# اسلامي معلومات #

Description
که د حق په ويلو کې د ځان څخه زمری نه شی جوړولی نو د باطل په ويلو کې د ځان څخه سپې مه جوړوه. دحق په ويلو کې د هیڅ ملامت کونکې د ملامتولو څخ مه ډاريږه
@infislami
زموږ چينل هم درسره جواين کړئ
https://t.me/QNnoorani
Advertising
We recommend to visit

کانال فیلم

Last updated 11 months, 2 weeks ago

رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»

News & media website

تازه‌ترین اخبار ایران و جهان

ارتباط با ما :
@pezhvakads

اینستاگرام ?
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==

Last updated 2 months ago

‌( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد ) ‌

‌آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار‌ ‌‌ ‌

‌‌𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads

𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot

Last updated 1 month ago

1 month, 2 weeks ago
[#د\_نامحرمی\_ښځی\_سره\_د\_زنا\_کولو\_عذاب](?q=%23%D8%AF_%D9%86%D8%A7%D9%85%D8%AD%D8%B1%D9%85%DB%8C_%DA%9A%DA%81%DB%8C_%D8%B3%D8%B1%D9%87_%D8%AF_%D8%B2%D9%86%D8%A7_%DA%A9%D9%88%D9%84%D9%88_%D8%B9%D8%B0%D8%A7%D8%A8)

#د_نامحرمی_ښځی_سره_د_زنا_کولو_عذاب

څوک چی دیوي نامحرمي ښځې سره زنا وکړی. ددی امت نیم عذاب به په دی ښځې او سړى وی. کله چی د قیامت ورځ شي, که میړه یی پری خبر نه وی نو الله به ده ته آجر ورکړى. او که پوهیږی او ځان یی چپ نیولي وی نو الله به جنت پری حرام کړی. ځکه الله تعالی د جنت په دروازه لیکلي دی. اى د جنت دروازی! ته په دووس حرامه یی. او دووس هغه څوک دی چی پوهيږى ښځه یی فاحش کار کوی، او دی غلى (چپ) کېږی، او غیرت نه کوی. څوک چی په پردی ښځى د شهوت دپاره لاس کښیږدی. د قیامت په ورځ به یی لاسونه تر غاړی تړل شوی وی. او که مچ کړی یې وی، شونډي به یی په اور و داغل شى. او که زنا یی ورسره کړی وی، نو ددوی اندامونه به ګواهى پری ورکوى. الله به زنا کارو ته په غضب گوری د مخ غوښی به یی توی شی. زناکار به منکر شی، چی ما څه ندی کړی. نو ژبه به یی شاهدی ورکړی چې ما حرامي خبري کړى. لاسونه به ووایي ما حرام واخستل ونیول. سترگی به ووایي ما حرامو ته وکتل. پښی به ووایي زه حرامو ته ولاړم. شرمگاه به یې ووایی ما زنا وکړه. او یوه ملائکه به ووایي: ما واوریدل، بله ملایکه به ووایي ما ولیکل. او الله ج به ووایي ما هر څه ولیدل پرده مې ستاسي وکړه. بیا به الله ج وفرمايي. ای ملایکو ویې نیسي او زما عذاب ورباندی وڅکی، زما قهر په هغو زیات دی څوک چی زما څخه حیاء نکوي.
خدایه !!! د ځمکي په سر د ځمکي لاندی او دقیامت په ورځ زمونږ پرده وکړى، آمین

ښځې بی پردی گرځي. بیگانه ځوانانو سره ازادانه ناسته پاسته کوي. واده یی کړي وی زنا کوي. محفلونو کی عادي شراب څښی. اما دا مو هیر دی چی هره لحظه مرګ په کمين کى دى.

په نشرولو کى يي سستى مه کوه کيداى سى ستا په ذريعه الله چاته هدايت وکړى.

http://t.me/QNnoorani

2 months, 3 weeks ago
د دوستانو او دښمنانو درجه بندي

د دوستانو او دښمنانو درجه بندي
د سردار داودخان د اقتدار په مهال چې د افغانستان او پاکستان تر منځ تبلیغاتي جګړه اوج ته و رسېـده ، افغان چارواکو احتیاطي عسکر را ټول او د ډېورنډلاین دې غاړې ته ځای په ځای کړل ، سویلي پولو ته د افغان پوځونو په لېـږد اوځای په ځای کولو کې روسانو لاس لاره ، هغوی دا پروګرام د افغان کمونیستانو پرمټ پرمخ بيوه ، له بده مرغه د داود حکومت له کمونیستانو ډک ؤ، کودتا یې هم د هغوی پر مټ تر سره کړه ، ډېری هوايي او زمکني قوماندانان یې د ک ج ب برحال غړي ول !! روسانو له یاد کمونیستانو د بېلابېلو رقیبانو پرخلاف کار واخیست ، میوندوال ، موسی شفیق او د اسلامي نهضت ډېری سرلاري یې یا پرې بندیان او/ یا هم د مرګ کومي ته وسپارل !! له پاکستان سره د روابطو په ترینګلتیا او جنوبي سرحداتو ته د افغان عسکرو د لېـږد لوبغاړي هم اساساً کمونیستان او روسان وو ، د سره استعمار موخه دا وه، چې د افغانانو مخ پاکستان ته واړوي ، پاکستان ورته ستـر ګواښ معرفي کړي او د سرو لښکرو له یرغلـیز پروګرامه یې اغفال کړي !! شورویان په خپلو شومو اهدافو کې بریالي شول، افغانان یې پر پاکستان بوخت کړل او دوی د کمونیستانو په غوښتنه خپل پوځي ځواکونه پر افغانستان را مارش کړل چې دادی ترننه يې موږ لا هم له کرلي شره نه يو خلاص شوي!!
له تېرو دوه نيمو لسيزو را په دې خوا بيا هم همدغه لوبه روانه ده ، دلته بيا هم ذهنیت دادی چې پاکستان د بل هر چا په نسبت لومړۍ درجه دښمن دی ، په دې ډول تبليغاتو کې بيا هم کمونيستان ستر رول لري او ځوان قشر يې په پټو سترګو ورسره مني !! زما نظر دادی چې ځوان قشر ( خدای مه کړه ) د پرون په څېر اغفال نه شي ، دوی دې دښمنان درجه بندي کړي او پاکستان ته دې پخپل حد کې د دښمنۍ درجه وټاکي ، دوی بايد هيڅکله په دې فکر نه وي چې روسان ، امريکا ، ايران او نور استعماري هېوادونه يې تر پاکستان په را ټيټه درجه کې دښمنان دي ، که روسانو ټول ماورالنهر تر خپل اغېز لاندې وساته او د سترې امپراتورۍ له خېټې راوتلي هېوادونه يې په يو ډول مرعوب وساتل او اسلامي نهضتونه يې يو په بل پسې وځپل ؛ نو آيا په افغانستان يې صرفه کوله ؟ په اکراين د هغوی د يرغل يوه موخه هم دا وه چې د سرې سترواکمۍ ايجاد ته لاره هواره شي او هغه هېوادونه بيرته اشغال کړي چې د افغان جهاد له برکته يې استقلال موندلی ، روسان دا اوس هم د تاجکستان او افغانستان پر پولو پراته دي ، او افغانستان کې قومي جنګونو ته لمن وهي !! تاسې خو پرون دا هم وليدل چې روسانو په سوريه کې پر مسلمانانو قيامتونه را نازل کړو ، همداراز ايرانيان مو هم وليدل چې د منځني ختيځ له سنيانو سره يې څه وکړل ، آيا د « بن » په تړون کې ايرانيانو برخه نه لرله ؟ آيا د افغانستان په اشغال کې يې له امريکاسره مرسته ونه کړه ؟ آيا جنرال سليماني له امريکا سره په ګډه د عراق په لکونو سنيان د مرګ کومي ته ونه سپارل او هلته يې د شيعه ګانو تسلط ته لاره هواره نه کړه؟ آيا همدا اوس له موږ سره د اوبو په سر د تور برېښ څرګندتيا نه کوي ؟ که ځواب هو وي ؛ نو بيا بايد هر دښمن ته بېل بېل متوجه شو او هرچاته خپله درجه وټاکو .
فکري قیادت
کاپی
http://t.me/QNnoorani

3 months ago
له څو ورځو راهیسي په فيسبوک …

له څو ورځو راهیسي په فيسبوک کې د پوتين هغه ويډيو ښکته پورته کېږي چې په چيچينيا کې يې قرآن په لاس اخيستی او د احترام (؟) په دود يې ښکلوي !! ساده زړو او خوښ باورو مسلمانانو ته دا پېښه په زړه پورې ده ؛ ځکه خو يې هرکلی کوي او پوتين د نورو په نسبت اسلام ته کم خطره گڼي !! دوی په دې نه پوهېږي چې نوموړی سرسخت کمونيست او د هغه جهنمي سازمان مشر دی چې کلونه ، کلونه يې مقدسات ننګولي او لاسپوڅي يې اوس هم قرآن د عربو کتاب او د ارتجاع ميراث ګڼي !! دوه نيمې لسيزې وړاندې همدغه پوتين چې نن يې په چچنيا کې د مسلمانانو د اغفال لپاره قرآن په لاس اخيستی ، د چچنيا د ولس مشر ( جوهر دودایوف) په شمول زرګونه چچنيايان ووژل او د سرې ټولواکمنۍ له خېټې نه آزاده چچنيا يې د دوهم ځل لپاره خپله مستعمره وګرځوله !!
ستاسې به دا هم په ياد وي چې پوتين سوريه په څه ډول لوټې ، لوټې کړه او څومره بې ګناه مسلمانان يې په شهادت ورسول !!
پوتين هغه څوک دی چې همدا اوس هم په منځنۍ اسيا باندې راج چلوي او اسلامي نهضتونه سر اوچتولو ته نه پرېږدي!!
همدا نن چې په تاجکستان کې د اسلامي نهضت مشران يو په بل پسې غرغره کېږي او له ټولو انساني حقونو بې برخې دي ، ددې ټولو تر شا د پوتين لاس دی !! پوتين نه يوازې د ماورالنهر مسلمانانو ته غل دی لا چې افغانستان ته هم خصمانه ارادې لري ؛ ځکه خو يې زموږ په شمالي پولو کې زرګونه پوځونه ځای په ځای کړي دي !! که نوموړی د اوکراین په اشغال بريالی شي ، باور دی چې له سرې سترواکۍ نه راوتلې هېوادونه به يو هم خپل استقلال ته پرې نه ږدي !! دعا کوئ چې الله تعالی يې هملته زور اوبه کړي او مسلمانان يې د تل لپاره له شره خلاص شي
http://t.me/QNnoorani

5 months ago
8 months, 1 week ago

? ?? ? ? ? ???*

نوروز نوی کال

د نوروز اختر د اور پرستو مشرکينو اختر دی د هغه لمانځل ، د مبارکي ورکول ، د تحفو او سوغاتونو وړل جواز نه لري ، فتاوی قاضی خان يې په ډېرو سختو ټکو سره داسې ردوي : “رجل اشترى يوم النيروز شيئا لم يشتره في غير ذلك اليوم : إن أراد به تعظيم ذلك اليوم كما يعظمه الكفرة يكون كفرا .

مسلمانان باید د نورو قومونو له مشابهت او ورته والي څخه ځان وژغوري، رسول کریم صلی الله علیه وسلم داسې فرمایلي: مَنْ تَشَبَّهَ بِقَوْمٍ فَهُوَ مِنْهُمْ.( ابوداود: کتاب تنبیه الغافلین: ص: ۲۴۳ ). ژباړه: څوک چې د یو قوم سره مشابهت کوي نو دی هم د هغوی څخه دی. دا مشابهت او ورته والی که په عاداتو کې وي لباس سره وي یا هر ډول مشابهت وي په هغو منع راغلې.

کله چې يو مسلمان د کفارو سره د ژوند په مختلفو اړخونو کې مشابهت کوي او د هغوی د کلتور سره مينه پيدا کوي، نو دا ډول خلک بیا د خپلو اسلامي آدابو سره يې مينه نه پاتې کېږي او هم شخصيت يې په پردي تهذيب کې جذب کېږي او يو بې ثباته، بې فرهنګه او بې هويته انسان ځنې جوړیږي. د دې کار پایله د يو مسلمان د دين او انسانيت لپاره لوی زيان دی. مسلمانانو ته پکار دي چې خپلې اسلامي پيژندګلوي، اسلامي آداب او اخلاق، عادات او اعمال خپل کړي او خپل افغاني او اسلامي کلتور ته ژمن واوسي. د پردیو له ناروا تقلید څخه باید ټول ځانونه وژغورو، هو که د ټکنالوجي،ساینس او دنیوي جایز علومو په برخه کې له چا سره سیالي کول وي نو شریعت یې مخالفت نکوي او د ژوند د هوساینې او راحت لپاره له مثبت ټکنالوجي څخه ګټه پورته کول زموږ حق دی، خو زموږ هيواد تجربې، علم، ساينس، ټيکنالوجي او پرمختګ ته اړتيا لري؛ نه د پرديو مفکورو، رسم او رواجونو راوړلو یا خپلولو ته.

اسلام كې د نوروز لمانځلو منعه راغلې او دارنګه په معاصر یا اوسني وخت کې خلک د کال نوې ورځې په خوښیو لکه میلې او جشنونو سره لمانځي او دا په اصل کې د زردشتیانو او مجوسیانو له اسلام څخه مخکې پيل کړی وو، خو کله چې د سلام دین په نړۍ کې روڼ وځلیدو او هغه وخت حضرت رسول کریم صلی الله علیه وسلم چې دا دوه ورځې ولیدلې، لکه: یوه یې د نوروز په نامه وه او بله د مهرنجان په نامه وه، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم د دغو ورځو لمانځلو څخه خلک منعه كړل او دوی ته يې وفرمايل : الله جل جلاله د دغو ورځو په بدل كې تر دغو غوره ورځې دركړي چې يوه د لوى اختر او بله د كوچني اختر ورځ ده او په دې اړه حديث کې راځي: عن انس قال : قدم رسول الله صلی الله علیه وسلم المدينة ولهم يومان يلعبون فيهما فقال : ماهذان اليومان قالوا کنا نلعب فيهما في الجاهلية فقال رسول الله صلی الله علیه وسلم قد ابدلکم الله بهما خيرا منهما يوم الاضحى‌ ويوم الفطر.

حضرت انس رضی الله عنه فرمايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم چې مدينې ته تشريف راوړ د مدينې خلکو په دوو ورځو کې خوشحالي کولې رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمايل: دا کومې ورځې دي؟ دوی ورته وويل : موږ د جاهليت (کفر) په وخت کې په دغو ورځو کې خوشحالي کولې رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمايل : الله جل جلاله دغه ورځې په دوو داسې ورځو سره در بدلې کړي چې تردغو ورځو غوره دي يوه د لوى اختر ورځ ده او بله دکوچني اختر ورځ ده. د پورتني حديث په تشريح کې اشعة اللمعات ليکي چې دغه ورځې کومې چې د مدينې خلکو لمانځلې يوه د نوروز ورځ وه اوبله د مهرجان ورځ وه.

که يو کس څه شی د نوروز په ورځ واخلي او هغه شی د نوروز بغير په نورو ورځو کې نه اخلي او که نيت يې ددې ورځې تعظيم او احترام وي، لکه: څنګه چې کفار د هغه تعظيم کوي نو دا عمل د ايمان د زوال سبب ګرځي. دارنګه د نوروز مبارکي او د نوروز په مناسبت ډول ډول خوراکونه چمتو کول، هفت ميوه، ډالۍورکول، جامې اخستل او ورکول، رخصتى کول لکه خپل ورځني کارونه ځنډول او د نوروز خوښیو ته تلل قطاً حرام دي.

دوهمه برخه ☝️☝️
ــــــــــــ?

بيهقي په سنن الکبري کې له حضرت علي رضی الله عنه څخه روايت کړيده چې هغه ته د نوروز په ورځ ډالۍ وړاندې شوه نو هغه منعه کړه او داسې يې وويل: خپل کارونه او اسلامي عادات جاري ساتئ هره ورځ نوروز ده ددې حديث راوي ابو اسامه فرمايي على رضی الله عنه د نوروز نوم هم بد وګڼلو چې دا نوم نوى ايجاد شويده بيهقي وايی چې د کراهت وجه يې دا ده چې دا ورځ شريعت نده ځانګړې کړې او دوى يې له ځانه ځانګړي کوي او لمانځي یې.

د الله جل جلاله دغه آیت: وَالَّذِينَ لَا يَشْهَدُونَ الزُّورَ. سورة الفرقان ٧٢ تفسير ابن کثير ٣ جلد ٤٥٢، تفسیر قرطبي ١٣ جز، مجموع الفتاوي ٢٥جز ١٤٧ پاڼه کې د ابن عباس، مجاهد ربيع بن انس، ابوالعاليه، طاوس ، ضحاک رضی الله عنه او ربيع بن انس او نورو الزور د [ مشركينو په اخترونو] تفسير کړی دی او په يو روايت کې له ابن عباس رضی الله عنه روايت دی چې هغه فرمايي: ((د الزور مقصد د مشرکينو اخترونه دي)) وګورئ [ تفسير ابن

10 months ago

د سهار د سنتو په هکله پنځه سوالونه
ځواب: عبدالغفار جُبیر
۱: سوال: ایا د سهار سنت د فرض لمانځه وروسته اداء کولای سم؟
ځواب:
د فرضو وروسته یې نسی اداء کولای بلکي تاسي کولای سئ چي کله لمر راوختئ وروسته یې اداء کړئ، دغه دوه رکعته به نفل کوئ خدای ته امید سته چي د سنت مؤکد پر ځای باندي ودریږي. که د سهار لمونځ مکمل قضاء سو یعني فرض او سنت دواړه بیا به د لمر راختو وروسته دواړه قضائي راګرځوئ او که صرف سنت پاته سوه د امام اعظم صاحب پر مذهب باندي یې قضاء نسته او که د لمر ختو وروسته دوه رکعته نفل وسي کېدای سي د سنتو ثواب و لاسته راوړل سي.
۲: سوال: د سهار د سنتو فضلیت څه دی؟
ځواب: په مبارکو احادیثو کي یې ډېر فضیلت راغلی دی، په یوه حدیث شریف کي راځي:عن عائشة رضی الله عنها ان النبی صلی الله علیه وسلم قال: رکعتا الفجر خیر من الدنیا و مافیها (صحیح مسلم باب استحباب رکعتی الفجر والحث علیهما ۱/ ۲۱۵، احمد فی المسند والترمذی فی جامعه) ، یعني د سهار دوه رکعته سنت د دنیا او هغه څه چي په دنیا کي دي له هغو ټولو غوره دي، په بل حدیث شریف کي راځي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم د سهار د سنتو په هکله به ویل: لهما احب الی من الدنیا جمیعاً) ماته دغه د سهار دوه رکعته تر ټولې دنیا غوره دي. اوداسي نور...
۳: سوال: که یو څوک بېله عذره د سهار سنت پرېږدي ایا دا ګناه لري؟
ځواب: بېله عذره که د سهار سنت پاته سي دا ستره ګناه ده .
۴: سوال: تر کوم وخته پوري د سهار سنت راګرځولای سو؟
ځواب: د لمر راختو څخه بیا تر زوال پوري که د سهار سنت وسي دا به د فرضو تابع سي. تر زوال وروسته یې بیا قضاء نسته.
۵: سوال: که جماعت ولاړ وو سنت وکړو او که په امام پسې اقتداء وکړو؟
ځواب: داچي په مبارکو احادیثو کي د سهار پر سنتو باندي ډېر ټینګار سویدی له همدې کبله د حضرت امام ابوحنیفه رضی الله عنه په قول سره که چیري د امام سره اخري تشهد نيول کېدله لا باید د سهار سنت وسي او که جماعت مکمل تېرېدئ بیا په هغه صورت کي سنت پرېږدئ او جماعت دي ونیسئ، سنت بیا د فرضو وروسته مه کوئ کله چي لمر راوختئ بیا هغه دوه رکعته اداء کړئ.
(فتاوی فریدیه ج: ۱، ص: ۵۸۸، فتاوی عثمانی ج۱، ص: ۴۳۸، نجم الفتاوی ج: ۲، ص: ۴۰۲، فتاوی مفتی محمود ج۲، ص: ۴۴۴، کتاب الفتاوی ج: ۲، ص: ۳۴۷، کفایت المفتی ج ۳، ص: ۳۱۱، فتاوی دارالعلوم دیوبند ج۴، ص: ۱۵۹

We recommend to visit

کانال فیلم

Last updated 11 months, 2 weeks ago

رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»

News & media website

تازه‌ترین اخبار ایران و جهان

ارتباط با ما :
@pezhvakads

اینستاگرام ?
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==

Last updated 2 months ago

‌( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد ) ‌

‌آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار‌ ‌‌ ‌

‌‌𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads

𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot

Last updated 1 month ago