رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»
News & media website
تازهترین اخبار ایران و جهان
ارتباط با ما :
@pezhvakads
اینستاگرام ?
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==
Last updated 2 months ago
( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads
𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot
Last updated 1 month ago
د غزې تړانګې په شمال جبالیه سيمه کې د صهیونیسټي دښمن له ځواکونو سره د القسام کنډک د مجاهدینو نښته وګورئ.
«نَصْرٌ مِنَ اللَّهِ وَ فَتْحٌ قَرِيبٌ»
دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ
د رياست الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالكبير په مشرۍ د سیاسي کمېسیون غونډه کې د سیمې او نړۍ په وروستیو تحولاتو او له هېوادونو سره د اړیکو پر پراختیا خبرې شوې.
همدا راز په یاده غونډه کې د سیاسي او اقتصادي پرمختګونو، د ژمي په راتګ سره د نړیوالو مرستو په انسجام او له نشهيي توکو سره د مبارزې په لاسته راوړنو خبرې شوې دي.
دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ
خوست فوټبال ملي لوبغالي کې د ۱۶۲ تنو تجویدالقران فارغانو په ویاړ د حسن قرأت نړیوال محفل ترسره شو.
یاد محفل ته د هیواد د بېلابېلو ولایتونو تر څنګ د بهرنیو هیوادنو لکه مصر، ایران او پاکستان څخه هم نوموتي قاریان دعوت شوي و.
په اړه یې جوړو شویو مراسمو کې د کورنیو چارو وزیر الحاج خلیفه سراج الدین حقاني ګډونوالو ته وویل، چې د بهرنیو قاریانو راتګ هېواد ته په نېک پال نیسو او دوی هر وخت کولای شي په ډاډه او جرئت مندانه توګه افغانستان ته راشي او په خپلو ښایسته اوازونو کې د تلاوتونو په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې برخه واخلي.
الحاج خلیفه صیب وویل، د قران کریم لار د عزت او عظمت لاره ده، عاملین یې د جهان پرمخ تر ټولو نیکمرغه او مخالفین یې نابود او بدمرغه دي.
ښاغلي حقاني صاحب وویل، په لهجاتو او تجویدي شرایطو سره سم د کتاب الله اورَونه زړونو ته نېغه لاره کوي او د قران کریم ستر شان ته په لویه کچه پام اړوي.
الحاج خلیفه صاحب فارغینو زده کوونکو ته د مبارکۍ مراتب وړاندې کړل او له دوی یې هیله وښوده چې د قران کریم په صحي معنا زده کړه ییز بهیر تر پایه تعقیب کړي او د ژوند په ټولو لارو چارو کې د عمل او تطبیق جامه ور واغوندي.
ښاغلي حقاني صاحب وویل، چې موږ له نړۍ سره د تعامل مخالف نه، بلکي د استعمار مخالف يو او له نړیوالو سره داسې اړيکې غواړو، چې د اسلامي اصولو او شريعت خلاف نه وي. هيچا ته د دې اجازه نه ورکوو، چې زموږ ديني قوانين تر پښو لاندې کړي.
د یادولو ده، چې په یادو مراسمو کې د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني، د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني، د کورنیو چارو وزارت لومړی مرستیال مولوي محمد نبي عمري، د خوست ولایت والي مولوي عبدالقیوم روحاني، مرستیال والي مولوي محبوب شاه قانت، د خوست ولایت امنیه قوماندان حافظ عبدالرشید عمري، د رابطې مسؤل الحاج محمد جمیل مسلم، علماءکرامو، طالباءکرامو، قومي مخورو او ګڼ شمیر عامو خلکو ګډون کړی و.
دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ
#خبرتيا
د هند په ممبي ښار کې افغان کونسلګرۍ د پاسپورټ وېشل پیل کړل
د هند په ممبۍ ښار کې د افغانستان کونسلګرۍ د خبرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ نن ( دوشنبه د لړم یوویشتمه ) افغان وګړو ته د پاسپورټونو د وېش بهیر پیل شو.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد تکل هم د یادې کونسلګرۍ دغه خبرتیا راخیستې ده؛
د هند په ممبي ښار کې د افغانستان کونسلګرۍ ایکس پاڼه په دې وروستیو کې جوړه شوې ده.
په یوه بله لنډه لیکنه کې، چې پرون په همدې پاڼه کې خپره شوې؛ راغلي، چې په ممبي کې د افغانستان قونسلګري له دوشنبې څخه تر جمعې پورې ټولې کونسلي چارې ترسره کوي.
د دې کونسلګرۍ د هڅو د څرنګوالي او مشرتابه په اړه تر دې دمه څه ویل شوي ندي.
دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ
#بهرنی_خبر
سي اېن اېن تلوېزیون خبر ورکړی، چې د یکشنبې په ورځ د امریکا الاباما ایالت په ټسکېګي پوهنتون کې پر محصلینو برید شوی، چې یو تن په کې وژل شوی او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.
برید د زده کړېالانو روایتي جشن « کور ته د ستنېدو اونۍ» په نوم ۱۰۰م جشن پر مهال شوی دی.
سرچینې د چارواکو له قوله ویلي، د برید په تور ۲۵ کلن جاکوېز میریک نیول شوی او وژل شوی ۱۸ کلن ځوان د پوهنتون محصل نه و، خو په ټپیانو کې ډېری زده کړېالان دي.
ځایي اوسېدونکو ویلي، یادې پېښې د دې ښار ۹۰۰۰ کورنۍ غمجنې کړې دي.
د یادونې وړ ده، چې تېر کال هم په یاد پوهنتون کې د زده کوونکو پر لیلیې ډزې شوې وې چې څلور کسان پکې ټپیان شوي وو.
دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ
#بهرنی_خبر
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې اوکراین تېره ورځ يكشنبه ( د نومبر لسمه) د روسیې پلازمینې مسکو په ګډون پر یو شمېر نورو سمیو د ډرون ۸۴ بریدونه کړي.
د روسیې دفاع وزارت د دې بریدونو په اړه ویلي، چې د هوایي دفاع سیسټم د مسکو په فضا کې ۳۶ اوکرایني ډرون له منځه وړي، خو د ویجاړو شویو ډرون ټوټې پر استوګنیزو کورونو را پریوتي چې په پاېله کې یې ۴ کورونو اور اخیستی او پینځه کسان پکې ټپیان شوي دي
دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت کفیل او د باختر خبري اژانس رییس مولوي ضیاءالحق حقمل بدخشان ولایت کې د سیرتالنبي او د اسلام تاریخ سیالۍ د مخکښو ګډونوالو په ستاینغونډه کې ګډون کړی.
ښاغلي حقمل په دې مراسمو کې وویل، چې د اوسني نسل ځوانان دې د دیني علوم سربېره د عصري زدهکړو د ترلاسه کولو په برخه کې هم کوښښ وکړي، ځکه په اوسني ځوان نسل پورې د اسلامي امت هیلې تړلې.
د سیرت دغه سیالي چې د یاد ولایت د مرکز په ګډون پکې د کشم او بهارک ولسوالیو څخه ۲زره کسانو برخه اخیستې وه، غوره ګډونوال یې وستایل شول.
دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ
د بغلان یو شمېر دیني علماوو او مخورو د ریاستالوزرا له اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره په لېدنه کې له اسلامي امارت څخه په یاد ولایت کې د بېلابېلو پراختیایي پروژو د پلي کېدو غوښتنه کړې.
د ریاستالوزرا ادارې مرستیال یادو مشرانو او دیني علماءکرامو ته په خطاب کې ویلي، هېوادوالو ته د خدماتو وړاندې کول او امنیت ټینګښت د اسلامي امارت له مسولیتونو او ژمنو څخه دي او په دې برخه کې به له هیڅ ډول هڅو درېغ ونه کړي.
ښاغلي حنفي دوی ته ډاډ ورکړی، چې امکاناتو ته په کتو به یې غوښتنو په تړاو اړین ګامونه پورته کړي.
دافغانستان اونړي خبرونه چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ
رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»
News & media website
تازهترین اخبار ایران و جهان
ارتباط با ما :
@pezhvakads
اینستاگرام ?
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==
Last updated 2 months ago
( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads
𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot
Last updated 1 month ago