ښکلي شعرونه

Description
Advertising
We recommend to visit

کانال فیلم

Last updated 11 months, 2 weeks ago

رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»

News & media website

تازه‌ترین اخبار ایران و جهان

ارتباط با ما :
@pezhvakads

اینستاگرام ?
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==

Last updated 2 months ago

‌( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد ) ‌

‌آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار‌ ‌‌ ‌

‌‌𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads

𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot

Last updated 1 month ago

3 days, 14 hours ago

څنګه بــه يې وۀ لؤلې اشنـــا څۀ عبارت نۀ دے
درد خو ظاهرېـــږي نــۀ او دا څۀ عبارت نۀ دے

ډېـــره خاموشي هم لۀ تـاوانه خالي نۀ وي خو
زده مې څۀ خبــرې نۀ دي يـا څۀ عبارت نۀ دے

څنګه دې د کفـــر او ايمـــان اندازه واخيـــسته
ليک خو په تندي بـــاندې ملا څۀ عبارت نۀ دے

بې لـۀ محبته بې لـۀ مينې په ټول ژوند کې ما
لوستے نور د دغې نـه سېــوا څۀ عبارت نۀ دے

هسې ورتـــه ګورم او بلهـــا معنې ترې اخلـــمه
څوک وايي تصوير ډک لۀ معنا څۀ عبارت نۀ دے

څنګه به يې وران کړمه لۀ زړۀ کاروان مومنده يار
مـــا درتـــه ويېـلي دي پــخوا څۀ عبارت نۀ دے
کاروان مومند

4 days, 16 hours ago

غزل

تکه توره له لونګه ده زړګيه
لېونۍ څومره ملنګه ده زړګيه

د ادم بچی یم، خدای دې راته خیر کړي
زما مینه غنمرنګه ده زړګیه

بې له پلاره مې د زړه بازارګی وران دی
بې ادکې دنیا ړنګه ده زړګیه

چې تا نه وینو لالیه د زړه سره!
دا پراخه نړۍ تنګه ده زړګيه

توره و نه کړه د امن د یار سترګو
نور مې کرکه له هر جنګه ده زړګيه

عقیده غوندې سپېڅلې ده "جانانه"
نه وړه ده او نه دنګه ده زړګيه

جانان خدرخېل
١٤٠٣/٨/٢٩

6 days, 13 hours ago

غزل

خیر پر ځای پرېږدو او شر ته کښېنو
خدایه له تا لاړ شو، بشر ته کښېنو

ژوند خو قسم کړی چې نه سمېږم
نور کوم ملا او کوم کوډګر ته کښېنو؟

د خدای په چارو مو لاس نه رسیږي
راځه د ژوبل پرهر سر ته کښېنو

د اسمان نور څوک دي له خدایه بغیر؟
چې ستا له خوا پورته شو، چرته کښېنو؟

حال به له خدایه د مجبورو واخلو
لږ به د ګرم اوړي لمر ته کښېنو

د وړو ووړ فکر، وړې خبرې
صمیمه! ستر به شو چې ستر ته کښېنو
پاچا صميم

1 week, 3 days ago

زه د خدای په رنګ کې رنګ يم؛ د یوې ډلې هم نه یم
که نا اشنا يم مؤمنانو! یو دې داسې هم په کې وي

د رقیب کړنې به زغمو، په مرګي مو پېرزو نه دی
دا خو ژوند دی ای يارانو! یو دې داسې هم په کې وي

ما به خدای بخښي شېخانو! خالي لاس به ځم جنت ته
خدای به وايي جنتيانو! یو دې داسې هم په کې وي

دا به هم د خدای تقدیر وي؛ چې دا کوږ لرګی سيخ نه شو
بسمل پرېږدئ ملايانو! یو دې داسې هم په کې وي
#بسمل

1 week, 3 days ago

اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ‎

هر څوک که وغواړي په ليست کي ګډون راسره  په دغه آيډي باندي دې راشي.                                            
              ༿👉  👇رابـطـه 👇

@Hdtef

1 week, 3 days ago

اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ افْضل صلواتِک

نیمګړۍژوند👇
https://t.me/Shaheen_Afghan_2
شاهدافغان ترانی👇
https://t.me/shaidafghantarani

عبیده پکتیکاوال👇
https://t.me/faizyfaizy

شاعرعبدالجلیل جهادیار👇
https://t.me/+XpWgcHOrD9E5NWY0

شاعررنځورهلالی👇
https://t.me/TsPERV
طالب بدری ټکور👇

⁨طالب بدري ټکور🌴⁩ Taleb Badri ⁨https://t.me/+zuU-IY4qyBA2Yzhl

ښکلی ادبی لیکنی👇
https://t.me/skei3e

شاعرهیبتی ملنګ👇
https://t.me/+6SBH9aZLMJJmMDU9
جمالی صیب👇
https://t.me/gmalisaheb

عرفان جمال ماشوم احمدی جمال👇
https://t.me/AHSUSJSNISJA
نیمګړی هیلی نیمګړی ارمانونه👇
https://t.me/GHkgighvnvchjvvcjnf
طالب العلم عابدتنهاکندوزۍ👇
https://t.me/Abidtanhatarani
محمدخان مشال
https://t.me/htktrdyryotfoyee
ډیزاینرصدیقی فراهی👇
https://t.me/+w3552fvANbtkNTk1
حنظله اشناټاپیست👇
https://t.me/+t-Y79srNb2wzZmY1
نعت خوان طلحه جانان👇
https://t.me/+Zewufsz7LHQzZmJl
مولوی قدرت الله شفیق دترانوکور👇
https://t.me/tss0702938483
عصمت الله سراجی 👇
https://t.me/aesmatalahsuraji
ایډیټ طالب میکایل 👇
https://t.me/+mq_n3RNtE2w1ZDhl
شاعرنصرت طالب👇
https://t.me/A123ABCD
تلاوت خپرندویه اداره👇
https://t.me/+TdBgrgjQL4diNGQ1
جانان خپرندویه اداره 👇
https://t.me/Janana111
حامدجان احساس👇
https://t.me/Hamidjanihsas
محمدفواداکبری👇
https://t.me/Fawadakbari
منصوراحمدحقیار👇
https://t.me/Mansoorahmadhaqyar
امیرخان کریمی👇
https://t.me/Amirkhankarimi089
حذیفه محاجر👇
https://t.me/Huzaifamuhajr
خالدجان الیاس👇
https://t.me/Khalidjanilyas
هابیل غازی👇
https://t.me/Habilghaze
دایډیتورجیلان هراتوال👇
https://t.me/+UihCBXue53hkMzY1

حافظ حمیم بدری👇
https://t.me/hamimsahib
سبحانی اغا👇
https://t.me/htktrdyryotfoyee

احمدولی سیلاب👇
https://t.me/sailab2023
دخونده ډک شعرونه👇
https://t.me/hfstey
ددین لارښود👇
https://t.me/melmy1
نعت خوان عبدالقیوم رحمانی👇
https://t.me/htktrdyryotfoyee
تسل اشنا👇
https://t.me/tasalashna
قمر👇
https://t.me/Kamar_3130
داسلام دغازیانوتاریخ👇
https://t.me/zsaguijnbvfyo
شاعرمُحَمَّدنعیم رحمانی👇
https://t.me/Fhfddfg
قسیم بدری👇
https://t.me/QasimBadr9
ښکلی شعرونه👇
https://t.me/Shkali_Shrona0

زموژ دواټساف ګروف ته داخل شۍ ګلانو👇
https://chat.whatsapp.com/IFndMr6Ak4SKZVml37DYop

2 weeks, 2 days ago

چیغې زیارتو ته وهل هسې دي
مَړو ته ځولۍ غوړول هسې دي

کومه ده، چې ته یې راته راوستې؟
چایو کې د خلي راتلل هسې دي

سختو ته به ولټوو بله لار
یاره د وطن پرېښودل هسې دي

ړنګه شوه زما او د هغې کیسه
نور نو په دې باب غږېدل هسې دي

کښېنه د تقدیر پایلو ته واړوه
شین سهار له کوره وتل هسې دي

یعنې د ازغو بازار ښه ګرم دی
یعنې د ګلانو کرل هسې دي؟

نه درځم، په لاس صمیمه! نه درځم
ما پسې غزلې لیکل هسې دي

پاچا صميم

2 weeks, 6 days ago

معلومېږي ستا له سستې رابطې هم
زړه دې موړ شو له خبرو له کیسې هم

ته چې تللې یې له هغې ورځې وروسته
زه يرارېږم د مېلمه له مخه ښې هم

دا دې کومې بې رخۍ ته غاړه ورکړه
مخ دې پټ وي که خوبونو کې راځې هم

ته دا هم غواړې چې زه در ملامت شم
او په خپلې ګناه سترګې پټوې هم

چې په کوم شدت دې وویستم له زړه نه
داسې ووځه زما له حافظې هم

پل به ستا د زړه په ځمکه بیا کېنږدم
که منت راته بیا وکړې که زارې هم

3 weeks ago

غزل:

ربه ازمایښت خو به دې سخت نۀ را کاؤۀ
یار خو دې راکړی ؤ خو بخت، نۀ را کاؤۀ

ما دې کړی څو کاله د یؤې کیسې ارمان
تا فقط یؤه دقیقه وخت ، نۀ را کاؤۀ

زۀ دې عادتي کړم پۀ ژړا شوګيرې شپې
خوب دې د څنګلې پۀ بالښت، نۀ را کاؤۀ

ما د شعر پۀ ژبه چیغه وکړه لۀ پرهر
ډمې زمانې ذره ارزښت ، نۀ را کاؤۀ

تا مچکه نذر ؤه د خپل ښایست ذکات
بیا دې د برباد وجود لګښت، نۀ را کاؤۀ

ما پسې دوعاؤې ؤې انځوره یاره ځکه
خدای چې د وړوکي شي کمښت، نۀ را کاؤۀ

سید انور انځور

3 weeks, 3 days ago

غزل

بل راوړي نه خپلېږي ــــــ دا متل دى
په دې سوچ کې مې سر ايښى په څنګل دى

بيا مه وايه چې خداى څنګه په يو حال وي
تر پرونه چې دې نن مزاج بدل دى

بل او بل پسې خلاف مه راته وايه
چې د ښې ورځې دې خپل دى بل او بل دى

د هماغې غوټۍ ولې ــــ اوبومه
چې د کومې په خندا کې مې اجل دى

څوک شپونکى د ښاپېريو په ـــ طلب کې
را ګډ شوى د لېوانو په ـــ ځنګل دى

دانايان دي د ښامار د کور په وره ناست
ساده رو ترېنه روان لعل په بغل دى

هر قدم دي ـــــ څلور لارې شمائلې
چې په کومه لار مې لورى د منزل دى

شمائله سليمي

We recommend to visit

کانال فیلم

Last updated 11 months, 2 weeks ago

رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»

News & media website

تازه‌ترین اخبار ایران و جهان

ارتباط با ما :
@pezhvakads

اینستاگرام ?
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==

Last updated 2 months ago

‌( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد ) ‌

‌آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار‌ ‌‌ ‌

‌‌𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads

𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot

Last updated 1 month ago