Dive into the Ultimate Free Library: Your One-Stop Hub for Entertainment!

عرفان عابر

Description
خوږو مینه والو دلته
به تاسوته زموږ په قلم لیکل شوی حمدونه،نعتونه،غزلیات،او حماسې شعرونه وړاندې کیږې
له ملتیا مو نړۍ مننه!!
ستاسو ورور عرفان عابر

https://t.me/erfanwafa45
Advertising
We recommend to visit

﷽​

د شرعي پوښتنو او د هغو د جوابونو ستر چینل!
د افغانستان د تکړه مفتیانو لخوا ستاسو هر ډول شرعي پوښتنو ته جوابونه در کول کيږي.

Last updated 8 months, 4 weeks ago

ﻗﻗــناهــه المطوࢪ ابـوقـيـس الادلبـﻱَِﻱ:🤍.؟؟_

ﺣو໑ل ﺟﺟـﻣﻣـيـعﻊ الـتـطـبــيـﻗـات:🖤.؟؟_
اشـترڪك_بـقـنـاتـۍ💛🔗₎⇣̇
https://youtube.com/channel/UCz2HM0g6ohNo5Va-X4T13tQ

Last updated 4 days, 19 hours ago

Last updated 6 months ago

5 months, 1 week ago

غزل

شپه مي اخته وي تر سبا په درد
ستا له یادو سره اشنا په درد

چي څومره وکړم حوصله ورته
هومره مي وځوروي لا په درد

جانانه زوړ غم دي تازه شولو
دزړه پردې مي وهي بیا په درد

نور یې زه تاب د وړلو نه لرم
اکثر مي زړه کوي درزا په درد

پولۍ پولۍ زړه راته ژاړي بیا
مي ځوروي دغم بلا په درد

عرفان عابره د اشنا بیلتون
زړه یې اوبه کړلو زما په درد

5 months, 1 week ago

قربان دې له ځوانۍ شمه قربان دې له قامت
طالبه مجاهده رب دې ساته سلامت

یوسف یې د دې عصر عجیبه لرې ښکلا
یې ګل د پسرلي مثال دې نشته د زینت

امام دآزادۍ یې ته د ظلم مخ ته سپر
سپین لمر د عدالت یې روڼ څراغ د شریعت

تا درسته نړۍ ماته کړه اتل شوې د تاریخ
غیرت ته دې سلام کوم قربان دې له همت

ډیر پام کوه جانانه لري تاته امیدونه
قربان شم ته پر دې امت یې سیوری د رحمت

په تش لاس مو کړ دا سوپر طاقت ټوټې ټوټې
عرفان عابره مل مو و د پاک الله نصرت

عرفان عابر

5 months, 1 week ago

**النبوې خپرندويه اداري لخوا وړاندي کیږي

باتور افغانستان

کسر
دا ځاله د بازانو ده دا کور د مسلمان باتور افغانستان
مسکن د ميړنيو سر بلند په ټول جهان باتور افغانستان

ترنم کونکي
محمد نسيم هلال

شاعر
عرفان عابر**#النبوي_دترانو_سترمرکزhttps://t.me/abawynat388

7 months ago

نعت

لمر نه هم روښانه والضحی مخ
وشیندل تیــــــارو لره رڼا مخ

نه به لوح کرسي ارض السماء وای
سبب دتخلیق شولو داستا مخ

نه به هـم ادم نه ادم زاد وای
چیرته که پیدا نه وای داستا مخ

ځار دحسن حد په تا تمام دی
څومره ښایسته ډک له ښکلا مخ

ستا په راتګ دا دنیا رڼا شوه
ډک له برکت يٰــــــس طٰـهٰ مخ

نه لري مثــــال عــــرفان عابره
ښکلی له ښـــکلا نه داشنا مخ

عرفان عابر

7 months ago

❤️😘

👉 @nafasmiZz 🤏 تبادله ❤️

❤️🫂
https://t.me/khowazaMalgari

Telegram

مـیـنـه درسـره لـرمⓂ️

تـه لـکـه غـمـی دومـره قـیـمت لـری***✨***خـاص لـکـه زړګی دومره قیمت لری***❤️******Ⓜ️******😘*** ***🦋***سلام دوستانو***🦋*** #دلته\_به\_تاسوته #شعرونه\_ټپې\_غزلې***📝******🥀*** #عكسونه***📷*** #فیلمونه***👌*** او نور ګټور معلومات ***🌟******🌙*** لیدلی او اوریدلای شی***🌙******🌟*** ***🌃***نو هیله لرم چی زموژ سره پاتی شی ***❤******👉*** @nafasmiZz***🤏***تبادله***💝***

***❤️******😘***
7 months ago

غزل؟

ته مي مطلوب زه دي طالب وم په طلب دمیني
ستاتوري سترګي سپین رخسار مي شو سبب دمیني

حسن پرســت یمه دښکولو سره مینه لرم
زړه مي مین دی او زه خپله په مذهب دمیني

تا دنفــرت له پوهنځي څخه سند وړی دی
زه فــارغ شوی یم جانانه له مکتب دمیني

چي سپکاوی دمیني ونکړې بې میني یاره
ګوره الفــاظ تکــراروه ښه په ادب دمیني

په میني ځان قـربـانوم اشنا مین شاعر یم
زه نفـرتـــوالو پیـــژندلی په لقـب دمیني

بیایې تر مرګه خوند په خوله کي وي عرفان عابره
چاچي خوړلي وي یوځل خواږه عینب دمیني

عرفان عابر

8 months, 2 weeks ago

لینګ درسره نشر کړی ملګرو

8 months, 2 weeks ago

غزل

مخامخ ناسته دي بل رکم مزه کړي
چي مي سترګي ستا په سترګو کي دمه کړي

چي خنديږي ډیر بې حده راګرانیږي
رانه لاړ شي بیا مي مړ په بیلتانه کړي

په نشتون به مي بیا زړه دغمو کور کړي
وران زړګی به مي دعشق په رنځ اخته کړي

چې دسترګو په هر رپ سړی مین شي
ښکلي ولي دای له میني ډک کاته کړي

زړه مین شي او بیا ما غموته پریږدي
بس هر ځلي دی خپل سرې فیصله کړي

داشنا وګونګ تصویر ته ګوري ژاړي
په ځان تیره په سلګیو ټوله شپه کړي

مینه مکوه دردونه یې بیشمیره
لکه مړی به دي سم په ژوندانه کړي

چي عرفان عابر دیار سترګو ته ګورم
په یودم مي دزړګي زخمونه ښه کړي

عرفان عابر

8 months, 2 weeks ago

تر ستوني راسي چیغه برته یی راوګرځوم
له زړه جلاسي چیغه برته یې راوګرځوم

زړه مي راډک شي اوپه سترګوکي مي اوښکي راشي
غم کي داستا سي چیغه برته یې راوګرځوم

چي په خبرو کي را یاد شې دزړه سره یاره
دخولې صداسي چیغه برته یې راوګرځوم

چي دي مزار ته راشم بس چي کړم دعا زړګیه
جوړه دعاسي چیغه برته یې راوګرځوم

ای زړګکیه چي خندیږم ته یو دم رایاد شې
زما خنداسي چیغه برته یې راوګرځوم

عرفان عابر دي بیلتانه تر داسي حده بوتلم
هردم ژړاسي چیغه برته یې راوګرځوم

عرفان عابر

8 months, 2 weeks ago

د العصر نشراتي او فرهنګي انجمن: درنو ترانه ویونکو او شاعرانو وروڼو په دې هیله چې ښه به یاست الله پاک مو روغ او جوړ لره، لکه څنګه چې تاسې په جریان کې یاست دالعصر نشراتي او فرهنګي انجمن سمعي او بصري څانګې د ترانو د پالیسۍ مطابق شعرونه او ترانې نشر ته سپاري، نو په همدې اساس له تاسو قدرمنو نه هیله کېږي چې خپل شعرونه او ترانې له مونږ سره په لاندې نمبر شریکې کړئ ترڅو نشرته وسپارل شي.
راټوله ونکی محترم قانت آغا
+93785011446
https://t.me/basrisanga0909

We recommend to visit

﷽​

د شرعي پوښتنو او د هغو د جوابونو ستر چینل!
د افغانستان د تکړه مفتیانو لخوا ستاسو هر ډول شرعي پوښتنو ته جوابونه در کول کيږي.

Last updated 8 months, 4 weeks ago

ﻗﻗــناهــه المطوࢪ ابـوقـيـس الادلبـﻱَِﻱ:🤍.؟؟_

ﺣو໑ل ﺟﺟـﻣﻣـيـعﻊ الـتـطـبــيـﻗـات:🖤.؟؟_
اشـترڪك_بـقـنـاتـۍ💛🔗₎⇣̇
https://youtube.com/channel/UCz2HM0g6ohNo5Va-X4T13tQ

Last updated 4 days, 19 hours ago

Last updated 6 months ago