@speed_ad : Owner
Noyan | نویان
Content Creator & Sound Engineer
https://t.me/noyanrapi آدرس کانال ریمیکس های رپی
🛎 جهت اسپانسرینگ به آیدی پایین پیام دهید 👇👇
AD MIN : @Darushmalmir44 👈
Instagram:
https://instagram.com/djdarushmalmir
#بیتونه
سر لوړ ساتل په کار ده
ټیټ په لمانځه کي ښه ده.
رډ رډ کتل ښه ندي
عجز هرڅه کي ښه ده.
صبر عادت کړه د ځان
په ژوندانه کي ښه ده.
یو، یو ارمان به سر شي
ژوند اٌمیده کي ښه ده.
«زهیره» پټ یی ساته
جانان په زړه کي ښه ده.
ذبیح الله زهیر.
#غزل!
ټولي هیلي مي په تا پسي تړلي
غبرګي سترګي مي ستا سترګو ته نیولي.
قافله د ارمانو مي تر تا راوړه
کوه پام ورباندي سخت مزل وهلي.
ویجاړ شوي مي ښارونه د زړګي دي
د فراق لښکر کشي ورباند شوي.
چي کړي ختمي فاصلی او هجر مړ کړي
د وصاله ټوله اوردو مي ټیکه کړي.
له زهیره یی قبوله کړه په تحفه کي
ډکه غیږه د غزلو یی راوړي.
ش، ذبیح الله زهیر.
غزل ده ?
دشپې نیمی تته رڼا د ډیوې
نرۍ نرۍ دخاموشي هنګامې
د خیال فضاکي چه یی رسم کړمه
هغه تصویر ته دي کومه کیسې
دمرګ سرحد نه خو یی واړ ولم
لابه ترڅو وي ستا د یاد افسانې
راشه تړون وکړو مرید به دي شم
چي لاس د میني دي را و غزوې
که سر شي یوځل مي زهیره ارمان
په ژوند حساب به مي وي دغه شېبې
شاعر ذبیح الله زهیر
د ژوند مزې ، خوږې، ترخې به څه وي
هرڅه به ومومي بدلون په مرګي
بیا دي سورې او فریادونه څه کړم
چي کله و موشي بیلتون په مرګي.
کومه هسي په نامه زندګي
یمه خوشحاله تر ژوندون په مرګي
شاعر ذبیح الله زهیر
بې مطلع غزل.
باز د فکر مي په تا پسي الوتی.
مخ ته ایښی مي کتاب یوه بهانه ده.
په ځان نه پوهیږم یم پکي ړوند شوی
څومره سخته دا د میني فلسفه ده.
خیال مي تللی ده له خیاله خیالیګره
مسلسله د یادونو سلسله ده
خښومه پکي غټ غټ ارمانونه
جوړه شوي مي له زړه نه هدیره ده.
تر لویانو لویه خدایه پرې راضي یم
تاچي کړي زما په حق کي فیصله ده.
د «زهیر» زندګي هلته پیل شوي
چي ویلي یی د میني کلمه ده
شاعر ذبیح الله زهیر
غزل دی چي….
چیرته ستا مړې او زوروري سترګي
چیرته زما غریب ، ناچاره زړګی.
راځه راځه پرې قدمونه کیږده
درته شیندلی مي په لاره زړګی.
ما درته جوړ راووړ ټوټې یی نکړې
له تورو غرو تر دغه ښاره زړګی.
ارامه وم یی ستا د نوم په ذکر
له تور ماښامه تر سهاره زړګی.
درنه قربان شه د «زهیر» غزلي
او درنه ځار یی شه دلداره زړګی.
شاعر ذبیح الله زهیر .
غزل
بوج د زړه مي رانه واخله ما ارام کړه
نور اوبو مي د رحمت په دغه جام کړه
ښه چي هسي دښمنان دي راپسې شي
څه نا څه مي ستا په مینه کي بدنام کړه
بس چه یو ځل یی په سترګو کي اغزی شم
بیا مي بیرته هم ددوي په لاس اعدام کړه
نو ایله به مي قضاء هیله پوره شي
ددې سپین توغ په دفاع کي مي ګمنام کړه
ربه حق د هر مؤمن پکي خوندي ده
دا ایمي مو په وطن کي دا نظام کړه
هغه تیر برم عزت یی اعاده کړه
یوځل بیا یی ددې ټول جهان امام کړه
د:زهیر: خوږ مني سترګي ګړه پرې یخي
د وحدت په رسۍ ټینګ مسلم اقوام کړه
شاعر ذبیح الله زهیر
یادونه کافران
کوي مي په مظلوم زړګي وارونه کافران
جانانه خیر دی پوه دي کړه یادونه کافران
جوړ سوی مي سینې نه دجګړې ګرم ډګر ده
لښکر لښکر را درومي پرې غمونه کافران
د هجر له ګزاره مي د صبر ډال ټوټې شو
رښتیا ده چي وژل کوي دردونه کافران.
نسیم هم د وصال سندري نه وایی ګونګ شوی
فراق وربادي کړي ګوزارونه کافران؟
د میني په سرطان باندي اخته زهیر مړ شوی
ترې پاته په میراث کي ارمانونه کافران.
داسي رنځور داسي بیمار ښه یمه
پروت د سکروټو په انګار ښه یمه
کاشکي چي نورهم شم مین در باندي
ځوړند دي عشق کي په دار ښه یمه
کړه را پوره مي یو ارمان د ایثار
په تا فدا په او په ځار ښه یمه
بغیر ستاله یاده څه به وي ژوند
زه چي کوم کله اذکار ښه یمه.
هیڅ رانه مه اخله او نور یی ډیرکړه
په نعمتو کي دي حصار ښه یمه.
چي دي په مینه کي شم ښه لیونی
«زهیر» همداسي ناقرار ښه یمه
شاعر ذبیح الله زهیر
@speed_ad : Owner
Noyan | نویان
Content Creator & Sound Engineer
https://t.me/noyanrapi آدرس کانال ریمیکس های رپی
🛎 جهت اسپانسرینگ به آیدی پایین پیام دهید 👇👇
AD MIN : @Darushmalmir44 👈
Instagram:
https://instagram.com/djdarushmalmir