شيخ مولوی دین محمد صاحب

Description
محترمو ملګرو دلته به درته د خلیفه صاحب دین محمد او نورو علماوو تقرورنه نشر ڪیږی ملتیا مو وڪڔی مننه!
Advertising
We recommend to visit

کانال فیلم

Last updated 1 year ago

‌( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد ) ‌

‌آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار‌ ‌‌ ‌

‌‌𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads

𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot

Last updated 2 months, 1 week ago

رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»

News & media website

تازه‌ترین اخبار ایران و جهان

ارتباط با ما :
@pezhvakads

اینستاگرام 👇
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==

Last updated 1 week, 1 day ago

4 weeks, 1 day ago

🎙شيخ مولوي دين محمد صاحب❤️****

4 weeks, 1 day ago

🎙شيخ مولوي دين محمد صاحب❤️****

4 weeks, 1 day ago

🎙شيخ مولوي دين محمد صاحب❤️****

6 months, 2 weeks ago

ټول مسلمه امت ته، په ځانګړې توګه خپلو پتمنو او غیورو هېوادوالو ته د خپلواکۍ او آزادۍ تر چتر لاندې د رارسېدلي لوی اختر مبارکي وایم، ټول طاعات، عبادات، سختۍ او قربانۍ مو د رب ﷻ په دربار کې قبولې او منظورې شه...!!! آمین...!!!

ستاسو ورور
فـردوس «محــترم»

6 months, 2 weeks ago

**د نکاح تړلو وخت کېدی هم دسې د "هو" لفظ و وایو لکه چې په زوره او جبر او په نه زړه دی ویلې ویې؟! ( د روقیه خبرو ته هک حیرانه وم یعنې زه دومره ښکاره ناراضه معلومیدم هغه ورځ؟ چې روقیه لا پوه شوی وه؟! خاموشه او حیرانه مې د روقیه خواته کتل چې هغې زما لاسونه خپل لاس کې کلک ونیو او ویې ویل: زه پوهیژم چې شاید ستا په زړه نه و لالا او تا بل رکم خوبونه به لیدلې وه خپل ژوند ته

خو باور وکه زما لالا هم شه سړی دی ستا د خوبونو د شهزاده رکم به نه ویې خو که ته وغواړی هغه رکم کیدی سی، پوهیژم ته شاید ډیر شیانو ته ورختا او بیریدلې یې لکه د کلې ژوند، د جونید سره عادت کول، د لالا په خوی او بوی پوهیدل دا ټول( اسما خبری کول او زه د هغې د خبرو یو لفظ ته حیرانه وم جونید نو سوک دی؟ زړه مې طاقت ونکړو او پوښتنه مې وکړل:

- جونید سوک دی؟
زما په خبری روقیه څو دقی حیران راوکتل او بیایې په کراره وویل: لالا لکه چې ندی درته ویلې؟ جونید زما وراره د لالا زوی.( د روقیه په خبره تازه مې سر خلاص شو د جهان زوی د هغه بلې ښځې څخه! نه پوهیږم ولې خو ناساپه مې د روقیه څخه پوښتنه وکړل: هغه ولې مړه شول؟( مطلب مې د جهان اول ښځه یا که ژوندی وایې خدای بخښلی د خلکو خبره زما بنه!! اه چې سومره د بنې له لفظ څخه مې کرکه ده.

شاید ظالمه او په زړه کلک ښکاره شم او شاید حتا راته د کافری لقب هم راکړی خو زه اوس او همدی حال کې شکر باسم چې د جهان اول ښځه ژوندی نده! د پیغمبر(ص) بیبیانو مبارکو د بنې طاقت او زغم نه درلود! نو زما څخه خو هیس ګیله نشته! روقیه خبره پورته ښکته کوی او ناساپه وایې:

روقیه- وی عجبه شۍ یی! د واده شپه دی ده او ته ناسته یې زما څخه سنګه پوشتنې کوی؟( بیا په داسې حال کې چې خپل زما له څنګ څخه پاسیدل زه یې هم لځایه ځان سره پورته کړم او ویې ویل: راځه زه دی جوړه کړم د دی څخه مخکې چې د ادی ژغ پورته سې چې دا زموژ ناوی ولې نه رامعلومیژی؟

د روقیه په ډیر ټینګار او خبرو حمام مې وکړو او د هینداری مخکې ناسته وم، چې د کوټې دروازه خلاصه شوه او نیلوفر خپل د همیشه مزاج مطابق په شور او چغو راننوتل کوټې ته .....

امهممممم تر بلې برخې لایک او کمینټ مو لیاده ونوځې....**

6 months, 2 weeks ago

#ګرګ آشتې ناول دویم جلد.#شهرې جینې په کلې کې: ناول#خواجه زی: لیکوال.#دویمه برخه.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
?
بـٍسـٍمً أآألًلًهٍـ أآألًـرٍحـًمًنْ أآألًـرٍحـًیم
**تیری برخې وروستې لفظونه...

یواځې د کوټې ځینې شیان پکې پاتې او نور ټول ادی په بکسونو کې ځای پر ځای کړی، زړه مې ناساپه نیولې غوندی شې او څو څاڅکې اوښکې مې د سترګو څخه توی کیږی، دی کوټې د هر کونج کونج سره ما یو خاطره درلود...#اوس نوی برخه.

د کړکې څخه نیولې دیوالونه، الماری، قالینه، او حتا د کوټې چت..! چې زیاتر وختونه به پر ځای پرته وم او پورته چت ته به مې په کتلو فکرونه کول نه پوهیږم ولې خو ناساپه مې حسیب یاد ته راغلو هغه شپه مې یاد ته راغله چې اراده مې وکړل هغه څخه به خپل د انکار جواب اخلم هغه ټول شپه ما چت ته په کتلو د حسیب انځور ځانته رسم کړی وو؟! بیا مې هغه شپه یاد ته راغلل چې د کوټې همدی کونج کې ناسته وم

او د مږکانو دوا مې لاس کې وه ..؟! اه خدایه رښتیا چې هم په انسان څنګه وختونه چې نه تیریږی! داسې چې خپله د هغه وخت د تیریدو وروسته حیران ویې چې آیا دا زما پخوا وخت وو؟ دا چل پر ما شوی وو؟ هیس مې باور نکیدو زه هوسۍ محمدی هغه جنې چې ټول فکر او ذکر مې د درس ویل او راتلونکې کې خپل د هیلو او آرمانو پوره کولو او د ګلابی رنګ کټ اخیستو او جوړه سیټ کالېو او بوټان او بکس درلودلو وو! اوس دی داسې شوی یم ...؟!

د جهان پشان انسان سره اوسیدل ماته مشکله او ستونزمنه نه وه، خو دا چې نور باید خپل کتابونه آرمانونه، خوبونه، هیلې ټول او ټول پریږدم او یواځې یو ښځه اوسیږم هو ښځه مطلب د یو کور کار کونکې د ماشومانو راوړونکې د خاوند او د هغه د کورنې خوشحاله ساتونکې خپل مشکلات او ستونزو ته پروا نه کول او د خاوند او د هغه کورنې ته ځان څخه ډیر پام لرونکې او په یو لفظ کې زه اوس د جهان خان سدوزی ښځه نه ..! بلکې کوم احسان چې هغه پر ما وکړو زه د هغه غلامه

او کنیزه نوکره شوم، د عمر تر اخیره به په پورته سترګو ورته کتلې نشم د هغه په خبرو به "نا" راوړلې نشم..؟! ځکه هغه زما ژوند او عزت او حیا ژغورلې! آیا زه داسې ژوند کولې شم؟ د ډیر فکر کولو څخه مې نور مغزه کار پریږدی ځم د نالې خواته تر څو شاید په ویده کیدلو باندی دا فکرونه مې له ذهن څخه ووځې او زړه مې لږ آرامه شې شاید پنځه دقې به لا د څملیدو څخه مې تیر شوی نه وه چې د کوټې دروازه خلاصه شوه او روقیه راننوتل

د راننوتلو سره سم یې د کوټې برق روښانه کړو او کله چې پر ما یې نظر پریوتو چې د کوټې کونج کې مې ځان په نالې او کمپل کې پیچلې نو په حیرت او تعجب یې وویل: وی... دا نو چشې دی؟

په بې حوصله نظر روقیه خواته ګورم، د جهان د ټول کورنې سره یې فرق درلود! د خبرو د انداز څخه یې نیولې کالې، فیشن، خبری، حتا خوراک دا یو شپه زموږ میلمانه وه او زه په همدی یو شپه کې پوه شوم چې د جهان کورنې د مشر څخه نیولې تر کشره ټولو یو شې بیحده خوښ دی؟ هغه هم "غوښه" او د روقیه د غوښې څخه بیحده بد راځې؟! ډیر جالبه انداز باندی زه پوه شوم چې د جهان کورنې پسندیده او خوښ خوراک غوښه ده؟! هغه هم داسې پوه شوم چې د جهان د مشر ورور کوچنې پنځه کلن ماشوم ته قورمه کې غوښه زما په خیال لږ ادی کیخودلې وه

چې ناساپه د ډوډی مینځ کې دا ماشوم ژړا شروع کړل چې ادی زه غوښه غواړم!؟ رښتیا غوښه یې هم ونه ویل یو ډیر ښایسته لهجه او لفظ یې ووایو چې موږ بیخې پوه نشو! خو د هغه ماشوم مور په شرمیدلې غږ وویل دا غوښه غواړی؟! د پرون شپې د خبرو د یاد راوړلو مې مسکا په خوله راوړل چې د روقیه غوسه ناکه غږ مې تر غوږ شو:

روقیه- مثال د خبری نن ستا د واده شپه ده، او ته دلته دسې ناسته یې، سړی پکر کوی په زوره یې یو اویا کلن بوډا ته ورکړی یې! چې داسې ماتم دی په ځان نیولې ګروپونه دی د کوټې مړه کړی د کوټې پردی دی شته(ښکته) کړی تکه توره شپه دی پځان جوړه کړی خیرت دی؟ جهان لالا چشې درته وویل؟

د روقیه په خبری مې ځان ته فکر شو رښتیا وایې دا هغه آرامان مګه نه و چې ما یو میاشت مخکې د ځان وژنې څخه مخکې کړی و؟! نو بیا ولې اوس داسې خسته او زړه نیولې یم؟ زما ټول خفګان او زړه تنګون د جهان له لاسه دی.! هغه زه په نازونو او نخرو آموخته کړم او اوس چې داسې بې پروا یې ماته کول نو زه داسې د ټول دنیا څخه نامیده کیږم، روقیه زما خواته راغله او زما د نالې څنګ ته کینسته پداسې حال کې چې زما لاس یې خپل لاس کې نیوې په کراره لهجه یې راته وویل:

روقیه- ما ته نه بیخې لیدلې وی نه مې چیری پیژندلې! یو دم ناساپه جهان لالا راغې او د ټولو مخ کې په کور کې وویل زه واده کوم! بس دا خبره وسوه او سبا یې موژ راغلو ستا مرکې ته، په هغه اول ورځ چې تا چندان سم میلمه پالنه هم زموژ څخه ونکړل او شه دی هم خپل په کار د ادی خبری سپک سپانده کړو! بیا هم زما په زړه شه ولګیدی، هغه ورځ هم ته دغسې خفه او زړه نیولې ویې.**

10 months, 2 weeks ago

**ورځنــے حــديث د بــرات يا شــعــبــان پــه مــياشــت ڪــي بــه رســول الــلــه ص ډيري نــفــلــي روژې نــيولــي... نــســائي

٠

╭─┅═R?M═┅─╮
?@wmhtvo987?
    ╰─┅═Ŗ?M═┅─╯**

10 months, 2 weeks ago

**ورځنــے حــديث ڪــه د يو مــؤمــن پــه قــتــل ڪــي د أســمــان او ځمــڪــې مــخــلــوق ســره يوځاي ســي.... تــرمــذي

╭─┅═R?M═┅─╮
?@wmhtvo987?
    ╰─┅═Ŗ?M═┅─╯**

10 months, 3 weeks ago

**ناول: وروســتی مورچل

لیـکنه: نســیم حـجــازي

ژباړه: زبــیــر شـفـیقــي

غـــږ: نذیر احمد هاشمي

برخه: پـــنــځـــــمــــــه ⑤

?# ★?

╭─┅═R?M═┅─╮
?@wmhtvo987?
    ╰─┅═Ŗ?M═┅─╯**

10 months, 3 weeks ago

**السلام علیکم ورحمةالله وبرکاته

اعلان ?

اعلان دهغه چالپاره دی چی چینل  کی ۲۰۰۰ کسان وی
نو نوی لیست مو چمتو کړی دی چی ځانګړی لیست دی

خپل چینل مو راولیږی چی ممبر  یی ۲۰۰۰ حتمن وی چی تر ۲۰۰۰ کم وی هغه نه داخله وو
که تر ۲۰۰۰ لوړ وی هم مشکل نسته

زموږ دا مخکینی لیست پوره دی مننه نوی لیست جوړه وو

دایو ځانګړی لیست دی هغه هم شیشه یی

لینک مو دلته راولیږی نوی ایډی ???**
@rahmaniQ

We recommend to visit

کانال فیلم

Last updated 1 year ago

‌( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد ) ‌

‌آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار‌ ‌‌ ‌

‌‌𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads

𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot

Last updated 2 months, 1 week ago

رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»

News & media website

تازه‌ترین اخبار ایران و جهان

ارتباط با ما :
@pezhvakads

اینستاگرام 👇
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==

Last updated 1 week, 1 day ago