رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»
News & media website
تازهترین اخبار ایران و جهان
ارتباط با ما :
@pezhvakads
اینستاگرام ?
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==
Last updated 2 months ago
( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads
𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot
Last updated 1 month ago
حسیب یو دوه د پوسخند اسټیکرونه راوستول او ویی لیکل: ستا وضعیت همیشه خراب دی هر کله چي یو خبره یا یو کار کی ملامته شی، او بل بهانه دی لاس کي ونه اوسیږی نو وضعیت دی خراب وو..
د هغه پدی خبرو می اوښکی په بهیدو شول، باور مي نکوی چی حسیب دی داسی خبری ماته وکړی او ما دی داسی قضاوت کړی بغیر لدی چی زما خبری وآوری. ژړا فرصت نه راکوی چی مسج ورته وکړم چی بیا د هغه مسج راغلو.
حسیب- سمده مشکل نشته زه خو ستا لپاره یو ټوکه او سرګرمي یم هر کله چی زړه دی تنګ شو مسج کوه او هر کله چی زړه دی نه وو، خبری مه کوه.اممم نو اوس به لاړشم تر څو هر کله ستا وضعیت ښه شو بیا مسج وکړم خدای پامان.
د حسیب پدی خبرو مي ژړا نور هم زیاته شوه او ورته ومی لیکل: حسیب.
څو ثاني وروسته یي جواب راکړو: هاا څه دی؟
د حسیب په "هاا" ویلو هم ژړا می راغله او هم زور یی راکړو چی ما ټوله ورځ دده لپاره ژړلې او دی داسی خبری ماته کوی! بغیر لدی چی زما خبرو ته یوځل غوږ ونیسی هیس جواب می ورنکړو او د وټساپ څخه ووتلم انټرنټ می بند کړو او ژړا ته می شروع ورکړل. پنځه دقی لا تیری شوی نه وه چی د حسیب زنګونه شروع شول ما جواب نه ورکوی او هغه زنګونه نه بنده ول او هی زنګ یی وهو تر دی چی مجبوره شوم او جواب می ورکړو او همدا چی اوکی می کړو
حسیب په خفه لهجه وویل: دا هم ستا کار.. داسی رفتار زما سره کوی کله ناکله فکر کوم مزاحم یم درته.
د ژړا څخه په نیولی غږ می وویل: ته که زه؟ تا یو ځل لا زما خبرو ته غوږ ونه نیو او
زر تهمت دی راباندی ولګول.
حسیب- غږ دی ولی داسی دی؟ ژړلی د دی؟
په غوسی می وویل: په تا یی څه؟
حسیب- سمه ده رښتیا وایی زه نو سوک یم چی ته راته جواب راکړی؟!
د هغه پدی خبره می په غوسه وویل: ځان څخه ماشوم مه جوړه وه دا ناز او غوسه د جنکیانو سره خوند کوی نه د هلکانو سره.
حسیب- امهممم رښتیا وایی یواځی تاسو انجوني زړه او احساسات لری موږ هلکانو زړه خو د تیږو څخه جوړ دی کنه؟!
نه پوهیدم څه جواب ورکړم؟ د حسیب دغه کار بیحده خراب وو کله به یو ځل په ضد شو نو بیا ورته مهمه نده چی ته خفه یي قهر یی مریضه یی، هیس ورته مهم نه ویی او خپل ضد نه خوشی کوی، پوهیدم که دا شانتی خبری ورسره وکړم سل کاله نور هم خپل ضد نه پریږدی په همدی خاطر خپل لهجه می کراره کړل او ورته ومی ویل:
- ستا احساسات ماته ارزښت لری حسیب، خو انسان اول یو ځل پوښتنه کوی چی پرتا څه شوی؟ ولی نه معلومید؟ ولی دی جواب نه راکو؟ نه دا چی راغلۍ نه یم جنګ راسره شروع کړی..
زما پدی خبرو حسیب لږ خاموشه شو او د څو ثانیو وروسته یي وویل: څه شوی؟ ولی دی ژړلی؟
کله چي د حسیب مهربانه لهجه می وآوریدل نو د نن ټول خبری او کارونه مي یاد ته راغلل او په ګیلو می ورته شروع ورکړل، کوڅه کې د ولاړو موټرانو څخه نیولی د هغه راغلو میلمنو او هغه عجیب غریبه مرکي او بیا زما د ژړا او د ادی سره د خبرو ټوله قیصه می ورته وکړل، زما د خبرو په وقت حسیب یو دم چوپ وو کله چی خبری می خلاصي شوی بیا هم د څو دقو لپاره د هغه هیس غږ رانغلو نو ځکه مي ورپسی ناری کړل.
- حسیب ولاړی؟
امهمممم دا نو څنګه چل شو حسیب جان مو خفه دی?
#ګرګ آشتي ناول.
#خواجه زی لیکوال.
#وړاندی کونکی شهاب
#دری ویشتمه برخه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ...?
"بـٍسـٍمً أآألًلًهٍـ أآألًـرٍحـًمًنْ أآألًـرٍحـًیم"
#دتیری برخی وروستي لفظونه...خو زما زړه هیس آرمتیا نه درلود او لکه یو چا چي خپل یو عزیز او ګران کس له لاسه ورکړی ویی داسی مي په سوز باندی ژړل.
#اوس نوی برخه.
ادی- مه ژاړه نور قربان دی شمه، زما ښایسته لورکي ته رښتیا وایی حق ستا سره دی موږ باید ستا فراغت ته راغلي وایی ته مو باید تشویق کړی وایی، خو موږ بی سواده خلک یو پدی خبرو مو سر نه خلاصیږی په دی کارو نه پوهیږو تا به راته ویلی وایی چی ادی راځه نن زما فراغت دی، تا به زه پوهه کړی وایی تا به راته ویلی وایی..
ادی خبری کول او ما ورته ژړل نه می ورته مخامخ ویلو شو چی زما مشکل زما په فراغت کي ستاسو د راتلو نه دی،زما مشکل میلمه خانه کی ناست هغه کسان وه چی زما د غوښتلو لپاره راغلی وه، زما مشکل د زړه مشکل وو زما مشکل مینه وه! هو زما ټول ستونزه او ژړا اوس یواځی د حسیب سره د میني له وجه وه زه ویریدلی وم زما ژړا د ویری او وحشت وه. زه ویریدلي وم چی د حسیب څخه جلا نشم زه د جدای او د هغه دومره آرمانو د خاوری کیدو څخه ویریدلي وم او ژړل می.
ادی یو څه خبری او نصیحت راته وکو او زه هم په ظاهر کراره شوم، او ژړا مي بنده کړه ادی غوښتل چی زه سم جوړه کالي واچوم او آرایش کړی د هغه راغلو کسانو مخکي لکه نانځکی پورته ښکته شم، که جواب می "نه" هم اوسیږی ادی غوښتل زه د میلمه ادب او احترام پر ځای کړم خو زما خراب حالت او زه ما کلک انکار او "نه" باندی ایی نور ټینګار ونکړو او خپله لاړه ترڅو مهمان نوازی رسم پر ځای کړی.
د ادی د تلو وروسته زړه می غوښتل حسیب ته زنګ ووهم او ټوله خبره ورته وکړم. ترڅو سبا هغه خپل مور زموږ کورته راواستوی،خو عقل می د زنګ وهلو څخه منع کولم او ویل به یی چی تر سبا صبر وکړم تر څو اول دا کسانو ته د "نه" جواب ورکړم او پخیر یره یي د دی کور څخه رخصت کړم بیا د هغه څخه وروسته حسیب ته خبر ورکړم ترڅو خپل کورنی راواستوی. بدی فکرونو مي ځانته دلداری ورکړل او خپل پر ځای پریوتم.
خو همدا چي سر مي پر بالښت ولګیده لکه چي د ژړا پیچکاری زما بدن کي تزریق کړی ویی، داسی مي اوښکي رواني شوی، د حسیب یو،یو خبره او یو،یو کار مي په ذهن کي ګرځیدی د هغه خندا، د هغه الفاظ د هغه ټوکي د هغه د نن کار چي زه یي تر کوره سنګه را ورسه ولم د تلو څخه مخکي هغه په شیطنت سترګه وهل او دا ټول خبری زما د سترګو وړاندی پورته ښکته کیدل او زما ژړا به یي لا پسی زیاته ول.
نه پوهیږم څو ساعته به همداسی تیر شوی وه چی د ډیر غمه او د استرس له لاسه خوب راباندی غالبه شوی وو او ویده شوی وم، کله چي مي سترګي خلاصی کړی کوټه تکه تور شپه وه او خاموشه خاموشي وه، ساعت راته نه معلومیدي خو ګمان می کوی شپه ډیره تیره شوی او شاید دوه دری بجو شاخوا به وه،د کړکی څخه د
باندی حویلی خوا څخه لږ ړنا کوټی ته راتلل او یو څه د کوټی فضا یي د پوره خاموشي څخه ایستلي وه. څو ثاني بی حرکته مي هغه توری شپی ته سترګی ونیول او د نن ورځي کارونه مي د ذهن څخه تیر کړل چي بیا مي په زړه بوج شو او د څو دقو لپاره خپل په ځای کی په آرامه مي لځان سره وژړل، ښه چي زړه می سپک شو تازه مي حسیب ته فکر شو، هغه به ضرور راته مسج کړی ویی زنګ به یی وهلی ویی! او په تشویش شوی به یی!
پدی فکرو په تلوار لځایه پاسیدم او د کوټی برق می روښانه کړ، خپل بکسه مي د الماری په سر ولیده موبایل هم هلته وو د بکسي څخه مې موبایل راوخیست دری څلور زنګه د حسیب لخوا راغلي وه، زر مي انترنت خلاص کړو چي د سلو څخه زیات مسجونه په یو سرعت باندی ټنګ، ټنګ په وټساپ کی راته راغله.
ټول مسجونه بغیر د دوه دانو څخه چي یو یی نیلوفر او بل آسما کړی وو، نور ټول د حسیب مسجونه وه، لا یو مسج می ورڅخه ویلی نه وو چی نوی مسج یی راغي.
حسیب- افرین.
د هغه په افرین پوهه شوم چی خفه دی نو ځکه مي زر ورپسی مسج وکو.
- بخښنه غواړم.
زما په مسج حسیب همغه دقه مسج راوستوی: ولی بخښنه؟که زړه دی زما سره یاری او خبری نه غوښتل بیا ولی دی خپل د "نه" جواب واخیستو؟ ولی دی دا څو میاشتي زه داسی خپل پر ځان عادت کړم کله چی زړه دی راسره نه وو؟ ها؟!
د حسیب پدی خبرو می ژړا راغله او د اوښکو څخه په ډکو سترګو می ورته ولیکل: زما خبرو ته غوږ شه دا خبری مه کوه، داسی هیس کومه خبره نشته ته خبر یي نن پرما څه حال تیر شوی؟
حسیب- که ته ما په انسانانو کی وشماری او راته ووایی نو زه به خبر شم، کنه زه خو علم غیب نلرم.
د حسیب خبری شاید د ګیلې او قهر څخه وه خو ما هغه هیڅکله داسی نه وو لیدلی، د هغه خبرو مې حال نور هم خراب کړو او ورته ومې لیکل.
- زما وضعیت ښه ندی.
د هغه بوډی په خبره مي یواځی یو شکر چی پخیر راغلی وویل او ادی خواته می وکتل، بد احساس می درلود د دومره خلکو د نظر لاندی اوسیدل، نه پوهیږم ولی زړه مي بی کراری شروع کړل او د دی ښځو په خوش اخلاقی او رفتار نور هم زما زړه بی قراره کیدو، اخیره خپل حجاب باسل می بهانه کړل او په تلوار خپل کوټی ته ننوتلم. همدا چی راغلم یو راحته نفس واخلم چی په کوټه کی می یو شپږ کلنه ماشومه جنی ولیده چی زما کوټه کی موختی وه او کرار،کرار یي زما څیزونه اړول راړول. هغي زما راتګ ته بیخی فکر نشو! په همدی خاطر په کراره می ورته وویل: بی اجازه د کوم کس شیانو ته سوک لاس نه وهي ځکه ښه کار ندی.
زما په غږ هغه ماشومي جني اوږی وپریدی او په ویری مخ زما خواته راوګرځه ویی. څو ثاني د هغه بوډی ښځی پشان په زبر او زیر راوکتل او بیا په خوشحالی زما خواته راغله او ویی ویل: ته زما د کاکا شزه یی؟
د هغي پدی خبره مي رنګ یو دم وپریدی او هک پک حیرانه شومه او په سل زحمت می وویل: ستا کاکا سوک دی؟
ماشومه- زما کاکا.. جهان کاکا.
څو ځله می دا نوم د ژبی لاندی زمزمه کړو" جهان جهان" ټول حافظه کي مي دا نوم نه وو اوریدلی؟ په تروش تندی می وویل: نه ته ضرور غلطه شوی یی.
ماشومه- یا زه نه یم غلطه سوی ماته جهان کاکا وویل کابل ته ځو او تاته د کاکا شزه راوړو..
د هغه ماشومي پدی خبره نور هم غوسه می راغله اوس پوه شوم چی دا میلمانه سوک دی او ولی دومره زما سره خوش اخلاقه وه؟ پدی فکر چی د حسیب څخه بغیر زما د غوښتلو لپاره بل سوک دی کورته ته راغلي د وحشت او ویری څخه مي ټول وجود ولړزیده هغه ماشومه انجلي مي د لاس څخه ونیول او د کوټی څخه مي په زوره وباسل او خپل غږ می یو څه پورته کړو تر څو دهلیز کی ناستي ښځی هم واوری او ومی ویل: ته ضرور غلطه شوی یی ګرانی زه ستا د کاکا ښځه نه یم او نه هم کیږم..
دا خبره می وکړل او د کوټی دروازه مي کلکه بنده کړه، پوهیدم کار می یو دم غلط او د ادب څخه لری وو، خو هیس مي ځان نشو کنټرول کولی حسیب او د هغه خندا د هغه خبری مي مخ ته پورته ښکته کیدل او فکر می کوی د دی راغلو خلکو سره سم رفتار کول د حسیب او د هغه د مینی سره د خیانت کولو په معنا ده. پدی فکر مي یو څو اوښکي د سترګو څخه توی شول چی د کوټی دروازه خلاصه شوه او ادی پداسی حال کی چی دروازه ځان پسی بنده ول په غوسه ناکه لهجه وویل:
ادی- وی.. دانو څنګه خبره وه چی تا وکړل؟ په شرمو دی بی بی حاجی ته وشرمه ولم.
د ادی د خبرو په جواب کي می هیس ونه ویل او خپل د حجاب په باسلو شوم ترڅو د ادی فکر زما اوښکو ته نشي.
ادی- تاته وایم بی شرمي دا نو څنګه خبره وه هاا؟
صبر می خلاص شو او مخ می د ادی خواته راوګرځه ویی او په ژړا می ورته وویل: دا زما ژوند دی ادی دا کوم نندارتون ندی چی هر یو راځی ما ګوری او خوښه ویی می او زما د اخیستو قیمت ټاکي، زه کوم شئ او جنس نه یم چی زر نفره دی هره ورځ زما د خوښه ولو لپاره کورته راشی. او خپل نظرات زما په اړه ووایی.
ادی- وی توبه سوک راغلی؟ چا درباندی قیمت ټاکلی؟ چا درته څه ویلی؟ دا د خدای او د رسول لاره ده پیغله جنې چی کور کي ویی مرکی او غوښتنونکي کور ته ځی راځی دی کی نه شرم دی او نه هم بد کار دی.
- زه یي نغواړم زما نه خوښیږی سوک دی زما د غوښتلو لپاره راشی، زه داسی ژوند نغواړم ادی،( په ژړا می وویل) نن زما د فراغت ورځ وه هیڅوک زما فراغت ته نه واست راغلی نه تاسو نه بابا نه آسما هیڅوک،تک تنها یواځی د هغه ټولو خلکو مینځ کی ولاړه وم. او اوس د دی لځایه چي یو تشویق، یو خبره، یو تش مبارکي راکړی. زما د رارسیدو مخکي مو شل کسان په کور کی کینه ولی چی زما د راتلو مخکی ما ورباندی خرڅه کړی،
زه دومره ستاسو په غاړه کی ولیدلی یم؟ زه دومره بد جنۍ یم؟ چی تاسو ما خپل د نظرو څخه ورکه کوی؟ او هر سوک چی د دی کور دروازه ټکوی تاسو ورته زما ده ورکولو قول ورکوی؟
ادی خپل شونډه کلکه وچیچل او د حیرت څخه یي خپل یو لاس د بل لاس پر شا کلک ووهی او په همغه حیرانه لهجه یي وویل: دا ته څه وایی؟ دا نن پر تا څه شوی؟ ولی داسی ګډه وډه لګیا یی؟ چا ته خرڅه کړی یی؟ چا ستا د ورکولو قول ورکړی؟ دا څه اپلاتي لګیا یی؟ اول ځل خو ندی چی تاته مرکه راځی دا هم د هغه نورو پشان دا کارونه څه معنا لری؟ دا ژړا څه معنا لری؟
حجاب باسل می پریخودل او هملته کینستم او ژړا ته می شروع ورکړه، نه پوهیږم ولی می هیس کنټرول خپل په کارونو، خبرو او رفتار باندی نه وو، زړه می بی کراره درزیدي او اوښکی مي بی واره بهیدی همدغه لحظه او ثانیه کي مي یواځی حسیب او د هغه د محبت څخه ډک خبری غوښتل، نور می هیس نه غوښتل هیس. زما په داسی ساندو او ژړاو باندی ادی په ورختای زما خواته راغله او زما انډی ته کینستل او زه یي خپل په غیږ کي ونیولم تر څو کراره می کړی، خو زما زړه هیس آرمتیا نه درلود او لکه یو چا چي خپل یو عزیز او ګران کس له لاسه ورکړی ویی داسی مي په سوز باندی ژړل.
امهمممم دانو څنګه چل شو؟؟؟
**خبرتیا لیست ولا ته
هغه ملګری چی لیست جوړه وی او لیست یی غټ وی که کوچنی فرق نکوه
نو هیله زنی کیږی چی زموږ سره رابطه وکړی
لیست ولا حتمند یو میسج وکړی@AhmadiHelmandi@AhmadiHelmandi@AhmadiHelmandi@AhmadiHelmandi خامخا یویویویویویو میسج وکړی مننه ږوند**
ادی په تروش تندی دا ځل جواب راکو: درد او بلا او ادی! د خاله او د هغه د کور لپاره مه ځه خپل د خور لپاره لاړشه، د کوم وقت څخه چی ماشوم یي په نس شوی او زموږ کور ته راتلي نشی تا یو پوښتنه ورباندی نده کړی! پرون یي ماته ګیله وکړه چی هوسۍ ولی زما پوښتنی نه کوی؟ ولی زموږ کور ته نه راځی؟ ما ورته سل بهاني راوړی چی خفه نشي. ته هم ځانته خور وایی؟
د ادی په خبرو چوپه شوم او خپل کوټی خواته روانشوم، ادی هم رښتیا وایی زه سومره بی وفا خور یم! آسما ماشوم لری او ما یو پوښتنه لا نده کړی ورباندی! خو نن می هسی زړه تنګ وو. او خپل حوصله می لا نه درلود څه ورسیږی د خاله کور ته تلل او د خاله او د هغه د مغرور او کبرجن لورګانو خبری اوریدل. شاید زما زړه هسی تنګ نه وی؟ شاید زما زړه د یو چا پسی تنګ وی؟ خو د چا پسی؟ شاید د یو مهربانه
کس د شنو سترګو پسې؟ شاید د حسیب پسی! پدی فکر می بیا ټول بدن ولړزیده. خدایه دا نو څنګه کار دی چی زما سره کیږی؟ ولی مي ټول فکر نن د هغه سره دی؟ ولی مي نن زړه غواړی د هغه مهربانه سترګی او هغه ښایسته مسکا چی زره، زره، یي زما روح ځانته تسلیمه کړی ووینم! دا زما سره څه کار کیږی؟ ولی په هر بیت د اشعارو کی ماته د حسیب څهره،اخلاق،سترګی،مسکا، او د هغه مهربانی او ادب مخکی، مخکی کیږی؟ یعنی زه په حسیب مئینه شوی یم؟ پدی فکر می ټول بدن توان صفر شو او ځای پر ځای په ځمکه کینستم. خپل سر مي په زنګونو کی ونیو خدایه دا څنګه کار دی؟
د ادی او بابا پسی د خاله کورته روانه وم، د خاله کور زموږ څخه یو څه لری وو خو دومره نه چي موټر کی لاړشو پیاده روان وو. خو زما ټول فکر نن د حسیب سره وو او هیس پدی دنیا خبره نه وم چی کله ورسیدو او کله بابا دروازه وټکه ول، او کله منحوس اجمل دروازه خلاصه کړه؟ د هغه په غږ می ورته فکر شو.
اجمل- د خاله لوری لکه چي زموږ کور خپل لایق نه حسابه ویي چی دننه نه راځی سنګه؟
د هغه په خبری می تازه فکر شو چی ادی او بابا د خاله کورته ننوتی؟ او یواځی زه د دروازی مخکی ولاړه یم! په تروش تندی می وروکتل ګیره یي خریلی وه مخ یي د پخوا څخه لا تک تور شوی وو، ژیړ غاښونه یی د خبرو په وقت کی د انسان خوا بده ول د هغه د قواری په لیدو می زړه بد شو، بغیر لدی چی کوم جواب ورکړم کورته ننوتلم. خاله او د هغه د لورګانو سره می په ناراضه انداز ستړی مشی وکړه او د ادی
څنګ ته کینستم آسما نه معلومیده شاید تراوسه خبره نه ویی؟ زموږ د کینستلو سره
سم اجمل هم زما مخامخ د بابا انډی ته کینستو، او خپل دوه ناپاکه سترګی یي ماته ونیول د هغه په نظر زه نور هم د ادی خواته نږدی شوم، سومره چی جمال او جلیل ښه هلکان دی هغومره یي اجمل یو بیحیا او معتاد شئ دی زما د بد قسمته لکه چی تازه هم د هغه خانه خرابه ایران څخه راغلی چی لا تراوسه یي پتلون او دریشی اچولی!؟ زما خبره د بابا پوښتنی راته صحیح جواب کړه.
بابا- اجمل جان کله پخیر د ایران څخه راغلې موږ دی خبر لانکړو؟
خاله- ستاسو ګیله مو په سر سترګو قبوله اوښیه، خو باور وکړی موږ لا نه وو خبر ماښام ناوخته دروازه وټکیده میروس جان د دروازی خلاصیدو سره چیغه کړه اجمل لالا راغی.
د خاله په خبری اجمل وخندل داسی چی هغه ژیړ غاښونه یی بیا زما حال خراب کو او ویی ویل:ولای کاکا څنګه چی ادی وویل بس ناساپه می اراده وکړل او پرون شپه راورسیدم هیڅوک خبر نه وه د راتګ څخه می.
دوې په خبرو لګیا وه سره چی آسما کوټی ته راننوتل. ډنګره شوی وه! د دری میاشتو ماشوم چی بیخی د نور حامله دار ښځو ته معلومیږی لا نه د دی ده معلومیدو! هغه هم د دی د زیات ډنګر والی له لاسه! رنګ کي د ادی خبره بیخی سرخی نه وه تک ژیړه شوی وه! ادی مخ ښکل کړو او زما خواته چي نږدی شوه ژر لځایه پاسیدم سترګی د اوښکو ټکی وه غیږ کی می ونیول چی ژړا ته یي شروع ورکړل! د هغه په ژړا خاله په تنده لهجه وویل:
خاله- وی..وی..خدای می دی واخلی دا نو سنګه کار دی آسما؟ اوس به پلار او مور دی فکر کوی چی مونږ درباندی ظلم کو چی ته داسی ژاړی!؟
ادی- وی خوری دا څنګه خبره ده خدای دی نکوی. آسما جانې ډیرو وقت راهیسی هوسۍ لورکی نه ولیدلی ځکه ورته په ژړا شوه....
بله برخه سبا شپه?
#شهاب?
#ګرګ آشتي ناول.
#خواجه زی لیکوال.
#وړاندی کونکی شهاب.
#پنځلسمه برخه.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ...?
"بـٍسـٍمً أآألًلًهٍـ أآألًـرٍحـًمًنْ أآألًـرٍحـًیم"
#دتیری برخی وروستي لفظونه...د استاذ په تلو می بابا ته یو مسج وکو او د نیلوفر سره د صنف څخه ووتلم. دواړه جوړه کانتین ته لاړو دوه دانی برګر مو راوغوښتل او د انجینر اغا غیبت مو شروع کوو.
#اوس نوی برخه.
نیلوفر- خدای دی هغه عینکی سترګی ورڅخه واخلی دومره شجاعت کی راه تو را ګرفته؟ ما ته دی خبر راکری وایی خودم چاره می ورڅخه کول.
په خندا می وویل: زه خیر بل ځل بیا تا خبره وم بیا هله یي جاره وکړه.
نیلوفر- معلومدار است کی چاره اش را میکنم چی فکر کرده با خود شهر بی پرسان است که جلو راه دختر مردم میګره؟ مه دستم به ای عینکی نه رسه هی هی.
د نیلوفر په خبرو او حرکاتو چی زما د خندیدو کوښښ یي کو د زړه د خلاص می خندل چی ناساپه می سترګی د کانتین په اخیری چوکی ناست حسیب باندی ولګیده! په هغه شنو سترګی یي په بیحده توجه راکتل او نری مسکا یي په خوله وه! دهغه په لیدو مي خپل خندا ټوله کړه او زر د کانتین څخه ووتلم. بابا د پوهنتون دروازی مخکی ماته منتظر وو د نیلوفر سره مي خدای پامانی وکړل او د کور په طرف روانشوم..
***
دری میاشتي د انجینر اغا د هغه بی ادبانه کار څخه تیر شوی وه، او نن په کوڅه کی یو بد حال وو چی د تلو لاره لا نه وه؟ هغه ځکه چی د انجینر صیب کوژده وه؟ انجینر اغا ته یي د هغه د خاله لور کوژده کړی وه! د بام له سره مي د باندی کوڅه کی د سړیانو نڅا ګانو ته کتل چی د ډول زن په ډول به اوړیدل راوړیدل!؟ د ځان سره می وویل دا هم د انجینر اغا هغه د مینی داستان چی ماته یي تعریف کو؟ "کی میمرم بخاطرت دختر معلم صیب؟" دا هم د ده مردن! خیرن دری میاشتی لاتیر نشوه چی لاړو کوژده یي وکړل. د هغه په کوژدی خفه نه وم یواځی د هغه په خبرو حیرانه وم چی دری میاشتي مخکی زما د مینی لپاره ګریوان شکو او نن..! نور راته په هغه یخ کي د دریدو توان نه وه په همدی خاطر کرار،کرار په هغه تیاره کي د زینو څخه راښکته شوم او کورته ننوتلم، چي زما پر لیدو ادی په تروش تندی وویل:
ادی- چیرته تللی ویی؟
- بام په سر وم.
ادی- ومی نه ویل بام سر ته مه پورته کیږه ټول د همسایه هلکان د بام سر تو پورته شوی ګوری دی!
- عه ادی ته هم لیونی یي پدی شپه او تیاره کي د چا فکر زموږ د بام سر ته کیږی؟ چی ما ووینی؟
ادی- داسی مه وایه د اوس وقت هلکان بلاوی دی! د پخوا پشان ساده هلکان ندی چی د بام سر ته یي فکر نشی، یا که فکر یي هم شي د حیا څخه سترګی ښکته کړی. د اوس وقت هلکان د جنیکانو د لیدو لپاره د کوه کاف غره ته لا پورته کیږی.
د ادی په خبره په خندا شوم خو څه می ورته ونه ویل او خپل کوټی ته داخله شوم. ادی هم رښتیا وایی د اوس وقت زیاتره هلکان همداسی دی شرم او حیا له مینځه تللی یواځی شهوت او هوس پاتی! خو ناساپه می مغز بله خبره وکړه "شاید داسی هم نه ویي ټول، شاید د حسیب پشان پاک هلکان هم ویي پکی؟" پدی فکر می ناساپه ټول بدن ولړزیدو حسیب! ولی دا فکر می ذهن کی تیر شو؟ ولی می حسیب
د نور هلکانو څخه بیل حساب کو؟ شاید ځکه چی دا دری میاشتو کی ما د هغه پاکه مینه ولیده؟ یعنی امکان لری زه هم ورباندی مینه شوی یم؟ نه، نه.. داسی کومه خبره نده ما حسیب د دی لپاره د نور هلکانو څخه بیل حساب کړو ځکه شاید ما ورڅخه بدی نده لیدلی! هو شاید همدا سبب ویی. نور کومه داسی خبره نشته لیوني هوسۍ. ما یي پدی خبرو څه؟ زه خپل درس وایم سبا ورځ باید ادی او بابا چاته محتاج نه ویی او زه باید دهغوی د بوډا والی لکړه شم! پدی خبرو می خپل فکر د حسیب څخه واړه ویي او ویده شوم. سهار جمعه وه او ادی اراده کړی وه ما د خاله کورته ځان سره بوځی! هر وسومره بهاني می چي راوړل نه یي منل.
- ادی زه کار لرم سبا بل سبا لوی اختر دی او ما خپل کالی تراوسه ندی ګنډلی؟! زه به نن کالی وګنډم نن د جمعی ورځ ده بیکاره یم، تاسو د خاله کورته لاړشی زما د خوا هم سلامونه ورباندی وایست.
ادی- هسی بهانې مه راوړه هوسۍ.د کوم وقت څخه ته دومره کاریګره شوی یي چي خپل کالي خپله ګنډی؟ تا خو خیاطی لانزده؟
- عه ادی چا ویل ما خیاطی نده زده؟ او هو زه ماشالله همیشه همداسی کاریګره وم تاسو فکر ندی شوی.
ادی په افسوس باندی سر راته و خوځه وی او ویی ویل: لس دقی وقت لری چی کالي مالی آریش دی وکړی او تیاره شی، د هغه څخه وروسته بابا دی راځی او نور وقت نشته. نو زر کوه شابه د دی بیځایه بهانو لځایه ورځه تیاره شه.
په ناراضه لهجه می وویل: ادی...
د نیلوفر سره جوړه صنف ته ننوتلم خو فکر می بیحده خراب وو او هیس می په درس ویلو تمرکز نشو کولی، او حسیب می سترګو ته مخکي، مخکي کیدو د اقتصاد پوهنځی یو وچ کلک محصل چی ټول د پوهنتون جنیکانو ورته وچ لرګی،سوئ تغذی،ناری وهل او حتا ځینی اوقات ملګرو یی ورته د قلیون لرګی ویل.. دومره ډنګر وو چی یو شمال او باد ځان سره وړی دری میاشتی مخکي په همدغه شنو سترګو چی نن یي د هغه ورځ پشان معصومیت او عاجزی پکی نه وه په همدی پوهنتون په همدی صنف کی ماته خپل د میني اظهار کړی وو؟ او ما... او... ما.... انکار...!
استاذ- لکه چي د هوسۍ لورکۍ هغه یو ورځ د درس ویلو شوه؟
خپل د فکرونو په نړی کي غرقه وم چی د استاذ په خبره د فکرونو څخه راووتم او تازه می صنف ته فکر شو، ټولو خندل لکه چی استاذ زما څخه یو پوښتنه کړی وه او زما فکر نه وو شوی! کبرا او دهغي په ډله کی چی څومره جنکیانی هلکان راتلل هغوی په طعنه خندل، او بعضی هلکانو هسی د ټوکو خندل، بس بیکاره مخلوق دی منتظر دی یو نفر یو کار وکړی یا استاذ یو شاګرد ته یو خبره وکړی چی د دوی ورځ ورباندی تیر شی، په افسوس می سر وخوځه ویی.او فکر می درس ته کړی تر څو د دغه بیکاره جماعت د خندا سبب نشم بلخصوص د کبرا او د هغه د ګروپ...
د نیلوفر سره د پوهنتون د محوطي څخه وتلم چی د شالخوا یو نفر زما په تخلص راته غږ کړو.
- اغلۍ محمدی..!
په لایکو مو حمایت کړی خوبجن مخلوقاااتوو?
#شهاب?
#ګرګ آشتي ناول.
#خواجه زی لیکوال.
#وړاندی کونکی شهاب.
#اتمه برخه.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ...?
"بـٍسـٍمً أآألًلًهٍـ أآألًـرٍحـًمًنْ أآألًـرٍحـًیم"
#دتیری برخی وروستي لفظونه...د ادی خبرو ته مي غوږ نیولی وو چی د کلا د دروازی د خلاصیدو آواز می تر غوږ شو؟ او د هغه سره سم د موټر غږ؟ لکه چی اطرافی روان دی ځی؟
#اوس نوی برخه.
- لکه چی اطر..( ژر می خپل خبره بدل کړه ځکه ادی زما د داسی الفاظو څخه کرکه درلود چی ما پر یو نفر لقب کیخودلی وای! البته خپله چی پر ما القاب ایږدی هغه مشکل نلری!) لکه چی اربابان مو روان دی ځی؟
ادی به داسی حال کی چی ماته په پیاله کی بوره اچول په کرار آواز یي وویل:
ادی- پرون ماښام لا نه پاتي کیدو خو ستا پلار ورته ډیر وویل مجبوره شو.
په پوسخند می وویل: ضرور خان صیب زموږ فقیرانه جونګړه نده خوښه شوی؟
ادی په غوسه وویل: د یو پیغلۍ جني سره دا خبری خوند نه کوی، ضرور یي کوم کار درلود خو ستا د پلار د منت څخه ونه وتو او شپه یي وکړه.
یو څو ثاني می ادی ته وکتل غوښتل می ورته جواب ورکړم خو ځان سره مي وویل یو اطرافی پدی نه ارزی چی وغواړم د هغه په خاطر دی خپل د مور سره خبره یو پر دوه کړم. په همدی خاطر چوپه شوم بابا هم د هغوی د رخصت کولو وروسته راغی چای څکلو ته، ژر مي خپل د چای د پیالی اخیری غړپ وکړو او لځایه پاسیدم.
ادی- دومره په ناز دی ځانته چای دم کړو او اوس همدا دوه ګولي ډوډی؟
- همدغه مي هم د زوره وخوړل د سهار لخوا د چا ډوډی ته زړه کیږی؟
بابا د همیشه پشان زه تر بس ټاپه ورسه ولم او تر هغه وخته چی بس د هغه د سترګو څخه پناه کیدی ولاړ وو، خوشحاله وم شه احساس می درلود دا چی داسی پلار لرم چی کولی شم ټول دنیا ته یي په افتخار معرفی کړم او ووایم دا زما افتخار او زما د کامیابی سبب بابا می دی. په بیحده ډیر مثبته انرژی باندی د پوهنتون حویلی ته داخله شوم چی زما پر لیدو نیلوفر په زغاستو زما طرف ته راغله، کله چی ماته راورسیده د ستړیا له لاسه یي نفس نفس وهو په کراره می ورته وویل:
- څه جبر وو پر تا چی داسی منډی دی وهلي؟
نیلوفر همغه حالت کی زما لاس ونیو او ویی ویل: راځه زه باید تاته یو څوک درښکاره کړم.
- څوک؟
نیلوفر همغه حالت کی خوله تر اخیره خلاصه کړه او په خندا یی وویل: ویګوری بیا خپله پوهیږی چی سوک یاده وم درته راځه شابه.
نیلوفر زه خپل د پوهنځی څخه د اقتصاد پوهنځی خواته کش کړم! ما چی د اقتصاد پوهنځی ولیدو خپل لاس می د نیلوفر د لاس څخه کش کړو او په تُنده لهجه می وویل: چا ته دی زما د راوستو قول ورکړی؟
زما په کار نیلوفر هم د تلو څخه ودریده او هک حیران یي ماته راوکتل؟ د څو ثانیو وروسته په غوسه باندی زما لاس بیا کش کړو او ویی ویل: ای هوسۍ میګم خدا چکارت کنه دختر! ته زما په اړه داسی فکر کوی؟
- زه ستا په اړه بد فکر نکوم، خو ستا کار..
نیلوفر- سیس.. ساکت باش..
د نیلوفر په خبره زه هم چوپه شوم هیس ښه احساس می د اقتصاد پوهنځی ته نه درلود، نیلوفر د یو صنف مخ ته کشه کړم او بیا یی د سترګو په اشاره په خندا راته د صنف خواته اشاره وکړل! تلوسه می شوه چی وګورم دا نو سوک دی چی د هغه د خودلو لپاره نیلوفر دومره هیجان زده ده؟ ځکه چی هوا ګرمه وه د صنف دروازه یي خلاصه پریخودلی وه په کرار می سر معلوم کړو او د ډیر حیرت له لاسه ناساپه می د خولی څخه د "اااای" لفظ ووتو زما په غږ هغه مخ راوګرځه ویی.. او ما د نیلوفر لاس کش کړو او دا ځل زه وم چی هغه مي په تلوار ځان پسی کشه کړه کله چی د اقتصاد پوهنځی د تعمیر څخه ووتو نیلوفر خپل لاس راڅخه کش کړو او همغسی په ستړی نفس، نفس یي وویل: چکار... میکنی.. دیوانه؟ نفسم برید..
زما حالت دهغی څخه لاخراب وو، ټول فکر او ذهن می د اقتصاد د پوهنځی په صنف کي د هغه دوه شنو سترګو په نظر کی بند پاتی وو، زما په غږ راوګرځیدی او اخیره کی د منډی مخکی می د هغه پوسخند لیدلی وو، یعنی پیژندلی یم؟ هو ضرور یي پیژندلی وم چی داسی پوسخند یی وهی! پدی فکر مي د غوسی څخه مخ تک سور شو او په نیلوفر مي خوله خلاصه کړه.
- زړه دی یخ شو زه دی هغه سوئ تغذي ته په دوه روپی کړم؟
نیلوفر په حیرانتیا وویل: چی میګی؟
- دغه چی آوری دغه میګم.
نیلوفر- مرض درست حرف بزن، څه شوی؟
په غوسه می وویل: څه شوی؟ هغه وچ لرګی زه خپل د تماشا په حالت کی ولیدم او ماته یي پوسخند ووهی..!
نیلوفر- عه ما فکر وکری څه شوی..
- یعنی ستا په نظر دا چی زه دغه چینچی ته وشرمیدم هیس نه وو؟
نیلوفر په خندا وویل: اول خو دومره نومونه د خلکو په هلکانو نمان، دویم خیالت راحت هغه ته نه یي پیژندلي..!
- ته د کوم ځایه پوهیږی چی هغه زه نه یم پیژندلی؟
نیلوفر- بس پوهیږم نو، بیا بریم صنف استاد آمد.
د لمانځه وروسته هر څو نه چی کوښښ می وکړو خو خوب می سترګو ته رانغی! لکه چی اودس او مونځ می خوب تخته ولی وو؟ پاسیدم چای می دم کو خپل د پوهنتون نوټونه او چپټرونه می برابره ول چی ادی غږ کړو.
ادی- ماشالله نظره دی نکړم دا لمر نن د کومي خوا راختلي چی ته دومره وختي پاسیدلی یی؟
په خندا مي خپل بکس او چپټرونه راوخیستل او آشپزخانی ته ننوتم.
- ګوره ادی ستا خبره چی منم هم خبری کوی او که یي و نه منم خو بیخی نو..
ادی- خبری نکوم خدای دی همیشه دغسی هوښیاره لره، جنۍ باید تل وخته پاسیږی د کور کارونه وکړی تر څو یو شي یي سبا ورځ زده ویي کله چی خپل د میړه کور ته ځی..
ادی د همیشه پشان لګیا شوه خپل پر نصیحتو عادت می کړی وو د ادی د خبرو سره، پوهیږی کله ناکله انسان د ډیر مینی څخه چی د یو چا سره یي لری په هغه کس سختی کوی خبری کوی جنګ کوی یواځی او یواځی پدی خاطر چی د میني حد یي له اندازه وتلی، لکه ادی! زه پر ادی بیحده ډیره ګرانه یم حتا د آسما څخه لا ډیره! خو ادی خپل د میني الفاظ په خوله ویلی نشو او د هغه له ځایه همیشه یي فکر زما کاورته، زما خوراک ته، زما ژوند ته زما آیندی ته دی ټولو څیزونو ته یي فکر کوی ځکه چی مور ده او د مور پشان پاکه او سپیڅلی مینه هیڅکله په دنیا کی بیا نه پیدا کیږی. د ادی خبرو ته مي غوږ نیولی وو چی د کلا د دروازی د خلاصیدو آواز می تر غوږ شو؟ او د هغه سره سم د موټر غږ؟ لکه چی اطرافی روان دی ځی؟
بله برخه سبا شپه..
#شهاب?
مینه لرم
دژمی
یخنی هم ورو ورو زیاته شوه حساب هم خلاص شو الجبر مو نوی شروع کړو زموږ استاز د خوست وو او د کابل پوهنتون کی د انجنیری پوهنځی محصل وو ژمنی رخصتی شوه استاز وویل چی زه ځم خپل ولایت ته او تاسو د بل استاز سره الجبر شروع کړی موږ ډیر زیات خفه شو ځکه زموږ استاز ډیر زیات تکړه او استعداد لرلو خو مجبور وو استاز لاړو ما هم له بل استاز سره نوی صنف پیل کړو نسرین هم رانه ورکه شوه نه پوهیدم چی کوم استاز سره نوی صنف شروع کړی وو ډیر وګرزیدم خو ما هغه پيدا نکړه له هغی وروسته خوبونه ورک شول ټوله شپه ورځ به می فکر کولو تل به تنها وم موبایل به می خاموش وو چی څوک زنګ ونه وهی او تل به خولی ته دا ټپه راتله
چې وخت تېریږي غم ډېریږي
نه پوره کېږي د مئین زړه ارمانونه
کله به می لاس په پل وهلو کله به می د ځان وژنې کوشش کولو چی تنها به شوم ژړا راتله دوه میاشتی تیری شوی یوه ورځ کورس نه راووتم صنفي می ذاکر ولیدو ویلی هلکه رنګ دی ولی تغیر شوی څه شوی ووایه کنه ما ورته د هغی ټوله کيسه وکړه هغه له کيسې اوریدلو وروسته یوه عجیبه خندا وکړه ویل هغه اوس زما سره په یو صنف کی ده ۲بجی راځی له دی خبری اوریدو سره په ځان پوی نشوم ذاکر می غیږ کی ونیولو له خولی می بی اختیاره چغه ووته چی یاالله شکر د کورس
مخکی ټولو خلکو ماته په حیرانتیا وکتل ذاکر وویل هلکه خوشی می که ټول موږ ته ګوری خدای پاماني می واخسته لاړم کورته سبا ۲بجی راغلم د دوی صنف کی کیناستم دوی له موږ نه په درس شاته وو حو هغه نه وه صنف کی شل دقیقې وروسته له درسي ساعت نسرین راغله ما هم سوړ اوسیلی وکړو له ځان سره می غلی وویل چی شکر خدایه راغله هغه به تل شل دقیقې ناوخته راتله صنف ته ساعت خلاص شو بیرون یی مخی ته ودریدم چی نسرین به می ووینی حو هغه
همغه شان مغروره وه بیا یی هم زما خواته ونه کتل او لاړه زه هم مايوسه بیرته خپل کور په لور روان شوم دوه هفتی یی مخکی ودریدم خو هغی هیڅ ونه کتل زه چی راغلی یم دی کورس ته هغی نه وم لیدلی یوه ورځ له کورسه راووته له همصنفی خوستی سره ولاړه وه د ملګري نوم راته نه وو زده خو کورس کی ټولو ورته خوستی ویل خو وروسته له څلورو میاشتو دی زما خواته وکتل ما کي یی سترګی خښی کړی زه ډیر شرمناک وم ما سر ښکته کړو خو بیا می هم د سترګو لاندی څارله او هغی له ما سترګی نه اړولی ریکشه یی راغله هغه لاړه زه هم روان شوم کورته په تش کتو یی له حده زیات خوشال وم غمونه فکرونه هر څه رانه هیر شونیمګړی مینه
د شپی به ډیر تر ناوخت ویخ وم د ډیری خوشالی به خوب نه راتلو صنف ته چی به لاړم هغه به هره ورځ شل دقیقې ناوخته راتله هره ورځ به مو د کورس مخکی سترګی جنګولی خو زه ډیر شرمګیر وم چی هغی به سترګی جنګولی ما به سر ښکته کوو وړوکی ورور یی عادل به چی رخصت شو نو زما سره به ولاړ وو چی کله به یی خور راووته بیا به تله اوړی شو مکتبونه هم شروع شو زموږ کور هم له الوخیلو ارزان قیمت ته راغلی وو نو ما می هم ورورنو سیپارچی راوړی یوه ورځ می خط وليکلو خپله حخ نشوم ورتللی ځکه چی د انجونو لار بیله وه او په هغی لار هلکانو ته د تګ اجازه نه وه. لومړی سر کی می یو شعر وليکلو
عمر دی ډیر شه ښکلیه یاره
زما د زړه ستنی په تا ولاړی دینه
السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته ای د ښایست ملکی د حورو د ذاته غواړم تاته یوه خبره وکړم له کومی ورځ چی می لیدلی یی خوبونه رانه ورک شوی زه له تاسره د ليونو په رقم مینه لرمه زه لاړم تعلیمی حوزی ته د سیپارچو کار می خلاصولو خط می وړوکی ورور ته ورکړو چی دا هغی ته ورکه لومړی ورځ هغه خط وړی وو خو خط یی نه وو ورکړی سبا یی بیا وروړو ورته ویلی وو چی خط واخله هغی ورته ویلی وو چی نه یی اخلم کور ته چی راغلم شل رقم خبری می زړه ته راتلی ژړا راتله غوښتل می تنها اوسم او خه په چیغو چیغو وژاړم ملګری می خاطر راته وویل چی بیا خط ورکړه انجونی ډیر نازونه کوی
دوام لري په تمه اوسی
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د لومړۍ برخي (پای)
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مغروره مینه
برخه : دوهمه
لیکوال . لیکواله : ................؟
وړاندې کوونکی:شیرزی سنجش
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
هغی ورته ویلی وو چی نه یی اخلم کور ته چی راغلم شل رقم خبری می زړه ته راتلی ژړا راتله غوښتل می تنها اوسم او خه په چیغو چیغو وژاړم ملګری می خاطر راته وویل چی بیا خط ورکړه انجونی ډیر نازونه کوی
دا ځل یی اخلی خو دی به بیا هم همغه شان هره ورځ سترګی جنګولی مینه ته یی زړه وو خو نازونه یی کول فقط یی زه ځورولم نیمګړی مینه...
په لایکو مو حمایت کړی??
#شهاب?
رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»
News & media website
تازهترین اخبار ایران و جهان
ارتباط با ما :
@pezhvakads
اینستاگرام ?
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==
Last updated 2 months ago
( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads
𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot
Last updated 1 month ago