( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
??? : @mobsec_ads
??? : @sudosup_bot
Last updated 3 months, 1 week ago
(((درود شریف په شوق ووایې خوږو اوقدرمنو ملګرو )))
═══════════ ♥ೋღღೋ♥ ══════════ ♥ اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ ♥ كَمَا صَلَّیْتَ عَلَى إِبْرَاهِیمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِیمَ إِنَّكَ حَمِیدٌ مَجِیدٌ ♥ اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ ♥ كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِیمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِیمَ إِنَّكَ حَمِیدٌ مَجِیدٌ ═══════════ ♥ೋღღೋ♥ ══════════
دادولیانو عالمانو دغازیانو وطن
دغه دګرمو سنګرواودزمریانو وطن
.
چې یې دوخت سوپرطاقت صفرکړو
دغه دپاکو اوسپیڅلوفدایانو وطن
.
دلته مغرور له خپل غرورلویدلي
دغه دمستو شازلمیانو وطـــــــــن
.
هم دخالیدبنې ولید په شان دي
ډیر زړور هم بهادر داتلانو وطن
.
دغیرتونو په تول تل پوره دي
دی دویاړلو شُجاعانو وطن
.
هرصلیبی یې په ګوڼډوکودلته
دملا عُمر دلارویانو وطن
.
مُلا عُمر مُلامنصورزنده باد
دښکولو ښکولو امیرانو وطن
.
دخلیفه سراج الدین حقاني
په څیردډیرو حقانیانو وطن
.
موږهم دفاع تل په قلم ترې کووو
(غني زاده)د شاعرانو وطن
غزل
لکه آینه زړه مې زرې زرې دی
دبیلتانه له لاس خورې خورې دی
.
ستا ولیدو ته ناقرار دی یاره
تاپسې سم یاره ارې ارې دی
.
ستاوه دکلي مې دیدن یادیږي
ستا په کوڅو پسې ایرې ایرې دی
.
یاره هجران هم لکه نیم قیامت
یاد دې زما په زړه شرې شرې دی
.
درد دهجران لکه اغزی په پښوکې
(غنې زاده) ترې په اسرې اسرې دی
(له غمونو راوتلی وطن)
له غمونو اودردونو راوتلی
دلته وران شول جوماتونه ممبرونه
دلته ډیرې مدرسې شولې بمبارې
دلته شوله شهیدان زلمي ګلونه
.
هغه پورې هدیره چې درته ښکاري
هلته ډیر غازیان ویده دي
هغه سپین بیرغ چې رپي
هلته ډیر ځوانان ویده دي
.
پسې ژاړې زړه مورکړي فریادونه
په زړګي کې یې بل شوی ددرد اوردی
هغه وینې چې نړیږي او رالویږي
داد هغې زړې مور کوچنی کور دی
.
دلته ډیروو بمبارونه وحشتونه
دلته کُفر وکړل ډیر ولا ظلمونه
دلته بل په هریو کوربه وو اورونه
دلته نه ول دخوندو ماذدیګرونه
.
هره سهار به بس اعلان دجنازې وو
موږ خوښي هیڅ نه لیدله په وطن کې
دلته داسې یو ماتم وو لویه خدایه
ان مرغان مونه لیدل په شنه چمن کې
.
ربه دا وطن اوس ته راته سمسورکړه
خدایه دلته اسلامي نظام موږ غواړو
بس(غني زاده)ملت ترینه خوشحال دی
تر قیامته شرعي نظام موږ غواړو
مظلوم فلسطینه خدای دنصرت وکړه???
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ستا چیغې او سلګی اورو خو هیڅ مو په وس نشته
زمونږ په منځ کې هیڅ یو بهادر اونر کس نشته
.
بښنه درنه غواړو ایوبي صلاح الدیــــــــــــــــــــــنه
موږ ډیر یو ملامت لاړَ لونه تر فلسطینـــــــــــــــــــنه
.
ستا چیغې اورم کوڼ نیم غزې نشم درتللی
ارمان ارمان ستا څنګ کې زه چې نشم دریدلی
.
یو ځلې ته بیا راوله راپورته ابابیل کړه
ای خدایه ته نسکوردغه ظالم ټول اسرایل کړه
یوخت وو چې په مونږ باندې بمونه اوریدله
همداسې مسلمانو هیوادو را کتله
موږ هم داستا په شان یو وخت وو لاندې تر بمونو
اوس ستاسره شریک یو ستا په درد اوپه غمونو
.
په کومه ورځ چې ستا په غیږکې بل دې سره اورونه
اخیستي مونږه هیڅ له اذادی نه دي خوندونه
.
خو خېر دی داد رب یو امتحان دی دا تیریږي
دا ټوله دوښمنان به دې نسکور شي او شرمیږي
.
ای ګرانه فلسطینه خلاص شې ته له هریو غمه
دوعا وې درته تل کوو نور خلاص شې له ستمه
.
یو وخت به وي بیا ګوره نه به غم نه به ژړا وي
بیا ګوره فلسطینه ستا په خوله کې به خندا وي
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ.
نقیب الرحمن ..غني زاده
دخړسنګرژوند
داورپه غیـــږه کې انــــګارباندې وتل به مویــــــون
دخړ سنګر او دتورغر غیږه کې وومــــــــو سکـــون
.
موږ دالله رضــا ته ځان په ســــرو لمـــبوستي کړو
نه مو پکار وو ددونیــــا دغه بې خونده ژونـــدون
.
چې دجانان سره پرڅنګ اخ په کــوثرناســت یوبس
زکه دیار په دیــدنو پسې وو مـــــونــــږه مجنــــون
.
چې سپین بیرغ هســـک شي همدامو تمنا وه خدایه
زمونږ قانون د کافرانو سره نه خوري ســـــــــــــمون
(غني زاده) هغه سپـیڅلي شهیــــدان چــــــې تلـــــلي
خدای کړل کامیاب په یوه لوی اوپه سپیڅلي ازمون
په لیست کی دکډون لپاره دلته مسیج وکړی
@sangaryarganan
@sangaryarganan
پر نفوس ترین کشور دنیا کدام کشور است‼️
جواب درست را انتخاب نماید و برنده 500 افغانی شوید پس هر چی زود تر این پایین کلیک کنید این یک تبلیغ نیست بلکه واقعی است ✅️????????
اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ
خبرتیاحتماً یی ولولې?
ګرانو ملګرو نوې لیست موچمتوکړی دی تاسوکولی شی چی خپل چینلونه موراولیږی ډیر پرمختګ لیست دی ملګرو لیست ډکیږی چینلونه موراولیږی
دچینل ممبرموبایدتر 1000 کم نه وسی
په لیست کی دکډون لپاره دلته مسیج وکړی
@sangaryarganan
@sangaryarganan
( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
??? : @mobsec_ads
??? : @sudosup_bot
Last updated 3 months, 1 week ago