( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
??? : @mobsec_ads
??? : @sudosup_bot
Last updated 1 month, 3 weeks ago
رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»
News & media website
تازهترین اخبار ایران و جهان
ارتباط با ما :
@pezhvakads
اینستاگرام ?
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==
Last updated 2 months, 1 week ago
وعليکم السلام ورحمة الله وبرکاته
ډېر دروند او ګټور بحث دی، هیله ده چې د استادانو او ملګرو د نظرونو نه به ډېر څه زده کړو.
ځوابونه:
رکن څه ته وایي؟
رکن د شعر په جوړښت کې هغه برخه ته وایي چې د وزن د تعین لپاره کارول کېږي. دا د شعر د بحر اساسي جز دی چې د شعري موزونیت او تال لپاره مهم دی.
قاپیه څه ته وایي؟
قاپیه د شعر هغه لفظي یا معنوي برخه ده چې په پای کې تکراریږي او د نظم یا غزل د ښکلا سبب ګرځي. دا د شعري سلاست او همغږي لپاره یوه مهمه برخه ده.
د قاپیې اصطلاحي معنی:
د شعري ادب په اصطلاح کې، قاپیه هغه کلمې ته ویل کېږي چې د شعر په یو ټاکلي ځای کې (اکثراً په بیتونو کې په پای) تکراریږي او د شعر تال او نظم ساتي.
د قاپیې لغوي معنی:
قاپیه په لغوي توګه د "تکرار" یا "یو رنګه والي" په معنی راځي. دا د یوې ټاکلې قاعدې سره سم د الفاظو یا د هغو د وروستیو تورو تکرار ته اشاره کوي.
هیله ده چې استادان او ملګري په دې اړه نور هم خپل ارزښتناک نظرونه شریک کړي ترڅو موضوع لا ښه وڅېړل شي.
ڈاکٹر جمیل الرحمن
استاد ادبیات
ریاض سعودی عرب
کافیه په پښتو کې دوه اصلي معانی لري:
لغوي معنی (کافیه لغت کې): کافیه د لفظي یا لغوي معنا له مخې د هغه څه ته ویل کېږي چې کافی، پوره، یا مناسب وي. په دې معنا کې، کافیه د هر شي د پوره کولو یا لازمي اړتیا د پوره کولو لپاره کارول کیږي. د مثال په توګه، که یوه کار یا دنده ته کافي وخت ورکړل شي، دا معنا لري چې هغه وخت به د ترسره کولو لپاره کفایت وکړي.
اصطلاحي معنی (کافیه اصطلاح کې): په اصطلاحاتو کې، کافیه هغه وضع یا شرایط ته ویل کېږي چې د یوې خبرې یا مفکورې د بشپړتیا یا د هغه د کامل پوهې لپاره پوره وي. دا په ځانګړې توګه د علمي یا ادبي اصطلاحاتو کې کارول کېږي. د مثال په توګه، د شعر په علم کې، "کافیه" د هغو الفاظو یا آوازونو ترمنځ تشابه ته ویل کېږي چې د شعر په وزن او قافیه کې سره ګډ وي. د شعر کافیه هغه الفاظ دي چې د آخري توري سره ورته آواز ولري او د شعر د قافیه جوړولو لپاره مناسبه وي.
په ټولیزه توګه، کافیه په لغت کې د پوره کولو او په اصطلاح کې د تشابه یا مناسبیت د مفهوم لپاره کارول کېږي.
السلام عليڪم ورحمة الله وبرڪاته.
دشعرادبي حجرې درنو استادانو
لۀ مهالويش سره سم به نن ماښام درسره پوښتنه مطرح کوو
پوښتنه👇
رکن څه ته وایې ؟
قاپیه څه ته وایې?
دقاپیې اصتلاحي معنئ څه ده
لغوي معنئ یې څه دت
............
استادان ملګري دي راسره خپل نظرونه په غږیږه بڼه شریک کړي.
وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته
د شعر جوړولو لپاره لاندې توکي ډېر ضروري بلل کېږي، چې هر یو یې د شعر په جوړښت او ښکلا کې ځانګړی رول لوبوي:
فکر (Idea):
د شعر بنسټیزه اډانه د فکر او تصور په بنسټ ولاړه وي. یو شاعر باید لومړی یوه روښانه او ژوره موضوع غوره کړي، چې د خپل پیغام د رسولو لپاره اړینه وي.
تخيل او خيال (Imagination):
تخيل د شعر هغه اړخ دی چې ورته ښکلا، حساسیت او ژوروالی وربښي. د تخيل له لارې شاعر داسې رنګارنګ صحنې، جذبات او احساسات وړاندې کوي چې لوستونکی ورسره تړاو پیدا کړي.
ژبه او بیان (Language and Expression):
د شعر ژبه باید ساده، روانه، او شاعرانه ښکلا ولري. د الفاظو غوره کول، د جملو جوړښت، او د شاعرانه تصویرونو کارول د شعر په اغېزمنتیا کې کلیدي رول لوبوي.
وزن او قافیه (Rhythm and Rhyme):
وزن د شعر هغه موسیقیت دی چې د لوستونکي د زړه تارونه ښوروي. قافیه د الفاظو د ښکلا یو ترتیب دی چې د شعر نغمه زیاتوي.
احساس او جذبه (Emotion and Passion):
شعر باید د شاعر زړه او احساساتو څخه راووتلی وي. د احساساتو صداقت او زور د شعر د اغېزمنتیا لپاره ډېر اړین دی.
6 پیغام او مقصد (Message and Purpose):
هر شعر باید یو روښانه پیغام او مقصد ولري، چې د لوستونکي یا اورېدونکي لپاره ګټور وي. شعر یوازې د ښکلا لپاره نه، بلکې د شعور، احساس او تفکر لپاره هم وي.
پایله
د شعر جوړولو لپاره فکر، تخيل، احساس، وزن، قافیه، او الهام هغه عناصر دي چې د یو کامل شعر په جوړولو کې مرسته کوي. هر شاعر باید د دې توکیو تر منځ توازن وساتي او خپل ځانګړی هنر پکې څرګند کړي.
ډاکټر جمیل الرحمن
استاد ادبیات
ریاض، سعودي عرب
السلام عليڪم ورحمة الله وبرڪاته
دشعرادبي حجرې درنو استادانو
لۀ مهالويش سره سم به نن ماښام درسره پوښتنه مطرح کوو
پوښتنه?
د شعر جوړولو لپاره څه شي ضروري دي؟
............
استادان ملګري دي راسره خپل نظرونه په غږیږه بڼه شریک کړي.
دغه بیت د نورو په نسبت د محتوا حرکت ته جوړ دی، خو طرزفکر پکې ډېر شاعرانه نه دی. لکه واضح او مستقیمه خبره نصیحتوزمه غوندې ده، یعنې تکبر پکې غندل شوی دی، خو «ايډيا» په «ايميج» نه ده وړاندې شوې. د ايډيا او ايميج خبره داسې ده چې په یوه مسره کې د تعقل او فکر له مخې مفهوم راشي او په دویمه مسره کې هغه فکري او عقلاني مساله په تخيلي او عاطفي انداز شرح شي، لکه:
چې زوال یې وي راغلی وړ یې واړوي
له يخنۍ چې شي کنګل اوبه ماتېږي
استاد صدیق پسرلی
پنځم بیت:
هر سړی ځان ويني عيانه! ستا څهره نه ويني
په دې فضا کې د عکسونو اواز نه ځايېږي
پر دې بیت باندې له غږېدو مخکې به د خوشال بابا مشهور بیت راوړم:
په هر څه کې ننداره د هغه مخ کړم
چې له ډېرې پيدايۍ نه ناپديد شو
د عيان صاحب په پاسني بیت کې د سورریاليزم د سبک غوندې جادويي او وهمي جوړښت هم نه دی چې د خوبونو د تصویرونو غوندې یې ډېر تمثیلي او سيمبوليک احساس کړای شو. د سورریاليزم په سبک د لیکل شویو شعرونو د نمونو لپاره د نورمحمد لاهو يو شعر ولولئ:
زما سترګو کې
یو زوړ او بارانه وهلی ښار ویده دی
چې کوحې یې
هيڅ یو ځای نته نه رسېږي
يوه ونه د اسمان سینه کې ګرځي
او ټول ستوري یې په څانګو کې و ه لا لا و ه لې لې سندرې بولي
او دا سیند مې دی په لپه کې ټول شوی
او کبان مې په وړو وړو مچکو د لاس کرښو سره مینه کوي ډوب دي
او
زمان هم
لکه مړاوې مړاوې اوښکې مې د ګوتو زخمي منځ نه څاڅکی څاڅکی پورته د اسمان لوري ته څاڅي
او ساعت
په پټه خوله دي عقربې چېرته کوم ځای کې ورکې کړې
او دا لمر هم
مودې وشوې چې زما د بڼو شا ته
د ماشوم په شانې خاندي
هغه لمر
چې هيڅکله نه را خېژي
پېړۍ وشوې
زه هغې سپینې هیندارې کې اوسېږم
چې تصویر نه زما منډې وهي تښتي
د شعر د ذهني شکل معنا دا ده لکه د الفاظ په چوکاټونو کې چې د معنا روح پيدا شي، هغه شعرونه بې روحه غوندې وي چې یوازې د الفاظو جسدونه یې راته پراته وي، نه احساس پکې وي او نه حرکت کولای شي.
پای
پای
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
درنو استادانو او ملګرو ! درناوی مې ومنئ، ستاسې د ټولو روغتيا په هيله.
پر ځوانانو د ناول لوستنې اغېزې څه دي؟، ښې او بدې خواوې يې په ډاګه کړئ؟.
دا پوښتنه چې په ښه بڼه او بشپړه ځواب کړو؟ ځواب يې یو څه ستونزمن ښکاري او په ډېرو برخو يې هر اړخیز بحثونه کېدای شي، ځکه چې د ناولونو ترمنځ له موضوعي اړخونو داسې پولې ټاکل چې هغه په بشپړه توګه د يوې ټولنې له ټولو مذهبي، اخلاقي، کلتوري او ملي ارزښتونو او وياړونو رابېل کړو، دا چاره شونې هم بريښي او ناشونې هم ده، خو بيا هم د پېژندنې لپاره يې لږ تر لږه يو څه بېلوونکې نښې شته. د ناولونو څانګې او ډولونه هم د يو يا ډېرو متفاوتو پولو له مخې سره بېلابېل اړخونه لري. په دې کې ځينې تجارتي ناولونه، ځينې د کټګوريو ناولونه، ځينې کيسه ييز او تخييلي ناولونه راځي. دا يې يو اړخ دی.
دا تجربو ښودلې او ثابته کړې چې د مغزو او حافظې لپاره د کيسو لوستلو ګټې ډېرې دي، دا ګټې لنډمهاله او اوږدمهاله اغېزې لري، په دې کې د مغزو او حافظې د برخو ترمنځ د اړيکو د ټينګښت او د هغوی دندو ته په بېلابېلو اړخونو کې وده او پرمختګ ورکوي. د ناول لوستنې پرمهال د لوستونکو ځوانانو ذهني خوځښت لړزوي، يعنې د مغز او حافظې د پياوړتيا او روغ ساتلو کې يې ونډه اخلي. مړه او نيم ژواندي عواطف او احساسات يې روزي، د خواخوږۍ او درناوي حس يې ځواکمنوي، روحي او رواني ستونزې يې راکموي.
که څوک يا ځوانان په ژوند، دنده، اړیکو او نورو برخو کې فشارونو لاندې وي، نو ښو کيسو او ښه ناول لوستنه ورسره پوره مرسته کوي. د نويو معلوماتو او پوهې کچه يې لوړوي. د کلمو او لغتونو پانګه يې زياتوي. د يادښت او فکري تمرکز پر وده او پراختيا کې يې ونډه اخلي. تخيل او تصور يې پياوړی کوي. د ژوند په تجربو کې تجربې ور زده کوي. وړيا تفريح او ننداريز شېبې پرې حس کوي. د نورو له حالاتو او وضعيت نه يې خبروي. د ژوند په هره برخه کې د موخو لپاره د لومړيتوبونو د معلومولو کې پخې تجربې او لارې چارې ورښيي. فکر يې له تسلسل سره بلدوي. د نوښتونو ځواک او هنرونه ور زده کوي. د تېروتنو په اصلاح او سمون کې مرستندوی کېږي. په ځان د بسياينې فکر يې روزي. د ښو پرېکړو په اړه تصميم نیولو کې زړورتيا وربښي. ټولنيزو اخلاقو په پياوړتيا کې ورسره مرسته کوي، په ټولنيز عدالت کې يې پالنه ترسره کوي او دې ته ورته نورې ګټې هم لري. که چېرې ښه ناول نه وي، نو ځوانان د دې ګټو سرچپه اړخونو ته هڅولی شي، يعنې د بدیو، ورانيو، ناانډولیو، بې انصافۍ، بد اخلاقیو او نورې ګڼې روانې او روحي اغېزې پرې ښندلې شي او يو ډول ذهني ګډوډيو او په تشو خيالاتو کې يې ښه سم ډوبوي چې هم ځان او هم ټولنې ته زهرجن دارو درمل ورکولی شي.
درنښت
ع - اغېز
ناول لوستل د ذهن او فکر د پراختیا او پياوړتيا لپاره مهمه مشغله ده ، د ځوانانو ذهن د پرمختګ او اخذ په حال کې وي او کوښښ کوي چې په بیړه ډېر څه خپل کړي، د ناول په مطالعې سره یې د عامې مطالعې شوق زیاتېږي،په دې سره د ځوانانو فکري او تخیلي ځواک پياوړتيا او پراختیا مومي، د مختلفو ټولنیزو دودونو او د لیکوال د ټولنیز معرفت سره مخ کېږي، د نورو تجربې زده کوي او خپلوي او په رواني لحاظ د فکري او ذهني پرمختګ پر لور ګامونه اخلي، همدا ډول د ډول ډول ناولونو او داستانونو په لوستو سره په ځوانانو کې د احساس قوه لا ځواکمنه کېږي، د شفقت او مهربانۍ درس زده کوي، د بدو کرکټرونو نه کرکه پیدا کوي او هر وخت ځان د ناول د اتل په څېر احساسوي،
همدارنګه ژبني او لیکني مهارتونه ترې زده کوي، املاء او انشاء ترې زده کوي، د جملو هنري او عاطفي کارونه ځوانان لیکلو ته هڅوي، د ټولنیزو او کورنیو مهالنیو ستونزو تحلیل او په ستونزو کې د زغم تحمل او هم د ستونزو سره د مبارزې چل او د تېرو تجربو له مخې په عملي ډول د ستونزو حل ترې زده کوي، له دې پرته په تفریحي لحاظ هم ناولونه لوستل د ځوانانو لپاره ګټور دي او د وخت د ضایع کېدو مخه پرې نیول کېږي، نو په دې لحاظ ناول پر نوو ځوانانو ډېرې اغېزې لري چې اکثر يې مثبتې او ګټورې دي خو زما په نظر د ناولونو په لوستلو کې انتخاب هم مهم دی او هر ناول په لوستلو نه ارزي.
پای
د نننۍ سکالو اړوند به دومره ووایم، چې مبالغه او کذب (دروغ) دواړه نږدې مفاهیم لري، چې توپير یې خورا باریک دی، اصل کې حقیقت دا دی، چې یجوز للشعراء ما لا یجوز للغیر، څه ډول چې شعر د عادي خبرو په څېر نه دی، په همدې ډول یې اصول او قوانین هم د عامو خبرو سره توپير لري، مبالغه د شعر او فصیح کلام ښکلا ګڼل کیږي، په داسې ډول د موصوف ستاینه چې د صفت نهایت او غایت پکې متصور شي، مبالغه ګڼل کیږي، مبالغې لپاره په عربي ژبه کې پنځه وزنونه کارول کیږي، چې عبارت دي، له فعال، فعیل، فعول، مفعال او فعل څخه، مبالغه په قران کریم کې هم شتون لري، لکه الله تعالی فرمايي (وما ربک بظلام للعبید) (ان الانسان لظلوم کفار) (ان الانسان خلق هلوعا) و غیره ایتونه د مبالغې شاهدان دي، حدیث کې هم د مبالغې صوتونه شتون لري، لکه نبی علیه السلام وفرمایل: ابو جهم خپله امسا له وږو څخه نه کښته کوي او معاویه مال نه لري، حال دا چې هغه امسا د خوب وغیره لپاره ښکته کوله او معاویه رض لباس و غیره جامې لرلې چې په مال کې حسابېدې، مبالغه د پوهانو په کلام کې زیاته شتون لري، د مبالغې په اړه څوک دروغژن نه شي پيژندلی، مبالغه که په لاندې توګه وپيژنو، نو د دروغو سره به یې توپير بیخي په ډاګه شي.
مبالغه د یو صفت په شتون کې د هغه نهایت یادول دي، لکه څوک خپلې معشوقې ته ووایي، ته تر سپوږمۍ ښایسته یې، دلته که څه هم د سپوږمۍ ځلا او پړکا له معشوقې څخه زیاته لیدل کیږي، خو حقیقت کې عاشق ته خپله معشوقه تر هر څه ښکلې وي، ځکه ورته د مبالغې صیغه کاروي.
مبالغه زیاته په شعري او نثري کلامونو کې کارول کیږي، چې په مخاطبینو باندې د قبض او انبساط کیفیت لا زیات کړي، ځکه د شعر موخه په اورېدونکي او لوستونکي باندې د تاثیر تهاجم دی، چې له مبالغې پرته په ډول نه تر سره کیږي.
مبالغه کې چاته په قصدي ډول زیان رسول، دوکه ورکول او غولول هدف نه وي، بلکې یواځې د کلام د تاثر لپاره کارول کیږي.
مبالغه د دروغو په قصد نه ویل کیږي، بلکې له موصوف سره د صفت کونکي ژور تړاو ته اشاره کوي.
مبالغه په اصل حقیقت باندې د زیاتوالي نوم دی.
خو دروغ بیا
چا ته د دوکې ورکولو لپاره کارول کیږي.
دروغژن خپله د خپلو دروغو په تړاو یقین لري، چې زما خبرې له حقیقت څخه لرې او د دوکې ورکولو لپاره دي.
دروغ په مخاطب باندې د تاثر او اغیز لپاره نه ویل کیږي.
دروغ د دروغژن لپاره د ستاینې وړ نه بلل کیږي، خو مبالغه د مبالغه کونکي لپاره ستاینه وي.
مبالغه علمي بڼه لري او دروغ د جهالت څرک دی.
مبالغه د اخرت مواخذه نه لري خو دروغ د دنیا او اخرت شرمندګي ده.
مبالغه د مدحې او ستاینې په موخه کارول کیږي، خو دروغ د مذمت او رسوایۍ لپاره.
مینه او مننه
علامه محمدي
( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
??? : @mobsec_ads
??? : @sudosup_bot
Last updated 1 month, 3 weeks ago
رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»
News & media website
تازهترین اخبار ایران و جهان
ارتباط با ما :
@pezhvakads
اینستاگرام ?
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==
Last updated 2 months, 1 week ago