با خانواده کوئیزلت مثل آب خوردن انگلیسی یادمیگیری😍
دوره رایگان نیتیو پلاس رو داخل چنل حتما ببین😎💛
اگرم سوالی داشتی از طریق آیدی زیر بهمون پیام بدین🥰👇
👨💻 @Quizlet_Support
Last updated 2 weeks, 5 days ago
🔥کانال تلگرامی پایه دهم🔥
🌱 بدون هیچگونه آگهی و تبلیغات آزار دهنده ☺
☎ ادمین : @nohom_robot
Last updated 4 months, 3 weeks ago
📊 بزرگترین مرجع اطلاعات عمومی، آزمون های چالشی😉😜، هوش و سرگرمی
تبلیغات 👇👇
@QuizAdv
با داشتن این چنل نمیذاری تو جمع کسی حرف بزنه😂
Last updated 1 month, 3 weeks ago
پاڪ زړه ولره❤
هيڅڪله به
خپل ارزښت له لاسه ورنڪړی* ☺️***
!❤️.🥀.😑!
😔
خدايه ودان ڪورونه یې وران ڪړې
چې په غمجن د ڪبرجن ګمان ڪوينه
*✨࿐❢فقیرذاده❢࿐✨*
انسان بایـد د اعـــتماد بــوی ولــری!
ده عـــطرو نه خــو بازار ډک دی .
🥀❤️
~_بدري طالب_~
حضرت علی (رض) فرمایي:
د یو چا د پرېښودلو نه وړاندې،
یو ځل په دې حتماً فکر وکړه،
چې تراوسه ولې ورسره وې..!؟
رسول الله (ص) وفرمایل:
(پېغله دې د هغې له اجازې پرته نکاح نه شي.)
?
په شپاړسمه روژه راشه
ما به روژه د پیغلتوب خوړلي وینه
چې ګرده مرده میاشت ختمیږي
زما لالی به روژې نیم خوړلی وینه
سږ مې دې پلار سرسایه ورکړي
بله روژه کې به د یار په څنګ کې ومه
شونډې مې تا پسې وچيږي
خلکو ته وایم ثوابي روژه لرمه
د مور نه ورکه مسافره!
چې پيشمني ته به دې څوک راويښوينه
د پیشمني غږونه وشول
جينۍ د يار له ډډې زلفې خلاصوينه
د روژې تنده تر ماښامه
د مینې تنده تر لحده پورې وینه
یار په سفر ځي خولۀ به ورکړم
روژه دې ماته شي شپېته به ونیسمه
روژه به بیا په وطن راشي
خاورو ته تللي خلک بېرته نۀ راځینه
تر پیشمني به در سرۀ یم
د ورځې نۀکیږي جوړه جوړه خوبونه
په پټو سترګو پېشمنی کړي
د ځواني خوب یې لکه بنګه زنګوینه
مُلا! چابک شه اذان وکړه
د یار لوېدلې سترګې زړۀ سوری کوینه
تۀ په روژه کې مرور شوې
د تراوو رکعات به څوک راته شمارينه
ستا د دیدن ماښام ته ناست یم
زما روژه به تر قیامته پوري وینه
مياشت د روژې شپه د جمعې ده
خلک جنت غواړي زه تا غواړم مینه
په سفر ځې څادر دې پريږده
روژګې راغله تراويح به پرې کومه
یار مې روژه کې خولګۍ غواړي
عالمه راشئ د دین خونې ورانه وینه
په روژه ماتې کې رایاد شوي
هره نوړئ مې په زړه نېغه نېغه ځینه
د پېشنمي ږغونه وشول
د نرۍ ملا څخه مې وباسه لاسونه
وخۍ اجار روژه پرې بوج ده
شونډې یې وچې سترګې مړې مړې غړوینه
در واخله.
روژه اوپېشلمی په پښتو لنډیو ( ټپو ) کې
-------------------------------
په روژه مات راشه جانانه
تر پیشلمي پورې به وکړو مجلسونه
دروژې هر ماښام اختر دی
ټو ټې ټو ټې دپیشلمي دلاسه یمه
دپیشلمي اورونه بل شول
چی مساپر آشنا به څوک راویښوینه
د پیشلمي اورونه بل شول
نجلۍ په سرو منګولویار راویښوینه
د پیشلمي اورونه بل شول
نجلۍ په سرومنګلوغنې(۱) ماتوینه
په پیشلمي کې مې رایادشوې
حیران په دې یم ورځ به څنګه تېرومه
تر پیشلمــــــي به درســـــره یـــــــم
باقي روژه ده جوړه نه کیږي خوبونه
د پیشلمي اورونه بل شول
زه خواره ناسته مرور پخلا کومه
د پيشلمي ډوډۍ مزه کا
چې شاه ليلا یې په سرتورې پخوينه
له خوبه پورته شه نېک بختې
پېشلمى تېر د ی ملايان کوي بانگونه
په کور او کلي کې غوغا ده
دلته په ویر دي پېشلمي او ماښامونه
روژه دکور کلي مزه کړي
دپردي ښار څه پېشلمي څه ماښا مونه
اختر نږدې دی روژه لاړه
لیلا به چا ته سرې منګولې ښکاروینه
اختر نږدې دی روژه لاړه
د یار وعده مې د اختر ده رابه شینه
اخی ترې جار روژه پرې بوج ده
شونډې یې وچې سترګې مړې، مړې غړوینه
ادکې مورې په ژړا شوم
په پېشلمي کې دې را نغلل اوازونه
اسره مې خدای ته وه بیا تاته
غوټه روژه کې دې راکړي ځوابونه
اوبه په لپو، لپو وڅښه
سبا روژه ده بیا به وکړې ارمانونه
اوس دې دیدن نه کوم یاره
فرضي روژه ده، دیدن نه کېږي مینه
پردی وطن پردی ماښام دی
د روژه ماتې پکې نشته دي خوندونه
په روژه ماتي زړه ته راغلې
ډوډۍ مې پرېښوده سلګیو ونېومه
بې له ادکې پېشلمی دی
ډوډۍ بې خونده اوبه زهر غوندې دينه
غرق شی اذان راباندې وشو
د غیږې خوند دې پېشلمي نه اووېستمه
په پټو سترګو پېشلمی کړم
د ځوانۍ خوب مې لکه بنګه زنګوینه
په پټو سترګو پېشلمی کړي
د یار لوېدلې سترګې کلي ړنګوینه
دروژه ماتي غم په تاشو!
دپیشلمي وريجې به زه درپخومه
شو پېشلمی ځوانان ویده دي
خوېندې لګیا دې، اور په غنو بلوینه
هر پېشلمی درپسې ژاړم
ګرانه وطنه د غم زغم دې نه لرمه
خپل پېشلمی راڅخه هېر وي
په فکر ستا یم چې جانان به څنګه وینه
په شوګېرو عادت سړی یم
دکلي خلک پېشلمي ته ویښومه
په سپينه خوله که روژه ماته
د کفارت روژې به دواړه ونيسونه
-------------
غنې = اغزن ، وچ او بې پاڼو ښاخونه
(راټولوونکی یاد)
چی په نوم کي دي بیحده شریني ده ?
ستا دیدن به څومره خوږ وي محمدهﷺ?
?♥️?
#everyone
نبي ڪـریمﷺ فرمایلي
پر چا باندي چي مصیبتونه او غمونه زیات سي دا دُعاء دي زیاته وایي.
« لاحول ولا قوة الا بالله »
(السلسلة الصحیحة : ۱۹۹)
با خانواده کوئیزلت مثل آب خوردن انگلیسی یادمیگیری😍
دوره رایگان نیتیو پلاس رو داخل چنل حتما ببین😎💛
اگرم سوالی داشتی از طریق آیدی زیر بهمون پیام بدین🥰👇
👨💻 @Quizlet_Support
Last updated 2 weeks, 5 days ago
🔥کانال تلگرامی پایه دهم🔥
🌱 بدون هیچگونه آگهی و تبلیغات آزار دهنده ☺
☎ ادمین : @nohom_robot
Last updated 4 months, 3 weeks ago
📊 بزرگترین مرجع اطلاعات عمومی، آزمون های چالشی😉😜، هوش و سرگرمی
تبلیغات 👇👇
@QuizAdv
با داشتن این چنل نمیذاری تو جمع کسی حرف بزنه😂
Last updated 1 month, 3 weeks ago