رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»
News & media website
تازهترین اخبار ایران و جهان
ارتباط با ما :
@pezhvakads
اینستاگرام ?
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==
Last updated 2 months ago
( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads
𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot
Last updated 1 month ago
غزل
پۀ رښتیا دې وړم تر داره چې خفه نۀشي پرهاره
د الله د دین لپاره چې خفه نۀ شي پرهاره
هر یوڅاڅکی ستا د وینو ملغلري جوړ وینه
که تېرېږې له سینګاره چې خفه نۀ شي پرهاره
د ژوندون حق به ادا کړو دعشق پور به ورله.ورکړو
قدم کېږدۀ پۀ انګاره چې خفه نۀ شي پرهاره
ګیله مکړه لاره پاتې ده درمل درسره واخله
لږ ستونځمنه وي دا لاره چې خفه نۀ شي پرهاره
د جنون څپې پۀ شورکړه ځو له دې فاني جهانه
او له ستړي انتظاره چې خفه نۀ شي پرهاره
ته زما دعشق سبوت یې ترجانانه دې ور وړمه
پۀ الله مو بدره سپاره چې خفه نۀ شي پرهاره
محمد : بدر
**بمبار کړنګ
که پۀ څنګ کې راسره وو خدای دې ښادکړي
که پۀ جنګ کې را سره وو خدای دې ښاد کړي
د اولس ښېګڼي نۀ سم هېرولای
هر ګړنګ کې راسره وو خدای دې ښادکړي
خوشحالې یې زما دټول عمر ارمان ده
خطرزنګ کې راسره وو خدای دې ښاد کړي
د پلار توره یې له ځمکې کړه را پورته
نامُ ننګ کې راسره وو خدای دې ښاد کړي
ما چې کله پۀ دښمن کړل غورځنګونه
پۀ غورځنګ کې راسره وو خدای دې ښاد کړي
بدره ډېر یې پوروړی یمه خدای زده
بمبارکړنګ کې راسره وو خدای دې ښادکړي
محمد بدر**
تحریک زمري
سپین یم کۀ هرڅو مې تورَ وي نړۍ
ګرم نه یم ما هسي ګرمَ وي نړۍ
زۀ یې په تور لیست کې لا آن سپین ښکارم
توره ده پۀ سپین لیست کې کفري نړۍ
څۀ پېژني توره نړۍ سپین خلک
ډیره بې ضمیره ده غربي نړۍ
فی سبیل الله جهاد مې نۀ مني
زما پۀ تش لاس نه مني سیالي نړۍ
مات بۀ یې غرور کړي د تحریک زمري
مړه نۀ ده ژوندۍ ده اسلامي نړۍ
ما ورله څو ټکي د پېغور ورکړه
ډار لري له بدر لاروي نــړۍ
بدر لاروی
:**الاسٌلامْي خپرندویه ادارې لخوا وړاندي کيژي
نوی ترنم
له ځانه راته ګران دی، اتل مردِمیدان دی
مات کړی یې دوخت یاغی باغی لوی استعمار دی
اواز/وقاراحمد وزیر
شاعر/محترم محمد بدر#الاسلامي_نشریاتي_اداره☟**https://t.me/slamikanal313
**رغـــؤم به دې رنځور أفغانستانه
ددې عصر امپراطور افغانستانه
د شهید ارمانه خا مخا ګټم دې
د شهید د رخسار نور افغانستانه
امانت د میړنو را سره پاتې
له عمر اوله منصور افغانستانه
د نړۍ ابر قدرت دې پۀ ګونډو کړ
نړۍ ولوېد له غرور افغانستانه
د ريښتینو مخلصونو لاس کې راغلې
جوړؤم به دې ضرور افغانستانه
بختور دی بدر ستا غیږ کې اوسیږي
د تاریخ زړه کې انځور افغانستانه**#بدر_لاروی
د کانال له مدیرانو څخه یوه غوښتنه لرو
لیست زموږ له خوا حذف کېږي
نور مدیران باید ورسره کار ونلري
ستا سو ورور : حافظ یاسر @h_Yasser1
دلایک نښه ستاسو د افکارو وړاندوینه کوي
چې کوم شعر مو انتخاب ، خوښ شي
د هغه مطابق نښه استعمالوئ درنښت
فولادي هوډ
راځئ چې هیواد بیاځلې ترمیم کړو افغانانو
پوهنه پکې لور په لور تقسیم کړو افغانانو
را واخلئ ګړندي د ابادۍ پۀ لور ګامونه
نامراده بۀ دښمن ددې حریم کړو افغانانو
همت وکړئ راپاڅئ چې په ګډه ګران هیواد مو
پوښلی پۀ دیني عصري تعلیم کړو افغانانو
پۀ کار دی چې دتللېو ارمان وساتو پۀ مینه
پوښتنه به د کونډې او یتیم کړو افغانانو
پاشلی افغان قام به پۀ اخلاص سره راټول کړو
وطن به خلاص لۀ هرغربي تحریم کړو افغانانو
دچا پۀ حق به هیڅکله تیری نکیږي بدره
قانون ته بۀ تسلیم هر یو مجریم کړو افغانانو
محمد بدر
اولس
لۀ مؤدو ستړی اولس، جنګو ځپلی اولس
د آرام غېږه ورکړئ ، شبګیر وهلی اولس
راسره څنګ پۀ څنګ کې،وُ ترآخري سلګۍ
حق لري ننګ يې کړی،پۀ ننګ پوښلی اولس
مونږته یې ځای راکړی، مونږیې پاللي یو تل
هریوطالب زلمی مو،پۀ ننګ ستایلی اولس
اوس ترې ساتنه وکړئ، ښه يې پالنه وکړئ
زخم ټکورکړئ ورته، ډیر دردېدلی اولس
سینه یې. و وهله ، له غربي بلاکه سره
تېزو اغزیو باندې ، یې مزل کړی اولس
بدره؟ پوره کړه هغه،کړې وعده لوزونه
پۀ اوسني عصرکې، جهان منلی اولس
بدر
رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»
News & media website
تازهترین اخبار ایران و جهان
ارتباط با ما :
@pezhvakads
اینستاگرام ?
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==
Last updated 2 months ago
( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads
𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot
Last updated 1 month ago