شـاعر شفیق بیدار

Description
اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ‎

زمونږ رسمي چینل لینګ ☟

https://t.me/Baidar8


زموږ شخصي رابیطه☟
https://t.me/baiadar
We recommend to visit

ایدی ادمین @bitcoineradmin

جهت رزرو تبلیغات : @Bours9

Last updated 1 month, 4 weeks ago

لینک دسترسی به اول کانال
https://t.me/all_englishstories/57

نظر
@Ali_Bahador_S
@S_ali_Bahador

Last updated 1 year ago

2 months, 1 week ago

دا چې نن شپه د شعبان 15 لسمه ده
د انسان ټول ښه او بد بښل کیږي
نو ما که ستاسې په حق کې غیبت یا بده رده وي
د زړه له اخلاصه راته بښنه وکړه او دخالق نه مغفرت راته
وغواړه
ګرانه محترمه وروره هیڅ انسان پوره نه دی
نو ما هم دهغه کمو په لیست کې راوله
ځکه نن شپه زموږ ټولو عمال خدای ج ته ورځي
ستاسې ورور عاجز بنده بیـدار وردگ

2 months, 2 weeks ago

پخلا کیدو ته دې کمسلو مو جرګې کړې دی
مــــــوږ په یارانو په سلهاو تجربې کړې دی

زما د قتل هیڅوک مجرم مه بولئ خو
ما د خپل قتل په سل واره ارادې کړې دی

د چا په خوښه مو تر اوسه شعر لیکلی نه دئ
غزل مو خپله په خپل خوښه لاس او پښې کړې دی

موږ چې دچا نه خوښیدو هغه مو پوښتنه کوي
د ادب مېنې موږ ته څومره ښې جامې کړې دی

د چا چې بد یې سم هغه راته ښیراوې کړێ
بیـدار په مرګ یې هم پسې چیغې او نارې کړې دی

ــــــــــــــــ 1403/11/12
خپله جونګړه کندهار

2 months, 2 weeks ago

ـــــــــــ غزل

خود به ژاړي چې آزار یې دې ادې اخستی دئ
دې خوشی سیز یې پورې هدیرې اخستی دئ

یو څوک په مړه وجود د آزادۍ نارې وهي
وجود کې یې یو اور له عقیدې اخستی دئ

په هر چا د مسلم ګومان نور مکوه لالیه
ستا مرګ ته یې کار له ګوډې پښې اخستی دئ

ته ما وبښې ربه زه عاجز درته دا سوال کړم
ګناه په ګناه ژوند پل راپسې اخستی دئ

دا څوک دئ چې زما مرګ ته دومره خوشحالیږي
دا څوک دئ چې دومره لوی جزبې اخستی دئ

چې وروڼه مې څلور وای هیڅ حاجت به چا ته نه وو
بیـدار دې جنـــازې کـــــــټ نن هغې اخستی دئ

ــــــــــــــــ 1403/10/28
خپله جونګړه کندهار

5 months, 2 weeks ago

غزل

په زندګۍ مې اعتبار نشته بې اعتباره ښه ده
زره زره ښه ده باد باد لکه هینداره ښه ده

شاعري څه ده هسې خوشي د چا زړه سپکوي
شاعري واجب نه ده خو هسې یې تګ لاره ښه ده

ماښام چې کله مې زړه ډک شي نو غزل ووایم
ټپه او غــــزله دې زخمي زړګي لپاره ښه ده

ښه ده چې لنګه نه شي بیا دې بدبختیو مورکۍ
هم داسې باره ښه ده هم داسې اومیندواره ښه ده

زه چې مئین وم نو ډیر ورسته ما هغه وبایله
ماویل که زما نشوه بیا چې شي مراداره ښه ده

څه ناخبره زه د خپل کلي نه وزم په خدای
چې څوک خبر نشي همدا خبر بیــداره ښه ده

ــــــــــــــــ1403/8/11
خپله جونګړه کندهار

5 months, 2 weeks ago

غزل

څومره ویر ماتم په زندګۍ کوم روان یم
فکر مې دخپلې بیوسۍ کوم روان یم

خپله؟ ځانه تاته ملامت یم نور مې وس نشته
وخت تاته هم زه سوال زارۍ کوم روان یم

څه څه مې د وسه چې کیدل درته ډالۍ مې کړ
غمه اوس مې غم د مجبورۍ کوم روان یم

اې د وخت یزیده تا چې زه او جانان بیل کړلو
اوس هم د اشنا په تګ سلکۍ کوم روان یم

مورې چې لمانځه کې له دعا درنه زه هیر نشم
هر غزل کې ذکر دمورکۍ کوم روان یم

هغه ویل بیـداره مسافري دې پوره شوې ده
ماویل چې غم ستا د نتکۍ کوم روان یم

ــــــــــــــــــ1403/8/13
خپله جونګړه کندهار

5 months, 3 weeks ago

ما د ګلاب په ځای ایښی درته زړه ډالۍ ده
ته یې په نورو خلکو مه ګرزوه ښه ډالۍ ده

زموږ د ژوند غوټې دې نه خلاصوي نورو ته اوس
ګناء به وکړي ګناهګارو ته دغه ډالۍ ده

ژوند په تکلیپ او سنجونه باندې مخته درومي
په ژوند کې خوښه ده الله ج ستا توبه ډالۍ ده

ش ب

7 months, 3 weeks ago

ــــــــــــ غزل

د عُمر کم یمه  زما سره نشه ښه نه ده
چې په نشو یې ورکوم ته دې عُمرهَ ښه نه ده

د یار جبین داسې بې نیازه ستایل
احساس مې شته خو مګر ده ښه نه ده

عقل مې ویښ په لیونتوب کړم ګوره
که ته هم ما غوندې شوې بیه ښه نه ده

دستا دې عشق داستان به سر ته رسی
تاسې ته سم موږ ته دغه ښه نه ده

سړی د عشق سم سوداګر جوړوي
په عشق کې کم زیات تجربه ښه نه ده

یو جام په سر واړوي بل په دیوال چپه کړي
بیدار خو وایي خوشي شی ده نشه ښه نه ده

ــــــــــــــــــ 1403/5/31
کندهار

8 months, 1 week ago

فــــــــــــــــــ غزل

ستا دې سترګو په کتو کې نشه
زموږ خو هسې هم وه زړو کې نشه

یاره بلا قیمت دې کړ حُسن پیدا
وه وه د لمر په پریو وتو کې نشه

حسرت دې سر وخوري زموږ نه دی پکار
وه تاج محل غوندې ځایو کې نشه

موسم خراب یاره سیلاب رانشي
موږ هلاله بولو په نشو کې نشه

له مرګ پس خوږ شي چې تنها شي انسان
کوو په ویښه نشه کو خوبو کې نشه

داسې منکر ښه نه یم داسې باغي بیـداره
کوو له یاره سره تورو قمرو کې نشه

ــــــــــــــ 1403/5/23
خپله جونګړه وردګ

8 months, 1 week ago

ـــــــــــ غزل

زه ګناهګار یم دګناء لُورته تسپې اړوم
ژوند چیرې ژوند دئ هسې شپې اړوم

ته بلد یې چې ګنا وکړې بیا وکړې توبه
زه نا بلد یم چې په ځان دومره توبې اړوم

ورخطا کیږه مه چې ووینې زما جنازه
بې قدره خلک لږ په دسې حادیثې اړوم

لالیه وخانده خندا روغتیا ته ګټه لري
په ژړا نه ارځې غم مې په کیسې اړوم

په ژوند د هر چا قدر کړل لري بیله معَنا
په مړه جسد یې خاورې هم بیله هغې اړوم

بیـداره یو ځلې مئین شه او بیا مینه وکړه
بې عقل نه یم چې بیا ځان په لانجې اړوم

ــــــــــــــــــ 1403/5/7
خپله جونګړه وردګ

10 months, 2 weeks ago

ـــــــــــــــــ غزل
بې ننګ سړی مغرور سړی د سړي نه خپلیږي
خپل خو بس خپل دی خو پردی د سړي نه خپلیږي

شیخه ته شیخ ښه یې خو دا به راسه هم منې
که څوک خپل و نګړی خدای د سړي نه خپلیږي

د یوې ګولې ډوډۍ له پاره درته مخته راځي
که هر څو وساتې هم سپی د سړي نه خپلیږي

زما یاران لکه سیکریټ هر څو چې کش ورکوې
لڪه دې ډک سګریټ لوګی د سړي نه خپلیږي

نن زمانه کې دځان ښه غواړه هیڅ مه وایه نو
خپل غنم رنګ او ګلالی د سړي نه خپلیږي

بیـداره هغې لا پرون دستا په باب وویل
ټول به مې خپل شي یو دی د سړي نه خپلیږي

ــــــــــــــــ خپله جونګړه کندهار؟

We recommend to visit

ایدی ادمین @bitcoineradmin

جهت رزرو تبلیغات : @Bours9

Last updated 1 month, 4 weeks ago

لینک دسترسی به اول کانال
https://t.me/all_englishstories/57

نظر
@Ali_Bahador_S
@S_ali_Bahador

Last updated 1 year ago