پښتو شعرونه

Description
دلته ستاسو لپاره شعرونه، لیکنې، لنډې کیسې، پندونه، ټپې او په زړه پورې معلومات د پښتو په خوږه ژبه خپرېږي ❤

هیله کوم د ملتيا تر څنګ مو له نورو ملګرو سره شریک کړئ🔝
🇦🇫

🔄 شخصی رابطه 🔄
@Safi_2002
We recommend to visit

کانال فیلم

Last updated 1 year, 2 months ago

‌( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد ) ‌

‌آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار‌ ‌‌ ‌

‌‌??? : @mobsec_ads

??? : @sudosup_bot

Last updated 1 month, 3 weeks ago

1 week ago

جنازه مې درنه وړي جانانه راشه
پرما خاورې اړوي جانانه راشه

کلیوال مې راټول شوي هديرې ته
ماته قبر جوړوي جانانه راشه

ده کفن غوټه کړه خلاصه دیدن وکړه
نور مي مخ بیا پټوي جانانه راشه

💔

╭╾─🧸🤍𝗝𝗼𝗶𝗻
●❥ •@PASHTO_LOVE

#لایک

ــــــﮩ۸_🦋ــ۸ـﮩـــــ

1 week, 2 days ago

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
موضوع:احسان بارول (۱) برخه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
یعنی یو چا سره معمولی احسان وکړی او بیا ورته دغه احسان بار بار یادوی تردی چه هغه احسان کول په هغه بوج وغورځوی او هغه ورباندی تنګ شی چه دیته په عربی لغت کی (من) ویل کیږی.

د «من» تعريف:من د عربی ژبی کلمه ده چی په لغت کی دوه معنا ګانی لری:

(۱)-یوه معنی یی ده:قطع او پریکول رب العالمین فرمایی{فَلَهُمْ أَجْرٌ غَيْرُ مَمْنُونٍ}التین۶

دوی لپاره هیڅ کله نه ختمیدونکی اجر دی.

ځکه معنی یی ده چه د دوی لپاره اجر دی چه نه دی پریکړی شوی او قطع کړی شوی.

(۲)-دویمه معنی یی ده: چاسره نیکی کول او احسان کول،په همدغه معنی کی د قرآن کریم په دی آیت کی استعمال شوی{لَقَدْ مَنَّ اللَّهُ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ}ال عمران۱۶۴

په تحقیق سره الله جل جلاله په مومنانو احسان وکړه.

-داحسان بارولو اصطلاحی معنی:چه انسان هغه څه یادوی چه هغه ئی ګمان کوی چه ما په دی خبره او کار باندی په بنده احسان کری دی.المفردات:۴۷۴

(۲)-د احسان يادولو او بارولو مذمت:

یو سړی چی د چا سره احسان وکړی او بیا په هغه سری احسان باروی او وخت په وخت د هغی یادونه کوی دا هم یوه کبیره ګناه ده چه د دی په وجه باندی الله ناراضه کیږی او د دغه صدقی او احسان کولو ثواب بربادیری.

(۱)-احسان بارول بدترین صفت دی:

قرآن کریم کی چه کله الله رب العالمين د بدترينو خلکو یادونه کوی نو یو په هغو کی احسان بارول او زباتنه کول ذکر کوی او د هغی نه منع کوی.

الله جل جلاله فرمایی{يَمُنُّونَ عَلَيْكَ أَنْ أَسْلَـمُوا قُلْ لَا تَمُنُّوا عَلَيَّ إِسْلَامَكُمْ بَلِ اللهُ يَمُنُّ عَلَيْكُمْ أَنْ هَدَاكُمْ لِلْإِيمَانِ}الحجرات۱۷

بانده چیان په تا احسان کوی چه دوی اسلام راوړی ته ووایه چه په ما باندی د اسلام راوړو احسان مه کوئ،بلکه الله په تاسو باندی احسان کوی چه هغه تاسو ته دایمان لاره وښودله.

په دی آیت کی د احسان د بارولو مذمت او بدی ذکر شوه او بیا الله جل جلاله ددی د احسان بارولو نه منع کړی.

(۲)-د صدقی د قبولیت لپاره شرط:

قرآن کریم کی د صدقی د قبولیت او په هغه باندی د ښه آثارو د مرتب کیدلو لپاره دا شرط لگول شوی دی چه صدقه کونکی به په مسکین باندی احسان نه باروی او زباتنه به نه کوی نو هغه به بهترینه فائده حاصلوی چه هغه اجر حاصلول او دویری او غم نه محفوظ کیدل دی.

الله جل جلاله فرمائی:{ الَّذِينَ يُنْفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ فِي سَبِيلِ اللهِ ثُمَّ لَا يُتْبِعُونَ مَا أَنْفَقُوا مَنًّا وَلَا أَذًى لَهُمْ أَجْرُهُمْ عِنْدَ رَبِّهِمْ وَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ}بقرة۲۶۲

کوم خلک چه خپل مالونه د الله په لاره کی خرچ کوی،بیا د خرچ کولو نه پس نه احسان زیاتوی او نه ضرر ورکوی د هغوی اجر د هغوی د رب سره ثابت دے، او په هغوی به نه څه یره وی او نه به دوی غمجن وی.

(۳)-د صدقی بربادیدل:

کله چه یو انسان په مسکین صدقه وکړی او بیا په هغه احسان باروی او زباتنه کوی ددی په وجه یی دهغی د صدقی ثواب بربادیږی.

الله جل جلاله فرمائی:{ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا لَا تُبْطِلُوا صَدَقَاتِكُمْ بِالْـمَنِّ وَالْأَذَى كَالَّذِي يُنْفِقُ مَالَهُ رِئَاءَ النَّاسِ وَلَا يُؤْمِنُ بِاللهِ وَالْيَوْمِ الْآَخِرِ فَمَثَلُهُ كَمَثَلِ صَفْوَانٍ عَلَيْهِ تُرَابٌ فَأَصَابَهُ وَابِلٌ فَتَرَكَهُ صَلْدًا لَا يَقْدِرُونَ عَلَى شَيْءٍ مِمَّا كَسَبُوا وَاللهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الْكَافِرِينَ}بقره۲۶۴

ای ایمان والو! خپل صدقات د احسان په زیاتولو او ضرر رسولو سره مه ضائع کوی د هغه سری په شان چه خپل مال د خلکو د خودلو دپاره خرج کوی،او په الله او په ورځ د آخرت باندی ایمان نه لری د هغه مثال د هغه کانری دی چه په هغه باندی خاوره وی تو هغی ته تیز باران ورسی نو هغه صرف یو سخت کانری پریدی،دی ریا کارو چه څه گتلی وو د هغی نه به هیڅ ورته په لاس رانشی او الله کافرانو ته هدایت نه کوی.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دژبی عبادتونه او گناهونه

1 week, 2 days ago

وعده دې څۀ کؤم لالېه قسم ولې کوې
ژوند دے تېریږي به تېریږي به غم ولې کوې

واه په ټوپک باندې مئینه ټوپکونه واخله
ته راته چغې د کتاب او قلم ولې کوې؟

╭╾─🧸🤍𝗝𝗼𝗶𝗻
●❥ •@PASHTO_LOVE

#لایک

ــــــﮩ۸_🦋ــ۸ـﮩـــــ

2 months, 1 week ago

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په ژمي کې د علماوو دندې
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
عالم وظیفه لري چې علم خلکو ته ورسوي، او که هغه په دې کار کې غفلت وکړي، نو هغه څاروی (حمار) هم ترې غوره ګڼل کېږي.

ای علماؤ:علم ورسوي، تبلیغ وکړئ، وعظ وکړئ، خطبه ورکړئ، تدریس وکړئ، که یوازې یو نفر هم ستاسو درس ته حاضر شي، نو ادامه ورکړئ او خپل همت له لاسه مه ورکوئ. په پیل کې د علامه ابن عثيمين په درس کې یوازې یو نفر حاضر و، خو په پای کې د نړۍ ټول علماء د هغه په شاګردۍ فخر کاوه.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:(بَلِّغُوا عَنِّي وَلَوْ آيَةً)البخاري[تاسو زماله طرف نه ورسوئ ولوکه یو آيت هم وي].

ژمی د علم او پوهې رسولو لپاره تر ټولو غوره وخت دی، ځکه چې که تاسو کومه رسمي دندې لرئ، نو په ژمی کې رخصت یاست او باید د دې څخه مهمه دنده چې د دین ابلاغ دی، ترسره کړئ.

ای ګرانه عالمه!(۹) میاشتی ستا او ستا د کورنۍ لپاره وی، خو دغه درې میاشتې باید ستا هڅه د امت د بیدارۍ لپاره وي.که په دې درې میاشتو کې هم ته د امت دبیدارۍ لپاره کوښښ ونه کړې، نو پوه شه چې په تا کې هېڅ خیر نیشته دی.

امت له تاسو څخه ډېر څه نه غواړي، یوازې لږ وخت غواړي تر څو تاسو هغوی ته د زده کړې لپاره ځانګړی کړئ. پرته له دې چې د علم رسول امت ته فرض یا واجب دی، پوه شئ چې ټولنه پر تاسو حق لري. ټولنی تاسو د همدې ورځ لپاره لوی کړی یې. لږ تر لږه په ورځ کې درې ساعته وخت د هغوی لپاره تفسیر، ترجمه، حدیث، سیرت او هغه علوم چې د قرآن او حدیث د پوهېدو لپاره مرسته کوي، تدریس کړئ.

مستشرقین، استعمارګران او مسیحیان خپل شخصي پیسې په دې لاره کې لګوي چې امت مسلمه بې لاره کړي، خو تاسو حتی حاضر نه یاست چې بې له پیسو مسلمه امت ته دین بیان کړئ.

ګړانو علماو! که تاسو د دین په رسولو کې کمي یا غفلت وکړئ، نو سبا به جاهلان تاسو دیخن څخه ونیسی او الله تعالی به له تاسو سره سخت حساب وکړي. ځکه چې که تاسو دین ونه رسوئ، نو ځای به یې جهالت ونیسي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: «وخت به کم شي، علم به له منځه لاړ شي، جهالت او ناپوهۍ به خپره شي، فتنې به څرګندې شي، زرونه به د بخل څخه ډک شي او هرج و مرج به ډیر شي.» پوښتنه وشوه: «یا رسول الله، هرج و مرج څه شی دی؟» هغه وفرمایل: «قتل او کشتار.»" (جامع الأحاديث الصحيح)

ګرانو علماؤ ژمی یوه غوره موقع ده چې تاسو د الله سبحانه وتعالی محبوب بندګان شئ.د قرآن او حدیث کورسونه د ځوانانو لپاره جوړ کړئ، هغوی ته ښوونځي (مدارس) برابر کړئ. که تاسو مالي امکانات نلرئ، نو لږ تر لږه په مسجد کې د درس یوه حلقه جوړه کړئ.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زمستان فرصتی دوباره برای مؤمنان

2 months, 1 week ago

د یلدا شپه څومره اوږده شوه
چې لمر راخیژي، ما به ډیر ژړلي وینه

#Emal_Wardak

ــــــﮩ۸ــ?ــ۸ـﮩـــــ

✉️?❤️????
@PASHTO_LOVE
✉️?❤️????

Like❤️Comment?Share➡️

2 months, 2 weeks ago

ولې په پیغمبر ﷺ درود ووایو؟

-د الله تعالی او فرښتو پیروي کول ځکه هغوی په پیغمبر ﷺ درود وايي،
-د پیغمبر ﷺ له حقوقو څخه د یو حق ادا کول، چې هغه په هغه درود ویل دي،
-د ایمان تکمیلول یا بشپړول،
-د رسول الله ﷺ د عزت او مقام درناوی لپاره،
-د خپلو حسناتو یا نیکی زیاتولو لپاره،
د خپلو ګناهونو تېروتنو د بخښلو لپاره،

شیخ عبد الرحمن سعدى تفسير الكريم الرحمن (671).

5 months, 1 week ago
5 months, 1 week ago
5 months, 1 week ago

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دخوب نه بیداریدلو سنت(۲)آخره برخه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۷)-) دادعاء لوستل:

لَا إِلَهَ إِلَّا اللّٰهُ وَحْدَهُ لا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ، وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرُ، الحَمْدُ لِلَّهِ وَسُبْحَانَ اللَّهِ وَلَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ ، وَ اللّٰهُ أَكْبَرُ، وَلَا حَوْلَ وَلَا قُوَّةَ إِلَّا بِاللّٰهِ، البخاري /١٠٨٦)

فائدة : که یو انسان چی دبیداریدلو په وخت کې دا ولولي او بيا دالله نه مغفرت وغواړي او يا بله دعاء وغواړي هغه قبليږي او که اودس وکړي او لمونځ وكړي هغه هم قبليږي،

(۸)-دادعاء لوستل:

لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ سُبْحَانَكَ، اللَّهُمَّ أَسْتَغْفِرُكَ لِذَنْبِي، وَأَسْأَلُكَ رَحْمَتَكَ، اللَّهُمَّ زِدْنِي عِلْمًا، وَلَا تُزِغْ قَلْبِي بَعْدَ إِذْ هَدَيْتَنِي وَهَبْ لِي مِنْ لَدُنْكَ رَحْمَةً إِنَّكَ أَنْتَ الْوَهَّابُ.
ابوداود (٥٠٦١ والحاكم في المستدرك ٥٤٠/١٧) وصححه واقره الذهبي

(۹)-مسواک استعمالول:

حذيفة رضی الله عنه فرمائی: چی نبی علیه السلام به کله دشپي را بيدار شو نو مسواک به یی استعمالوو. " اخرجه البخاري /٢٤٦/ ومسلم ٢٥٥ /

(۱۰)-دوينځلو څخه مخکي په لوښي کې لاس نه داخلول:

دابو هريرة رضى الله عنه څخه روايت دی هغه فرمائی : چې رسول الله صلى الله عليه واله وسلم فرمايلي دي : کله چې يو تن ستاسو نه دخوب نه را بيدار شي نو خپل لاس دی تر هغي پوري په لوښي کې نه داخلوي تر دی چې دري کرتي یی ووینځی ځکه دانه پوهیږی چې دده لاس چیرته شپه تیره
کړي ده.متفق علیه

(۱۱)-) دشپي در بيداريدلو په وخت کې خپل خدمت خپله کول چا ته تکلیف نه ورکول لکه چې همدا دنبي عليه السلام مستمر عادت ووچې په ډیرو روایاتو کې ذکر دی،

(۱۲)-خپله پوزه دری (۳) كرتي سون كول.

دابو هريرة رضى الله عنه څخه روايت هغه فرمائی چې رسول الله صلى الله عليه واله وسلم فرمایلی دی کله چې یو تن ستاسو کی دخوب نه را بیدار شي نو دري (۳) كرتي دى پوزه سون کړی پس بیشکه شیطان دده ده پوزی په برسرکې شپه تیره وی.صحيح البخاري / ٣٢٩٥/ بحواله شاملة
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا إِنَّكَ أَنْتَ السَّمِيعُ الْعَلِيم
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په روز مره زندګی کی۲۰۰۰سنت عملی کړه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۲۰)=درس نور بیا اِنْ شَاءَاللّٰهُ

5 months, 2 weeks ago
We recommend to visit

کانال فیلم

Last updated 1 year, 2 months ago

‌( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد ) ‌

‌آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار‌ ‌‌ ‌

‌‌??? : @mobsec_ads

??? : @sudosup_bot

Last updated 1 month, 3 weeks ago