@speed_ad : Owner
Noyan | نویان
Content Creator & Sound Engineer
https://t.me/noyanrapi آدرس کانال ریمیکس های رپی
د صبر کوونکو همدا بدله بس ده چې اللهﷻ محبت ورسره کوي .
ﻭاللهُ ﻳُﺤِﺐُّ ﺍﻟﺼَّﺎﺑِﺮِﻳْﻦَ
#ܩܢܢܢ߫ܦ߳ܢ࡚ܩܢ_ߊفܫ߭ߊࡅ۬
یوه عربۍ ښځه د خپل خاوند کیسه کوي او وایي
زما خاوند ډېر اخلاقي مسلمان او د مور پلار سره ډېر زیات نیکي کونکی وو، آن تر دې چې د هغې نیکۍ زه حیرانه کړې وم او په تعجب کې یې اچولې وم.
د یو کال په تیریدو سره موږ ته اللهﷻ یوه لور راکړه، کله چې مو لور دوه کلنه سوه؛ نو زما د خاوند وظیفه بل ښار ته انتقال سوه، نهم د رمضان وو چې، له وظیفې څخه بېرته کور ته راروان و چې، د تقدیر موافق یې په یوه ترافيکي پېښه کې خپل دماغ له لاسه ورکړل او ډاکټرانو پرې فیصله وکړه چې، په دماغي طور دا سړی مړ دی او په روغتون کې د نوموړي په علاج لس کاله تیر سو چې، نه ښه کیده او نه مړ کیده؛ نو ماته خپلو ملګرو او خپلوانو وویل چې، ته په محکمه کې عارضه وکړه چې محکمه درته طلاق درکړي، ما د طلاق د اخستلو څخه انکار وکړ او خپلوانو ته مې وویل:
-تر څو پورې چې زما خاوند کې روح موجود وي؛ نو زه طلاق نه غواړم او پدې حالت اللهﷻ ته صبر کوم، د وخت په تیریدو سره به ما د خپلې لور تربیه هم کوله او روغتون ته به د خپل خاوند پوښتنې ته هم تللم.
لور چې مې لس کلنه سوه؛ نو د قرآنكريم حفظ یې مکمل کړ. یو شپه زه او زما لور روغتون ته د مریض پوښتنې لپاره ولاړو؛ ماته مې لور وویل چې، نن شپه به زه د خپل پلار سره د هغه د خدمت لپاره تیره کړم.
سهار لس بجي وي ما د کور کارونه خلاص کړي وه نور مي نیت دا و چي د روغتون خواته روانه سمه ترسو خپل د خاوند پوشتني ته ورسمه
که ګورم د باندي زما د لور ږغ سو
مور ها مور ته راسه چي څوک مي درته راوستلي دي .
زه حیرانه سوم ځکه لرو خومي په روغتون کي د پلار سره وه .د خوني څخه ورور ووتمه که ګورم د لور څنګ ته مي په رنګ سپین شایسته او جګ ځوان ولاړ دي ماته ګور او خاندي. دا ځوان کټمټ زما خاوند ته سوي و
ما غوښتله چي د لور څخه پوښتنه وکړم چي دا څوک دي لوري مي زما تر مخه راته وویل زما پلارجان سونه ښایسته دي .
زما زړه ته نه لویدله چي دا کس دي زما خاوند وي ځکه هغه خو 15 کیږي چي روغتون کي په داسي حال کي پروت دي چي نه مړ دي او نه ژوندی.
یاد کس زما نوم واخیست د ډېري خوشحالۍ څخه په ځان پوهه نه سوم چي څنګه مي د هغه تر ملا لاسونه را وګرزول. شه ډېر مي د خوشحالۍ ژړا وکړله ورسته خوني ته ولاړو .
د دغه شپې واقعه زما لور داسې بیانوي:
-زه د خپل پلار د کټ سر ته کښېناستم او دسورة فاتحې تلاوت مې کول چې د تلاوت په دوران کې ماته خوب راغی او زه ویده سوم، خوب کې یو کس راغلی او ماته یې وویل:
-پاڅه ولې ویده یې؟ زه ویښه سوم او دوه رکعته لمونځ مې وکړ، بیا راباندې خوب راغی چې ویده سوم، خوب کې یو کس راغلی او ماته یې وویل:
-پاڅه دا هغه وخت دی چې رحیم او رحمان ذات پکې دُعا قبلوي!
زه هم له خوبه ویشه سوم لمونځ مې وکړ او د اللهﷻ څخه مې داسې دعا وغوښته:
-یا اللهﷻ دا زما پلار ستا د بنده ګانو څخه یو بنده دی، زما پلار ته تکلیف رسیدلی او موږ صبر پر کړی او ستا شکر مو اداء کړی دي، ستا په فیصله موږ راضي یو، یا اللهﷻ دا ستا د رحمت لاندې دي او تا د خپل رحمت په وجه ایوب علیه السلام له لوی مرض څخه روغ کړی دي او موسی علیه السلام دې خپلې مور ته واپس کړی دي او یونس علیه السلام دې د ماهي له خیټې څخه ژوندی رایستلی دی او اور دې په ابراهیم علیه السلام جنت برابر کړی دی... یا اللهﷻ زما له پلار څخه هم دا تکلیف لرې کړې.
ددې دعا د کولو څخه وروسته بیا ویده سوم؛ نو د سهار لمانځه وخت کې مې، یو هیبتناک اواز واوریده چې ویل یې:
-ته څوک یې او دلته څه کوې؟
ما چې کله سترګې خلاصې کړې؛ د اواز واله سړی زما پلار وو؛ نو د ډیر خوشحالۍ نه زه په ژړا سوم او خپل پلار ته ورغاړې وتم
هغه زه د خپل ځان څخه لیر کړم او ویې ویل چې له اللهﷻ څخه وویریږه او له ما څخه لیري سه، ما ورته وویل:
-زه ستا لور اسماء یم، زما د پلار له حالت څخه چې، ډاکټران خبر سول، هغوۍ هم ډیر تعجب کوه
پدې ټولو حالاتو باندې زما پلار خبر نه وو، تر دې چې موږ خبر کړه نو ویې، ژړل او بیا یې وویل:
اللهﷻ غوره حفاظت کونکی دی او هغه دنیکانو بندګانو ساتنه کوي.
د اسماء مور وایي چې، زما د صبر له كبله اللهﷻ، ماته خپل خاوند ۱۵ کاله وروسته بیرته، روغ رمټ کړ سره له دې چې د ډاکټرانو په نظر هغه مړ وو.
ددې کیسې درس:
-هیڅکله د اللهﷻ له رحمت څخه مه ناهیلي کیږئ، همېشه صبر کوئ او له اللهﷻ څخه د دُعا غوښتونکي اوسئ. خپل مور او پلار خوشحاله ساتئ؛ ځکه د مور او پلار رضا د اللهﷻ رضا ده.
#ܩܢܢܢ߫ܦ߳ܢ࡚ܩܢ_ߊفܫ߭ߊࡅ۬
┇↜هو القران •
┇#ماهرزین ┇#نشید **عربی
ــــــــــــــــــــــ عربي نعتونو چینل?**
https://t.me/gdukfsjf
ښکلی مې څنګ ته کیناست پورته شومه
سخـته بې ځایه بزرګي مې وڪــړه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــ?
ښکلی مې څنګ ته کیناست پورته شومه
سخـته بې ځایه بزرګي مې وڪــړه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــ?
?
﴿إِنَّ اللهَ وَمَلَائِكَتَهُ يُصَلُّونَ عَلَى النَّبِيِّ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا صَلُّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا تَسْلِيمًا﴾
«اللَّهُمَّ صَلِّ وَسَلِّمْ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ»
مینه د جنګ په څېر ده!
پيلول یې اسان دي،
ختمول یې ګران دي،
خو هیرول یې ناشونې !!
چــی پـــری میــېن یـــم هـــغه نشـــته
چې خوښه می نــده أشاری راته کوینه
که څنــګه مستقیمه
یوازیتوب ډیر ارزښتمن دی:?)
@speed_ad : Owner
Noyan | نویان
Content Creator & Sound Engineer
https://t.me/noyanrapi آدرس کانال ریمیکس های رپی