رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»
News & media website
تازهترین اخبار ایران و جهان
ارتباط با ما :
@pezhvakads
اینستاگرام ?
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==
Last updated 2 months ago
( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads
𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot
Last updated 1 month ago
ببر، د پیشو د کورنۍ تر ټول قوي او لوی حیوان
موږ زمري ته د ځنګل پاچاه وایو، خو که خبره د قوت، لویوالي او وزن شي، نو د دې ځانګړتیاوو له مخې ببر د زمري په پرتله مخکښ دی.
د دې حیوان په اړه ځینې حقایق لولو:
۱- ببر یوازې له اوره بېرېږي، فرق نه لري چې اور کم دی که زیات.
۲- ببر یو قوي لامبووهونکی حیوان دی. د تمساح غوندې قوي حیوانات هم نه شي کولای چې له هغه سره په لامبو وهلو کې سیالي وکړي.
۳- د غذا له مخې دا حیوان کولای شي چې په یوه وخت تر ۹۰ پونډه (۴۰ کیلو ګرامه کېږي) پورې خواړه وخوري او که خواړه ترېنه پاتې شي په ځمکه کې یې د بل وخت لپاره خښوي.
۴- یو بشپړ بالغ انسان د خپلې پښې په یوه ساده څپېړه سره وژلی شي.
۵- نوي زېږېدلي بچیان یې ړانده زېږي او له ۲-۳ کلونو پورې ښکار نه شي کولای، په دې خاطر تر ډېره وخته له خپلې مور سره پاتې کېږي.
۶- ببر په ډله ییزه توګه ښکار نه کوي، ځکه دا دومره قوي حیوان دی چې د ښکار په وخت کې د هر ډول قوي حیوان، آن که په ډله ییزه توګه هم وي، د مقابلې توان لري.
۷- ښځینه حیوان یې د نوو بچو له زېږېدو وروسته له بچیانو څخه لرې نه ځي، ځکه د دې په نه شتون کې یې نارینه هغه خوري.
۸- د ببر ناړې ميکروب ضده خاصیت لري. کوم وخت چې دا حیوان زخمي شي، نو خپل زخمونه په ژبه څټي او دا عمل یې د زخمونو په ژر رغېدو کې ورسره مرسته کوي.
??
#معلوماتي_نـړۍ
@Moqadas_Husanmal
بيلابيل عمومي معلومات:-
1- د نړۍ تر ټولو عامې ژبې، چې ډیر ويونکي لري، انګليسي، اسپانوي، او چينايي ژبې دي.
2- په انګليسي ژبه کې تر ټولو زیات استعمالونکي توری د E توری دی.
3- هره پیشو په هر غوږ کې 32 دوه دیرش عضلې لري.
4- پيشوګانې د ژوند ۶۶%سلنه برخه په خوب کولو تیروي.
5- د سويزرلنډ هيواد وګړي په نړۍ کې تر ټولو زیات چاکلېټ خوري، چې هر شخص یې شاوخوا په کال کې 10 لس کیلو چاکلېټ خوري.
6- په نړۍ کې 8اته فيصده خلک یوه اضافي پښتۍ لري.
7- په اوسط ډول یو شخص په 7اوو دقیقو کې د خوب آرږمې کاږي.
8- د نړۍ زياتره حشرات 6شپږ پښې لري.
9- د کېلو (bananas) جوړښت 75%پنځه اویا فیصده برخه اوبو نيولي.
10- کله چې يو انسان خبرې کوئ، نو د هغه انسان 72دوه اویا عضلات په خوځښت راځي.
.
??
#معلوماتي_نـړۍ
@Moqadas_Husanmal
په ترکيه کي دغه دوکاندار د خپل دوکان مخته يو لفافه پيدا کړل چي پکې (500 ترکي پيسې) او يو خط وو, کله چې خط ولوست په خط کې داسې ليکل شوي وو
(کله چي زه ماشوم وم نو ما او زما ملګرو ستا د دوکان څخه يو څه چاکلېټ, بيسکيټ او ځيني نور خوراکي شيان څوڅو ځله ستا له اجازې پرته په پټه خوړلي ؤ, موږ وبخښه!
??
#معلوماتي_نـړۍ
@Moqadas_Husanmal
کینګرو نفوس دخلګو ترنفوس زیات دی :
په استرالیا کي د خلکو له نفوس څخه د کینګرو نفوس له دوه چنده هم زیات دی.
خلک يې ۲۴ میلیون نفوس او کینګروز بیا ۵۰ میلیون نفوس لري.
نوټ :کینګرو یو ډول حیوان دی .
??
#معلوماتي_نـړۍ
@Moqadas_Husanmal
مرچک/مرچ خو ټوله ترخه دي خو دا د ترټولو ترخو مرچو څخه دي، چي carolina reaper کارولینا ریپر نومېږي.
په چین کې کرل کېږي او په ۲۰۱۷ کې د نړۍ د عجایبو کتاب(ګینس) کې د نړۍ د ترټولو تریخ مرچ په نوم ثبت سو، دا مرچ تر عامو مرچکو ۴۰۰ ځله تریخ دی او که بغیر له دستکشو یې څوک په لاس کې ونیسي په خپل لاس کې به سوخت او درد احساس کړي او د خام خوړولو سره یې د انسان د مرګ بیره سته، دا مرچ د خوړولو لپاره نه دي بلکې دا مرچ په pain killer یاني درد وژونکو درملو کې کارول کېږي.
??
#معلوماتي_نـړۍ
@Moqadas_Husanmal
ميږۍ هيڅکله نه بيديږي او خوب نه لري، او همدارنګه سږي او غوږونه هم نه لري،
د ساه اخيستلو لپاره دوى پر خپلو بدنو باندې سوري لري چې د هغه له لارې هم ساه اخلي او هم اوريدل کولاى سي،
او يو بل جالب حقيقت دادى، چې دنړۍ ټوله ميږيان د نړۍ دټولو انسانانو په اندازه وزن لري، مطلب په نړۍ کي د هر انسان لپاره د 1 ميليون په اندازه ميږيان سته.
د ستر رب خلقت دى!
??
#معلوماتي_نـړۍ
@Moqadas_Husanmal
د هیواد له ګوټ ګوټ نه د اصعارو تازه بیع او د افغانستان بانګ له تازه نه مو مونږ خبرؤو.
له مونږ سره پاتي شئ.
#کندهار_ډالر
https://t.me/kandahariano
Telegram
کـندهـار ډالـر
د هیواد له ګوټ ګوټ نه د اصعارو تازه بیع او د افغانستان بانګ له تازه نه مو مونږ خبرؤو. له مونږ سره پاتي شئ.
د 1000 معشوقو عاشق، په 1075 کاله بند محکوم شو.
په ترکیه کې د عدنان اکتار په نوم یو سړی، چې له شاوخوا زر نجونو سره یې اړیکې لرلې د پولیسو له لوري په 2018 کال کې نیول شوی و.
دغه سړی 64 کاله عمر لري او له 300 څخه ډیر کتابونه یې لیکلي دي.
عدنان اکتار، د جنسي ځورونو، له ماشومانو څخه په ناوړه استفادې، چل ول، او پر ترکیې حکومت د سیاسې او نظامي تورونو د لګولو په تور په 1075 کاله بند محکوم شوی دی.
نوموړي په ترکیه کې له زرو څخه ډیرو نجونو سره اړیکې لرې او هغوی ته یې د حمل نه اخیستلو درمل ورکول، چې د نیولو پر وخت ورسره 69 زر دانې همدغه ډول ټابلیټ هم نیول شوي دي.
.
??
#معلوماتي_نـړۍ
@Moqadas_Husanmal
اوښ په دریو دقیقو کې ۲۰۰ لیتره اوبه څښي او کله چې اوښ اوبه وڅښي تر ۴۰ ورځو پورې نه تږی کېږي.
سبحان الله.
??
#معلوماتي_نـړۍ
@Moqadas_Husanmal
رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»
News & media website
تازهترین اخبار ایران و جهان
ارتباط با ما :
@pezhvakads
اینستاگرام ?
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==
Last updated 2 months ago
( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads
𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot
Last updated 1 month ago