عبدالقديم نظام

Description
مرګی غنيمت بوله تر بې ياره زندګۍ دې
نظامه چې دې ژوند د بېلتانه له څانګې زانګي
We recommend to visit

کانال فیلم

Last updated 1 year, 4 months ago

‌( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد ) ‌

‌آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار‌ ‌‌ ‌

‌‌??? : @mobsec_ads

??? : @sudosup_bot

Last updated 3 months, 1 week ago

6 months, 1 week ago

**النبوي اداره یې وړاندي کوي

نعت شریف

د زړه جهان مې ستا په مينه ښاد دی او ژوندی دی
جاري مې پر خوله ستا د نامه ياد دی او ژوندی دی

نعت ویونکی: انس هاشمي
شاعر: عبدالقديم نظام**#النبوي_دترانو_سترمرکزhttps://t.me/abawynat131

6 months, 1 week ago

زما د ګران ملګري محترم عبدالباسط وصاف صاحب خوندور شعر:

کار دا بل رقم دی

يو څوک لۀ خپل ضد نۀ تېرېږي، کار دا بل رقم دی
سترګې يې هېڅ هم نۀ شرمېږي، کار دا بل رقم دی

غربته! ورک شې څۀ کانې دې وکړې ستا د لاسه
سترې هستۍ بې قدره کېږي، کار دا بل رقم دی

عجيبه وخت دی، چې د ښو ښه نتيجه هم درته
بېرته پۀ بدو تمامېږي، کار دا بل رقم دی

د زنکدن سلګۍ وهي، حق دې ورخپل کړه راشه
ځي د لالي سترګې پټېږي، کار دا بل رقم دی

غوړه فضا کې ښکاره شويه ستا پۀ رنځ پوهېږم
چې د چوکۍ ځای دې خوږېږي، کار دا بل رقم دی

چې پيسه نلرې لېږلي ميسجان به دې هم
پۀ شپو ـ شپو نۀ را جوابېږي، کار دا بل رقم دی

بې لۀ مطلبه دې قسم که څوک پۀ باک هم راوړي
وَصّافه! سر خو دې خلاصېږي، کار دا بل رقم دی.

عبدالباسط وَصّاف

6 months, 2 weeks ago

ستا له چشمانو نه ګلاب نرګس ښکلا واخيسته
ستورو سپوږمۍ ستا له زيبا رخسار رڼا واخيسته

د نفرتونو غړوندي يې وه راتاو له غاړې
ستا په راتلو سره نړۍ د مينې ساه واخیسته

په جهل مړه زړونه ژوندي دې کړل د پوهي په دم
ستا له وجوده د بشر ګلبڼ نما واخيسته

څښتن درکړی دی اعزاز ناز او نواز بې انداز
چې قدمونه دې تر سِدرُ المُنتَها واخيسته

وي به په امن د دنيا له درد او غم هغه زړه
چې ستا د عشق د امن کور کې يې پنا واخيسته

درته ډالۍ لېږي بې شماره درودونه حيدر
د نظام روح ستا له سپېڅلي نوم غِذا واخيسته

9 months, 1 week ago

**الاسلامي خپرندويه اداري لخوا وړاندي کیږي
نوی نعت شریف

کسر
درحمت لمر وو پر تیارو یې تجلا خپره کړه
دیو بدرنګ چهان په غیږکي یې ښکلا خپره کړه

آواز : قاري محمد صادق دلشاد
شاعر : م عبدالقديم نظام#الاسلامي_نشریاتي_اداره☟**https://t.me/slamikanal313

9 months, 2 weeks ago

دلته د ډېرو کبرجنو دی غرور مات شوی
چا چې د دې خاورې ازار وړی ضرور مات شوی

ترانه ويونکی
الحاج ملا فقیر محمد درویش
شاعر عبدالقدیم نظام

10 months, 1 week ago

کله چي ځې دحرمینو دجانان کلي ته
نسیمه یومي سه سلام دقدردان کلي ته

اواز محترم الحاج بهیر صاحب

شاعر مولوي عبدالقدیم نظام صاحب

10 months, 2 weeks ago

ویښوي مې د دردو په شور اوشرنګ
ســتا یا دونــه د آهــو په شور اوشرنګ

آواز : الحاج بهیر صاحب
شعر: نظام

10 months, 3 weeks ago

**النبوي اداره یې وړاندي کوي

نعت شریف
کسر

درحمت لمروو پرتیارویی تجلاخپره کړه دیوبدرنګ جهان په زړه کی یی ښکلا خپره کړه

ترنم قاری عبدالرشیدعرفان
بدرګه عبدالرازق سالم
شاعر، عبدالقدیم نظام**#النبوي_دترانو_سترمرکزhttps://t.me/abawynat131

12 months ago

**النبوي اداره یې وړاندي کوي
يا أعواننا

أحرقت الغزة في اللهب
لم غفلتم يا إِخواننا
والله في أعينکم نقتل
متی ترحموا يا أعواننا

صوت; احمدالله الیاس
کلمات; عبدالقدیم نظام**#النبوي_دترانو_سترمرکزhttps://t.me/abawynat131

We recommend to visit

کانال فیلم

Last updated 1 year, 4 months ago

‌( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد ) ‌

‌آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار‌ ‌‌ ‌

‌‌??? : @mobsec_ads

??? : @sudosup_bot

Last updated 3 months, 1 week ago