✍ د شعر 🫠 ښاپېرۍ ✍

Description
دلته به تاسو ته هرډول شعرونه د مشهورو ليکوالانو ويناوې نظمونه کيسې ترنمونه ادبي ليکنې نشرېږي
Advertising
We recommend to visit

کانال فیلم

Last updated 1 year ago

‌( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد ) ‌

‌آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار‌ ‌‌ ‌

‌‌𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads

𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot

Last updated 2 days, 15 hours ago

رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»

News & media website

تازه‌ترین اخبار ایران و جهان

ارتباط با ما :
@pezhvakads

اینستاگرام 👇
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==

Last updated 3 weeks ago

5 months, 1 week ago
✍ د شعر 🫠 ښاپېرۍ ✍
5 months, 4 weeks ago

دا یو ګیم دی شهاب صاحب تر اوسه لا د فلم سر دی‌

6 months, 1 week ago

زما په حق کافره ياره
د بزرګۍ کيسې دې واورم وخاندمه

#ټپه

11 months, 2 weeks ago

ښه عدتونه لرم
خو بیا هم کله کله
په پټه وژاړمه
اوږدې سلګۍ وکړمه
ماښام کې غلی شمه
نصیب،قسمت رواخلم
ګرېوان ته وګورمه
څو پټ اهونه وکړم
لږ ګیلمن غوندې شم

بیا وایم شکر خدایه!
چې کورنۍ لرمه
خوږه مورکۍ لرمه
د پلار مې سپینه ږېره
زما په تن کې وینه
ورور مې د مټو زور دی
زه پرې اباد ګرځېږم
خور دویم نوم د مور دی
خو…

خو پدې خوباندې مې
ژبه چالانه نشوه
چاته ګویانه نشوه
چاته یې ویلی نشم
نوم اخیستلی نشم
د یو انسان نامه ده
زما د جانان نامه ده
چې چاته ندی مالوم

یو څو کلونه کېږي
هغه په ګور پروت دی
عجیبه درد د مینې
په زړه مې خور پروت دی
ملګري ندي خبر
بس تسلي راکوي
عقل مې هم هوښیار دی
زړه اسویلي راکوي
بیا مې جانان رایاد شي
یو کوچنی خیال جوړ شي
راته مسکی شي وایي
ای عزیزکۀ یاره
تاته ما څه ویلي و؟
ځان سره غلی شومه
او دا ټپه راشي چې

لاسونه کلک رانه چاپېر کړه
په هدیره کې خلک بیل بیل خښوینه

#عزیزالرحمن_شینواری
کاپي
AHMADOO???

11 months, 2 weeks ago

وشرمیږه چې د ننګرهار یی او ایډېټ دې نه زده
وشرمیږه چې د پکتیا یی او اوږده ویښتان نلری
وشرمیږه چې د خوست  یی او د ډنډکي پخلؤلو په چل نه پوهیږې.
وشرمیږه چې د  هلمند یی خو تراوسه برمې ته نه یې لوېدلی،
وشرمیږه چې د لغمان  یی او  تراوسه دې ګلپیان نه دي خوړلې،
وشرمیږه چې د کندهار  یی خو تراوسه استعداد نلری،
وشرمیږه چې د جوزجان یی خو تراوسه درباندی کوم پیری بیړنۍ ناسته نه ده کړې،
وشرمیږه چې د لوګر  یی ترواسه دې اتڼ نه زده
وشرمیږه چې د کنړ یی او تراوسه دې خیرات کې کوم پکول نه دی خیرات کړی،
وشرمیږه چې د غزني  یی او تراوسه نانوائې نلری
وشرمیږه چې د کندز  یی خو تراوسه غټ خټکي نلری
وشرمیږه چې د مزار یی خو تراوسه دې د عبدالله مزاری د شپږ شپږیزو ویډیو نه ده لیدلی،
وشرمیږه چې د وردګو  یی او تراوسه دې په تکراري میچ شرط نه دی لګولی،
وشرمیږه چې افسر ځاځی خپلوان خو تراوسه دې په نوبال سټاپ نه دی کړې،
وشرمیږه چې د بامیانو  یی  خو تراوسه دې هغه بوت سره اکس نه دی اخیستې،
وشرمیږه چې د نیمروز  یی او تراوسه دې ایران نه دی ننداره کړې

کاپي
Copy

11 months, 2 weeks ago

زما پۀ زړۀ کې ورته پروت احترام هغسې دی
دا اوس مې هم خالي بلۍ ته سلام هغسې دی

يو دې هغه هم پۀ کې بيا را ګرځولای چې وای
راګرځولای دې خاونده ماښام هغسې دی

#بيتونه
احسان الله وير

11 months, 2 weeks ago

پوه نه ووم ،ناپوه وومه ،که پوه شوم په جنګ اوړمه
يا به په تور واوړم يا د لېچو په شرنګ اوړمه 

بې وعدې مې نېت کړی ورځم د اشنا کلي ته 
دا ځلې ډاډه يمه په هار د لونګ اوړمه 

بس د غرنۍ مېنې پېروزو راباندې شوې ده 
هر خوا ته چې ځمه په تنکي غنمرنګ اوړمه

شرر ساپی
#بيتونه

We recommend to visit

کانال فیلم

Last updated 1 year ago

‌( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد ) ‌

‌آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار‌ ‌‌ ‌

‌‌𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads

𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot

Last updated 2 days, 15 hours ago

رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»

News & media website

تازه‌ترین اخبار ایران و جهان

ارتباط با ما :
@pezhvakads

اینستاگرام 👇
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==

Last updated 3 weeks ago