لینک دسترسی به اول کانال
https://t.me/all_englishstories/57
نظر
@Ali_Bahador_S
@S_ali_Bahador
Last updated 1 month, 1 week ago
Last updated 2 weeks ago
Hi : @Durov
This channel does not go against the law
And has no pornographic and rough posts please paY attention .
Our official channel with pride : @Telegram
No Spam
No Pornographi
iD : J3u3J.T.me I J4u4J.T.me I Vaanat.T.me
lnstagram : t3a3t
Last updated 1 month, 2 weeks ago
ـــــــــــــــــ غزل
هغه یو ڪس مې ژوند تمام واخیستو
ما په هم هغـــو پسې ګام واخیستو
خدایه هغه یو ښڪلی راڪړی تا وای
خدایه هغه مې له لیلام واخیستو
د جوار ګرو ښار ڪې ورڪه یاره
وایه چې چا چا د سلام واخیستو
شاعري ذوق د بې وسئ نه ده خو
منحوسو خلڪو دِې بیا نام واخیستو
ستا جودایي لڪه بې روحه جِسد
ستا لـــــــه خبرو ما الــهام واخیستو
بیـداره حِرس مو پښتانه ڪړ برباد
هر چـــا په ګټه پښتون کام واخیستو
ــــــــــــــــ 1403/1/14
خپله جونګړه کندهاری
ـــــــــــ غزل لږ شوخي هم معاف
زما غمونه نارینه دي اندېښنې ښځې دي
دا پتنګان یې ښه میړونه دي ډېوې ښځې دي
زه عادت شوی یم په لاس باندې خبرې کوم
صاحبه زه لیونی نه یم زما دوې🤞🏻 ښځې دي
د تا نظر هم لکه وږی سپی ظاهر ته ګوري
مَړَه کالي یې لږ د پیغلو دي پخې ښځې دي
ماته دا څو ورځې راځي او اخطارونه راکړي
ماته خندا راځي د تاسې د کوڅې ښځې دي
زه مې د خپل وجود هر څه له چا کم نه بولمه
زما د ږیرې په وېښتانو پسې مړې ښځې دي
زه یې ښې نه بولمه راشي به ګناه مو بوخت کړي
که ته دا وایې چې نه ښې دي نو بیا ښې ښځې دي
په دې ټولنه کې د خوار غریب په وس کې نشته
په دې ټولنه کې بل هېڅ نه دي پیسې ښځې دي
سهار به ستا په مخ کې ژاړي ماښام بل ته ورځي
بیـدار وردګ يار د دغه زمانې ښځې دي
ش بیـدار وردګ
ـــــــــــــــ غزل
نه په ملا نه په تعویذ او نه په دم روغیږم
زما غم زیات دئ زه چې وژاړم هم روغیږم
زه که روغیږم په دوا درملو نه روغیږم
زه چې روغیږم په آواز مې د صنم روغیږم
تته تیاره زړه مې په اندیښنو کې ګیر دئ
زړه هلته ښه غواړه چې ختم شي تور تم روغیږم
نه به ویصال راته څوک راوړی نه زیری د چا
که چا ویصال پر ما پیرزو کړ نو به زم روغیږم
خلک روغیږي په دوا او تعویذو د ملا
که یار زما تپوس ته راغلو پوشه سم روغیږم
بیـداره دومره اندیښمن چې هغه پاتې شي
که هغه شپه وکړه سبا وایي نه ځم روغیږم
ــــــــــــــــــــــــ1403/1/7
خپله جونګړه کندهار
ــــــــــــــ غزل
ته ما سره یې زه نه یم خبر
دا چې خپه یې زه نه یم خبر
راشه یو څه درته واورم زه
ســـم دم نشه یې زه نه یم خبر
ستومانه ته یې زه ډیر خپه شوم
ته په ګــیله یې زه نه یم خبر
زه یم له خاورو جوړ غرور نه کوم
ته بیا ساده یې زه نه یم خبر
ورځ کې ګناوې کوي شپه کې ګوره
پروت په سجده یې زه نه یم خبر
بیـدار وردګ خدایه بښنه غواړم
پوه په هر څه یې زه نه یم خبر
ــــــــــــــــ 1403/1/7
خپله جونګړه کندهار
روژه او مسافری او غزل
ماشق په کور عاشق بهر به روژه څنګه نیسي
په بل وطن کي مــسافر به روژه څنګه نیسي
سلګو نـــیولی وي دیار تصویر ته ګوري ژاړي
مین سلګۍ وهـــي دلبر به روژه څنګـه نیسي
له کوره لري بــل وطن ته لـه وطــــنه تللـــــي
هغــه په زړه فرهر فرهر به روژه څنګه نیسي
چي یو ساعــت د یار بې دیده تیرولی نشـــي
هغـه لــــــه یاره مـــــرور به روژه څنګه نیسي
ښکلو ته ګوري توري سـترګي اننګي خوښوي
بیــداره ګــوره دا لـوفــر به روژه څنګه نیسي
ـــــــــــــــ 1403/1/5
کندهار
ــــــــــــــــ غزل
زه مست نه یم یارانو زه یو څه راټولوم
لګیا یم له بې ننګو خلکو زړه راټولوم
ټړلی شیطانان دی مبارڪه میاشت روژه ده
دا زړه لیونی نور په یوه سجده راټولوم
بلا قدرونه ښخ دی زموږ په هدیره کې
د کور نه نا ارام زړه په هدیره راټولوم
وفا په چا کې نشته ورته تمه د سپي بولم
زما ټولې خبرې صرف په دغه راټولوم
له ځان مې کرکه وشي چې هیڅوک نه لرم زه
خپل مړه جسد ته څوک به نو زه راټولوم
شفیقه په تصویر دی یو چا دومره ژړلی
ستا مات تصویر ته ژاړی وایي ده راټولوم
ـــــــــــــــــــــــــ1403/1/5
خپله جونګړه کندهار
ـــــــــــــــ غزل
سترګو نه اوښکې او له زړه نه مې لمبې ووتې
سوې نارې چیغې بغارې مې له خولې ووتې
نور راته مکوه ژړا زړه مې د ټینګې نه دی
په خوله او زړه مې یار پسې څه بدې ښیرې ووتې
د توپک ټک قسم په خدای پرې ښه بولمه
نن ډک بازار ته چې سرتورې پښتنې ووتې
موږ پښتانه یو ورور د ورور بیرغ ته نه ودریګي
په یو او بل نوم کور په کور مو جنازې ووتې
ما ورته ویل چې سبا درځم نور میاشت ختمیږي
هغه ویل زړه دې خبر ته مو خـــــولې ووتې
نن راته مور ویل بیــداره نور دې نه بښم زه
که نور بیځایه او ناوخته بیا د شپې ووتې
ـــــــــــــــ 1403/1/2
خپله جونګړه کندهار
ــــــــــــــــــــ غزل
سترګې مې خلاصې وې او بل باران دی
سخت په خوشحال یم رادیو ویل کابل باران دی
د ژوند په ټولو رنګینو کې مو رنګ بیا موند
څوک راسره ده او په زړه مې مکمل باران دی
ګرانې شاجو ته یو نیږدې موټر مو بیا خراب شو
سخته یخني موټر خراب او په زابل باران دی
ستا له وجود نه دڅک څک خولو زه مشک جوړوم
چې لږ خولې شې ستا دتن خولې یو بل باران دی
او په نرګیسي سترګو بیــدار ته اشارې مکوه
زړه به ترې ته یوسې تهمت به وي دا غل باران دی
ــــــــــــــــــ 1403/1/1
خپله جونګړه کندهار خ
ـــــــــــــ غزل
ولا جالیبه به مې د هر مرض سبب ته یې
زړه مې په تاباندې روغیږي بس عجب ته یې
مخ دې زه نه لولوم په سترګو کې کتاب خبرې
اوس بل چیرې تلی نشم لنډ وایم مکتب ته یې
د لیونو په خوله دې مینې سودا چا ونڪړه
د لیونو په ژبه پو چې یې هغه رب ته یې
په ښه غزل چې مې شي فِکر نو بیا بیا یې لولم
ځان سره وایمه د ښـــــــه فِکر ادب ته یې
ځان به په تاپسې په کوم سیند کړم لاهو بیـداره
د عشق دریاب ته یې سیند ته یې کب ته یې
ــــــــــــــــ 1402/12/25
خپله جونګړه کندهار
هغه دوه نعتونه دالحاج مولوي آغاصاحب مبارک درته نشرسو
چي وايي
زم به جهنم ته که ګناوي دي راتول کړلي
اوبل چي وایی
تیره دنیا پرماوتاسه شو آدم
کینه یودم دخدای له پاره صبح دم 👇🏻👆🏻
لینک دسترسی به اول کانال
https://t.me/all_englishstories/57
نظر
@Ali_Bahador_S
@S_ali_Bahador
Last updated 1 month, 1 week ago
Last updated 2 weeks ago
Hi : @Durov
This channel does not go against the law
And has no pornographic and rough posts please paY attention .
Our official channel with pride : @Telegram
No Spam
No Pornographi
iD : J3u3J.T.me I J4u4J.T.me I Vaanat.T.me
lnstagram : t3a3t
Last updated 1 month, 2 weeks ago