فکري پوهنځی

Description
د اسلامي امت د مجد او عظمت د اعادې په تکل جوړ شوي هغه فکر دي چې اسلامي امت له خپل تېر تاریخ خبروی او د غربی افکارو مخنیوی کوي، خصوصا خپل ملت د اختلاف له مفتن ګردابه یوې سالمې لارې ته راباسی او په مستقیمه لار یې په یو واحد صف کې د حاکمیت لپاره راټولوي.
We recommend to visit

کانال فیلم

Last updated 1 year, 2 months ago

‌( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد ) ‌

‌آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار‌ ‌‌ ‌

‌‌??? : @mobsec_ads

??? : @sudosup_bot

Last updated 1 month, 1 week ago

رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»

News & media website

تازه‌ترین اخبار ایران و جهان

ارتباط با ما :
@pezhvakads

اینستاگرام ?
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==

Last updated 2 months ago

1 month, 2 weeks ago

21- دا مې زده کړل چې دنیا کې د حق او باطل جګړه تلپاتې ده، یوازې پوځیان بدلیږي،د عزیز له میرمنې سره دې جګړه د عفت او شهوت ترمنځ جګړه وه، له وروڼو سره دې جګړه د مینې او کرکې تر منځ جګړه وه چې په هر عصر کې روانه ده. .

22- ترې زده مې کړل چې باید د چارو لپاره پلان ولرم، د وچکالۍ لپاره پلان موجود و، تاسره د ورور د پاتې کېدو پلان موجود و.

23- دا مې ترې زده کړل چې الله تعالی د جګړې لپاره داسې وسله غوره کوي چې د چا په خوا خاطر کې نه ګرځي، الله تعالی کولی شول چې زندان ته ملائکې ولیږي دیوالونه یې ړنګ کړي او تا ترې راوباسي، مګر پاچا ته یې خوب ورولیږه!

24- ترې زده مې کړل چې منصبونه د تګلیف مقامونه دي نه د تشریف، تا د خزانې د وزارت وړاندیز ځکه وکړ چې ویې ویشې، نه دا چې خېټه پرې واچوې، که تر ځان دې په دې کار کې غوره موندلی هيڅکله دې دا وړاندیز نه کوو!

25- دا مې ترې زده کړل چې مینه یو خوږ بوی لري، یوازې یې مینان حس کولی شي، نو ځکه خو دې پلار د کمیس له رسیدو وړاندې ستا بوی حس کړَ !

26- دا مې ترې زده کړل چې د بچو ترمنځ عدالت اړین دی، پلرونه د بچو ترمنځ په کمه او ډېره مینه د کرکې او حسد اور بلوي، دا به د الله تقدیر و چې پلار ته یې په نورو وروڼو غوره کړې، څو راوښایی چې باید له یوه بچي سره ډېره مینه په سلوک کې څرګنده نه شي.

27- یوسف مننه، ستا له کیسې مې زده کړل چې خپل دردونه یوازې له الله سره شریک کړم، خلک به یا درسره خواخوږي وي، یا دښمنان، خواخوږی ولې له ځان سره خفه کړم او دښمن ولې خوشاله کړم؟!

28- مشره ستا له کیسې نه مې زده کړل چې د مینې د بقا لپاره په تېروتنو باید ځان ناګار کړم، او تا دا کار وکړ اصیل خلک همداسې وي چې د نورو په تېروتنو ځانونه ناګر کوي.

29- یوسفه ستا له کیسې مې زده کړل، که چا درسره د عقلي احتمالاتو په اړه خبرې وکړې، ته ورسره په الله باندې د باور خبره وکړه، ته یې ماشومتوب کې ورک کړې خو ستا له پلټنې تر پایه نهیلی نه شو !!

30- ستا له کیسې مې زده کړل چې ډير خلک د ګټو سره سم خپل خطاب ته تغیر ورکوي! کله چې یې خپله ګټه وه ویې ویل(زموږ ورور له موږ سره ولیږه).خو کله چې یې ګټه نه وه ویې ویل: (بېشکه ستا زوی غلا کړې ده)

منقول

1 month, 2 weeks ago

ډېر وخت به مې فکر کاوه چې د یوسف علیه السلام کیسه ولې الله تعالی په احسن القصص یاده کړې؟ خو له ډېرې مطالعې او د محققینو له لیکنو وروسته راته جوته شوه چې دا کیسه ولې احسن القصص ده، که غواړئ په همدې راز پوه شئ دا لیکنه ولولئ.

۱—یوسفه (عليك السلام)، له تا مننه، ستا له کیسې مې زده کړل چې ځینې خلک له موږ سره کینه زموږ د عیبونو له امله نه بلکې زموږ د ښېګڼو له امله کوي، تاسره یې ځکه کینه وکړه چې ته ښکلی او خوږ وې، د دوی په څېر نه وې او څوک نه غواړي چې عیبونه دې یاد شي

2- دا مې ترې زده کړل چې کله ناکله انسان له هغه ځایه ویشتل کیږې چې هیڅ توقع یې نه لرې، ته که له شرمخ نه وساتل شوې، نو له وروڼو ونه ساتل شوې!

3- دا مې ترې زده کړل چې زه باید ټولو ته هغه ښېګڼې ونه وایم چې ـالله تعالی راکړي، ځکه چې د ځینو سترګې او زړونه تنګ دي، د نورو په لاسونو کې نعمت ته تر خپلو لاسونو ډېر ګوري .

4- دا مې ترې زده کړل چې کله ناکله مجرمان د ناصحانو جامې اغوندي، ابلیس دې پلار ادم ته وویل، ایا تلپاتې ونه درونه ښایم، وروڼو دې پلار ته وویل، موږ یې ناصحان یو او موږ یی هرومرو ساتونکي یو.

5- ځینې له ځینو نورو نه په شر کې سپک وي، څنګه چې خلک په ښېګڼو کې یو شان نه دي، نو همدارنګه په بدګڼو کې هم یو شان نه دي، تاته هغه ورور نجات درکړ چې تر نورو په شر کې کم و: یوسف مه وژنئ!

6- دا مې ترې هم زده کړل، له څه شي چې ویریږم هغه باید خلکو ته په ډاګه نه کړم، څو مې له دغې کړکۍ نه ونه وهي، پلار دې وویل:( ویریږم شرمخ یې ونه خوري) وروڼو دې ورته وویل: ته شرمخ وخوړلې..

7- دا مې هم زده کړل چې هیڅ جریمه بشپړه نه وي، له مجرم نه هرومرو یو څه پاتیږي چې ورته نه متوجه کیږي، ستا وروڼو هېر کړل چې ستا کمیس وشلوي، دا به کوم شرمخ وي چې ماشوم له کمیس نه روغ وباسي او بیا یې خوري!

8- دا مې هم زده کړل چې په شیانو کې خیر او شر نشته، بلکې دا یې د کارولو په طریقه کې دی، ستا کمیس یو ځل د دروغو اله شوه، بل ځل ستا د برائت او سپېڅلتیا نښه شوه، او بل ځل درمل شو!

9- دا مې هم زده کړل چې په دې نړۍ کې خیر نشته، هغه څومره بد کور دی چې ته په کې په څو ټنګو پېرل کیږي او پلورل کیږې!

10-دا مې هم زده کړل چې لیسې، مدرسې، پوهنتونونه او کتابونه یوازې اسباب دي، او حقیقي معلم الله تعالی دی؛“ موږ ورته د خوبونو تعبیر ورزده کړو““ موږ علم او حکمت ورکړ“ الله تعالی پوهه د تقوا پربنسټ ورکوي" له الله نه وویریږئ او الله تعالی به تاسې ته پوهه درکړي.

11- یوسفه له تا مننه، ستا له کیسې مې زده کړل چې عزتمن غدر نه کوي او ازاد د نیکۍ مقابل کې بدي نه کوي او ساهو په هغه کوهي کې لاړې نه توکي چې اوبه یې ترې څکلي وي، زلیخا ته دې څومره کره خبره وکړه:( له الله نه پناه غواړم هغه زما رب دی ماته يې پاك مقام راکړی څنګه یې په ګناه ککړ کړم!

13- ترې زده مې کړل سپیڅلی هغه دی چې الله یې سپېڅلی کړي او هغه په فتنه کې دی چې الله خپلو شهوتونو ته پریښی وي، څوک چې له لله تعالی سره په اسانۍـکې ملګری وي، نو الله تعالی ورسره په سخته کې ملګری کیږي!

14- دا مې ترې هم زده کړل که زه یو کار ونه غواړم، نو ټوله نړۍ مې یې په کولو نه شي اړ کولی، د عزیز مېرمن دې مشره وه، ټولې دروازې یې درپسې وتړلې، غوښتنه یې درنه وکړه، د مال، جمال او منصب څښتنه وه، تا مقاومت وکړ ځکه چې تا نه غوښتل!

15- یوسفه، مننه ستا له کیسې نه مې زده کړل چې په زندانونو کې ډېر بې ګناه خلک هم وي او په خلکو کې ظلم لرغونی دی.

16- او ترې زده مې کړل چې د ایمان خواږه د ژوندانه په ترخو برلاسي دي، د ایمان خوږو درنه د زندان ترخه هېر کړل، که دې خیانت کړی وای او داسې هېڅکله نه کېدل، نو ماڼۍ به درته په دغومره پراخوالي تنګه شوې وای.

17- دا مې ترې زده کړل چې په هر ځای کې دعوتګر شته، په ماڼۍ کې غلام، الله ته خلک رابلي، بندیوان په بند کې خلک الله تعالی ته رابلي، د پاچا په چوکۍ عزیز خلک الله تعالی ته رابلي.

18- دا مې ترې زده کړل چې اصیل معدن په هیڅ صورت او هیڅ ځای کې تغیر نه کوي،، په زندان کې درته وویل شول“ ته له نیکانو څخه یې “ او د پاچا په چوکۍ یې تانه بخښنه وغوښته ځکه چې ته ورته نیکو کار ښکاره شوې!

19- یوسفه،مننه ستا له کیسې نه مې زده کړل چې د هر شر تر شا کینه ولاړه ده،کینه لومړۍ ګناه وه چې د الله تعالی د نافرماني سبب شوه، ابلیس ادم ته ځکه سجده ونه کړه چې کینه یې ورسره پیدا شوې وه او په ځمکه کې هم کینه لومړۍ ګناه وه چې هابیل یې قرباني شو او ته هم په کوهي کې کینې وغورځولې.

20- او دا مې ترې هم زده کړل چې فساد د خراب منجمنټ له کبله وي، نه د مواردو د کمښت له امله، تا چې د مصر ولس ته له وچکالۍ څخه نجات ورکړ، تا ورته نوي موارد رانه وړل، بلکې په نوې ادارې دې زاړه موارد تنظیم کړل.

1 month, 2 weeks ago

ای مسلمانې ښځې! نور له اسلام څخه څه غواړې؟

اسلام تا ته په دنیا او آخرت کې عزت درکړی دی.

په دنیا کې ته د کور مدیره یې، ستا خاوند کار کوي څو ته په آرامۍ کې واوسې.رسول الله ﷺ فرمایلي دي: هغه څه چې تاسو خورئ، خپلو ښځو ته یې هم ورکړئ، او هغه څه چې تاسو اغوندئ، خپلې ښځې ته یې هم واغوندئ.

او په آخرت کې، ته مسلمانه ښځه به په جنت کې یې. رسول الله ﷺ فرمایلي دي:هره ښځه چې په داسې حال کې وفات شي چې خاوند یې ترې خوشحاله وي، هغه به جنت ته داخلېږي.

نو ای مسلمانې ښځه! ته د ټولنې تر ټولو نېکمرغه فرد یې. له اسلام څخه مننه وکړه، هغه دین چې تا ته یې عزت درکړی دی.

1 month, 3 weeks ago

موږ پر واتساپ وڅاري *?***https://whatsapp.com/channel/0029VaoPvlA4yltL7BYlhV1u

1 month, 3 weeks ago
موږ پر واتساپ وڅاري

موږ پر واتساپ وڅاري

https://whatsapp.com/channel/0029VaoPvlA4yltL7BYlhV1u

1 month, 3 weeks ago

؛︗︗︗︗︗︗︗︗︗︗︗︗︗︗
زناکاران به د الله تعالی سره خبري
نشي کولای!
؛︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘
? مـــدلل جــــــواب ?
؛︗︗︗︗︗︗︗︗︗︗︗︗︗︗
مفتی حڪیم الله صابر الحنفی صاحب
؛︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘
ٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖ۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
?...۔ٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖ‌
?؛?* @HabibiAbrar ?؛?
☝️رابـــــــــطه ☝️
؛------------------------------------؛
نشــــرڪـــونـــڪی اداره
عبـــرتناڪه ڪـــیسی اوحـــدیثــــونه
؛︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘
؛︗︗︗︗︗︗︗︗︗︗︗︗︗︗
مسؤل خادم حبیـبی ابرار غفرله الباری
؛︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘︘
*

1 month, 4 weeks ago

.

1 month, 4 weeks ago
1 month, 4 weeks ago
**په واټساپ کي هم را سره …

په واټساپ کي هم را سره ملګری شۍ
?????
https://whatsapp.com/channel/0029VaIjRXcLNSa5uWGOhX36

4 months, 3 weeks ago

د جرمني پولیس له یوه ماشوم څخه د مقدسي زمکي د بیرغ اخیستلو پر وخت هغه ماشوم څومره وېروي؛ د ډیموکراسۍ بندگان ولي خپل ملت ته د سوله ییز احتجاج حق نه ورکوي؟!

دوی ولي تل یوازي د درېیمي درجې په هېوادونو او د هغوی په قوانینو او مشرانو کي نقض لټوي؛ په داسي حال کي چي د اسلامي نړۍ دیکتاتوران ټول همدوی زېږولي، پړسولي او خوندي ساتلي؟!

علامه محمد اقبالؒ د لوېدیځ د تمدن او دروغجنې داعیې په اړه څومره جالبه او ریښتينې وړاندوینه کوي:

تمہاری تہذیب اپنے خنجر سے آپ ہی خود کشی کرے گی!
جو شاخِ نازک پہ آشیانہ بنے گا، ناپائیدار ہو گا!

ژباړه: (اې لوېدیځ والو!) ستاسي تمدن به په خپل خنجر ځانوژنه وکړي! ځکه پر نازک ښاخ باندي چي کومه ځاله جوړېږي؛ هغه بې ثباته وي!

همداسي بل ځای جالبي نقطې ته اشاره کوي:

کل ایک شوریدہ خواب گاہِ نبیؐ پر رو رو کے کہہ رہا تھا
کہ مصر و ہندوستاں کے مسلم بنائے ملت مٹا رہے ہیں!
یہ زائرانِ حریمِ مغرب ہزار رہبر بنیں ہمارے
ہمیں بھلا ان سے واسطہ کیا جو تجھ سے ناآشنا رہے ہیں!
غضب ہیں یہ ”مرشدانِ خود بیں“ خدا تری قوم کو بچائے
بگاڑ کر تیرے مسلموں کو، یہ اپنی عزت بنا رہے ہیں!

ژباړه: اقبال رح الله د رسول الله صلي الله علیه وسلم د مبارکي روضې تر زیارت کولو وروسته وايي: "پرون یوه باغي د رسول الله صلي الله علیه وسلم پر روضې په ژړا ژړا وویل؛ چي د مصر او هند مسلمان جوړ امت ټوټه کوي! دا د غرب حلقه بگوش غلامان که هر څو زموږ مشران سي؛ موږ ئې څه کوو چي دوی له تا سره نا بلده دي! دا ځان خوښوونکي مشران پر امت یو غضب دئ؛ خدای دي ستا امت ترې وساتي؛ دوی ستا د مسلمانانو په گمراه کولو سره؛ ځانونه عزتمند کوي!"

پورتني اشعار ئې له شهکار اثر بـــانگِ درا څخه را اخیستل سويدي؛ د سیکولرزم او نېشنلزم د نوي بوټي د شنه کېدلو په ارتباط ئې نور تفصیل ته نه ځم؛ دلته یوې مهمي نقطې ته اشاره کوم؛ د فرقو په کوچنیـو دائرو کي د را حصار سويو انسانانو څخه تل د دین دفاع پاته سوېده؛ له داسي افراطیانو څخه لیري اوسئ چي د دین پر ځای مو په کوچني غالب کي مقید کوي؛ دلته د ځینو مشرانو داعیې ډېري ستري او عظیمي وې؛ هغوی د استعمار پر مردودو کرښو ایمان ونه ساتی؛ تل ئې د دین شعار ورکړ، د همغه دفاع ته ئې کار ووایه او د الله ستر دښمنان او د هغوی تمدن ئې په نښه کړ؛ څرگند مثال ئې شهید سید قطب رحمه الله دئ؛ همداسي مولانا مودودي، اقبال او ورته ځیني نور مشران... ځیني اوس هم ژوندي دي چي دا ستر خطر ئې درک کړی؛ خو عیار دښمن د امت له ځوان څخه عقل تښتولی؛ له ځینو ئې په ظاهري ښکلاگانو او مادیاتو او له ځینو بیا د حق په افراطي تعبیر ...

له سطحي فرقه اي اختلافاتو که لږ لوړ غور وکړو؛ وبه گورو چي دغو اتلانو غرب او د هغوی تمدن هغه وخت په نښه کړ او هغه ئې هغه وخت تر نقد لاندي راوستی چي نړۍ د دې تمدن غېږي ته د ځان غورځولو په حالت کي وه؛ د دې مفسد تمدن پر ظاهري ښکلا د ډېرو سترگي وځلېدې او ترې متأثر سول؛ د ځینو چي کله سترگي پرانیستل سوې؛ وخت ترې تېر وو.

نن نړۍ ولیدله چي د غرب د اصطلاحاتو/شعارونو او عمل تر منځ څومره ستر خلیج حائل دئ؛ دوی په څرگنده وویل موږ قوانین یوازي د نورو د محکوم کولو په موخه جوړ کړيدي نه د نړئوال قانون د منصفانه نفاذ په هدف. د ۷-اکټوبر غلبېل دا هر څه لا روښانه کړل؛ د الجزیرې، د عدالت د نړئوالي محکمې او نورو سیاسي، حقوقي او اقتصادي فورمونو په ارتباط د دوی څرگندوني د دې ناقص تمدن پر اخلاقي زوال وروستۍ ضربه ده.

جالبه نه ده؟!
دوی د شرق ټول مفسدین غرب ته ور غواړی او هلته ئې ژوند او شتمنۍ تضمین کوي؛ د شرق مزدور کاره خلک غرب ته د سر په قیمت په مزدوریو پسې ځي خو دوی له غرب څخه شرق ته خائن، نالوستي او مفسد واکمنان، دیکتاتوران او سیاسیون له پوره ملاتړ وروسته د لوټمار لپاره را استوي...
#شاهین

We recommend to visit

کانال فیلم

Last updated 1 year, 2 months ago

‌( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد ) ‌

‌آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار‌ ‌‌ ‌

‌‌??? : @mobsec_ads

??? : @sudosup_bot

Last updated 1 month, 1 week ago

رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»

News & media website

تازه‌ترین اخبار ایران و جهان

ارتباط با ما :
@pezhvakads

اینستاگرام ?
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==

Last updated 2 months ago