( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads
𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot
Last updated 2 months, 1 week ago
رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»
News & media website
تازهترین اخبار ایران و جهان
ارتباط با ما :
@pezhvakads
اینستاگرام 👇
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==
Last updated 1 week, 1 day ago
شـ،ـهيـ.ـد سهار/ م رضوان الله فیضاني
د مسلمه امت محسن او لوی سالار شـ،ـهيـ.ـد دی
د دين زمری، د غيرت غر، يحيی سـ.ـينوار شـ،ـهيـ.ـد دی
لسيزې وشوې پر ميدان لکه زمری جنګېدۀ
د وخت خالد دی، که طارق دی، که ضرار شـ،ـهيـ.ـد دی
څه جنتي رنګ يې خپل کړی دی معصومې څهرې
لکه ګلاب په خپلو وينو شو سينګار شـ،ـهيـ.ـد دی
اخ په فراق يې فـ.ـلسـ.ـطين يتيم يتيم ښکارېږي
د حق سـ.ـنګر، د حق منبر، د حق منار شـ،ـهيـ.ـد دی
له اسارت، تر قيادت، تر شهادته پورې
ثابت قدم و او د حق پر سپينه لار شـ،ـهيـ.ـد دی
په هسکه غاړه، جګې سترګې خدای ته ورغی ګران
ستړی ستومان، ټپی ټپي، پرهار پرهار شـ،ـهيـ.ـد دی
څه د غم شپه وه (فيصاني) په مؤمنانو باندې
هر خوا تياره ښکاري د مينې سپين سهار شـ،ـهيـ.ـد دی
تـ.ـقـ،ـبـ.ـله الله
١٤٤٦/٤/١٥ هـ ق
په ډک، پرېشانه، او خفه زړۀ رب ته سجده، د بېلا کیف سکون پر څپو انسان ګرځوي!🌸😔
ماتې هیلې
سکوت د الفاظو ورکېدل نه دي، د نا اهلو په وړاندې خاموشي ده، او د درد په وړاندې زغم دی!😢
ماتې هیلې
کله چې د چا د لیدلو تلوسه لرئ، یادیږي مو، پر لیدلو یې خوښېږئ، تاسې هم د هغه په باب دا فکر کوئ، چې هغه به هم زما په لیدلو خوښ شي، له نورو متفاوته رویه به راسره وکړي، د بیا کاته د محبت اظهار به وکړي؛ مګر کله چې له هغه شخص سره مخ شئ، ستاسې د توقع خلاف عمل درسره وکړي، یعنې د یو عادي انسان په څېر داسې رویه درسره وکړي، چې تاسې ترې داسې تمه نه لرله، انسان خپل احساس ته سخت خجالت شي، چې د یو بې احساسه شخص لپاره یې احساس درلود، همدې ته ورته لاملونه دي، چې د انسانانو احساسات وژني، د مینې، محبت حس په کې مړ شي.
راځئ له خپله ځانه یې شروع کړو، کله چې پوه شوی، چې د یو چا درسره جوړه ده، په لیدلو مو خوښیږي، هغوی ته ارزښت ورکړئ، په روغ بړ کې داسې جذابیت پیدا کړئ، که د هغه په څهره کې هر څومره د خفګان، ستړیا نښې وي، باید هغه په کې ورکې شي، هغوی خپل احساس ته مه زهیروئ، چې تاسې ته یې لري!
?
ماتې هیلې
که سپوږمۍ شوله ناوخته
لاره نه رانه ورکیږي، لاره نه رانه ورکیږي!
د دې ترانې کیف د سنګر په سخته غېږه کې محسوسولای شئ، حاجي صاحب فقیر دې رب ج تر ډېره لري، د انقلاب زرین انسان دی، چې په حماسو سره یې ویدۀ مخلوق راویښ کړی!
?
په مجنون اوري را اوري!
په لیلا اوري را اوري!
ماتې هیلې
سبحان الله
څومره اغېز لرونکی تقریر، د انسان زړۀ ورسره وه بوږنیږي، حضرت سعد ؓ یادوي، ګیلمن صحابي، ربﷻ ته ګران صحابي!
دا غږ د مولوي سمیع الله ریحان دی، خدای تعالی څومره فصیحه ژبه ورکړې وه، د څومره ستر علم پېرزوینه یې پرې کړې وه، خو هر څه یې د طاغوت په دفاع کې استعمال کړل، او په داسې حال کې ووژل شو، چې د طاغوت په دفاع کې یې له خپلې ژبې، او علم څخه استفاده کوله.
زۀ ډېر پرې خفه یم، له داسې شخصیت څخه دا تمه هېڅکله نه کېدله، خو هدایت د اللهﷻ لورېینه ده، هر څوک چې ترې برخمن شول ربﷻ ته ګران شول!
?
ماتې هیلې
د اُحد ستره غذا وه، حضرت نبي کریمﷺ د مؤمنانو صفونه منظمول، بیا یې لوڅه توره له تیکې څخه را وکښله وې فرمایل ددې تورې حق به څوک اداء کړي؟
د حضرت عمر فاروق ؓ په ګډون څو نور صحابه کرام رامخکې شول خو رسول اللهﷺ یوه ته هم توره ور نه کړه، ابودوجانه ؓ رامخکې شو، وې فرمایل د تورې حق څه دی؟
رسول اکرمﷺ وه فرمایل چې تر هغو د کفارو څټونه ووهي، تر څو کږه شوې یا ماته شوې نه وي، ابودوجانه ؓ وویل زۀ یې حق اداء کوم.
رسول اللهﷺ توره ابودوجانه ؓ ته ورکړه، ابودوجانه ؓ له سر څخه د مرګ رسۍ (سره پټه ) وتړله، متکبرانه کاږه واږه قدمونه یې د ګرم جنګ په لور واخیستل، رسول اللهﷺ مسکی شو وې فرمایل بېغیر له داسې میدان څخه(د جنګ میدان) په بل ځای کې داسې قدومونه اللهﷻ نه خوښوي.
ابودوجانه ؓ له لرې ټولو ته ښکاریږي چې د رسولﷺ د تورې حق په سمه توګه اداء کوي، خو د زبیر بن عوام ؓ بخیلي پرې راځي، هغه فرمایي کله چې رسول اللهﷺ توره ابودوجانه ؓ ته ورکړه، ما له ځان سره وویل زۀ د رسول اللهﷺ د ترور ځوی یم، قریش هم یم، او تر ټولو وړاندې مې هم توره ترې وه غوښتله ولې یې ماته رانه کړه؟
غوښتل مې پوی شم، چې څنګه رسولﷺ دۀ ته توره ورکړه؟
هغه مې وڅاره، کله چې ابودوجانه ؓ په سر سره پټه وتړله، انصارو له ځانونو سره وویل هغه دی ابودوجانه ؓ د مرګ رسۍ له سر څخه تاو کړه، معنا دا چې (اوس به تر مرګه جنګیږي)، کوم کافر به چې له ابودوجانه ؓ سره لاس او ګرېوان شو ژوندی به ترې نه شو خلاصېدای.
یو ځل یو کافر زخمي مجاهدین لټول او شهیدانول یې، ما خدایﷻ ته سوال وکړ، چې اې اللهﷻ ته یې له ابودوجانه ؓ سره مخ کړې، دوی دواړه کرار کرار یو بل ته نژدې کېدل تر دې چې سره لاس او ګرېوان شول د سترګو په رپ کې ابودوجانه ؓ کافر وه واژه، بل ځل ابودوجانه ؓ د ابوسفیان میرمن هند بنت عتبه ته ور وه رسېدۀ، کله چې ابودوجانه ؓ توره پورته کړه، ناګهانه یې بېرته کښته کړه او پر بله لاړ، ما له ځان سره وویل چې خدایﷻ او د هغه رسولﷺ ښه پوهیږي، ابودوجانه ؓ وایي ما ولیدل چې یو څوک په خورا جوش او ولولې سره کفار جنګ ته هڅوي، پسې ورغلم کله مې چې توره ورته پورته کړه، ګورم چې ښځه ده او په زوره د ژړا کړیکه تر پورته شوه، ما د رسول اللهﷺ د تورې عزمت وساته او ښځه مې پر ونه وژله.
کفار په تښته شول مسلمانان ورپسې و، خو د غونډۍ پر سر غشو ویشتونکو مجاهدینو بې اطاعتي وکړه، راکښته شول، خالد بن ولید د همدغې موقع څخه ګټه پورته کړه، د همدې غونډۍ له لوري یې پر مسلمانانو حمله وکړه، او له سختې ماتې سره یې مخ کړل، رسول اللهﷺ په ډېر بد حال کې واقع شو، ډېرو صحابه کرامو ترې سخته دفاع وکړه، چې په دې کې ابودوجانه ؓ هم و، مخ یې رسول اللهﷺ ته اړولی و او شا یې کفارو ته چې څومره غشي به یې پر شا وخوړل له ځایه نه خوزېدۀ، کله چې مؤمنانو شاتګ پیل کړ، عبدالله بن جابر په حارث ؓ د تور وار وکړ او شهید یې کړ، خو د سرې پټې څښتن خپل انتقام واخیست او د عبدالله بن جابر سر یې تر بېل کړ.
هو همدې ته ایثار وایي، همدا د محبت ژوند و، څومره د الفت خاوندان په کې موجود و، بل خصوص سرور کاینات جناب حضرت نبي کریمﷺ چې دم پر دم به یې خپلو ملګرو ته د جنت زیري ورکول، خو هغوی له جنت نه بې پروا د خدایﷻ د حبیبﷺ په مخ کې ډال کېدل او تر خدایﷻ پورې رسېدل.
?
ماتې هیلې
ستاسې وجدان (باطني محکمه) تاسې ته په هغو شیانو سزاء نه درکوي، چې تاسې پرې قناعت ورکړی، وجدان بالکل له نفس سره مخالف دی، هغه کړنه چې تاسې ته یې نفس د انجامولو امر کوي، وجدان پرې سزاء درکوي، نفس مو همېش بدې لارې ته برابروي، او د اسلامي قوانینو خلاف امر درته کوي، خو د یو مسلمان وجدان په اسلامي اصولو قناعت کړی، او د هغو طابع دی، او تر هغو مو د نفس له غوښتنو منعه کوي تر څو مو د نفس په غوښتنه وجدان ته قناعت نه دی ورکړئ، هر کله چې د نفس یوه غوښتنه ډېره تکرار شي وجدان پرې قانع کیږي، بیا په هغه غوښتنه تاسې ته سزاء نه درکوي.
کوشش وکړئ، یوه ګناه تکرارً ونه کړئ کنه بیا به مو عمل وګرځیږي!
?
ماتې هیلې
( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads
𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot
Last updated 2 months, 1 week ago
رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»
News & media website
تازهترین اخبار ایران و جهان
ارتباط با ما :
@pezhvakads
اینستاگرام 👇
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==
Last updated 1 week, 1 day ago