jañañ *?*

Description
د مشاعرو، ټپو او بنډارونو کوچنی ټولگه jañañ *?
Advertising
We recommend to visit

Last updated 2 months, 3 weeks ago

ذهن برون ریز
هویت درون ریز

Last updated 3 weeks, 6 days ago

4 months ago

.

ژوند د فلم غوندې ندی چې به تېر شي.
نه جانان د سړي زوی دی چې به هېر شي.

چې کوم ښکلی خوښ کړو دولس یې یاران وي،
چې تر څو موږ ته رسیږي نو ګنډېر شي.

پیسې وګټه یاران به خدای پېدا کړي،
دحساب به نه وي دومره به راډېر شي.

روح یې ښاد شه حمزه څومره ښه ویلي،
ارمان راشي د ځوانۍ چې ښکلی تېر شي.

یه ازله دله ګان ورته ښکاریږو،
بس چې چرته غم وي موږ نه به چاپېر شي.

– ازل.
??

#جانان

4 months, 1 week ago

.

زه خــو لال وم، بـــس لـه ځان نــه مـې امــيد نه و باقره!
خپل قيمت راته معلوم شو، چې خپل ځان رانه چا ټول کړ

??

#جانان ?

4 months, 1 week ago

د پرهر ژبه مې هغسې ګويا ده
خو د زړه درزا مې ستړې ده ساه ساه ده

د مئينو زړونــه مـــه ماتوئ خلکه
په دې ښار کې دغه لږه شان رڼا ده

ما د ميني دنيا ومونده غني شـوم
خلکو وې چې په دنيا کې خو دنیا ده

چې د زړونو آئینې پکې زنګ اخلي
یره دا لا څنګه ښار څنګه هوا ده

د رقیب په خوله کې څنګ ښکلې تاثیر دې
هر څوك وايي چې مئينو ته ګناه ده

چی پخپلو کې پښتو ویلی نه شو
په دې څه که پښتانه یو پښتونخوا ده

د ارمان په سترګو لګه شان رنړا شوه
را ختونکې چرته سترګه د سبا ده

ما په دې دنيا کښې مه چېړه ناصحه
هغه بله دنیا ستا سهي چې ستا ده

د قیامته هر سړے داسې يرېږی
لکه هر سړي چې کړې څه ګناه ده

د نظر په زور دې څوك غاوره نه شي
ما په غشو کې پېرلې خپله ساه ده

د خودی نشه يې ماته شوه په سر کې
د صابر د خود سرئ دغه سزا ده

#جانان ❤️?

4 months, 2 weeks ago
.

.

خـوندوره او مـــلنګه زندګـي وه
بادشاهی وه ړنګه بنګه زندګی وه

رابه نه شی هغه تیر ښکلی وخــتونه
عجیبه وه خایسته وه او خوشرنګه زندګی وه

زمانی ته دی حیران کړم پاکه ربه
بختوره زوره ډک له خونده زندګی وه

دا ګمان خو می هیڅ نه کړو په دنیا کی
اوس راغلی مجبوری ده پخوا څنګه زندګي وه

چرته تللی یی لالیه چا نه ستا تپوس زه وکړم
تاته یاد شی تا به ویلی دا یو بیله شان قشنګه زندګی وه

??

#جانان

4 months, 2 weeks ago

چی چیرته زی حال راته وایه
چی د زره کده درنه مخکی مخکی ورمه
#جانان

4 months, 2 weeks ago
.

.
دی خفګان نن کلیزه ده او که سنګه؟!
غم می بل رقم ګډیږی په وجود کی

??

#janan?

.

6 months, 2 weeks ago

https://t.me/zahid222089

Telegram

🖤🍂(اســــلا می رڼـا....❤️‍🩹)🍂🖤

كوشش وكړى نن ډير عبادت وكړی د سبا په اميد ډير خلك له دي دنيا څخه تللي دي...!!!***😢*** ***😔******🌻*** «وَاذْكُرْ رَبَّكَ كَثِيرًا» {او خپل رب ډېر ياد کړه} #تبادلی ته دلته راشی۔@zahidvfz

jañañ *?*
6 months, 2 weeks ago

.

باران باران به یې کوو چی ملاقات به وکو

وس چی باران په وریدو دی نوجانان خفه دی

??

#جانان

6 months, 2 weeks ago
8 months, 2 weeks ago
.

.

د ژوند په ستری لاره بی پلاره دی سوک نشی
محروم له دغه سیوری دی چناره دی سوک نشی

♥️

#روز پدر خجسته باد

.

We recommend to visit

Last updated 2 months, 3 weeks ago

ذهن برون ریز
هویت درون ریز

Last updated 3 weeks, 6 days ago