( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads
𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot
Last updated 2 months, 1 week ago
رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»
News & media website
تازهترین اخبار ایران و جهان
ارتباط با ما :
@pezhvakads
اینستاگرام 👇
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==
Last updated 1 week, 1 day ago
درې شيان زړه وژني:
ژباړه: ځينو حکماؤ ويلي دي: درې شيان زړه وژني: د سپکو خلکو سره ناسته، د سرمايه دارانو سره ناسته او د ښځو سره ناسته.
د سپکو خلکو سره ناسته ځکه زړه وژني چې د هغوی سره په ناسته کې د انسان څخه بې فايدې کارونه کيږي، د سرمايه دارانو سره ناسته ځکه زړه وژني چې د دوی سره په ناسته د انسان زړه ته د دنيا محبت داخليږي او آخرت د انسان هيريږي او د ښځو سره ناسته ځکه د انسان زړه وژني چې د ښځو سره په ناسته کې انسان شهوت پرسته آموخته کيږي.
قَالَ بَعْضُ الْحُكَمَاءِ: ثَلاثَةُ أَشْيَاءَ تُمِيتُ الْقَلْبَ: مُجَالَسَةُ الأَنْذَالِ ، وَمُجَالَسَةُ الأَغْنِيَاءِ ، وَمُجَالَسَةُ النِّسَاءِ.[المجالسة وجواهرالعلم3399]
مولوي نورالحق مظهري
د الله جل جلاله ولي څنګه جوړېدای شي.
۱ـ مصاحبة، د اوليــاءالله ؤ سـره ناستــــــه.
۲ـ مداومة، د ذکـرالله يعنې د الله جل جلاله
دوام داره ذکـر کـول.
۳ـ مبـاعــدة، لـه ګنـــاه لـرې والـــی.
۴ـ مواظبة، همېش والی په سنتو د
رسول الله صلی الله عليه وسلـــم.
قاري بشیر احمد مدني حفظه الله پيرسبـاق
د اذان په وخت کې خبرې مه کوه!
ابن جريج رحمه الله تعالى وايي:
" صحابه کرام به د اذان په وخت کې داسې غلي ناست وو لکه د قران کریم تلاوت ته به چې کیناستل، یوازې هماغه کلمات به يې تکرارول کوم به چې مؤذن ویل".
📚[فتح الباري:92/2]
🌹 ✨ 🌹 ✨
په غزه کې د غرب او وحشي اشغالګرو لخوا څومره بشر ضد جنایتونه شوي دي؟
په غزه د اشغال له پیله تر ۴۲۰مې ورځې پورې ۹۸۶۷ هغه عملیات او بمبارۍ ترسره شوې دي چې په پایله کې یې ټولوژنه رامنځته شوې ده او بې ګناه عام فلسطینیان، کورونه، جوماتونه، مکتبونه، پوهنتونونه، بازارونه، شفاخانې او د کډوالو کمپونه په نښه کړي دي.
#HumanRights
د اشغال له پیل څخه تر اوسه پورې ۷۱۶۰ هغه بمبارۍ شوي .
#HumanRights
۳۴۶۳ هغه کورنۍ دي چې د کورنۍ له غړو یې یواځې یو کس پاتې دی .
#HumanRights
۵۵۳۶۳ تنه شـ@ـیدان او ورک دي. دا هر څه د بشري! حقونو! د دعوهدارانو د سترګو په وړاندې او د دوی په ملاتړ ترسره کیږي.
#HumanRights
۱۱۰۰۰ تنه هغه ورک وګړي دي چې چې جسدونه یې روغتونو ته نه دي رسیدلي.
#HumanRights
۴۴۳۶۳ تنه د هغو معلومو شـ@ـدانو شمېر دی چې جسدونه/ یې روغتونو ته رسیدلي دي. آیا نړیوالې! بشري! ادارې د دې لوی جنایت په اړه کوم جواب ویلی شي؟
آیا اسرائیل! په دومره وحشت€ باندې ترهګـ/ـر نه دي؟
#HumanRights
۱۷۵۸۱ تنه ماشومان شـ@ـیدان شوي دي.
#HumanRights
۲۲۳ تنه هغه ماشومان شـ@ـیدان شوي چې تازه زېږېدلي وو .
#HumanRights
۸۳۷ تنه هغه ماشومان شهیدان شوي دي چې عمرونه یې له یو کال څخه کم وو.
بأي ذنب قتلت؟
#HumanRights
۴۴ تنه ماشومان د سوء تغذي، خوراک نشتون او لوږې له امله شـ@ـیدان شوي دي.
#HumanRights
۱۲۰۴۸ تنه ښځې د اسرائیلي اشغالګرو له لوري شـ@ـیدانې شوې دي. دا په داسې حال کې ده چې د بشري! حقونو! او ښځو حقونو په نوم نړیوالې ادارې په افغانستان او نورو دولتونو رنګا رنګ فشارونه راوړي.
#HumanRights
1055 د روغتیایي ټیمونو غړي د اسرائیلي اشغا/لګرو! له لوري په نښه شوي او شـ@ـیدان شوي دي.
#HumanRights
۱۹۰ تنه خبریالان شهیدان دي. او 399 تنه زخمیان دي .
دا خلک موږ ته د بیان د آزادۍ! نارې هم وهي .
#HumanRights
په تېرو ۱۵ میاشتو کې اسرائیلي# یرغلګرو/په غزه*_^
کې د روغتونو په داخل کې ۷ ډله ییز قبرونه جوړ کړي دي. داسې چې خلک یې په روغتونو کې شـ@ـیدان او بیا په ډله ییزه توګه له خاورو لاندې کړي دي.
#HumanRights
۱۰۵۰۷۰ تنه زخمیان دي، چې ډېر شمېر زخمیان*/ له عادي زخمونو د دوا د نشتون له امله تر مرګه رسیږي.
#HumanRights
په غزه# کې د قربانیو ۷۰ سلنه د ښځو او ماشومانو ده.
#HumanRights
آیا خبر یئ؟ په غزه# کې تنها ۱۰ فیصده ځمکې ته اسرائیلي اشغالګر/ د انساني ساحې په نظر ګوري چې دا د انسانانو د اوسېدو ځای دی. هغه هم وخت په وخت په نښه کوي او ډلهییزې/ وژنې/ پکې تر سره کوي.
#HumanRights
په غزه کې ۳۵۰۶۰ تنه ماشومانو مور او پلار دواړه او یا له دواړو یو له لاسه ورکړي دي.
#HumanRights
په غزه کې ۱۲۱۲۵ تنه ښځو خپل د ژوند ملګری له لاسه ورکړی او کونډې شوې دي.
#HumanRights
په غزه کې ۳۵۰۰ تنه ماشومان د سوء تغذي، خوارځواکي او د خوراک د نشتون له امله له مرګ سره مخ دي. ځکه چې په غزه باندې د خوراکي توکو او دوا لارې بندې دي .
#HumanRights
د غزې په تړانګې ۲۰۶ ورځې کیږي چې آخري سرحدي دروازه یې هم بنده ده او هر ډول ترانزیټ پرې بند دی. نه غزې ته خوراک راځي، نه دوا، نه البسه او نه نورې بشري مرستې او تجارتي مالونه.
سبا د دسمبر ۱۰ مه د بشر د حقونو نړيواله ورځ ده، قلموال غواړي چې د بشر د حقونو د کاذبو مدعيانو تور مخ نړۍ ته بربنډ، مظـالم يې تکثير، تر څنګ يې د بشر حقونو په برخه کې د اسلامـي نـظام لاسته راوړنې او پرمختګونه هم د HumanRights# هشټاګ سره مله نشر ته وسپاري، تاسې هم ګډون وکړئ.
محترم انجنیر محمد البشیر د هیئت تحریر شام د جهادي شورا مشر د سوریې موقت مشر وټاکل شوو.
انجنیر صاحب په هیئت تحریر شام (HTS) کې د مهمو مسؤلیتونو ترسره کولو اوږد مخینه لري. د هغه مسؤلیتونه او فعالیتونه ترسره کړي لکه :
سیاسي استازولي:
محمد البشیر د هیئت تحریر شام د سیاسي څانګې مهم غړی و او د دې ډلې دریځونه او اهداف یې په کورنیو او نړیوالو غونډو کې استازولي کول.
اداري او تنظیمي چارې:
هغه د HTS په داخلي جوړښت کې د اصلاحاتو او ادارې په برخه کې رول درلود او د ډلې د پالیسیو د تنظیم او انسجام لپاره یې کار کړی دی.
د شریعت د تطبیق څارنه
د هیئت تحریر شام د اسلامي شریعت د اصولو د تطبیق په اړه د هغه دریځ او څارنه هم د ده د مسؤلیتونو یوه برخه وه.
د خلکو اړیکې:
محمد البشیر هڅه وکړه چې د خلکو او HTS ترمنځ اړیکې تقویه کړي او د سیمې د اوسېدونکو ملاتړ ترلاسه کړي.
پوځي او امنیتي مشورې:
هغه په پوځي ستراتیژیو کې هم د مشورې رول درلود، که څه هم د ده اساسي تمرکز سیاسي او ټولنیزو چارو ته و.
شهاب لیوال
امام مالک رحمه الله وايې :
سلف صالحينو به خپلو اولادونو ته د ابوبکر او عمر رضي الله عنهما محبت دسې ورښوده لکه د قرآن کریم آيتونه چې ور زدکوي .
شرح أصول اعتقاد أهل السنة٤/١٢٤٠
امریکایان هر کال د خپل پوځ څخه د مننې په خاطر د نومبر میاشتې د وروستۍ اونۍ سه شنبه د «تنکس ګیونګ» په نامه لمانځي او ټرمپ په همدې مناسبت بګرام ته راغلی و. نوموړي په بګرام کې دوه نیم ساعته تیر کړل او بیرته لاړ. د نوموړي له الوت وروسته افغانستان ته د نوموړي د قاچاقي سفر خبر رسنیو ته راووت. د ټرمپ دا سفر ځکه ډیر خبر ساز او دتبصرو پاروونکی و، چې نوموړی د رسمي عرف خلاف د افغانستان پایتخت کابل ته نه لاړ. بلکې د پروان ولایت په یوه امریکایي اډه ( بګرام) کې یې له ولسمشر غني سره ولیدل. دې سفر او د اشرف غني چاپلوسانه او ذلیلانه انداز د ډیرو آزاد مزاجه افغانانو احساسات زخمي کړل او د اشرف غني چلند یې د تاریخ پیغور وګاڼه. اما د ارګ هغه ډونډورچیان چې د شرم، غیرت او استقلال په نوم ویاړلي مفاهیم نه پیژني کوښښ یې کاوه چې د اشرف غني چلند ته توجیهات وتراشي
نن ورځ د تاریخ له پاڼو/ بګرام ته د ټرمپ راتګ او د غني بې عزتي.
نن ورځ د ۱۴۰۳ د قوس ۸مه ده چې بګرام ته د ټرمپ د راتګ او د غني د تاریخي بې عزتي پنځمه کلیزه ده.
په دې ورځ ټرمپ دیارلس ساعته مزل وکړ او له رسېدو لږ وړاندې غني خبر کړل شو چې ټرامپ را روان دی، ژر باګرام ته ځان ورسوه، غني له څو تنو مشاورینو سره د بګرام هوایي ډګر ته لاړ، له سختې تالاشي وروسته یواځې غني ته اجازه ورکړل شوه او مشاورین یې بهر پاتې شول.
غونډه د الوتکو په ګراج کې جوړه شوې وه او بشپړ پوځي بڼه یې درلوده.
اشرف غني سټیج ته په داسې حال کې راغی چې امریکایي پوځیانو رهبري کاوه، له ټرمپ سره یې روغبړ وکړ، وروسته سټیج ته ودرید او د ټولو سیاسي آدابو او دیپلوماتیک عرف خلاف یې په بشپړه چاپلوسانه اندازه وینا پیل کړه. اشرف غني امریکایي عسکرو ته په خطاب کې وویل: ستاسو د کومک او افغان سرتیرو د زړورتیا له برکته موږ په ننګرهار کې داعش ته د نه منلو وړ ماتې ورکړې ده، تېره اونۍ ننګرهار و او راتلونکو درې میاشتو کې به ټول افغانستان همداسې شي.
اشرف غني وویل: زه همدا راز خوښوم چې له دې فرصت ګټه واخلم، چې د وژل شویو امریکایي عسکرو کورنیو ته ووایم: مننه! ۲۲۹۸ امریکایي نارینه او ښځینه عسکرو قرباني ورکړې، دا ملت به تل د دې قربانۍ منندوی وي او موږ به یې تل یاد ساتو. همداراز ۲۰۵۸۵ نور ټپیان شوي دي. خو له کله چې ولسمشر ټرمپ د امریکا ولسمشر شوی دی، له نیکه مرغه د امریکایي عسکرو شمیر زیات شوی اما یوازې ۵۲ عسکر او پوځيانې وژل شوې( دا وخت غني مخ ټرمپ ته کړ او په کړوپه ملا یې په ډیر چاپلوسانه اندازه ټرمپ مخاطب کړ، خو هغه ورباندې چندان ری ونه واهه) دا د تلفاتو کموالی زموږ د ګډ شراکت د درنښت او هغې قربانۍ له امله دی چې افغان سرتیري او ستاسو یونیفورم لرونکي خویندې اووروڼه یي ورکوي. تر یو میلیون زیاتو امریکایانو دلته پوځي خدمت کړی دی. موږ د هغوی او ستاسو کورنیو ته درناوی وړاندې کوو. زه غواړم یوه ځانګړې غوښتنه وکړم. لطفا له خپلو کورنیو مننه وکړئ چې په دې ځانګړي فرصت ( د مننې اختر) کې یې تاسو یاد کړي یاست. تاسو د متحده آیالاتو د امنیت او زموږ د آزادۍ دفاع کوئ ( د امریکایي عسکرو د چکچکو شور ) موږ به په ګډه بریالي کیږو. موږ به هیڅکله هیر نه کړو چې د سبتمبر د ۱۱ مې پیښې موږ دلته راوستو او موږ به هیڅکله د سبتمبر د یوولسمې د تکرار اجازه ورنکړو. اشرف غني بیا امریکایي عسکرو ته اشاره وکړه او ویي ویل: خدای دې تاسو نیکمرغه لري او خدای دې ولسمشر ټرمپ نیکمرغه لري)
د اشرف غني له لنډو خبرو وروسته ټرمپ سټیج ته رانږدې شو، اشرف غني یې له سټیج دیکه کړ، په ځغرده لهجه یې ورته وویل: آیا غواړې دلته پاته شې او که ځې! اشرف غني وویل غواړم څه وخت پاته شم. ټرمپ په ملا لاس ور کیښود، د سټیج له مخې یې ایسته کړ او تر هغو یې ټیل واهه تر څو یې شاته د امریکایي عسکرو په کتار کې ودراوه. وروسته ټرمپ نیم ساعت خبرې وکړې چې غني هم د امریکایي عسکرو په منځ کې کټ مټ د یوه عادي عسکر په شان پرته له کوم پروتوکول او تشریفاتو نیم ساعت په دوو پښو ولاړ او ټرمپ ته یې چکچکې وهلې.
دا هغه پیښه وه چې د ټولو افغانانو غبرګونونه یې راوپارول، د ټرمپ په نا اعلان شوي سفر، بګرام ته د غني په ورتګ او بیا د امریکایي عسکرو په منځ کې درېدل یې له سختو انتقادونو سره مخ شول.
د بي بي سي خبریال ضیاء شهریار چې دغه مراسم یې څارلي وایي. باګرام کې اشرف غني ته هیڅ داسې تشریفات نه و ترتیب شوي چې د یوه ولسمشر لپاره نیول کیږي. واقعا اشرف غني په دې مراسمو کې د یوه امریکایي عسکر په شان ولاړ و. د مراسمو ټوله فضاء امریکایي وه، د افغانستان د بیرغ یا کوم نښان هیڅ څرک نه لګیده. د مراسمو شاته یوازې د امریکا لوی بیرغ ځوړند و او پر دریځ باندې هم د امریکایي پوځ نښان وهل شوی و. په بګرام کې ټرمپ له اشرف غني سره داسې چلند کاوه لکه اشرف غني چې میلمه او ټرمپ کوربه وي.
ولسي جرګې ویل: د ټرمپ نا اعلان شوی سفر او بګرام ته د غني ورتګ د افغانستان خپلواکي له سوال لاندې راوستلې ده، د افغانستان د خلکو سپکاوی یې کړی دی، د خلکو احساساتو ته یې زیان رسولی او باید بښنه وغواړي.
په پارلمان کې د فراه استازې بلقیس روشن ویلي وو:
۱ – ټرمپ په دې لیدنه کې له اشرف غني سره داسې چلند کړی چې يوڅوک يې د خپل هيواد دیو ولايت له والي سره کوي،
۲- امریکایان پاسپورټونو او ویزو ته اړتیا نه لري ، کله چې دوی غواړي دوی راځي او ځي؛ ا یا موږ لاهم د خپلواکۍ ادعا کولی شو؟
۳- اشرف غني باید بښنه وغواړي.
علي اکبر جمشيدي ویلي وو: غني باید ملي احساس ته زیان نه وی رسولی او د بګرام په پوځي اډه کې ګډون نه وی کړی کړي.
کانال اسلام؛ د ژوند قانون را در واتساپ دنبال کنید: https://whatsapp.com/channel/0029Va8B5Oa7tkjDttlIEi0m
( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads
𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot
Last updated 2 months, 1 week ago
رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»
News & media website
تازهترین اخبار ایران و جهان
ارتباط با ما :
@pezhvakads
اینستاگرام 👇
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==
Last updated 1 week, 1 day ago