( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads
𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot
Last updated 2 days, 15 hours ago
رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»
News & media website
تازهترین اخبار ایران و جهان
ارتباط با ما :
@pezhvakads
اینستاگرام 👇
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==
Last updated 3 weeks ago
یــــاره بـــاور وکــه چـــې نه تیـــریــګی
بــی تــا وخـتـونه ډیــر ترخه تیـــریــګی
نه مې شته خوند چــې درنه لــری یـمه
بــلا دردونـــه مــې پــــه زړه تیــریــګی
دا وخـت ګوا دی چې رنځور ګـــــرزمه
بیلتـون د ګران بیا په چا ښه تیــریــګی
زه درتــه وایــم تــه هم حال ووایــــــه
پــر مــا غــمــونــه پــر تا څه تیــریــګی
درته به کړس خنـدا کړم ته خوښ اوسه
خیر کــه هر څـه پـر ما درانه تیــریــګی
شاهـیـن دی ټـول درنه لوګی لوګی شم
کاش هــره ورځ دا سـتا کاته تیــریــګی
~ شاهین حمزه
د ژورې مــیـــنــې زور دی
بـی انــدزه پــکې شور دی
دا احساس کوم چې مرمه
له دنـیا نه مې زړه تور دی
نه ارام شته نه سکونه
تیر له دی ستړی ژوندونه
یو ارمان د جانان لرم
خو تل سر خورم په بیلتونه
له خوندونو یم بی برخی
د غمو مې زړګی کور دی
لیونتوب دی او که مېنه
ژر خبره کوه سپېنه
ای نصیبه څنګه چپ یې
ستا خو زړه نشته بې دینه
دا نو څنګه امتحان دی
الهام ونشي چې نور دی
ته باور وکړه جانانه
لرېوالي دی ډیر ګرانه
سم دستي سړی رنځور کړي
درد په خوله کړي بس پنهانه
حال به چالره بیان کړم
په زړګی کې مې بل اور دی
غم دی کړي ډیر کمال دی
زما وجود کې مالامال دی
کاش چې زړه کتل کیدولو
تا به هم ویل اوبال دی
نور لویدلی یم له توانه
ستا د هجر څومره سور دی
ستا د عشق لاروي دی
چی یې هر سړی پردي دی
د شاهین حمزه تکوره
په غجم کې لیوني دی
ته یې خپل یې ته یې خپل که
محبت دی پری راخور دی
~ شاهین حمزه
#الحقپال بصرې څانګه
https://t.me/Al_Haqpal
دی در په غاړه مسؤلیت د امارت مسؤله
دا دی میراث د شهیدانو امانت مسؤله
د همت غرونه دې لا هسک کړه د تقوأ په زیور
تاته دي سترګې نن د ټول مسلم امت مسؤله
د امارت سپینه لمن درنه داغ داره نه شي
ګده هر قدم په ډیر اخلاص او صفا نیت مسؤله
مټې را نغاړه د هیواد د پرمختګ پر لوري
دا وران ویجاړ وطن نن غواړي ستا حدمت مسؤله
ته دې هر کار لله فی لله کوه رښتنی اوسه
مقصود دې نه کړې بدل ونه کړې غفلت مسؤله
د رب حضور ته به پیش کیږي درنه هیره نه شي
که دې نن وکړو یو زره هم خیانت مسؤله
د خیال کښتۍ د خواهشاتو بدرنګیو وړې
بدري طالب دریادوه په دې وصیت مسؤله
الحقپال بصرې څانګه
https://t.me/Al_Haqpal
عشق مې په زړګي کې عیان کړی دی
ما هم یو ســپېـڅلــي جانان کړی دی
سـر غــواړي که عمـر ځاورم یې تری
ځــان مــې له آشنــانه قربان کړي دی
زړه مې په ګوګل کې ضربان یې ته !
خدای خو راته بل رقم ګران کړی دی
خوږ یې هم له شاتو هم له قند نبات
زکه ستا په نوم مې داستان کړی دی
پاکه ربه یو مو که بیلتون سخت دي
نــور مې انـتـظار کې تاوان کړی دی
ما شاهین حمزه سـره یوزای که بس
ژوند کې مې هم دغه ارمان کړی دی
شاهین حمزه
الحقپال بصرې څانګه
https://t.me/Al_Haqpal
د چینل ټولو ګډونوالو
اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ
الحقپال بصري څانګه په پام کې لري
چې ستاسو قدرمند حضور ته به په ادبي برخه کې له کره کتنې روسته اشعار نشر ته وړاندې کړي
چې د هغې اشعارو به قافیه ردیف سیلاب وزن مراعت شوې وي
0707040272
له مونږ سره اوسئ????
https://t.me/Al_Haqpal
عجیبه یې مجاهده
د ایمان په تول پوره یې مجاهده
عجیبه یې عجیبه یې مجاهده
د اصحابو لاروی یې مخته درومه
د ملت سترګي او زړه يې مجاهده
د وطن په دېوالونو اتل لیکي
ته اتل د وخت حمزه یې مجاهده
تا وهلي پر مرۍ چي قاتلین دي
ته د ننګ توره نېزه یې مجاهده
ته د حق سوبي ته ژمن یې پاتي شوی
ته په حق ټوټه ټوټه یې مجاهده
تر قرنونو به اتل اتل یادېږې
د تاریخ پر لو سپحه یې مجاهده
له ګورګورو سترګو زه بلادي واخلم
د شبګیر غیږ کي دمه یې مجاهده
أیوبي الهام دي بس درنه لوګئ شم
أیوبي الهام ته ښه یې مجاهده
أیوبي الهام
#الحقپال بصرې څانګه
https://t.me/Al_Haqpal
تا تۀ خجالت یوو ستا حَبِیب تۀ خجالت یوو
یا ( رَحِیم رَحمٰنَ ) در تۀ ډېر ډېر ملامت یوو
خیر دی (مُحَمَّدَۀ ص) ته زمونږ شَفاعَت وکړۀ
مونږ دي اُمتيان یو او دا ستا د پاک اُمت یوو
مونږ که هر څو کړي دي بې شمېرۀ ګناهونۀ
بیا هم اُمیدوار (ربَه ج) دا ستا د شَفَقَت یوو
هغۀ چې یې تل د مَعصِیَت لوري تۀ سَوق یوو
اوس هم د هغوئ څخۀ په تمۀ د اُلفت یوو
بل څوک مونږۀ نۀ لرو یو تا تۀ مو اسرۀ دۀ
مونږۀ طلب ګار ستا د کَرَم او د رَحمَت یوو
کړی دې په مونږۀ ستر احسان دی او احسان دی
دا چې ټول قائل دې په جلال او په عَظْمَت یوو
ابوبکر احسان
#الحقپال بصرې څانګه
https://t.me/Al_Haqpal
چې عاشق شوم ستا په سترګو ؤ سهاره
په نصـیـب کـې به مـې ؤ ډیر انـتـــظـاره
راتـه ووایـه چـی چـیـرته یې جــانــانــه
چې در مڼډه کړمه ښکل دی کړم څو واره
مېنه وه خو ما یې نوم ایښي جنون وو
زکـــه زه پــکــی بــیــحــده وم خـمـــاره
چـا ویـل په نـا لـیدلـي مـخ مئـیـن یې
مـــا ویــل هـــغــه د زړنــو دی قــــــراره
حد به هلته در معلوم شي چې درځار شم
چـې در ورســیـږم تا ته خوږ نــــیــګــاره
د شاهین حـمـزه د زړه مالک مـحـبـوبـه
نور مې غیږه کې دمه کړه یم نـــاچــاره
~ شاهین حمزه
#الحقپال بصرې څانګه
https://t.me/Al_Haqpal
جنتي خاوره
جنتي خاوره ستا
غيرتي خاوره ستا
ديرغل هديره
هيبتي خاوره ستا
کړو به تا په خپل زيار او کوښښ باندې ښاد
زمونږ هيواد يې هيواد
يې مسکن دعمر
يې ځلاند لکه لمر
ستا بچي فداکار
ته يې دحق سنګر
نه پروږدو نور په تا کې هیڅ شر او فساد
زمونږ هيواد يې هيواد
لري لعل او مرجان
ستا ښايسته بدخشان
ښه سمسور او زرغون
په ښکلا ده ودان
کړ مو ورک ستا له خاورې غليم او الحاد
زمونږ هيواد يې هيواد.
يوسف مخي ځوانان
کړل له تا مو قربان
ستا ساتنه کوو
په قیمت دخپل ځان
شوو رسانده ډير شکر تر خپله مراد
زمونږ هيواد يې هيواد
ته مې يې زړه او ځان
ته مې زړه ته درمان
ستا مجنون يم عزير
له تا يمه قربان
ستا دفاع کې دې شمه شهيد ارواښاد
زمونږ هيواد يې هيواد
حافظ عزير
#الحقپال بصرې څانګه
https://t.me/Al_Haqpal
نعتیه کلام
םבםבﷺ
حبـــــــــــیبه د زړګي له تله تا ته سلامونه
ډالۍ به کړم په مینه خوږ اقا ته سلامونه
شبګیر تر صبحدمه زه یې څو ځله تکرار کړم
نامه د محمد رسول الله ته سلامونه
ډېر تږی له وختو ګریوان له اوښګو لندومه
را کړي د فراق غشي نن ما ته سلامونه
د ژوند په هر قدم دې یادوم خیرالانامه
ته میشت د زړه په تل کې ستا وفاء ته سلامونه
راتلو دې رڼا و شندله پېل د انسانیت شو
کوم چې ستا له رویه نن رڼا ته سلامونه
در و بوله هغه بدري طالب خوار أمتي دې
جانانه ستا وطن ته ستا ښکلا ته سلامونه
#بدري طالب
#الحقپال بصرې څانګه
https://t.me/Al_Haqpal
( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads
𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot
Last updated 2 days, 15 hours ago
رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»
News & media website
تازهترین اخبار ایران و جهان
ارتباط با ما :
@pezhvakads
اینستاگرام 👇
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==
Last updated 3 weeks ago