Lines کرښې❤️

Description
مخکنی چینل خراب شو دلته نشرات دی
نشریات
پښتـوناولونه
#ښکلې_لیکنې.
#ایډیټ_شوې_ويډیوګانې.
#ډیزاینر_تصویرونه
#حدیث_شریف.
#اسلامې_لیکنې.
#بیتونه.
#انځورونه
نشر کیږي
زموږ دکانال لینک

تبادله والا👇
@Takil1234
ارین تکل
دلته راشئ مـــــینه اومـــننه
Advertising
We recommend to visit

کانال فیلم

Last updated 1 год назад

‌( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد ) ‌

‌آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار‌ ‌‌ ‌

‌‌𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads

𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot

Last updated 2 месяца, 2 недели назад

رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»

News & media website

تازه‌ترین اخبار ایران و جهان

ارتباط با ما :
@pezhvakads

اینستاگرام 👇
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==

Last updated 2 недели, 3 дня назад

1 month ago

*🤭*😁

مادشریف اکاوایې
کمـ یې انجونی چې ترناوخته ویښی وي
هعوی په هیڅ کله اولاد رانه وړی🤦🏼‍♂️

ارواپوهـــنه😅**

1 month ago

نارینه توب په الفاظو نه بیانیږی
بلکی په عمل ثابتیږی..!
🤞🏻*🙂***

1 month ago

*🍷*🌼

دځان دحوشخاله ساتلولپاره باید دچانه تمه ونه کړئ
تمثیل وکه هو ځان خوښ وساته😊

مـــظلوم تکل!**

4 months ago

چې پخپلو پېسو غوښه خورئ نو نرم هډوکي هم ورسره خوری, ايس کریم سره یې ډکی هم چوپۍ, او جوس خو په شوړ شوړ څکئ..
خو د بل مسلمان غم ښادۍ کې بیا یوه برخه وخورئ او دوه برخې یې د سپيو د خوراک نه هم وباسئ..
تصویر د شېر کولو ندی کرکه به مو وشي دلته یو واده کې پښتنو دغسې لړل وکړل.?

پشتــولیکنه?**

4 months ago

که کولای شې د یو انسان ژوند ښه کړې، یو درد لرې کړې، یا یوه مرغۍ آزاده کړه، یو چا سره لږ اندازه کومک هم وکړه، نو بیا وګوره چې ژوند څنګه ښایسته کیږي!

4 months ago
4 months ago

ْ ايئنې ته ولاړه وه.
مخ يې را تاو کړ.
په ناز يې وويل
هی
زه څومره
ښایسته یم کنه؟
ومې ويل
نه!
څيره يې ګونځې شوه
بيا يې وویل:
خوښیږم دې؟
ما وویل:
نه!
هغې وویل:
ای!
که مړه شم راپسې ژاړې هم نه؟
ما وویل:
نه!
په حيرت او هيله بخښونکي نظر يې تر شېبه راکتل
سترګې يې له اوښکو څخه ډنډ شوې .
خو په خوله يې څه ونه ويل.
ور خواته شوم.
مخ مې يې په دواړو لاسو کې ونيو.
ځان ته مې نږدې کړه
  ورته می وویل:
ښایسته نه یې ډيره ښکلې یې
خوښیږې مي نه راباندې بې حده ګرانه یې
اوکه مړه سې درپسې ژاړم نه
بلکې
زه هم درپسې مرم.
#

4 months, 1 week ago

خبر کړ او حوزی ته یی راوغوښت. خو له دی کار سره ظریف لږ څه ارام شو، خو بارو یی لروده چی پلار به یی ظریف له ځانه سره کور ته بیايي، خو لا ساعت وتلی نه وو چی د ظریف پلار حوزی ته په ډیره وارخطايی راننوته، رنګ یی هم الوتی غوندی وو، او به بیړه یی ځان د قوماندان مخی ته ورسوه او ورنه یی د ظریف د حال پوښتنه وکړه. قوماندان هم د ظریف د خولی خبری یی پلار ته وکړی، او ورته یی وویلی چی (دا د هغه جلی پسی هره ورځ روان وي، او نن یی مور شکایت کړی وو نو مونږ ځکه دی بندي کړ، نو که ضمانت یی کولی شی ورشه ضمانت یی وکړه، او که نه یی شی کولی مونږ ته خبر راکړه چی ظریف زندان ته ولیږو)، پلار یی په بیړه ورته ځواب ورکړ چی( ( قوماندان صیب ! همدغه یو زوی می دی، زما باور نه کیږي چی دی به د جلکیانو پسی ګرځيدلی وي، دی خو د حضرت ابراهیم خلیل الله په لیسه کی د دولسم ټولګي اول نمره دی، نو داسی شاګرد به څنګه داسی کار وکړي ؟ ) قوماندان ورته خوله خلاصه کړه او په ډیره نرمۍ یی پلار ته وویل ( کاکا جانه ! مونږ په خپل سر دلته نه دی بندي کړي، همدا خبره ظریف په خپله هم مونږ ته وکړه، ما ته یی ټوله کیسه کړی ده. ) پلار یی یوه شیبه غلی وو، ستونی یی وچ غوندی شو، او رنګ یی نور هم والوت، ددی ویره ورسره وه چی ظریف تری زندان ته لاړ نه شي له قومندان نه یی وغوښتل چی له ظریف سره وګوري، قوماندان هم له غوښتنی سره سم د ظریف پلار ظریف ته بوته.
د ظریف پلار چی ظریف د تورو تمبو شاته ولیده، نو له سرو سترګو یی غټی غټی اوښکی وبهیدی، ظریف هم ورته په ژړا شو، خو یوه شیبه یی یو بل سره سلګی وهلی، بیا یی پلار له ظریفه وپوښتل ( بچیه ! څه دي کړي دي ما ته رښتیا رښتیا ووایه؟ ) ظریف پلار ته په ژړغونی غږ کی وویل ( لالا ! له ټولی کیسی می قوماندان خبری کړی دی، او ما چی تاته کومه خبره کړی هغه خبری می قوماندان ته کړي دي، او یوه خبره دا وه چی ما غوښتل ستا د ورتګ نه مخکی زه له پيغلی سره خبره وکړم، چی ته ورځي چی هغه ورته د نه ځواب ورنکړي. ) په دی سره یی پلار قوماندان ته مخ ور واړوه، او په یو عجیب او خفه کوونکی غږ یی ورته وویل ( قوماندان صیب ! که یی دروغ ویلی وای، نو ما به درته ویلی وو چی مه یی خوشی کوه، خو حقیقت یی ویلی دي ځوان هلک دي، او زه هم دده لپاره ورتلم د پيغلی له پلار سره می نن خبری کولی، او زه د همدی یو اولاد پلار یم، نو زه درته دا ځل ضمانت کوم چی بیا به داسی کار نه کوي،) په دی کی ظریف د پلار خبرو کی راوغورځيده او قوماندان ته یی وویلی ( قوماندان صیب ما ته یو چانس راکړی زه یو واری له پيغلی سره خبری کوم، خیر دی نور به په ژوند زه داسی ونکړم. ) په دی کی قوماندان د ظریف له پلار سره د خوشی کیدو وعده وکړه، او د ضمانت خط یی تری واخیسته، او ظریف یی له حوزی راوباسه.
خو ماسپښین محل وو، چی ظریف او پلار یی کور ته ورسیدل، نن بیا ظریف د تیر په شان د مور مخی ته هماغسی زخمی زخمی ورغی، خو دا واری یی له پلار سره وو. مور یی له خونی رامنډه کړکه بیا یی هماغسی سلګی وهلی او د حال پوښتنه یی تری کوه، خو ظریف دا واری مور ته ډاډ هم نه شو ورکولی، له پلاره ویریده، خو د ظریف پلار خپلی ښځي ته په ډيره غصه ناکه لهجه وویلی

دا هم دريمه برخه د څلورمي برخي لپاره راسره تم شی

4 months, 1 week ago

?سکون Sakon?:
د مينې: ناول
دريمه: برخه

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

په دی وخت کی پيغله وارخطا شوه نه یی غوښتل چی ظریف بیا د تیر په شان هغسی ودردیږي، طاقت یی ونشو، زړی بوډۍ تر څو پولیس ته حال ویلی، نو پيغله وار خپل کړ نیغ یی پولیس ته وکتل او ناڅاپه یی پری خوله خلاصه کړه ( هیچ ګپ نیست. ) ددی جملی له ویلو سره یی زړه بوډۍ کلکه له لاسه ونیوله کش کوله یی نه یی غوښتل چی ظریف یو ځل بیا د پولیسو لاس ته ورکړي، خو دی وخت کی دی زړی بوډي یو واری خوله پر پیغلی خلاصه کړه او په غصه کی یی ورته وویلی ( پریږده کنچنۍ ) پیغله هم ناچاره وه، زړی بوډۍ پولیس ته مخه کړه او په ډيره غصه ناکه لهجه کی یی ورته وویلی ( زویه ! دغه هلک می هره ورځ لمسۍ پسی راځي، د مکتب په لاره یی تنګوي، نن ورسره زه راغلمه، بیا یی هم زمونږ شا نیولی ده ) د زړی بوډۍ له دی خبرو سره پولیس سور شو او کړنګ شو یوه کلکه سپیړه یی ظریف ته ورکړه، ظریف تر څو پولیس ته ځواب ورکوه، پولیس په لاسو کی ورته ولچک واچوو، او موټر ته یی دا ځل په کراره بوته، په لاره یی ورته څه ونه ویلی، خو پیغلی تر ډيره پوری په ظریف پسی شاته کتل او ظریف په پيغلی پسی کتل، خو هغی زړی بوډۍ پیغله له لاسه نیولی وه او په کش کولو یی ښوونځي ته بوتله، ظریف د پولیسو په رینجر کی یو ځل بیا حوزی ته یوړل شو.
هماغه قوماندان سره مخامخ شو، ظریف لکه څنګه چی د قومندان انسانیت لیدلی وو، زړه یی لږ ښه وو، فکر یی کوه چی ځه دا واری به هم ورته حقیقت ووایم نو بیا به می پریږدي، خو له رسیدو سره سم، قوماندان ظریف ته وویلی ( والکه بیا دی کوم کار کړی چی تر حوزی پوری راورسیدی، ته خو پرون یو واری خوشی شوی وی کنه؟ ) مخکی له دی چی ظریف قوماندان ته خبره وکړي، عسکر وار خپل کړ او ورته یی وویل ( صیب ! این بچه پشت دختر ها را میګرفت. ) قوماندان ته نوره هم ډیره زیاته غصه ورغله، بیا یی ظریف ته وکتل او په غصه ناکه لهجه یی ورته وویل ( ته خو بیخی انسان نه یی په خبرو نه پوهیږی، ما تاته هغه ورځ ونه ویل چی بیا د جلکیانو شا ونه نیسي ؟ ) ظریف هم وارخطا شو قوماندان ته یی له ویری چی خوله یی هم بنده بنده کیده، ورته وویل ( قوماندان صیب ! ما ولا هی که هیڅ هم کړي وي، زه مکتب ته روان وم، نن له هماغی پيغلی سره یوه زړه بوډۍ وه، زما فکر نه وو دوی می مخکی روان ول، یو واری یی مخ راواړوه او په چیغو یی شروع وکړه چی ته ولی مونږ پسی شاته راځي دا دی او هغه دی، په دی کی دا عسکر صیب راغی، او زما خبرو ته یی هلته بیخی غوږ ونه نیوه او زه یی دلته راوستم. ) قوماندان عسکر ته وکتل او ورته یی وویل ( ای چه میګه او بچه ؟ ) عسکر ورته هماغه کیسه تیره کړه حقیقت یی ورته وویلی، خو قوماندان یو ځل بیا په ظریف قسم وخوړه او ورنه یی وغوښتل چی رښتیا رښتیا ورته ووايي، ظریف یوه شیبه غلی وو او په دی سوچو کی غرق وو چی مخکی یی قوماندان ته حقیقت ویلی وو او خوشی شوی وو، نو هوډ یی وکړ چی دا ځل به بیا ورته رښتیا ووايی او خوشی به شي، قوماندان بیا پری غږ وکړ ( ای لوفره تاته وایم، ولی خبری نه کوی ها ؟ ) ظریف د قوماندان له دی رویی نه لږ وویریده، او قسم یی ورته وخوړه او بیا یی ورته کیسه تیره کړه دا یی هم ورته وویل چی زما او د هغی د مینی فیصله په سترګو کی سره وشوه، او ما غوښتل چی د خپل پلار له ورتګ نه یی خبره کړم، خو قوماندان ته دی خبری ډیر سخت زور ورکړ، او د پولیسانو په تور ډانګ باندی یی کلک په چپ مټ ووهه، ظریف له وهلو سره آخ کړ، او بیا یی قوماندان ته په ژړغوني غږ کی قسم وخوړه او ورته یی وویل ( قوماندان صیب والله او با الله که می هیڅ هم کړي وي،) له دی سره قوماندان له ډيری غصی نه یو څو ډانګه نور یی هم کش کړ، او له ډيری غصی یی خپلو کارکوونکو ته وویلی ( ای خر را ببرید جایشه نشان بتی ) خو ظریف ددی خبرو په اوریدو قوماندان ته بلا ډيری عذر او زاری وکړی، او له سترګو یی رڼي رڼي اوښکی بهیدلی، قوماندان چی د ظریف له عذر نه په تنګ راغلی وو، خپلو عسکرو باندی پټکه وکړه ( شما چه را سیل دارید ببرین نی خو ) نو له دی سره عسکرو ظریف کش کړ، او د تورو تمبو شاته یی خطا کړ.
ظریف لا شیبه په بندیخانه کی نه وه تیره کړی، له پولیسو یی وغوښتل چی تیلیفون ورته ورکړي، او خپل پلار له دی جنجاله خبر کړي، خو پولیسان هم ظالمان ول، یوه هم ورته تیلیفون خو یی نه ورکوه نه ورکوه، نو د نه له ځواب سره به یی دوه دری سپکی او سپوری هم ورته کولی، ظریف وارخطا وو، حیران پاتی وو چی اوس به پلار څنګه خبروي.
ظریف همداسی د پلار د خبرولو او د پيغلی د حال په اړه یی په حوزه کی د تورو تمبو شاته سوچونه وهل، شیبی یی تیرولی، یو ځل بیا یی هوډ وکړ چی پولیس ته ووایی چی تیلیفون ورته ورکړي، خو مخکی له دی چی پولیس ته ووايي، نو قوماندان پری غږ وکړ،( راکړه د پلار نمبر دی، )ظریف هم ورته له یاده د خپل پلار نمبر وویلی، پولیس ورته زنګ ووهه او هغه یی له پیښی

We recommend to visit

کانال فیلم

Last updated 1 год назад

‌( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد ) ‌

‌آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار‌ ‌‌ ‌

‌‌𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads

𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot

Last updated 2 месяца, 2 недели назад

رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»

News & media website

تازه‌ترین اخبار ایران و جهان

ارتباط با ما :
@pezhvakads

اینستاگرام 👇
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==

Last updated 2 недели, 3 дня назад