رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»
News & media website
تازهترین اخبار ایران و جهان
ارتباط با ما :
@pezhvakads
اینستاگرام ?
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==
Last updated 2 months ago
( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads
𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot
Last updated 1 month ago
زما په خبری هغه په غوسه وویل: د بحث حوصله نلرم ته زه' زه نه ځم.
#بت پرست ناول
#ژباړونکې خواجه زی ګروپ.
#اتمه برخه.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــ?
بـٍسـٍمً أآألًلًهٍـ أآألًـرٍحـًمًنْ أآألًـرٍحـًیم
#د تیری برخی وروستې لفظونه ....
د هغه پدی خبره په حیرانتیا موږ یو بل ته وکتل او بیا پوی شو چی هغه انجونو حساب کړی..؟ د هوټل څخه د وتلو په حال په خندا مې زید ته وویل: زید وایم بلاخره پیسه دار خاوند دی پیدا کو ده ډوډی پیسی هم درته حساب کړی. ههههههههه
#اوس نوی برخه.
زید د غوسې څخه سور واوخت او زما خواته یې حمله وکړه
چې ما په خندا وویل: په خدای ټوکې مې کول ولی اوس وحشی کیږی خو ته یې خوښ شوی زه څه وکړم.
زید هیس نه وایی او زما لاس نیسې او موټر طرف ته مې وړی او د توپ په څیر مې د موټر مخکی سیټ کی مې اچوی. او موټر حرکت کوی، او شکر ژر ورسیدو، همدا چی ښکته شو رضوان زموږ خواته ته ورختا رامنډی کړل او په لوړ غږ یې وویل: چیرته وې لنډه غرانو..!
یوسف- هوی تور ماره څه شوی دی؟خرید ته تللې و څه ځان په زمکه او آسمان وهی!
د زید د خندا غږ آورم او رضوان چي په غوسه وایې: بد دی وکړل لنډیه ماته مو ولی ونه ویل ها؟!
کرار مې د زید د غوږ څنګ کې وویل: په خدای که دا تور مار ما ووهې نو مور جانی ته دی هر څه وایم نور خپله پوهیږی!
زما په خبری د زید خندا د غږ یی چوپ کیږی او ماته ګوری، چې زه وایم: ریښتیا رضوان پوهیږی رسټورانټ کی څه وشو..؟
زما په خبری رضوان وویل: څه شوی بیا مو کوم ګل ته اوبه ورکړی !?
په خندا می وویل: له دی ورور نه مو پوښتنه وکړه.
زید چی وضعیت خراب ولید ډیر جدی وویل: رضوان بس که ماشوم خو نه یی لاړو یوسف ته مو کالې واخیستل یو میاشت شوی د عمران کالی او جمپر اغوندی،ته په کور کی نه وی نو ځکه تنها لاړو.
رضوان خپل سر وخوځه وه او مشکوکه غوندی چوپتیا اختیار کړل او کرار یې وویل: زید! عمه راغلی.
د هغه پدی خبری زید په لوړ غږ وویل: څه!? ولی !!
رضوان عاجزانه ورته وکتل او ویې وویل: آرام اوسه زید!!!
زید په غوسه باندی د ماڼی طرف ته لاړو، ما مخ د رضوان خواته کو او ومی ویل: ده باندی سه وشو؟
رضوان زید ته چی د ماڼې خواته تلو وکتل او ویې ویل: قصه یی اوږده ده.
خپل اوږه مې پورته کړل او خپل د کالیو پلاستیک مي واخیست او کوټی ته مي لاړم او حمام مې وکړو،نوې کالې او نوی چمپر می واغوست هوا ریښتیا هم سړه وه،دی خلکو ریښه وباسی،ویښتیان مې وچ کړل خولې مې په سر کړه، داسی چی څو تار دی ویښتیان مې د باندی را ووتل،ماڼی خوا ته لاړم او آشپزخانی لاره مي ونیوله
اسما په جیګ غږ وویل:سلام لالا.
په خندا مې وویل: علیک سلام زیدا او رضوان چیرته دی !
آسما په خفګان وویل: د زید کوټه کېدی.
سر می ښکته پورته کو د سمده په توګه او زینو خواته لاړم، د زید کوټی ته ورسيدم دروازه می ټک ټک کړه له لږ زنډ وروسته غږ وشو: راځه.
ننوتم او دروازه می بنده کړه، مخ می د هغوی دواړو خواته کړو او ومې ویل: دلته مو سنګه بانډار اچولی خیریت خو دی؟؟؟
پرته له کومی خبری دواړو په حیرت کتل راته خپل وریځی می پورته کړی او په حیرت می وویل: هوي څه شوی؟؟ پيری مو لیدلی!؟
زما په خبری رضوان وخندل او ویې ویل: څنګه ښایسته او دلکش شوی یی؟!
مغرورانه می تعظیم وکړو او ومی ویل: وروره ګله زه همدا یم نو او دری واړو وخندل، چې ما بیا وویل: ولی ښکته نه راځې؟
رضوان په عاجزانه توګه زید ته وکتل او آرامه یې وویل: خان صیب ضد کړی او وایې ښکته نه ځم.
په حیرت مې ویل: وای..! ولی څه شوی؟؟؟
رضوان غټه ساه واخیسته او ویې ویل: قصه یې اوږده ده .
یوسف- خو ووایه چی پوه شم!
منتظر می د رضوان خواته کتل چې زید پاسیدو او د کړکی خواته لاړو، او بیرون ته په کتو شو چې رضوان خپل ستونی صاف کړو او ویې ویل: دی عمه لور مریم د ماشومتوب څخه په زید مینه ده...!
بی لدی چی زید ته پام وکړم رضوان ته وایم: ښه بیا؟!!
رضوان- خو زید نده قبوله ښاغلی وایی چی هغه می د خور په شان ده، هر ځل یی رد کوی چی د هغې بیچاره حالت خرابیږی.حتی یو ځل یی د ځان وژنی کوښښ وکړو خو، وژغورل شوه..!
زه د حیرت څخه خاموشه وم او غوږ نیولې منتظره وم خو رضوان څه ونه ویل چې بی طاقته مې پوښتنه وکړل: بیا ؟؟!!!
زما په خبری رضوان په کراره وویل: دری میاشتې مخکې جنجال وشو او ترور غوسه شوه او لاړه اوس د دری میاشتو وروسته راغلې خو زید خان حتی نغواړی هغوې وګوری پيچاره ګناه لری بیا د مریم حالت خراب نشې.
د رضوان د خبرو وروسته خاموشی په کوټه کی خپره شوه، چوپتیا می ماته کړه، او رضوان ته می وویل: دا مریم او ترور دی مانه مخ پټه وی؟؟؟
رضوان- نا فکر نکوم مور می ستا په اړه ورسره خبری کړی.
یوسف- سمده نو ته ورځه زه زید راوړم.
زما په خبری رضوان سر وښوره و او ویې ویل: ښه نو لږ زر چی ناوخته شوي.
په خندا می د تاکيد په ډول سر وخوځه وو. چې رضوان په نرمه مسکا د کوټي څخه ووتې، د هغه په تلو په کراره مې وییل: زید، زه چی ځو ښکته.
د هغه انجونو د تلو ورسته مې وویل: څومره بی حیایی زیاته شوی په خدای نمبر یې هم واخیسته..! خاوری مو پر سر شه انجلۍ باید لږ سنګینه وی کنه زید؟
زید په غوسه وویل:ودی خوړه !خپله شپه دی هم خرابه کړه او زما ده هم.
په شیطنت مې وخندل او ومې ویل: ما خو ستا له عذاب درکولو څخه خوند واخیست.
چنارګل بابا خپل سر وخورو او ویې ویل: ولا حول ولا قوت پاسیږه یوسف له مخې مې لرې شه کنه وهم دی.
د هغه په خبره مي وخندل او د ډوډی د پیسو ورکولو لپاره د حساب صندوق خوا ته لاړو حساب دار وویل: ستاسو حساب ورکول شی..!
د هغه پدی خبره په حیرانتیا موږ یو بل ته وکتل او بیا پوی شو چی هغه انجونو حساب کړی..؟ د هوټل څخه د وتلو په حال په خندا مې زید ته وویل: زید وایم بلاخره پیسه دار خاوند دی پیدا کو ده ډوډی پیسی هم درته حساب کړی. ههههههههه
د هغه په "هاا" ویلو مي موبایل د لاس څخه و غورځیدی او نور می وا نه وریدل چي حسیب څه ویل غوښتل؟ په مغزو کي مي دا څو لفظه ګرځیدل راګرځیدل "مور می ویل کوم جني چي یو هلک په نیمه شپه خپل کورته غواړی هغه سمه جنۍ نده. ویل یي ضرور داسي ډیر هلکان یي په نیمه شپه دعوت کړیـ.."زه وایم نه د چا خبره منم او نه هم رد کوم..."
د سترګو څخه مي اوښکی په بهیدو وه اول کراره می ژړل خو ناساپه ژړا مي په ساندو بدله شوه، د حسیب غږ می آوریدی چي د موبایل له شا څخه یي ماته ناری وهل خو زړه می دومره درد کړی وو چی حاضره نه وم د هغه غږ ته "ها" ووایم جان خو لری. موبایل می بند کړو او بیخی مي خاموشه کړو،
باور می نکیدی چی زما په اړه دی په یو کور کي هغه هم د هر چا کور نه د حسیب په کور کي او دهغه مور دی زما په اړه داسی خبری کړی ویی؟! ګنګسه ناسته وم په ځای کی او اوښکی وه چی د وچ کیدو او خاموشه کیدو نوم یي نه اخیستو، د ټول څخه زور د حسیب خبری راکړو چی ویی ویل " نه د چا خبره منم نه هم رد کوم" ماته د حسیب الفاظ د هغه د مور نه بلکي د هغه د زړه الفاظ معلوم شول! تراوسه مو فکر شوي کله ناکله زموږ ملګری او دوستان خپل د زړه خبری په یو بل چا په نوم پسی تړی او خپل فکر او ذهنیت موږ ته د بل چا په نوم او آدرس بیانه ویی! ما نن د حسیب په خبر همدغه احساس درلود.
احساس مي کوي یو عمر په اشتباه لاری روانه وم! بد احساس مي درلود او زړه مي هغه کس غوښتی کوم کس چی د همدی بد احساس سبب او دلیل وو، زړه می بیا هم حسیب غوښتي. باور مي نکیدو چي د څو ساعتو په موده کیدی زما ټول ژوند امیدونه، آرمانونه،او هیلي راته برباد شوی او خاوری شوی ویی!؟ خپل په ځای کی ګنګسه ناساته وم هوا کرار، کرار په روښانه کیدو وه د سهار آذنونه مي هم یو دوه دری داني تر غوږ شول. سترګي مي د حویلي په دروازه ولګیدي او د هغه شپي خبری او کارونه مي یاد ته راغله، هر څومره وقت چي تیریدو هغومره خپل په اشتباه او
غلطي مي باور کیدو، حسیب ملامت نه وو چی داسی خبری راته وکړی! ټوله ملامته زه وم ما نه باید ورته دروازه خلاصه کړی وای هغه شپه، ما نه باید ټوله شپه په ولاړو پښو د دروازی مخکي د هغه سره مجلس کړی وایی، ما نه باید د خدای پامانی په وقت هغه ته اجازه ورکړی وایي چی ما ښکل کړی؟! پدی فکر مي خپل شونډه کلکه وچیچل او بیا مي اوښکو پر مخ خپل لاره ونیول....
هی هی دا مو هم حسیب جو د دی لځایه چې اوس وخت کې د هوسې ملاتړ وکړی او دلداری ورکړی هسی بیځایه خبری ورته کوی?
#ګرګ آشتې ناول
#خواجه زی لیکوال
#دری ویشتمه برخه.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــ?
بـٍسـٍمً أآألًلًهٍـ أآألًـرٍحـًمًنْ أآألًـرٍحـًیم
#د تیری برخی وروستې لفظونه...
کړو او ژړا ته می شروع ورکړل. پنځه دقی لا تیری شوی نه وه چی د حسیب زنګونه شروع شول ما جواب نه ورکوی او هغه زنګونه نه بنده ول او هی زنګ یی وهو تر دی چی مجبوره شوم او جواب می ورکړو او همدا چی اوکی می کړو....
#اوس نوی برخه.
حسیب په خفه لهجه وویل: دا هم ستا کار.. داسی رفتار زما سره کوی کله ناکله فکر کوم مزاحم یم درته.
د ژړا څخه په نیولی غږ می وویل: ته که زه؟ تا یو ځل لا زما خبرو ته غوږ ونه نیو او
زر تهمت دی راباندی ولګول.
حسیب- غږ دی ولی داسی دی؟ ژړلی د دی؟
په غوسی می وویل: په تا یی څه؟
حسیب- سمه ده رښتیا وایی زه نو سوک یم چی ته راته جواب راکړی؟!
د هغه پدی خبره می په غوسه وویل: ځان څخه ماشوم مه جوړه وه دا ناز او غوسه د جنکیانو سره خوند کوی نه د هلکانو سره.
حسیب- امهممم رښتیا وایی یواځی تاسو انجوني زړه او احساسات لری موږ هلکانو زړه خو د تیږو څخه جوړ دی کنه؟!
نه پوهیدم څه جواب ورکړم؟ د حسیب دغه کار بیحده خراب وو کله به یو ځل په ضد شو نو بیا ورته مهمه نده چی ته خفه یي قهر یی مریضه یی، هیس ورته مهم نه ویی او خپل ضد نه خوشی کوی، پوهیدم که دا شانتی خبری ورسره وکړم سل کاله نور هم خپل ضد نه پریږدی په همدی خاطر خپل لهجه می کراره کړل او ورته ومی ویل:
- ستا احساسات ماته ارزښت لری حسیب، خو انسان اول یو ځل پوښتنه کوی چی پرتا څه شوی؟ ولی نه معلومید؟ ولی دی جواب نه راکو؟ نه دا چی راغلۍ نه یم جنګ راسره شروع کړی..
زما پدی خبرو حسیب لږ خاموشه شو او د څو ثانیو وروسته یي وویل: څه شوی؟ ولی دی ژړلی؟
کله چي د حسیب مهربانه لهجه می وآوریدل نو د نن ټول خبری او کارونه مي یاد ته راغلل او په ګیلو می ورته شروع ورکړل، کوڅه کې د ولاړو موټرانو څخه نیولی د هغه راغلو میلمنو او هغه عجیب غریبه مرکي او بیا زما د ژړا او د ادی سره د خبرو ټوله قیصه می ورته وکړل، زما د خبرو په وقت حسیب یو دم چوپ وو کله چی خبری می خلاصي شوی بیا هم د څو دقو لپاره د هغه هیس غږ رانغلو نو ځکه مي ورپسی ناری کړل.
- حسیب ولاړی؟
زما په ناری کول د هغه طرف څخه د نفس اخیستو غږ راغلو او دهغه څخه وروسته د حسیب نیولي غږ چی ویی ویل: همدلته یم آورم.
- نو ولی خبری نکوی؟
حسیب- څه ووایم؟
د دی لفظ هیس تمه می نه درلود، فکر می کوو چی حسیب به په غوسه شي او هغه راغلي مرکو خلکو ته بد رد ووایی، په اصل کی منتظره وم چی حسیب ووایی "بد یی کړی سوک چی ستا غوښتلو ته زما څخه بغیر درغلی زه سبا مور می دراستوم" شاید لویه خبره وه خو ما د حسیب څخه د همدی خبرو تمه او انتظار وو نه دا چی ووایی " څه ووایم؟ " چوپه وم الفاظ می نه درلود د بیان لپاره او حسیب هم هیس نه ویل د څو دقو خاموشی وروسته حسیب په نیولی غږ وویل:
حسیب- ما نن خپل مور ته ستا خبره وکړل.
په حیرت می وویل: څه دی ورته وویل؟ څنګه زما خبره دی ورته وکړل؟
حسیب یو غټ نفس واخیستو او ویی ویل: همغه ورځ چي تا ماته "هو" وویل ما همغه ورځ خپل مور ته وویل: "چی موری زه خپل په خوښه ښځه کوم" او مور می هم په خندا زما خبره ومنل او ما هم فکر وکو چی د رښتیا یی منلي نن می ورته ستا په اړه وویل چی داسی جنۍ باندی مین یم او تاسو دا څو ورځو کی ورشي د هغي غوښتلو لپاره د هغي کورته.( د خبری پدی ځای کی حسیب خاموشه شو چی ما پداسی حال کی چي لاس او پښی می د ډیر استرس له لاسه ریږدیدل او خپل په غږ می لا کنټرول نه وو په لړزانده غږ وویل:
- ښه ستا مور څه وویل؟
حسیب جواب رانکو چی بیا می ورباندی غږ کړو، زما د ناری وهلو وروسته حسیب په غمناکه لهجه وویل: بدی خبری وکړل تاته یي بد رد وویل مور می ویل کوم جني چي یو هلک په نیمه شپه خپل کورته غواړی هغه سمه جنۍ نده. ویل یي ضرور داسي ډیر هلکان یي په نیمه شپه دعوت کړیـ..
په نیولي غږ مي د هغه خبره پری کړل او ومی ویل: ته څه فکر کوی؟
حسیب- د څه په اړه؟
- زما په اړه؟ ستا نظر څه دی؟
حسیب- زه هیس فکر نکوم.
په ژړغونی غږ می وویل: هیس فکر نکوی؟
حسیب- زما مطلب نه د چا خبره تایید کوم او نه هم رد کوم.
په ژړا می ورته وویل: مطلب خپل د مور خبره مني؟
حسیب- زه وایم نه د چا خبره منم او نه هم رد کوم.
- دا خبره دی زه بل شانتي مطلب اخلم!؟
حسیب- هغه نو ستا کار دی چي څنګه مطلب اخلي خو زما خبره همغه وه چی ومی ویل.
د اخیری ځل لپاره مي ورته ناری کړل ن پوهیږم ولی؟ شاید امید می درلود خپل خبری واخلي؟
-حسیب!
حسیب- ها؟ ګور هوسۍ دا خبریـ..
نه پوهیږم څو ساعته به همداسی تیر شوی وه چی د ډیر غمه او د استرس له لاسه خوب راباندی غالبه شوی وو او ویده شوی وم، کله چي مي سترګي خلاصی کړی کوټه تکه تور شپه وه او خاموشه خاموشي وه، ساعت راته نه معلومیدي خو ګمان می کوی شپه ډیره تیره شوی او شاید دوه دری بجو شاخوا به وه،د کړکی څخه د
باندی حویلی خوا څخه لږ ړنا کوټی ته راتلل او یو څه د کوټی فضا یي د پوره خاموشي څخه ایستلي وه. څو ثاني بی حرکته مي هغه توری شپی ته سترګی ونیول او د نن ورځي کارونه مي د ذهن څخه تیر کړل چي بیا مي په زړه بوج شو او د څو دقو لپاره خپل په ځای کی په آرامه مي لځان سره وژړل، ښه چي زړه می سپک شو تازه مي حسیب ته فکر شو، هغه به ضرور راته مسج کړی ویی زنګ به یی وهلی ویی! او په تشویش شوی به یی!
پدی فکرو په تلوار لځایه پاسیدم او د کوټی برق می روښانه کړ، خپل بکسه مي د الماری په سر ولیده موبایل هم هلته وو د بکسي څخه مې موبایل راوخیست دری څلور زنګه د حسیب لخوا راغلي وه، زر مي انترنت خلاص کړو چي د سلو څخه زیات مسجونه په یو سرعت باندی ټنګ، ټنګ په وټساپ کی راته راغله.
ټول مسجونه بغیر د دوه دانو څخه چي یو یی نیلوفر او بل آسما کړی وو، نور ټول د حسیب مسجونه وه، لا یو مسج می ورڅخه ویلی نه وو چی نوی مسج یی راغي.
حسیب- افرین.
د هغه په افرین پوهه شوم چی خفه دی نو ځکه مي زر ورپسی مسج وکو.
- بخښنه غواړم.
زما په مسج حسیب همغه دقه مسج راوستوی: ولی بخښنه؟که زړه دی زما سره یاری او خبری نه غوښتل بیا ولی دی خپل د "نه" جواب واخیستو؟ ولی دی دا څو میاشتي زه داسی خپل پر ځان عادت کړم کله چی زړه دی راسره نه وو؟ ها؟!
د حسیب پدی خبرو می ژړا راغله او د اوښکو څخه په ډکو سترګو می ورته ولیکل: زما خبرو ته غوږ شه دا خبری مه کوه، داسی هیس کومه خبره نشته ته خبر یي نن پرما څه حال تیر شوی؟
حسیب- که ته ما په انسانانو کی وشماری او راته ووایی نو زه به خبر شم، کنه زه خو علم غیب نلرم.
د حسیب خبری شاید د ګیلې او قهر څخه وه خو ما هغه هیڅکله داسی نه وو لیدلی، د هغه خبرو مې حال نور هم خراب کړو او ورته ومې لیکل.
- زما وضعیت ښه ندی.
حسیب یو دوه د پوسخند اسټیکرونه راوستول او ویی لیکل: ستا وضعیت همیشه خراب دی هر کله چي یو خبره یا یو کار کی ملامته شی، او بل بهانه دی لاس کي ونه اوسیږی نو وضعیت دی خراب وو..
د هغه پدی خبرو می اوښکی په بهیدو شول، باور مي نکوی چی حسیب دی داسی خبری ماته وکړی او ما دی داسی قضاوت کړی بغیر لدی چی زما خبری وآوری. ژړا فرصت نه راکوی چی مسج ورته وکړم چی بیا د هغه مسج راغلو.
حسیب- سمده مشکل نشته زه خو ستا لپاره یو ټوکه او سرګرمي یم هر کله چی زړه دی تنګ شو مسج کوه او هر کله چی زړه دی نه وو، خبری مه کوه.اممم نو اوس به لاړشم تر څو هر کله ستا وضعیت ښه شو بیا مسج وکړم خدای پامان.
د حسیب پدی خبرو مي ژړا نور هم زیاته شوه او ورته ومی لیکل: حسیب.
څو ثاني وروسته یي جواب راکړو: هاا څه دی؟
د حسیب په "هاا" ویلو هم ژړا می راغله او هم زور یی راکړو چی ما ټوله ورځ دده لپاره ژړلې او دی داسی خبری ماته کوی! بغیر لدی چی زما خبرو ته یوځل غوږ ونیسی هیس جواب می ورنکړو او د وټساپ څخه ووتلم انټرنټ می بند
کړو او ژړا ته می شروع ورکړل. پنځه دقی لا تیری شوی نه وه چی د حسیب زنګونه شروع شول ما جواب نه ورکوی او هغه زنګونه نه بنده ول او هی زنګ یی وهو تر دی چی مجبوره شوم او جواب می ورکړو او همدا چی اوکی می کړو....
اممممم دا نو څه چل وسو؟؟
Telegram
افغان کرکټ اتلان
تازه پروخت خبرونه #افغانـستانAPL***🏳*** #پاکــسـتانPSL***🇵🇰*** #هندوستانIPL***🇮🇳*** ـــــــــــــــــــــــــــــــــ داخلی خـبرونه خارجی خبرونه 19 کلنه لوبډله الف لوبــــــډله ـــــــــــــــــــــ https://t.me/ATLAN50 تبادلی رابطه***👇***
ناول طب مخصله
لیکوال ?
وړاندې کونکۍ سعودالرحمن خبیب
۴۵مه برخه! سترګې راباندې درندې وې، ساعت ته مې وکتل ناوخت و. هیلې زنګ ونه کړ، له ځان سره مې وویل: شاید وخت به یې نه وي پیدا کړی؛ نو ما هم زنګ ونه وهۀ. کمپل مې په سر راکش کړه او اوږد وغځېدم.
په څو شېبو کې د خوب ملګری وم.
سهار چې مې چای وڅښۀ؛ نو شرکت ته لاړم، مالک لا نه و راغلی.
په دفتر کې ورته منتظر شوم.
تقریباً نهه بجې به وې، چې راغی، یو بل کس هم ورسره و.
ستړي مشي مو وکړل، د شرکت مالک وویل: الهامه، مور ته دې رب شفا ورکړۀ، زموږ درباندې ډېر زړه ډاډه و.
اللهم امین مې وکړل او بیا مې زیاته کړۀ: زما هم زړه نه کیږي، دغه مې لکه خپل کار چې پریږدم؛ خو بله چاره نشته، که د مور وضیعت مې ښه شو؛ نو حتماً بېرته راځم، مګر فلحال مجبور یم، چې کار پریږدم.
سمه ده یې ووې او بیا یې زیاته کړۀ: شاید کارونه به لرې، څومره دې چې موږ باقي یو، حساب به وکړو ، نور دې غاړه بنده، چې څه ضرورت دې و، دا دې خپل ځای دی په جېګو سترګو راځۀ.
مننه مې وکړۀ، ورته مې وویل: ولې نه حتماً به راځم، ماته دغه ځای پرادی نه ښکاري.
حسابونه مو سره خلاص کړل د غرمې ډوډۍ مې ورسره هم وخوړه، بیا مې ترې رخصت واخیست کور ته راغلم.
مور او کوچنی ورور مې د ترور کره روان وو.
ماته یې هم د تګ وویل؛ خو زړه مې نه کېدۀ، ورته مې ووې، چې زه بیا بله ورځ ورځم.
هغوی لاړل او زه په کور کې یوازې پاتې شوم..
څو دقیقې به لا ناست نه وم، چې سلیم زنګ راوکړ. سلام، جوړ پخیر مو وکړل، بیا یې زیاته کړۀ. د کلي سپینږیری مالک حاجي ناصر اکا په حق راسیدلی دی.
خدای دې یې وبخښي مې ووې او بیا مې پوښتنه وکړۀ، څو بجې یې جنازه ده؟
څلور بجې یې وښودې او اړیکه مو پرېکړۀ.
ساعت ته مې وکتل تقریباً څه د پاسه دوه بجې وې، په بیړه مې ځان تیار کړ او کلي ته روان شوم.
موټر ته چې پورته شوم؛ نو هیله مې ذهن ته راغلۀ، چې له پرون راهیسې مو زنګ سره نه دی کړی او نه زما له راتګ خبره ده؛ خو د زنګ موقع نه وه.
موبایل مې راواخیست، وټساپ ته ننواتم، مسېج مې ورته وکړ، یوازې راته دومره ولیکل، زه لږ وروسته زنګ درته کومم، نور افلاین (وټساپ بند) شوه.
نیم ساعت وروسته کلي ته راورسیدم. سلیم ته مې زنګ وکړ، ویل یې چې کور کې یم راځۀ دلته، بیا به هدیرې ته لاړ شو.
خجرې ته ورغلم، چای یې تیار ایښی و. چای مو وڅښۀ، کیسو مو هم وکړې، بیا سلیم وویل: داسې به غلي، غلي هدیرې ته لاړ شو، هسې نه چې له جنازې پاتې شو.
سمه ده مې وکړل او له ځایه راپورته شوم، دواړه د کلي هدیرې په لور روان شوو.
هلته چې ورسیدو؛ نو له لږ منتظر کېدو وروسته ډله کلیوالو جنازه په اوږو راوړۀ او د جنازې لمانځه لپاره یې په ټاکلي ځای کیښوده.
ټول ورپورته شوو، لومړۍ خلکو وکاتۀ او بیا د جنازې لپاره قطارونه ودارېدل.
جنازه وشوه او سقات وېل کېده، چې موبایل مې وزمېده، غلی مې راوخیست، چې ومې کتل؛ نو هیله وه.
اوکې مې کړ او په ټیټ اواز مې ورته وویل: زه جنازه کې یم، بیا زنګ درته کوم، اړیکه مې پرې کړۀ.
سقات ووېشل شو او د ناصر اکا مړی مزدیګر ناوخته خاورو ته وسپارل شو.
سلیم ته مې د تګ وویل؛ خو شله و، چې ځان هم مړ کړې نشې تللی، نن به له ما سره پاتې یې.
مشر ورور ته مې د زنګ کولو په نیت موبایل راواخیست، چې ګورم، هیلې پنځه زنګونه کړي دي، پوه شوم، چې د جنازې په اړه یې اندېښنه شوي ده.
په بیړه مې زنګ ورته وکړ؛ خو پورته ېې نه کړ، له ځان سره مې وویل، اوس شاید مصروف وي، ماښام دی، چې خجرې ته لاړ شو؛ نو په ارام به ورسره وغږېږم.
په لاره مې له ډېرو کلیوالو سره ولیدل، ټول به همدا ویل، چې کډه مو ښار ته لاړه؛ نو کلی دې پريښود.
ورته به مې ویل: مصروفیتونه دي، کنه هر وخت مې کلی یادیږي.
ماښام ناوخت زه او سلیم د دوی خجرې ته راغلو.
هغه وویل: زه وږی یم، په وخت به د ډوډۍ خورم، له خجرې ووت. ما ژر هیلې ته زنګ وکړ، له اوکې سره سم یې ووې: خیرت دی، د چا په جنازه کې وې؟
ورته مې وویل: زموږ یو سپینږیری کلیوال په حق راسیدلی و.
په حیرانۍ یې ووې: ته په کلي کې یې؟
هو ومې وکړل.
هغې بیا وویل: له کابل کله راغلی یې او ماته دې څه ولې ویلي نه دي؟
ځواب مې ورکړ: پرون ناوخت یو ناڅاپي راغلم، نن سهار مې بیا د شرکت والا سره حسابي کوله او مزدیګر نږدې کلي ته راغلم؛ نو موقع نه وه.
په غوسه یې ووې: لکه څومره چې زما یادېږې دغسې ته نه یې. دا بهانه ده، چې موقع نه وه؟ ستا زړه نه و.
په خندا مې ورته وویل: لېونۍ، والاکه دا خبره وي.
اواز یې لوړ شو، بس چې نور ماته زنګ ونه کړې، اړیکه یې پرېکړۀ.
تر بیا ښې چارې.https://t.me/PASHTO_NAWLONA
ورته مې وویل: مورکې، یوناڅاپه را روان شوم، بس ځکه مې څه ونه ویل.
کوټې ته لاړو، کوچني ورور مې چای راواخیسته او پوښتنه مو سره وکړۀ.
تر ډېره ناست و، د ډوډۍ نه وروسته مې مور ته وویل: زه لږ ستړی یم، تر څنګ کوټه کې ویده کېږم.
هله زویه، ویده شۀ یې ووې، ترې راپورته شوم او کوټې ته راغلم.
موبایل مې راواخیست، هیلې ته مې زنګ وکړ، تر څو یې خبره کړم، چې زه راغلی یم؛ خو د ملګري سلیم زنګ راغی.
د حال او احوال پوښتنه مو سره وکړۀ، بیا یې وویل: راځې نه؟ پوهنتونونه شروع کیږي، که په کابل کې خوښ یې؟
په خندا مې ورته ووې: ورورکه، نور نه درځم، همدلته ښه خوشال یم، هلته به څه وکړم؟
هغه هم وخندل او بیا یې زیاته کړۀ: موږ هېر نه کړې، نور دې خوشال وې.
تر ناوخته مو کیسې وکړې، بیا مې د راتګ خبر کړ او ورته مې وویل: ان شاءالله له نږدې غږېږو، اوس خوب راغلی دی، زه ویده کېږم، اړیکه مو پرېکړۀ.
تر بیا ښې چارې.https://t.me/PASHTO_NAWLONA
ناول طب محصله
لیکوال
۴۴مه برخه!
وړاندې کونکۍ سعودالرحمن خبیب بیا مې هیلې ته زنګ ووهۀ، اوکې یې کړ؛ خو غلي وه.
ورته مې وویل: هیلووو الهام یم.
هغې ووې: پوهېدم، چې ته به وې؛ خو غږ مې نه کاوۀ، ما ویل شاید غلط شم، بیا یې زیاته کړۀ: ولې د خپل نمبر بند شو؟
ورته مې ووې: چارج یې ختم کړ، دا مې د بل کس څخه زنګ وکړ، ما ویل چې تلوسه به دې وي، بیا مې زیاته کړۀ: اې ریښتیا هغه خبره د په نیمه کې پاتې شوه.
په خندا یې وویل: نه پاتې کیږي، درته وایم یې. بېګا مې پلار راته ووې، چې هغه ملګرې ته دې ووایۀ، ورور ته مې یې کار برابر کړی دی، سر له شنبې څخه به زما سره په کلینیک کې کار کوي.
له خوښۍ خبرې راڅخه ورکې شوې، هیلې بیا وویل: لکه چې خدای مو دعاګانې قبولې کړې اوس به نو زما له پلار سره کار کوې او زه به هم په یوه نه یوه بهانه هره ورځ هلته درځم او که کېده، نور زه هم په هغه بل روغتون کې کار پریږدم، پخپل هغه کې به درسره نږدې وم.
ورته مې وویل: هیلوګۍ دا اوس ريښتیا ده او که زه خوب وینم؟
په خندا یې ووې: زما الهاموو خوبونه نشته، په ویښه یو، دا هر څه حقیقت دی، له دې وروسته به نور دلته نږدې ارام کار کوې.
خدای خبر دی، چې د خوښۍ په کوم حد کې به وم.
ورته مې وویل: هیلې، موبایل مې له پهرادار (ساتوونکي) څخه د یو څو دقیقو لپاره رااخیستی دی، سبا ان شاءالله بیا زنګ درته کوم.
سمه ده یې وویل او بیا یې زیاته کړۀ: سبا حرکت راوکړۀ.
په خندا مې ورته ووې: ستا بیخي بیړه ده، درځم، زړه مه وهۀ، اړیکه مو پرېکړۀ.
موبایل مې بېرته پهرادار ته ورکړ.
خوب راڅخه کډه وکړۀ، چای مې راواخیست قرار مې په کوچ (دفتري چوکۍ) کې تکیه وکړه او د نوي کار په اړه مې سوچونه کول. زه او هیله به یو ځای وو، هره شېبه به سره وینو.
د هېچا ډار او وېره به نه وي.
لکه خدای چې غواړي، موږ دواړه باید يو ځای اوسو.
اوس شپه نه سبا کېده، چې د شرکت مالک ته مې زنګ کړی وای.
برق لا هم نه و راغلی؛ خو موبایل مې چارج ته کیښوده.
څو ځله پخپل ځای کې څملاستم او پورته شوم؛ خو خوب نه راته.
تر ناوخته ویښ وم، بیا د شپې په نیمه یي کې خوب وړی وم، چې سهار راپورته شوم؛ نو یو ډول خوښي مې محسوسوله، نه پوهېدم، چې څه خبره ده؛ خو وروسته مې د هیلې خبرې ذهن ته راغلې.
له چای وروسته مې موبایل راواخیست، چې د شرکت مالک ته زنګ وکړم؛ خو نه پوهېدم، څه ډول ورته ووایم، چې زه نور دلته کار نه کوم، ځکه له ما سره یې ډېره ښه ګوزاره کړي وه او تر اوسه یې تېزه خبره راته نه وه کړي. بیا مې له ځان سره وویل: بهانه به ورته کوم، چې مور مې ناروغه ده، زه باید په کور کې اوسم.
مالک ته مې زنګ وکړ: سلام او پوښتنه مو سره وکړۀ، بیا مې ورته وویل: درته ویلی هم نشم، ځکه داسې چلند دې راسره کړی، لکه د کورنۍ غړی؛ خو مجبوریتونه بیا له ټولو بد دي، چې هر څوګ سره بېلوي. دغه مو څوده مې مور ناروغه ده، نور دوه وروڼه مې هم په کور کې نه وي؛ نو یو کس باید په کور و، ځکه د مور حالت مو ښه نه دی. ممکن نور درسره کار ونشم کولای، تر هغه چې ته بل نماینده پیدا کوې، زه درسره یم.
هغه وویل: اول خو که مشکل جدي نه وي؛ نو کار مه پریږدۀ، ځکه چې موږ درسره بلد یو او بل ته په کار ډېر ښه پوهېږئ، چې ته وې؛ نو موږ فکر کوو، چې خپل کس مو شته، که بیا نه کیږي؛ نو سبا به زه بل کس پیدا کړم، تاته اجازه درکوم.
بیا دې هم که د مور حالت ښه شو؛ نو دادې خپل ځای دی، هر وخت راتلای شې.
ورته مې وویل: ما هېڅ داسې احساس نه دی کړی، چې دغه پرادی کار/ ځای دی، له تاسو ډېره ښه خاطره لرم، ستاسو ښګڼې به مې تر قیامته هېرې نشي.
هغه ووې: ماته مېلمانه راغلل، سبا ان شاءالله کس درلیږم، بیا چې راشې؛ نو دلته به حسابي هم وکړو او له نږدې به وغږېږو.
خدای پاماني مو وکړه او اړیکه مو پرې کړۀ.
له دفتر څخه د باندې راووتم، ناری باران شروع و.
د نماینده ګۍ په داخل ونه کې مرغۍ باران ته په یوه څانګه کې قطار ناستې وې، ماښوکې یې په وزرونو کې وهلې، داسې ښکاره کېدلې، لکه باران ته چې ښې خوشاله وي.
ښه شېبه مې یې ننداره وکړه، بیا باران تېز شو، بېرته دفتر ته ننواتم.
دا چې مالک د بل کس دې رالیږلو راته ویلي و؛ نو بیخي مې کور ته د تګ بیړه وه.
ورځ تېره شوه، د شپې مې تر ناوخته حسابونه وکړل او ټول کارونه مې برابر کړل، بیا ویده شوم.
سبا سهار وختي د شرکت مالک زنګ وکړ او راته یې وویل: کس مې درولیږۀ، چې درورسیږي، شیان ورته وسپارۀ او نور تاته اجازه ده، راتلای شې.
غرمه ناوخته نفر راورسیده، تګ ته مې سخته بیړه وه. ژر، ژر مې حساب ورسره وکړ او هر څه مې ورته تسلیم کړل، خدای پاماني مې وکړۀ او روان شوم.
ماښام ناوخت کور ته ورسیدم، مور مې په لیدو حیرانه شوه، غاړه یې راکړۀ او بیا یې راته وویل: تا خو بیخي څه ویلي نه دي، چې در روان یم.https://t.me/PASHTO_NAWLONA
رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»
News & media website
تازهترین اخبار ایران و جهان
ارتباط با ما :
@pezhvakads
اینستاگرام ?
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==
Last updated 2 months ago
( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads
𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot
Last updated 1 month ago