Malomato samandar

Description
اسلامي معلوماتو لنډو کیسو او په زړه پورې ویډیو یي کلېپونو ټولګه.

زموږ يوټيوب چينل ?
https://www.youtube.com/@Malomat.Samandar
@MaloMat_SaMaNdaR
https://t.me/joinchat/AAAAAFGUzCuH-Tk7D7wulA
We recommend to visit

{ الْحَمْدُ لِلَّهِ حَمْدًا كَثِيرًا }

- تواصل ، إعلان، @alim761

Last updated 1 month, 2 weeks ago

مرحبًا وحُبًا بكم في عالمنا .

Last updated 1 year, 4 months ago

اضغط على #انضمام لتشرفنا 💞🥝
• القناه الرسميه على التليجرام التقليد لا يعنينا🎞🖤

‏𖤐| صور📷.
‏𖤐| عبارات🗞.
‏𖤐| خلفيات كيوت🧸.
‏𖤐| ستوريات سوداء🖤.

• تواصل معي |~| للاعلانات،تمويلات |~| رابط القناة
@P_8_D - @ssGoo - @GGG_SG
• الحمدلله قبل كل شيء 🙏

Last updated 1 month ago

1 month, 1 week ago
دا نارینه توب نه دی چې …

دا نارینه توب نه دی چې ستا مېرمن له تا وېرېږي!

بلکه نارینه توب او غیرت دا دی چې کله ستا مېرمن وېرېږي، نو ستا په غېږ کې ارامه شي.تحفه قیمتی برای زنان مسلمان

1 month, 2 weeks ago


درود شريف مه هېروئ!
اَللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ ۞َ و عَلَى آلِ مُحَمَّدٍ ۞ كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى إِبْرَاهيمَ ۞ وَ عَلَى آلَ إِبْرَاهِيمَ ۞ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ ?
اَللَّهُمَّ بَارِكَ عَلَى مُحَمَّدٍ ۞ وَ عَلَى آلِ مُحَمَّدٍ ۞ كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إبرَاهِيمَ ۞ وَ عَلَى آلِ إِبْرَاهَيمَ ۞ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيد?

┏━━━━━
??@ketabton ???
 ┗━━━━━━━━━━━

1 month, 2 weeks ago

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
موضوع تکبر(۳)برخه دتکبر اسباب او د تکبر علامات
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
امام ما وردي رحمه الله ذكر كړي چي د تكبر دیر اسباب دي خو غټ سبب په کې دادی چي انسان ته کله قوت (حکومت يا بله کومه غته چوکی)پیدا شی، حکم يې په هر چا چليږي ، او دده سره په مرتبه کي برابر خلقو سره يې مجلس کم وي ( یعنی دده مرتبه په نورو باندې اوچته وي نو په داسی کس کی هم تکبر پيدا کيږي)نضرة نعیم في مكارم اخلاق الرسول الكريم.

امام غزالي رحمه الله ذكر كړي چي کله په انسان کي عُجب راشي( يعنى خپل ځان ته غاوره وي ، خود بيني او غرور په کې پيدا شي) نو ددي په وجه هم په انسان کی تکبر پیدا کيږي. همدارنگی دریا او حسد په وجه هم په انسان کی تکبر پیدا کیږی.

علامه ابن حجر رحمه الله ذکر کړي چي کله د انسان عقيده دا وي چې زه د نورو نه په علم،عمل،نسب،جمال، مرتبي، قوت او پیرویانو په اعتبار سره زيات يم نو په داسي کس کی هم تکبر پیدا کیری.

د تکبر علامات

اګر چی تکبر په انسان کي يو صفت نفسي (د زره صفت) دی خو بيا هم ددي ظاهري دیر علامات دي، يو څو په کې دادي:

(۱)کله چې بل کس دده سره خبرې کوي:نو دا ورنه د تکبر به وجه مخ اړوي او هغه ته هيغ توجه نه کوي.دا د متكبرينو صفت دی.

(۲)-په تکبر باندې تلل او په تللو کې ځان وچت ګنل.

په قرآن کريم کي ددې دواړو نه منع راغلي ده،حضرت لقمان چې کله خپل ځوي ته نصیحت کولو نو دا يې هم ورته فرمايلي وو{ وَلَا تُصَعِّرْ خَدَّكَ لِلنَّاسِ وَلَا تَمْشِ فِي الْأَرْضِ مَرَحًا إِنَّ اللهَ لَا يُحِبُّ كُلَّ مُخْتَالٍ فَخُورٍ} لقمان-۱۸ترجمه :او د خلقو نه خپل مخ مه اروه، او په زمکه باندي په غرور( تکبر )سره مه ځه.بیشکه الله تعالی هر مغرور فخر کوونکی نه خوښوي.

(۳)-په مجلس کې په کمزورو خلقو باندي خپل ځان وچت ګنل،یا کمزوری خلق د مجلس نه شرل په قرآن کریم کی ددینه هم منع را غلی.

(۵)-غریبانانو او کمزورو خلقو ته دومره سپک کتل چی په هغوی باندی سلام هم نه اچوي،او د هغوی سره مصافحه هم نه کوي.

‌(۶)-خپله کیناستل او د تکبر په وجه نور خلق ځانته ودرول،یا دمجلس نه د تللو په وخت د تکبر په وجه د مجلس واله ؤ نه ده ته د ودریدو مطالبه کول.په احاديثو کې د دينه منع راغلی

البته که مجلس ته د چا والدین راشی، یا عادل بادشاه یا عالم ،او یا بل مشر (سپین گیری)کس راشي او دا ورته د تعظیم به وجه ودريږي نو دا خیر دی.

(۷)-په خپله د دودی مینځ(یعنی بهتره حصه خوړل) او د تکبر په وجه نورو خلقوته، سوزیدلي دودی پریخودل یا په خپله ښه دودی خوړل او نوکرانو ته بی کاره خوراک ورکول.

(۸)-د تکبر په وجه باندی په تکیه وهلو حالت کي دودی خوړل.

خو که د تکبر نه بغیر په تکیه وهلو په حالت کی دودی خوړله نو په دې کي د علماؤ اختلاف دی د بعضو به نزد باندی بغیر د عذر نه دا مکروه ده او که غذر و نو بیا جائز ده.

او بعضي علماء بغيره دتكبر نه په تکیه وهلو حالت کی خوراک کول مطلق جائز گنی

(۱۰)-دتكبر په وجه پینڅي د خنگرو نه ښکته سائل.

په " الموسوعة الفقهية " كي د تكبر دا علامات پوره تفصیل سره ذکر شوي.

د تکبر اقسام

علامه ابن حجر رحمه الله په " الزواجر كي ذكر كړي چي د تكير دري قسمونه دي:

اول:په الله تعالى باندي تكبر كول (یعنی یو کس خپل ځان د الله تعالی بنده نه گنی) داد تکبر په ټولو اقسامو کې بدترین قسم دی.

دویم:په رسول الله صلى الله عليه وسلم باندي تكبر كول، یعنی« تكبر ، جهالت او عناد په وجه باندي د نبي عليه السلام تابعداري نه کول،

دریم په بندګانو باندي تکبر کول چي خپل ځان وچت گنی او نورو ته سپک گوري دهغوى خبري ته غاړه نه ږدی.

ددي دريم قسم گناه اگر چې د اولني دوه قسمونو نه کمه ده خو بیا هم دا کبیره گناه ده.فایدی لپاره دا خبره هم یاد ساته

په عامو خلقو باندې تکبر کول په الله باندې د تکبر کولو سبب ګرځي

څوک چې په عامو خلقو باندي تکبر کوي نو دا په الله باندي د تكبر كولو سبب گرځي لکه ابلیس چې کله په حضرت آدم عليه السلام باندي تكبر او حسد اوکړو او وي ويل چي :{أنا خير منه}زه خودده نه دیر بهتریم.

نو ددي په وجه ده بیا په الله باندي هم تکبر وکړو.د الله حكم يي هم ونه منل او همیشه د پاره هلاک شو.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اصلاحی مدلل تقریرونه (۱۴) جلد

1 month, 2 weeks ago

د رسول الله ﷺ جومات (مسجد نبوي) کې حبشیانو لوبې کولې، عمر رضي الله عنه غوښتل منعه یې کړي، رسول الله ﷺ ورته وفرمایل: عمره! هغوی پریږده چې خپلي لوبې کوي، څو یهود پوه شي چې زموږ دین کې ازادي ده. دعهم يا عمر، ليعلم يهود أن في ديننا فسحة. أخرجه أحمد [ 24334، 25431].

د حدیث له دې جملې (ليعلم يهود أن في ديننا فسحة) دوه مطالب ترلاسه کولی شو، یو دا چې زمو په دین کې ازادي ده تنګي، افراط او رهبانیت په کې نشته او بل مهم مطلب دا دی چې په دې خبره باید یهود او نور ګفار هم پوهه کړو چې زموږ په دین کې د خلکو بېځایه تنګول او سختۍ نشته. زموږ علماء ، داعیان او خصوصا اهل سیاست دي د حدیث دې جملې ته ښه متوجه شي، په ځانګړې توګه د دیپلوماسې برخه کې له دې خبري ډېره ګټه اخیستل کېډلی شي. زما د نبوي حدیثونو مجموعه کتاب دویم ټوک د وختونو او ځایونو فضیلتونه برخه.

1 month, 2 weeks ago

شیخ العلامه ابن سعدي رحمه الله فرمایي:
ما د ډېر فکر او څېړنې وروسته وموندل چې هغه اذکار چې په قرآن کریم او نبوي احادیثو کې یې په زیاتولو امر شوی، شپږ مهم اذکار دي. دغه شپږ اذکار د انسان د زړه سکون، د شیطان وسوسو، غمونو، اندېښنو، دردونو او نورو ستونزو په حل کې ځانګړی رول لوبوي.

شپږ مهم اذکار:

  1. لومړی ذکر: درود شریف ویل
    پر رسول الله ﷺ ډېر درود ویل. د ورځې په اوږدو کې خپله ژبه په درود ویلو لمده ساتئ، ترڅو د ورځې په پای کې د ډېر درود ویونکو په ډله کې وشمېرل شئ.

  2. دویم ذکر: د استغفار ویل
    هر وخت چې فرصت ومومئ، ډېر استغفار وکړئ:

«أستغفر الله وأتوب إليه».

که لږ تر لږه د ورځې په پیل او پای کې ۱۰۰ ځله ووایئ، نو د ګناهونو د بښنې او الله ته د نږدېوالي دروازې به پرانیزئ.

  1. درېیم ذکر:

«یَا ذَا الْجَلَالِ وَالإِکْرَامِ»
دا ذکر د هېر شویو سنتونو څخه دی.

یعنې په دې ذکر ټینګار وکړئ. د دې ذکر مانا دا ده چې الله هغه ذات دی چې کمال، عظمت، ښکلا، احسان او عطا لري. د دې ذکر په ویلو سره هم الله ستایئ او هم ترې غوښتنه کوئ. که د ورځې ۱۰۰ ځله دا ذکر ووایئ، الله به ستاسو اړتیاوې درته پوره کړي.

  1. څلورم

«لَا حَوْلَ وَلَا قُوَّةَ إِلَّا بِاللَّهِ»
5.
دا ذکر رسول الله ﷺ د خپلو صحابه‌وو سره په مکرر ډول شریک کړی او فرمایلي یې دي: «دا د جنت له خزانو څخه یوه خزانه ده». د دې ذکر په ویلو سره د الله تعالی له لورې فضل، نعمتونه او حیرانوونکي برکتونه ترلاسه کولی شئ.

  1. پنځم ذکر:
  2. «لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ سُبْحَانَكَ إِنِّي كُنْتُ مِنَ الظَّالِمِينَ».

دا ذکر د غمونو له منځه وړونکی او د خوښیو راوستونکی دی.

  1. شپږم ذکر:
  2. «سُبْحَانَ اللَّهِ وَالْحَمْدُ لِلَّهِ وَلَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَاللَّهُ أَكْبَرُ».

دا ذکر د الله جل جلاله او د هغه رسول ﷺ تر ټولو محبوب ذکر دی.

{ 47/علم العقائد والتوحيد والأخلاق والأحكام }

1 month, 2 weeks ago

نفس خامخا مصروفیت غواړي:
علامة ابن تیمیه رحمه الله ویلي:
څوک چي خپل نفس د الله تعالی په عبادت کي مصروفه نکړي، نفس به په زوره د شیطان په اطاعت کي مصروفه سي، ځکه نفس هېڅکله بې‌ کاره نه پاتېږي حتماً په یوه کار بوختیا غواړي.

(?..جامع المسائل جــ۸ صـ۲۸۰).

1 month, 2 weeks ago

د رسول الله ﷺ جومات (مسجد نبوي) کې حبشیانو لوبې کولې، عمر رضي الله عنه غوښتل منعه یې کړي، رسول الله ﷺ ورته وفرمایل: عمره! هغوی پریږده چې خپلي لوبې کوي، څو یهود پوه شي چې زموږ دین کې ازادي ده. دعهم يا عمر، ليعلم يهود أن في ديننا فسحة. أخرجه أحمد [ 24334، 25431].

د حدیث له دې جملې (ليعلم يهود أن في ديننا فسحة) دوه مطالب ترلاسه کولی شو، یو دا چې زمو په دین کې ازادي ده تنګي، افراط او رهبانیت په کې نشته او بل مهم مطلب دا دی چې په دې خبره باید یهود او نور ګفار هم پوهه کړو چې زموږ په دین کې د خلکو بېځایه تنګول او سختۍ نشته. زموږ علماء ، داعیان او خصوصا اهل سیاست دي د حدیث دې جملې ته ښه متوجه شي، په ځانګړې توګه د دیپلوماسې برخه کې له دې خبري ډېره ګټه اخیستل کېډلی شي. زما (حامد افغان) د نبوي حدیثونو مجموعه کتاب دویم ټوک د وختونو او ځایونو فضیلتونه برخه.

We recommend to visit

{ الْحَمْدُ لِلَّهِ حَمْدًا كَثِيرًا }

- تواصل ، إعلان، @alim761

Last updated 1 month, 2 weeks ago

مرحبًا وحُبًا بكم في عالمنا .

Last updated 1 year, 4 months ago

اضغط على #انضمام لتشرفنا 💞🥝
• القناه الرسميه على التليجرام التقليد لا يعنينا🎞🖤

‏𖤐| صور📷.
‏𖤐| عبارات🗞.
‏𖤐| خلفيات كيوت🧸.
‏𖤐| ستوريات سوداء🖤.

• تواصل معي |~| للاعلانات،تمويلات |~| رابط القناة
@P_8_D - @ssGoo - @GGG_SG
• الحمدلله قبل كل شيء 🙏

Last updated 1 month ago