noyanrapi آدرس کانال ریمیکس های رپی
🛎 جهت اسپانسرینگ به آیدی پایین پیام دهید 👇👇
AD MIN : @Darushmalmir44 👈
Instagram:
https://instagram.com/djdarushmalmir
اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ
جام درواخله اوپیاله درسره واخله
دساقي دلاس خواږه درسره واخله
زندګي کي به بیا تږی چیرته نشې
له ڪوثره لږ اوبـــــه درسره واخله
طرحیه مشاعره
زما څوکمزوري بیتونه
یوته یې یو مې خدای دی یوهغه په ذوالجلال
لـدې پـرته څــوک نلـــرمه زه پـه ذوالجلال
جانانه ستا له تللو وروسته داسي حالت راغی
په ځان باندي مې ولګول خوله په ذوالجلال
پرون یې راته ووِیل مطمئن یمه چي راشي
له ماســره یې ڪړیده وعــده په ذوالجلال
داښکلې ښکلې نه دي داپه ځان باندي مغروره
داخلګ لــه ازلــه دي خــــواږه په ذوالجلال
که کیږي که ممکن وي که راتللی شي آی راشه
بي تامې بله هیڅ نشته چاره په ذوالجلال
چي یارمې درته ووِیل تر جنـته به مې یاریې
خــوړلی مې قســم ده عبیده په ذوالجلال
عبیده غزنیوال
غزل
دمشاعرې بیتونه
دسلګۍ دریاب پرکرښو
په شېبه شېبه شېبه درپسي مړه ده
حسنه هره آئینه درپسې مړه ده
ستابیلتون دی نوزه ځکه غلی ناست یم
له دردونو مې سېنه درپسې مړه ده
ڪبرجـنه سـتا دیــوه دیـــدن لپــاره
نن یې وګوره هغه درپسې مړه ده
په لیلا پسي مجنون زړګی خــوړلی
طالب جانه ګلبشره درپسې مړه ده
اي دحسن سرلښڪره اي لـمر مخــیه
رڼـــا وشــینده تیــاره درپسې مړه ده
عبیده تاشاعري ولي پري ایښي ؟
هرغــزل هره ټپه درپسې مړه ده
عبیده غزنیوال
.
بس که نور نو دزړه درده لږ سړی شه
داسي مــه کـوه نامــــرده لږ سړی شه
په سینه کي مي چـاودلی زړه ســاتلی
په والله خوږ مي ځیګرده لږ سړی شه
عبیده غزنیوال
غزل
هدایت په اطاعت کي پیداکیږي
خوند اوذوق په عبادت کي پیدا کيږي
دوصال په مړوندو باندي مزې دي
د زړه درد په فراقت کي پیداکیږي
داسي ښکلي خو په دنیاکي نشته
داسي سترگي په جنت کي پیداکیږي
خزانې په خرابو کي وي مستوري
راحتونه په زحمت کي پیداکیږي
دهـغه په قوانینو ځان سمبال کړه
چي سکون یې تلاوت کي پیداکیږي
عبیده دیو غښتلي پیر مرید شه
تزڪیه په طریقت کي پیداکیږي
عبیده غزنيوال
#عبیده غزنیوال
داسي څوک نه لرم چي غم کي تسلي راکړي
پـه جار قربان به نو له چاسـره خبرې وڪړم
دلتــه دمیني قـدر نشته ڪافران دي زړونه
زه مسلمان به نو له چاســـــره خبرې وکړم
ژوند دي تېر کړ په مزه مزه مزه کي
زه دي واچــولم د هجــــر تنـاره کي
.
له دیاره، او له یــاره له رویبــــاره
ستړی شوی یـم قسم له ټولــه ښاره
دلته هیڅوک هم دچا له غمـه نه دي
له انـــاره تر کوکــــناره تر چــــــناره
عبیده بس زندګي ده تېــره وه یې
کني مـــړ بــه یي اخـــر له انتظاره
@speed_ad : Owner
Noyan | نویان
Content Creator & Sound Engineer
https://t.me/noyanrapi آدرس کانال ریمیکس های رپی
🛎 جهت اسپانسرینگ به آیدی پایین پیام دهید 👇👇
AD MIN : @Darushmalmir44 👈
Instagram:
https://instagram.com/djdarushmalmir