Dive into the Ultimate Free Library: Your One-Stop Hub for Entertainment!

د معلوماتو سمندر

Description
اسلامي معلوماتو لنډو کیسو او په زړه پورې ویډیو یي کلېپونو ټولګه.

زموږ يوټيوب چينل 👇
https://www.youtube.com/@Malomat.Samandar
@MaloMat_SaMaNdaR
https://t.me/joinchat/AAAAAFGUzCuH-Tk7D7wulA
Advertising
We recommend to visit

مرحبًا وحُبًا بكم في عالمنا .

Last updated 7 months, 3 weeks ago

{بَغداد لا أهوىٰ سواكِ مَدينةٌ}

• تمويل / @alim761

افتحوا الكتم ، القناة مابيها اعلانات⚜️.

Last updated 1 month, 2 weeks ago

يـ بايگني لهـلي ردني .. !
لـ طلب التمويل : @ √

Last updated 1 month, 1 week ago

1 month, 4 weeks ago

ما ته بخشش اوکره ته به سوچ کوی چی ما ولی ستا نه بخشش طلب کرو دا ځکه چی د رمضان دویمه عشره شروع ده او دا دويمه عشره د مغفرت وي او نبي عليه السلام فرمائي چی لعنت دي وي په هغه بنده چې د رمضان میاشت پری راشي او ختم شي او دده مغفرت پکی اونشي نو الله تعالی خو هره ګناه معاف كوي خو شرک او غیبت نه معاف کوي نو که چیري ما ستا غيبت كړي وي یا می درته سه تکلیف دركري وي نو ما معاف کره

🤲🤲🤲🤲🤲

2 months ago

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
موضوع: ((دتوبې طریقه))
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اوس دا چې دتوبې طریقه څه ده؟

نو توبه صرف دیته نه وایي چې انسان تش په خُوله باندې وایي:چې توبه توبه.بلکه دتوبې خپله طریقه ده چې علماو بیان کڔې ده:

دامام قرطبی رحمه الله تحقیق:امام قرطبی رحمه الله په خپل تفسیر کې ددې پوره تشریح کڔې،چې حقوق په دوه قسمه دي؛

(۱)-حقوق الله (۲)حقوق العباد:نو که انسان حقوق الله ضائع کڔې وي نو ددینه توبه داده: چې انسان دری(۳)کارونه وکڔي:

(۱)-په ژبه باندې استغفار ووایي.(۲)-په زڔه کې په کڔې ګناه پښیمانه شي.(۳)-او په آئنده کې ددې ګناه دنه کولو پخه اراده وکڔي:

که په دې طریقه یې توبه اوویسته نو دځای نه د پاڅیدو نه مخکی به ورته الله جل جلاله ټول ګناهونه معاف کڔي.

البته که فرائض(لکه مونځ روژه،زکوة وغیره) یا واجبات ورنه پاتي شوي وي نو دهغي به قضاء هم راوڔی نو بیا به یې توبه قبلیږی.

او که انسان حقوق العباد ضائع کڔي وي (لکه دیو مسلمان مال یې په نا جائزې طریقې سره خوڔلې وي یا یې د هغه بې عزتې کڔي وي)نو ددې سره بیا یوه بله خبره هم ضروري ده:

چې مسلمان ته خپل حق واپس کڔي یا د هغه نه معافي اوغواري نو بیا به یې توبه قبلیږي.

او که یو بل مسلمان یې وژلې وي،نو که دمقتول وارثانو دې معاف کڔو خو دیره ښه ده،دې به صرف استغفار وایې او په آئنده کې به دبیا نه کولو پخه اراده وکڔي.

او که هغوی دقصاص مطالبه کوله.نو ځان به هغوی ته دقصاص اخیستو دپاره حواله کوي او که په یو پاکدامنه مسلمانه زَنانه یې دزنا تهمت لږولې ؤ او هغوی معاف نه کڔو بلکه دحد قذف مطالبه یې کوله نو ځان به دورو وهلو ته هم حواله کوي
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
خلاصه
عزتمندو مسلمانانو! انسان عاجزه او کمزورې دی،معصوم خو صرف انبیاء کرام دي نور انسانان خو معصوم نه دي.نو که د بشریت په تقاضائې،دشیطان وسوسو او دنفسي خواهشاتو دغلبې په وجه ورنه ګناه وشي نو ده ته پکار دي چې دې په وخت ورنه توبه اوباسي او په همدې کې دانسانانو کامیابې هم ده

(نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمائي:دهر انسان نه ګناه کیږي خو بهترین په دوی کې هغه دي چې توبه اوباسي)رواه الترمذی

الله رب العزت دې مونږ ته دصحیح توبې ویستلو توفیق راکڔي او بیادې راته په دې توبه باندې داستقامت توفیق هم را نصیب کڔی آمین یا رب العالمین
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اصلاحی مدلل تقریرونه (جلد۱)صحفه۱۰نه تر۵۰پوری

2 months ago

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
موضوع:((دتوبې فضائل او فوائد))
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په قرآن کریم او احادیثو مبارکه ؤ کې دتوبې دیر زیات فضیلتونه راغلي دي خو زه به درته صرف یو څو فضیلتونه بیان کڔم

په توبې سره دانسان مخکینی ټول ګناهونه معاف کیږی:الله رب العزت فرمایی:

( وَهُوَ الَّذِي يَقْبَلُ التَّوْبَةَ عَنْ عِبَادِهِ وَيَعْفُو عَنِ السَّيِّئَاتِ)[الشوری۲۵]

”الله هغه ذات دی چې قبلوي توبه دخپلو بندګانو او ګناهونه ورته معاف کوی“

نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمائي:دګناه نه توبه کوونکی داسې دی لکه دسره یې چې ګناه نوي کړي.رواه ابن ماجه

((دتوبې مختصر(۴)فوائد))
(۱)-په ریښتنی توبې سره دانسان ټول ګناهونه معاف کیږی.رواه ابن ماجه.
(۲)-توبه کوونکې سره الله جل جلاله محبت کوی.[سورة الحجر ۵۹]
(۳)-په توبې سره الله جل جلاله دیر خوشحالیږی.رواه بخاری ومسلم.
(۴)-توبه دانسان دفلاح او کامیابۍ ذریعه ده.[النور آیت۳۱]
(۵)-انسان ته ښکلې ژوند د دنیا نعمتونه نصیبه کیږی.[هود آیت۳]
(۶)-دانسان زره دګناه دخیري نه صفا کیږي.رواه الترمذی.

((بار بار توبه ویستونکې مُصِر ندی))

پاتې شوه دا خبره چې الله رب العزت فرمائي

:(وَلَمْ یُصِرُّ عَلَی مَا فَعَلُوْ یَعْلَمُوْنَ)

[ال عمران۱۳۵] الله جل جلاله دانسانانو ګناهونه بخښي خو چې دوی په خپلو ګناهونو باندې اِصرار(تینګوالي)نکوي
(یعنی بار بار یې نه کوي).

دعلامه آلوسي رحمه الله تحقیق ددې آیت په تفسیر کې علامه آلوسي رحمه الله په خپل تفسیر (روح المعاني)کې لیکلي چې اِصرار دیته وایي:(په یو قبیح (او دګناه په)کار سڔې همیش والې کوي خو استغفار هم نه وایي او توبه هم نه اوباسي،نودیته اِصرار ویلي شي.
او که چیرته دیوی ګناه کولو نه پس یې استغفار وویل،په زره کې په تیره ګناه پښیمانه شو او آئنده کې یې دا پخه اراده وکره چې بیا به یې نه کوم نو الله جل جلاله به ورته دا ګناه معاف کڔی،اوس که بیا ورنه دا ګناه اوشوه او بیا یې هم همدغه شان توبه اوویسته نو الله جل جلاله به دوبار ورته ګناه معاف کڔي اګر چې دورځی اویا(۷۰) پیرې ګناه وکڔي او توبه اوباسي.او همدا دحدیث مطلب دی چې(هغه کس همیش والې په ګناه ندې کڔې چې بخښنه یې غوښتې وي اګر چې دورځې اویا(۷۰) پیرې یې دا ګناه کري وي او بیا توبه یي ورنه ویستي وي.

((دملا علي قاري رحمه الله تحقیق))
هم په مرقاة شرح دمشکوة کې فرمائي:
څوک چې دګناه نه روسته استغفار ووایي (په اخلاص توبه اوباسي)نو دا سڔی اِصرار کونکې ندې.

وعید.البته که یو سرې تَش په خُله استغفار وایي او په زره کې په تیره ګناه پښیمانه نه وي او آئنده یي دا اراده هم نه وي چې ګنی بیا به یې نه کوم او تش دخُولې توبه اوباسي او بار بار ګناه کوي نو د داسې کس باره کې سخت وعیدونه هم راغلی دي- نبی علیه السلام فرمایي:(کوم سرې چې په خُولی خو دګناه نه استغفار غواري حالانکه په ګناه باندې قائم وي،دپریښودلو اراده یې هم نه وي خو دي دخپل رب پورې خندا کوونکې دی.اصلاحی مُدلل تقریرونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

2 months ago

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
نوټ روژی په خاطر می دوباره نشر کره ترڅو مونږ ټول اللّٰه جل جلاله ته رجوع وکرو
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
موضوع:((دتوبې تعریف دتوبی حکم.))
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
((دتوبې تعریف))

اوس توبه څه ته وایي؟نو توبه لغت کې «رجوع»راګرځیدل او واپس کیدلو ته وایي، یعنی دګناهونونه ګرځیدل او منع کیدل.

دقران و سنت په اصطلاح کې توبه دیته وایي چې انسان په ژبه استغفار ووایي په تیرو ګناهونو باندی پښیمانه شي،او په آینده کې ددی ګناه د نه کولو پخه اراده وکڔي.

(۱)-دعلامه قرطبی رحمه الله تحقیق:علامه قرطبی رحمه په خپل تفسیر{تفسیر قرطبی} کې د آیت

{{ إِنَّمَا التَّوْبَةُ عَلَى اللهِ لِلَّذِينَ يَعْمَلُونَ السُّوءَ بِجَهَالَةٍ }}[النساء۱۷]په تفسیر کې لیکي:چې کله څلور شرائط موجود شي نو الله جل جلاله د هغه انسان توبه قبلوي:

(۱)-په زره کې په تیره ګناه پښیمانه کیدل. (۲)-ګناه فی الحال پریښودل.(۳)-او دا پخه اراده چې بیا به یي نه کوي(۴)-او دا ګناه پریښودل به دالله نه دحیاء په وجه وي،دبل څه غرض په وجه به نه وي،

بعضو علماو ورسره دا هم زیاتي کرې چې په ژبه باندې به استغفار هم وایي.

(۲)دعلامه تقی عثمانی دامت برکاتهم العالیة تحقیق :علامه محمد تقی په تکمله دفتح الملهم کې دتوبې تعریف داسې کوي: دګناه پریښودل،په کڔئ ګناه پښیمانه کیدل،دبیا نه کولو پخه اراده کول،چې په ظلم دچانه څه شي اخیستل شوي وي هغه ورته واپس کول،یاٰ ورنه د هغې معافي غوښتل،او کوم فرائض او واجبات یې چې ضائع کڔی وي هغه اداء کول.

{{دتوبې حکم}}

دامام قرطبی رحمه الله وینا:دهر انسان دپاره دګناهونونه توبه ویستل ضروري ده بلکه علامه قرطبی رحمه الله خو تر دی لیکلی دي چې(اَیمه ؤ په دي باندې اتفاق کڔې چې په مومنانو باندې (دګناهونو نه) توبه ویستل فرض دي او دلیل یې دقرآن مجید دا آیتِ مبارکه پیش کڔې چی الله رب العزت فرمایي:

(وَتُوبُوا إِلَى اللهِ جَمِيعًا أَيُّهَا الْـمُؤْمِنُونَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ )[النور۳۱]او تاسو ټول الله ته توبه وباسۍ،اې مؤمنانو،دپاره د دې چې تاسو کامیاب شی.

امام نووي رحمه الله وینا:امام نووي رحمه الله په خپل کتاب (ریاض الصالحین) کې دا خبره واضح کڔې چی دهرې ګناه نه توبه ویستل فرض دی.اصلاحی مُدلل تقریرونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
نور بیا إِنْ شَاءَاللهُ

2 months ago

37 **: جنت ښايسته کېږي روژې ته د کال د اول څخه د کال تر اخره پورې . نو کله چې د روژې اوله ورځ شي نو يو ښايسته هوا راوالوځي او د عرش څخه لاندې د جنت په پاڼو د جنت په ښايسته حورو باندې او د ا حورې وائي : چې اى ربه ! وګرځوه موږ ته د جنت والاو څخه داسې خاندان چې زموږ سترګې ورباندې يخې شي او د هغوى سترګې په موږ يخې شي . د بهقي څخه دا روايت نقل شوى دى . ( مشکوة ١٧٤ ) .

38 : په روژه کې سحور ( پيشمنى ) راځي او په دې کې برکت وي . ( مشکوة ١٧٥ ) .

39 : روژه منع کوي نفس د غوښتنو څخه چې نور عباداتو کې دومره قوت نشته دى .
قرطبي – ٢٠٩ – ٢ .

40 : روژه د الله تعالى او بنده تر منځ يو راز دى . چې دا راز بل چا ته نه ښکاري . د الله تعالى څخه پرته نورو ته او نور عبادت خو ښکاره وي .
قرطبي – ٢٠٩ – ٢ .

41 : رسول الله ﷺ فرمائلي دي : هر انسان چې روژه ونيسي يوه ورځ د الله تعالى د رضا لپاره او په دې سره يې خاتمه وشي . نو دا به جنت ته داخل شي . رواه احمد الترغيب والترهيب ١٤١٠ مخ وصححه الباني .

42 : رسول الله ﷺ ابو امامة ( رض ) ته چې لازمه ده په تا باندې روژه نيول . ځکه ددې برابر نشته دى په اجر عباداتو او عمل کې . نو ابو امامة ته رسول الله ﷺ بيا دا عمل وفرمائيلو . رواه النسائي و صححه الباني . ١٤١١مخ .

43 : ابو سعيد خدري ( رض ) فرمائلي دي : چې رسول الله ﷺ وفرمائيل : هغه انسان چې روژه ونيسي د الله تعالى په لاره کې نو الله تعالى به دده مخ او ذات په دې ورځې د روژې سره د دوزخ د اور څخه اويا کاله لرې کړي . متفق عليه .

44 : رسول الله ﷺ فرمايلي دي هر هغه انسان چې روژه ونيسي د الله په لاره کې نو د دوزخ اور به ترې د سلو کلنو په مزل لرې وي . الترغيب والترهيب و صححه الباني .

45 : رسول الله ﷺ فرمائيلي دي هر هغه تن چې روژه ونيسي د الله تعالى په لاره کې نو الله تعالى به دده او اور تر منځ يوه کنده او لريوالى وګرځوي . لکه د ځمکې او آسمان تر منځ . الترغيب والترهيب و صححه الباني .

46 : رسول الله ﷺ فرمائیلی دي چې پنځه لمونځونه او يوه جمعه تر بلې جمعې پورې او روژه تر بلې روژې مياشت پورې دا ګناهونه ختموونکى دى هغه څه لپاره چې ددې تر منځ دى . کله چې دا د غټو کناهونو څخه ځان ساتي . رواه مسلم الترغيب والترهيب و صححه الباني ١٤٢٦ .

47 : رسول الله ﷺ فرمائيلې دي چې ماته جبرائيل ( ع ) راغئ د الله تعالى له لورې او وو یی وئیل چا چې د روژې مياشت وموندله . او ده ته بښنه ونه شوه . او د دوزخ اور ته داخل شو نو الله تعالى دې لرې کړي . نو ته پرې آمين وويلو . ( روژه نه نونکي ته رسول الله ﷺ او جبرائيل (ع) خبره کړې ده . الترغيب والترهيب و صححه الباني ١٤٤٢ .

48 : رسول الله ﷺ فرنمائلي دي چې د الله تعالى لپاره په هر روژه ماتي کې د اور او دوزخ څخه خلاصيدونکي شته دى . ( نو روژى سره انسان د دوزخ نه خلاصېږي . الترغيب والترهيب و صححه الباني١٤٤٢ .

49 : رسول الله ﷺ فرمايلي دي چې د روژې په شپه او ورځ کې انسان الله تعالى د دوزخ څخه بچ کوي . او د مسلمانانو دعا قبلوي . الترغيب والترهيب و صححه الباني. ١٤٤٢ .

50 : رسول الله ﷺ يو صحابي ته وويل : چې ته شاهدي د ايمان ، توحيد او رسالت د رسول الله ﷺ ورکړې او پنځه وخته لمونځونه کوي او زکات ورکوي . د روژې روژه نيسي او د شپې د رمضان عبادت کوئ . نو ته د رښتينو شهيدانو څخه يې . الترغيب والترهيب و صححه الباني. ١٤٥٠.مخ .**

عمومي کتابتون د سره خپور کړئ

@ketabton

2 months ago

** د روژې نيولو 50 ګټې !

روژه نيول په مسلمان فرض ده . الله تعالى فرمائي : ژباړه : اى مومنانو ! فرض شوې ده په تاسو روژه لکه چې په مخکنيو مسلمانانو فرض شوې وه . ددې لپاره چې په تاسې کې تقوا او پرهيز ګاري پيدا شي .

د روژې نيولو پنځوس ګټې :

1 : د روژې په هره شپه کې الله تعالى ځېنې بنده ګان د اور څخه خلاصوي . ( مشکوة ١٧٣ ) .

2 : د روژې په راتللو سره د دوزخ دروازې بندېږي ( مشکوة ١٧٣ ) .

3 : د روژې په مياشت کې د ليلة القدر شپه شتون لري چې د زرو شپو څخه غوره ده .

4 : رسول الله ﷺ فرمائي : چې د انسان د هر نيک عمل په مقابل کې نيکي زياتېږي . د يوې نيکۍ په مقابل کې لسو څخه تر ٧٠٠ ځلو پورې نيکۍ زياتېږي . الله تعالى فرمائي : مګر روژه نيول ځکه چې دا زما لپاره ده او زه په دې سره بدله ورکووم . او خپل شهوت او خواړه زما لا کبله پرېږدي . روژه نيوونکي لپاره دوه خوشحالۍ دي . يو په روژه ماتي کې او بله خوشحالي چې کله د رب تعالى سره لېدنه کېږي . د روژه نيوونکي د خولې خوشبوئي د د مُشکو د خوشبوئي څخه هم الله تعالى ډېره خوښوي . روژه ډال دى د شيطان او ګناهونو لپاره . کله چې انسان روژه وي نو د بې ځايه او ناروا خبرې او شور دې نه کوي . او که څوک ورسره جنګ کوي نو ورته دې ووائي چې زه روژه يم . ( مشکوة ١٧٣ )

5 : روژه په ورځ د الله تعالى سره خبرې کوي . (مشکوة ١٧٣) الترغيب والترهيب بتحقيق الشيخ الباني مخ ١٤٠١ و سنده حسين لغيره .

6 : د روژې اجر د نورو عملونو څخه زيات دى چې د ١٠ څخه تر ٧٠٠ پورې اجرونه ورکوي .

7 : روژه نيوونکي شهوت او خواړه پرېښودل د الله تعالى لپاره وي .

8 : روژه نيوونکي لپاره خوشحالي ده د روژه ماتي په وخت کې .

9 : روژه نيوونکي لپاره خوشحالي د قيامت په ورځ کې د الله تعالى سره لېدنه ده .

10 : د روژ ه نيونکي خوله ښايسته بوي کوي .

11 : د روژ ه نيونکي د خولې خوشبوئي د الله تعالى په وړاندې د مُشکو د خوشبوئي څخه ډېره خوښه ده .

12 : روژه د کناهونو لپاره ډال دى چې انسان پرې بچ کېږي .

13 : روژه د شيطان لپاره ډال دى .

14 : روژه باطلو ته ډال دى .

15 : روژه د دوزخ د اور لپاره ډال دى .

16 : روژې سره انسان د بدو خبرو او شور څخه بچ کېږي .

17 : روژې سره انسان بدو ردو او جنګ څخه بچ کېږي .

18 : روژه نيونکى به جنت ته د باب الريان دروازې څخه ننوځي . ( متفقه عليه ) مکشوة المصابيح ١٧٣ مخ .

19 : د روژې په راتللو سره شيطانانو او پيريان تړل کېږي . ( مشکوة ١٧٣ )

20 : د روژې په راتللو سره د جنت دروازې خلاصېږي . ( مشکوة ١٧٣ )

21 : په روژه کې د الله تعالى له لورې اعلان کوونکي اعلان کوي . چې اى د خير غوښتونکيه ! د خير غوښتنه کوه . او د شر غوښتونکيه ! د شر څخه ځان وساته . ( مشکوة ١٧٣ )

22: په دې سره تقوا لاسته راځي . چې دا يو ډېر ستر نعمت دى . لکه په پورتنې آيت کې يې يادونه شوې ده . بيا پنځه پنځوس ګټې په الفوائد في تزکية القلوب ج ١ مخ ١٦٤ څخه تر ٢٥٥ پورې ( الحديث ) .

23: د روژې مياشت د برکت او د خير مياشت ده . چې انسان ته په روژه نيولو حاصلېږي . ( مشکوة ١٧٣ ) .

24 : روژه د مسلمانانو لپاره سفارش کوي چې الله تعالى دا بنده وبښه . ( مشکوة ١٧٣ ) .

25: رسوالله ﷺ فرمائي : چې هر هغه انسان چې روژه ونيسي د ايمان د له کبله او د ثواب د غوښتلو له کبله يې مخکني ګناهونه بښل کېږي . ( بخاري ، مشکوة ١٧٣ ) .

26 : روژه د انسان لپاره مِبوطه قلعه ده . الترغيب والترهيب بتحقيق الشيخ الباني مخ ١٤٠١ و سنده حسين لغيره .

27 : د روژې نـسبت الله تعالى ځانته کړى چې دا زما لپاره ده .

28 : روژه کې نفل عبادت الله تعالى په فرضو عبادتو سره قبلوي . ( مشکوة ١٧٣ )

29 : روژه کې فرض عبادات الله تعالى له ٧٠ عباداتو قبلوي . ( مشکوة ١٧٣ )

30 : روژه د صبر مياشت ده . او د صبر ثواب او بدله جنت دى . ( مشکوة ١٧٣ )

31 : روژه د همدردۍ او احساناتو مياشت ده . د فقيرانو مسکينانو ، کونډو ضعيفانو سره . ( مشکوة ١٧٣ ) .

32 : د روژې په مياشت الله تعالى د مؤمن رزق زياتوي . کله په مقدار سره کله په کيفيت او برکاتو سره . ( مشکوة ١٧٣ ) .

33 : روژه ماتى ورکولو سره روژه دار انسان ته ګناهونه بښل کېږي او نفس د اور څخه آذادېږي . او په دې سره د روژه نيونکې په اندازه ثواب دى ( مشکوة ١٧٣ ) .

34 : هر انسان چې روژه دار موړ کړي . الله تعالى دا داسې حوض څخه اوبه ورکړي چې بيا به نه تږى کېږي . تر دې چې جنت ته ننوځي . ( مشکوة ١٧٤ ) .

35 : د روژې مياشت اول يې رحمت منځ يې بښل او آخِر يې د اور څخه خلاصون دى . ( مشکوة ١٧٤ ) .

36 : روژه دار ته په آخِري روژې نيولو سره ګناهونه بښل کېږي لکه مزدور ته چې مزدوري په آخِر کې ورکول کېږي . او دا يوازې د ليلة القدر شپې پورې ځانګړې نه ده .**

2 months, 1 week ago
2 months, 1 week ago

شرعي پوښتنه :👈 د جنابت په حالت کي روژه څه حکم لري؟ 📕

🔹جواب: تعلیم الاسلام دارالافتاء 📚

🔹 تعلیم الاسلام راډيو ارشیف څانګه:🔘

🕌 www.taleemulislam.net
🔹https://t.me/taleemulislam
🕌https://t.me/masturamairman

2 months, 1 week ago

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(کیف یکون تعظیم شهر رمضان)
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
رمضان میاشت دتعظیم صورتونه او طریقي:(۲)برخه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۶)-وختي روژه ماتي كول: روايت كښی راځی: (لَا يَزَالُ النَّاسُ بِخَيْرٍ مَا عَجَّلُوا الْفِطْرَ)، خلک به تر هغه پوري په خير وي تر څو چې په روژه ماتي كولو كښي تادي كوي . (متفق عليه )

په یو بل روايت كښي راځي : (لا يزال الدين ظاهِرًا مَا عَجَلَ النَّاسُ الْفِطْرَ لِأَنَّ الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى يُؤَخِّرُونَ). دا دین به همیشه غالب وي تر څو چې خلک په روژه ماتي کولو کښي تادي كوي،ځکه یهود او نصارا پكښي تاخير كوي.(رواه ابوداود)

په صحیح ابن حبان كښي راځي: (لَا تَزَالُ أُمَّتِي عَلَى سُنَّتِي مَا لَمْ تَنْتَظِرْ بِفِطْرِهَا النُّجُومَ)،زما امت به تر هغه زما په سنت باندي ولاړ وي تر څو چې دوی د روژه ماتي لپاره د ستورو راختلو) پوري انتظار نه كوي. (صححه الألباني).

(۷) پیشنمی کول په دغه میاشت کښي بل بهترین عمل پیشنمی کول دي، ديته په احاديثو كښي ديته مباركه غذا ويل شوي. (پیشنمی کول ټول په ټول برکت دی نو دا مه پریږدئ اگر که د اوبو په یو ګوت(غوړپ) ولي نه وي، په پيشنمي كونكو باندي الله تعالى رحمت کوي او ملائک ورته درحمت دعاګاني کوی(رواه احمد)

(۸)-صدقه ورکول:

په دي مياشت کښي بل بهترین او ډير غوره عمل صدقه ورکول دي، حديث كښي راغلي: عبد الله بن عباس رضى الله عنهما فرمايلي: رسول الله صلى الله عليه وسلم په ټولو خلکو کښي زيات سخي وو، په رمضان كښي چې به کله د هغه سره د جبريل عليه السلام ملاقات كيدو نو رسول الله صلى الله عليه وسلم به (نور هم) ډیر زیات سخاوت كول، د جبريل عليه السلام د ملاقات په وخت کښي خو به د رسول الله صلى الله عليه وسلم سخاوت د تيزي سیلی نه هم زيات وو!!. (رواه البخاري في صحيحه). مخکښي په بل چا باندي د روژه ماتي کولو فضیلت هم ذکر شو، نو د هغه روايت نه هم په رمضان كښي د صدقي كولو فضيلت معلوميږي. .

حافظ ابن رجب د ابن مریم په حواله دخپلو استاذانو او شیوخو نه نقل کڔی چی(كله چې رمضان راشي نو پدي کښي په صدقه ورکولو کښي نوره هم پراخي او زيادت وکری، ځکه د جهاد په شان پدي کښي هم په صدقه ورکولو باندي ډبل اجر ملاويږي.(الطائف المعارف : (۱۶۹) .

(۹)-په بل چا باندي روژه ماتي خوړل:

(تفطير الصائمين) دا هم په صدقه کښي دا خل دى، ددي د فضیلت متعلق روايت كښي راځي : (مَنْ فطر صَائِمًا كُتِبَ لَهُ مِثْلَ أَجْرِهِ لَا يَنْقُصُ مِنْ أَجْرٍ شيء). چا چې د کوم روژه نیونکی شخص افطاری وکړو نو ده ته به (مستقل) د روژه نیونکی شخص په اندازه ثواب وليکل شي، د روژه نيونکي په ثواب کښي هيڅ کمی نه راځي.(رواه ابن حبان والترمذي وابن ماجه و صححه الألباني.)

(۱۰)-پدي مياشت کښي اعتكاف كول: د اعتكاف كولو متعلق همدومره فضیلت کافی دی چې رسول الله صلى الله عليه وسلم به هر رمضان (آخره عشره کښي کول او بيا به د هغه بيبيانو هم کول په کوم کال چې وفات کيدلو نو په همغه کال ئی شل ورځى اعتكاف وكړو.(متفق علیه)
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۲)- برخه نور بیا
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
شرح اسماءاللّٰه الحسنی جلد دوم صفحه/۳۳۸/

2 months, 1 week ago

هغه څه چې باید ټولې مسلمانې ښځې پرې پوهې شي

ډالی هغو خويندو ته چې غواړي جنتي شي.

@QuranAwSunnatPashto1

We recommend to visit

مرحبًا وحُبًا بكم في عالمنا .

Last updated 7 months, 3 weeks ago

{بَغداد لا أهوىٰ سواكِ مَدينةٌ}

• تمويل / @alim761

افتحوا الكتم ، القناة مابيها اعلانات⚜️.

Last updated 1 month, 2 weeks ago

يـ بايگني لهـلي ردني .. !
لـ طلب التمويل : @ √

Last updated 1 month, 1 week ago