( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads
𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot
Last updated 1 day, 15 hours ago
رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»
News & media website
تازهترین اخبار ایران و جهان
ارتباط با ما :
@pezhvakads
اینستاگرام 👇
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==
Last updated 2 weeks, 6 days ago
تصوف د کومې بلا نوم دی؟
ژباړن: م. سید عبدالرزاق
د اسلامي نړۍ نوموتی عالم او د هندوستان د مشهوري مدرسې مظاهر العلوم شیخ الحدیث حضرت مولنا محمد زکریا رحمه الله په خپلي خود نوشت بائیو ګرافي "آپ بیتي" کي لیکي:
اوس نو پر دې کیسې ډېر وخت تېر سوی دی او د ډېر پخوا واقعه ده، د ورځي لس بجې وې چي د احرار الهند په نوم ګوند مشر او د هندوستان د مسلمانانو د انګریزي ښکېلاک څخه د آزادۍ لوی رهبر مولنا حبیب الرحمان لدهیانوي مرحوم راغلی، زه په خپلو کارونو سخت مشغول وم ځکه ده هم محسوس کړه او بالاخانې ته راوخت او یوازي د لاس مصافحه یې راسره وکړه او وې ویل چي زه "رائپور" ته روان یم، سبا نه بل سبا بیرته راځم، تر هغه وخته تا ته یو پوښتنه درسپارم، ته سوچ پر وکه، چي هر رکم یي جواب یې غواړم، ما ورته وویل چي پوښتنه دي کوه، ده را ته کړه چي دا "تصوف" د کومي بلا نوم دی؟ ما په همدغه مصافحه کي ورته وویل چي "تصوف" د نیت صحیح کول دي نور هیڅ نه، ابتداء یې د "انما الاعمال بالنیات" څخه کیږي او انتهاء یې پر "ان تعبد الله کانک تراه" باندي کیږي.
زما په دې جواب باندي پر ښاغلي رهبر باندي رعشه طاري سوه او سکته یې وخوړه، راته کړه یې چي د دهلي څخه په دغه فکر را روان وم چي مولنا زکریا به فلانکی جواب راکوي او زه به فلانکی اعتراض پر واردوم، خو کم جواب چي تا اوس راکړ ددې مي بیخي تصور هم نه و کړی چي ته به داسي را ته وایې، حیران دي کړم.
ما ورته وویل چي ولاړ سه وروره هغه سوارلۍ والا درته انتظار دی، هغسي ته سبا نه بل سبا بیرته راځې تر هغه وخته پر اعتراض سوچ وکه، که په ذهن کي درغلی راته وبه وایې، زه به یې در جواب کړم، خو دا دي ستا په یاد یي چي د ورځي په حصه کي زه وخت نه لرم، که دي اوږده خبره کول نو د ماښام په وخت کي به راځې.
مولنا زکریا رحمه الله لیکي چي دوهمه ورځ مرحوم راغلی او راته کړه یې چي پرون ځکه نه سوم ماښام ته پاتېدلای چي فلاني ځای کي مي جلسه درلوده، او اوس خو نو خبره راغله ځکه ماښام ته درسره پاتېږم، او ته خو خبر یي چي تر نن له مخه مي ستا سره نه یوه ذره مینه وه او نه مي درسره هیڅ نوع عقیدت و، ما ورته کړه چي بالکل او علی هذا القیاس.
مرحوم راته وویل خو پرون چي تا کوم جواب راکړ هغه پر ما سخت اثر کړی دی، تر اوسه فکر ورته وړی یم، کوشش او هڅه مي دا ده چي کوم اعتراض پرې راوباسم خو تر اوسه بریالی سوی نه یم، ما ورته وویل چي اعتراض پیدا کولای هم نسې.
’’إِنَّمَـا الْاَعْمَالُ بِالنِّیَّاتِ‘‘ د ټوله تصوف سرچینه او مبدا ده او ’’اَنْ تَعْبُدَ اللہَ کَاَنَّکَ تَرَاہُ‘‘ د ټوله تصوف منتها ده، همدغه ته "نسبت" ویل کیږي، همدغه ته ’’یادداشت‘‘ ویل کیږي او بالکل همدغه د ’’حضوری‘‘ کیفیت دی.
حضوری گر ہمی خواہی ازو غافل مشو حافظ!
مَتٰی مَا تَلْقَ مَنْ تَہْوِیْ دَعِ الدُّنْیَا وَاَمْہِلْہَا
ما ورته زیاته کړه چي مولوي صیب! د همدې لپاره د تصوف ټول اعمال تر سره کیږي، د همدې مقصد د حصول لپاره ذکر بالجهر کیږي، د همدې موخي د حصول لپاره مجاهدې او ریاضتونه او مراقبې په وجود کي راځي، او که چا ته الله تعالی دا مقصد د یادو اعمالو د ترسره کولو پرته ورنصیب کړي نو هغوی ته د دې اعمالو بیخي اړتیا سته نه.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابه کرام خو د رسول الله صلی الله علیه وسلم د کیمیایي نظر څخه اوبېدل او هغوی ته د نورو اعمالو د ترسره کېدو اړتیا نه وه، خو وروسته د امت جهابذه علماء او اکابرو د قلبي امراضو د کثرت په وجه ځیني نور علاجونه مشخص کړه، لکه طبیبان چي وخت ناوخته د بدني امراضو لپاره د حالاتو او زمانې مطابق علاج کوي همداسي روحاني طبیبانو د خپلو تجربو په رڼا کي د هري زماني مطابق نسخې تعیین کړې او لا یې کوي، دغه نسخې چا ته ژر او جا ته په لږ ځنډ مفیدي تمامیږي.
(آپ بیتی، جلداول، ص:۵۸، ۵۹، طبع: مکتبہ عمر فاروقؓ، شاہ فیصل کالونی، کراچی)
موږ او تاسو په یو عجیبه محیط کې قرار لرو، کله چې یو څه نه لرو، نو په اړه یې ډېر اندېښمن وو، وایو چې له دې نعمت څخه ولې زه محروم یم؛ خو پلانکی یې لري او که چېرې هغه نعمت الله تعالی درباندې ولوروي؛ نو بیا وایو، چې کاش! له دې ښه نعمت مې درلودی؛ مطلب قناعت نشته، که چېرې موږ په دې هر څه چې لرو یې، قناعت وکړو، نو ټول مشکلات مو حل دي.
عالیقدر:
مسووليت کې قوم او خپلولي په نظر کې مه نيسئ. ـ داسې خلک نظام ته را داخل کړئ چې نظام ته يې ګټه وي، مسووليت اهل ته وسپارئ، د خپلولۍ او ملګرتيا له وجې په دندو ګمارنې مه کوئ.
#محبوب_زعیم
خپل زړه ته دا اجازه مه ورکوئ، چې د ځان په اړه د خلکو له صفتونو خوند واخلي او يا د دوی د نيوکو له امله خپه شي.
[امام غزالي]
که دي د الله تعالی سره تعلقات سم او ټينګ وه، نو:
1) الله تعالی دي زړه ته هدايت کوي؛
2) صالح او مصلح خلک به محبت درسره کوي، که څه هم تا به ګټه نه وي وررسولې؛
3) فاسق او مفسد خلک به بد درڅخه وړي، که څه هم تا به تاوان نه وي وررسولی؛
4) نيک او صالح کارونه داسي درته اسانه کوي، چي ته او نور خلک به ټول حيران وي؛
5) د بدو او ناوړو کارونو څخه به دي داسي راګرځوي، چي خلک به درته حيران وي؛
6) په کارونو او فعاليتونو کي دي برکتونه او مصلحتونه شاملوي؛
7) د تصميمونو لپاره دي د تدبير قوه زياتوي؛
8) که بيله کوم تدبيره تصميم ونيسې، په هغه کي به هم داسي حکمتونه نغښتي وي، چي ستا به ورته فکر هم نه وي......
نوټ: همدا اوس فکر وکړئ، چي د مصلحو اشخاصو تصميمونه، څونه ښه نتايج لري؟! شاکر
ډالۍ!
ځوانان دې خپلو کوژدن/ناوې شویو پېغلو ته د صحابیاتو (رضي الله عنهن) د سیرت کتابونه ډالۍ کړي. کورنی ژوند په سریالونو، تلیفوني خبرو اترو او رواجونو نه جوړېږي، په ایمان سره کورنۍ جوړېږي او د ایمان لپاره یوې مسلمانې پېغلې ته تر امهات المؤمنین او نورو صحابیاتو رضي الله عنهن ښه مثال نه لیدل کېږي.
څومره به ښه وي، چې یوه پېغله د عایشې صدیقې رضي الله عنها تاریخ ګوري، یوه مېرمن د خدیجة الکبری تاریخ ګوري، یوه لور د فاطمة الزهراء تاریخ ګوري.
یو ځوان یې ولیدو، چې شپه او ورځ په مسجد کې ناست و، پوښتنه یې ترې وکړه: خوراک مو له کومه کوئ؟ ځوان وویل: زموږ ګاونډی موږ ته خوراک راکوي، ورته و یې ویل: ستا ګاونډی ستا څخه ډېر عبادت کونکی دی!؟ دُره یې را واخیسته ځوان یې پرې وواهه، و یې ویل: ووځئ، رزق ولټوئ، اسمان سره زر او سپین زر، لکه د باران نه وروي؛ کله چې مو لمونځ وکړ، د اللهﷻ په ځمکه خواره شئ او د الله ج فضل ولټوئ، د اُ.م.ت دا خیرخواه انسان عمر بن الخطاب رضي الله عنه و.
[معالم المدینة المنوره]
د اُمت لومړي خلک څنګه وو؟
یوه ښځه د امام أوزاعي رحمه الله کور ته راغله، د لمانځه جای نماز په اوبو لوند و، د امام أوزاعي رحمه الله له ښځې یې و پوښتل: دلته لکه چې ماشوم بولې کړې دي، هغې وویل: نه! دا د شیخ (امام أوزاعي رحمه الله) اوښکې دي، د هغه د هر سهار پیل همداسې وي.
[البدایة والنهایة: ۱۰ج/۱۲۰ص]
يوسف عليه السلام ته يو کس وويل ﺯه ستاسره مينه لرم.
ورته وې ويل: د خلګو مينه ماته تل د مصيبت ﺫريعه سوې ده.
1 پلار مينه راسره کول وروڼه مي حسد کي راغله، څاه ته يې واچولم.
2 د عزيز مصر ميرمني مينه راسره کړې وه 7 کاله ﺯندان ته ولاړم.
اوس چنداني دا نه خوښوم چې د الله ماسيوا بل څوک مينه راسره وکړي!
(عیون الحکم والعبر)
( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads
𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot
Last updated 1 day, 15 hours ago
رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»
News & media website
تازهترین اخبار ایران و جهان
ارتباط با ما :
@pezhvakads
اینستاگرام 👇
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==
Last updated 2 weeks, 6 days ago