@speed_ad : Owner
Noyan | نویان
Content Creator & Sound Engineer
https://t.me/noyanrapi آدرس کانال ریمیکس های رپی
غزل ده 😍
دشپې نیمی تته رڼا د ډیوې
نرۍ نرۍ دخاموشي هنګامې
د خیال فضاکي چه یی رسم کړمه
هغه تصویر ته دي کومه کیسې
دمرګ سرحد نه خو یی واړ ولم
لابه ترڅو وي ستا د یاد افسانې
راشه تړون وکړو مرید به دي شم
چي لاس د میني دي را و غزوې
که سر شي یوځل مي زهیره ارمان
په ژوند حساب به مي وي دغه شېبې
شاعر ذبیح الله زهیر
د ژوند مزې ، خوږې، ترخې به څه وي
هرڅه به ومومي بدلون په مرګي
بیا دي سورې او فریادونه څه کړم
چي کله و موشي بیلتون په مرګي.
کومه هسي په نامه زندګي
یمه خوشحاله تر ژوندون په مرګي
شاعر ذبیح الله زهیر
بې مطلع غزل.
باز د فکر مي په تا پسي الوتی.
مخ ته ایښی مي کتاب یوه بهانه ده.
په ځان نه پوهیږم یم پکي ړوند شوی
څومره سخته دا د میني فلسفه ده.
خیال مي تللی ده له خیاله خیالیګره
مسلسله د یادونو سلسله ده
خښومه پکي غټ غټ ارمانونه
جوړه شوي مي له زړه نه هدیره ده.
تر لویانو لویه خدایه پرې راضي یم
تاچي کړي زما په حق کي فیصله ده.
د «زهیر» زندګي هلته پیل شوي
چي ویلي یی د میني کلمه ده
شاعر ذبیح الله زهیر
داسي رنځور داسي بیمار ښه یمه
پروت د سکروټو په انګار ښه یمه
کاشکي چي نورهم شم مین در باندي
ځوړند دي عشق کي په دار ښه یمه
کړه را پوره مي یو ارمان د ایثار
په تا فدا په او په ځار ښه یمه
بغیر ستاله یاده څه به وي ژوند
زه چي کوم کله اذکار ښه یمه.
هیڅ رانه مه اخله او نور یی ډیرکړه
په نعمتو کي دي حصار ښه یمه.
چي دي په مینه کي شم ښه لیونی
«زهیر» همداسي ناقرار ښه یمه
شاعر ذبیح الله زهیر
#تازه_بیتونه
مړ به وم که ته نه وای
ته بله ډیوه د ژوند.
زه ستا له یادو څخه
اخلم انګېزه د ژوند.
زه درپسي مړ یمه
ته لا را خبر نه یې.
څنګه ورکړم دې عشق ته
نوم اونښانه د ژوند؟
بخت ورسره نه وو مل
هرڅه یی نیمګړي وه.
داوه د زهیر یاري
دایی وه کیسه د ژوند.
شاعر ذبیح الله زهیر
Zaheer Qalandar
#غزل_ترپایه_ولولئ?
حال راته وایه ګلاب رنګه دنګه
وایه غوصه یی بیا په څه ملنګه
داسي ستومانه او بې وسه ښکارې
لکه عسکر چي شي راستون له جنګه.
که د تېر برم اعادې ته ژمن یې
فکر او توره دي ساته له زنګه
چي دي په سپینو جامو داغ جوړوي
لري ساته ځان د هغه له څنګه
تاپسي مړ به شم که وادي نه ورم
ای د جانان د خندا مسته کړنګه
«زهیره» ته هم عجائبي کوې
ګوره هغه ښکلي او ته بدرنګه.
د غزل کار ده
زه یی له ژوند او کاروبار څخه ایستلی یمه
د یو چا سترګو په زړګي باندي ویشتلی یمه
کاږه واږه باڼه یی ندي د امپور ضربې دي
ځکه سینه باندي فرهر فرهر داغلی یمه
یایی زماکړې خدایه یایی د مرګي خوراک کړې
د بل یی مکړې تر درباره دي راغلی یمه
چي وایی ستا د نامه ذکر یی کړل وموسکېده
په همدې طمعه د نسیم اواز ته غلی یمه
یوه ورځ به واورې چي«زهیر»خلګ په کاڼو ؤلي
آن د جنون تر سرحداتو رسېدلی یمه
لیوني بیتونه?
څه ځنګیدلي قدمونه وړي په لار لیونی
د چا یادونو ترې جوړ کړی سم تیار لیونی
کاڼي په کاڼو باندي ولي کړي کیسې ځان سره
لاري ته ګوري او کوي په ګوتو شمار لیونی
سر خوځوي ځان سره غلی غلی وموسکیږي
لکه له چاسره چي غوږ کي کړي پسهار لیونی
هغه برګ سترګي به په څه حال وي او چېرته به وي
« زهـیر » کړي د غـه دوه خـبري ناقـرار، لیونی
https://x.com/zaheerlala60/status/1721190070034776521?s=46
افغانان د یو وجود حیثیت لري!
لیکنه ذبیح الله زهیر.
په تېرو څلورو لسیزو کې دوو وحشي اشغالونو له امله ځیني هیواد وال ګاونډي هیوادونو ته کډوال او هلته مېشت شول.
خو د تقدیر په فیصلو او د خدای په نصرت په پرلپسې توګه په افغانستان کي ددې دواړو اشغالونو ټغر ټول او له اوږدو او ستړو جګړو وروسته پکي یو اسلامي نظام حاکم شو.
ددې نظام واکمنانو د اسلامي مفکورې په انتشار او دآبادۍ په لور ګړندي ګامونه واخستو، ټول هغه اختلافات یې د تاریخ حافظې ته وسپارل چي د کلونو په ترڅ کې د پردو لخوا ورته پوکی وهل شوی او افغانان یی یو د بل پر وړاندي درولي وو.
داځل ټول افغانان د یو واحد نظام تر سیوري لاندي داسي راټول شوي، لکه اولادونه چي د مور په لمن راټولېږي.
دا هغه حالت دی چي ګاونډی هیوادونو ته د زغم وړ نه ده. تر دې چې خپل هغه شعارونه چي تل زموږ په خواخوږي را څرخېدو یې هېر او یو لړ ظالمانه اقداماتو یې لاس پوري کړ. په ډیره بې رحمي یې د هغو بې اسرې کډوالو د ایستلو فیصله وکړه چي له کلونو زحمت او خواری ایستلو وروسته یی هلته د ځانونو لپاره سر پنا برابره کړي وه.
ددوی بد نیتي دومره ژوره ده چي په دې ډول اقداماتو غواړي افغان حکومت او ولس تر فشار لاندي راولي او بیا ځلي دا یووالی مختل کړي.
حقیقت بیا دا دی چې دوی په خپل دې اټکل کې بلکل په غلطه وو. افغانانو او حاکم نظام خپل ټول امکانات په کار واچول، د خپلي خولې مړۍ یی ور نیمایي، کړه شپه او ورځ یي په خدمت کي د مؤظفو عسکرو په څېر حاضر شو. د راغلو کډوالو یې داسي خدمت او استقبال وکړ لکه د ډیرو ګرانو او درنو میلمنو.
افغانانو یو ځل بیا دا وښوده چي که اغیار زموږ له منځه ووځي، موږ یو، یو؛ په یوه او بل باور او یو، بل ته په احترام قائل او درناوی لرو.
مرګ ?
څوک رانه غزا او څوک پرهر یوړو
څوک رانه د جنګ ګرم ډګر یوړو
یو یو رانه اخلي ماتنها پرېږدي
مانه یی خواږه یاران اکثر یوړو
ولي به زهیره په ملا مات نه یم
مرګ رانه ملګري د سنګر یوړو
زهیر
@speed_ad : Owner
Noyan | نویان
Content Creator & Sound Engineer
https://t.me/noyanrapi آدرس کانال ریمیکس های رپی