رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»
News & media website
تازهترین اخبار ایران و جهان
ارتباط با ما :
@pezhvakads
اینستاگرام ?
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==
Last updated 2 months ago
( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads
𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot
Last updated 1 month ago
د خلکو له نیوکو سره د معاویه چلند
د جمعې په خطبه کې معاویة بن ابي سفیان رضي الله عنه خلکو ته وویل: بیت المال زموږ دی، غنیمتونه زموږ دی، چا ته مو چې خوښه شي ورکوو به یې، که مو خوښه نه شوه نه یې ورکوو. نو خلکو هیڅ هم ورته ونه ویل. بله جمعه کې یې هم همدا خبره وکړه او هیچا څه ورته ونه ویل. په دریمه جمعه یې هم همدا خبره وکړه! نو جومات کې د ناستو خلکو له جملې یو ورته پورته شو او ورته ویې ویل:
هیڅکله داسې نه ده! بیت المال زموږ ده او غنیمتونه هم زموږ دي! څوک چې زموږ او زموږ د بیت المال تر منځ خنډ ګرځي؛ په تورو به فیصله ورسره کوو! کله چې لمونځ وشو، معاویة امر وکړ چې هغه سړی راولئ، سړی یې وروست او له ځان سره یې کېنوه! بیا یې امر وکړ چې خلک دې دلته راشي، خلک چې ورغلل معاویة ورته وویل:
اې خلکو! ما چې په اوله ورځ خبرې وکړې هیچا هم ځواب رانه کړ! دویمه جمعه کې هم چا ځواب رانه کړ، خو په دې دریمه جمعه کې دې سړي له هلاکته وژغولم، الله دې دی وساتي.
معاویة رضي الله عنه زیاته کړه:
ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه اوریدلي هغه فرمایل: داسې خلک به راشي چې خبرې به کوي، هیڅوک به څه نه ورته وایي، دوی به د بیزوګیانو په رقم جهنم ته لوېږي! نو زه وویریدلم چې له دې خلکو ونه ګرځم! (ځکه خبرې مې کولې چا ځواب نه راکوه) خو دې سړي چې ځواب راکړ؛ زه یې له هلاکته وژغورلم، الله دې دی له هلاکته وژغوري. اوس نو امید لرم چې الله به مې د هغو خلکو له جملې نه، ګرځوي. قال الهيثمي في مجمع الزوائد: رواه الطبراني في الكبير والأوسط وأبو يعلى، ورجاله ثقات.
د اشبیلیة د تُندخویه قاضي کیسه
د اندلس اشبیلیة کې یو ډېر سخت او تندخویه قاضي و، خپل دفتر ته به چې راغی د هغه د سختي له امله به د ناستو خلکو که خوښه وه یا نه، ټول به ورته پاڅیدل، مګر د ابومحمد بن جمهور (592هـ) رحمه الله په نوم یو عالم به نه ورته پاڅیدی! خلک به ټول پاڅیدل مګر دی به پر خپل ځای ناست و، ان ښوریدی به هم نه! یوه ورځ قاضي په ډېر قهر او سختي سره ورته وویل: دلته ناست ټول خلک زما په راتګ ولاړیږي، ته ولې نه ولاړیږې؟!
ابن جمهور په زغرده ورته وویل: له کله نه چې زه پوهیدلی یم تا ته د خلکو ولاړیدا خوند درکوي او له خلکو د ولاړیدا غوښتنه کوې، نو له دې کاره دې کرکه او نفرت کوم او له امله یې ستا نه هم نفرت کوم! ځکه حدیث کې راغلي: رسول الله ﷺ فرمایي: څوک چې مینه لري خلک ورته ولاړ شي؛ هغه دې جهنم کې پخپله ځان ته ځای جوړ کړي. من أحب أن یتمثل له الناس قیاماً فلیتبوّأ مقعده من النار. رواه أحمد وابو داود
ابن جمهور زیاته کړه: که زما په شاهدي پورې د مسلمانانو حقوق نه وی تړلي؛ قسم دی که مې پل هم راخیستی وی، ځکه ستا لیدل خوند نه راکوي. راوي زیاتوي دې تُندخویه قاضي ته د ابن جمهور دې خبرو خلکو ته سخت خوند ورکړ او ټول اندلس کې به خلکو خوله په خوله ګرځولې، ان چې تر موږ راورسیدلې. صلة الصلة لابن الزبیر الغرناطي (708هـ)، د الکناشة البیروتیه 73 په حواله.
په دې کرښو کې د هر دا ډول قاضي او بل هر دا رقم تُندخویه چارواکي لپاره د پند لوی درسونه او عبرتونه پراته دي، په دې هیله چې پند ورنه واخلي. باید ووایم چې یواځې پاڅیدل نه، بلکې عامو خلکو سره هر ډول سخت او متکبرانه چلند په دې کتار کې راځي.
شپون او پاچا
یو پاچا د عربو د یوې لرې پرتې قبیلې یو کس ونیوه او زندان ته یې واچاوه، کله چې قبیله خبره شوه نو مشران، رئیسان او مشهور کسان یې راغلل چې سفارش یې وکړي او فدیه یې ورکړي.
پاچا چې د نوموړي د خلاصون لپاره دومره ډېر راغلي خلک ولیدل نو پوښتنه یې ترې وکړه چې دا سړی څوک دی چې دومره ډېر کسان یې د ژغورلو لپاره راغلي يئ؟
خلکو په یوه غږ وویل: دا زمونږ مشر دی پاچا صاحب!
پاچا وویل : نو ده ولې مخکې د ځان په اړه راته ونه ویل چې ستاسو مشر دی؟
دوی وویل ځکه چې نه یې غوښتل چې د خپل قوم په منځ کې تاته د خپل منزلت په ښودلو د ځان سپکاوی وکړي، نوموړي غوښتل چې د خپل قوم په وسیله خپل درناوی او عزت دروښيي.
کله چې پاچا دا واورېدل نو سړی یې سملاسي خوشې کړ او بښنه یې هم ترې وغوښته.
څو ورځې وروسته پاچا خبر شو چې هغه کس د نوموړې قبیلې مشر نه بلکې یو عادي شپون و، پاچا هېښ شو او یو تن یې ورولیږه چې د دوی د کړنې په اړه وضاحت ورکړي.
کله چې استازی پاچا ته بیرته راغی نو د نوموړې قبیلې دا پیغام یې ورته راوړ چې که زمونږ یو شپون سپک شي نو زمونږ د مشر مشري بې معنا ده.
"یو سړی کندې ته لوېدلی و.
۱_ ساینس پوه راغی، د کندې د ژوروالي او د خاورې
د رطوبت اندازه یې واخیسته.
۲_ یوه ډاکتر دوې ګولۍ ور واچولې.
۳ _ یو ژورنالیست را پیدا شو او له هغه سره یې د مشکل په باره کې مرکه وکړه.
۴ _ د رحم او اخلاقو مبلغ د کندې په غاړه ورته کښېناست او ښه یې ورسره وژړل.
۵ _ یوه ارواپوه ورته وویل چې په مشکلاتو کې باید روحیه له لاسه ورنه کړو.
۶ _ په کنده کې ایسار سړي ته د فلسفې د استاد خبره
دا وه چې ژوند یو وهم دی، یو خوب دی، داسې وګڼه چې نه کنده شته او نه ته پکښې ایسار یې.
۷ _ وحدت الوجودي صوفي ورته وویل: زه او ته، ځمکه او اسمان، سمه او غر، کنده او له کندې بهر دنیا، ټول یو شان دي، فرق پکښې نشته ...
۸ _ او یو نالوستی سړی ورتاو شو، لاس یې ورکړ، سړی یې له کندې څخه راووېست.
نتیجه:
شرایطو ته په کتو سره باید له خلګو سره مرسته وکړو، نه بې ځايه مشورې ...
د ویاړونو تاریخ
د سهار نرمه او تازه هوا وه په ټول ښار کې ډاډ او اطمنان خپل وزر غوړولی و، د قرطبې په دنګو ماڼيو د لمر زرینې وړانګې ولګېدې، د ښار ښکلا دو چنده شوه، د مسجدونو له هسکو منارو څخه د خطیبانو د خطبو او تکبیرو اوازونه پورته شول، د قرطبې د لوی مسجد په لور ډلې ډلې خلک رامات او په فضاء کې د مسلمانو له بدنونو د اندلسي عطرو خوشبو پورته شوه، لمونځ په ډاډ او ارامتیا سره پای ته ورسېد.
خطیبانو د خپل قوي اسلامي حکومت د بقاء او د خلیفه حاجب منصور (رحمه الله) لپاره رب ﷻ ته په داسې حال کې په زاریو شول چي خلیفه له خپل فوځ سره په غزا وتلی و او مسلمانانو دعا په آمین ورسره بدرګه کړه.
خلک له مسجد نه راووتل، ګوري ناڅاپه د اسونو د پښو ګردونه پورته او شڼهار یې تر غوږونو شو، اسونه راورسېدل خلیفه منصور او ورسره په اسلامي اردو د غزا ګردونه پراته او ستړې ستومانه مالومیدل، منصور غوښتل، چې له اس څخه کښته شي چې ناڅاپه يوه عمر خوړلې ښځه رامخته شوه او منصور ته یې وویل:
ای منصوره ! خلک ټول د اختر خوشحالي لمانځي او خوښ دي خو زه بیا په خوشحالۍ نه پوهیږم او وینې مې چې ژاړم.
منصور ورته وویل: چې څه خبره ده؟
ښځې ورته وویل: زوی مې د رباح په قلعه کې دښمن بندي کړی دی. رباح (د طلیطلې او قرطبې په منځ کي یوه سیمه ده).
منصور فوراً د اسلام سر ښیندونکو عسکرو ته امر وکړ چې له اسونو کښته نشئ مخ په رباح حرکت وکړﺉ !!!
منصور نوموړي سيمې ته ورسيد او له دښمن سره یې جکړه پیل کړه، اللهﷻ فتحه ورنصیب کړه، مسلمان بندیان یې ازاد کړل او د هغې بوډۍ ښځې زوی یې هم ورته جوړ او روغ راورساوه.
مأخذونه:
سیر اعلام النبلاء
تاریخ ابن خلدون
د هدېرې پر بېلابېلو قبرونو مي دا لیکنې تر سترګو شوې:
(۱) د یو غریب پر قبر لیکل شوي و:
لوڅ نړۍ ته راغلم، لوڅې پښې مي ژوند وکړ او لوڅې پښې اخيرت ته لاړم.
(۲) د يو دولتمند پر قبر مې دا کرښې ولیدې:
ټول کسان مي پر پیسو راضي کړل، خو یوازې د مرګ پرښته وه چې په پیسو راضي نه شوه.
(۳) د يو لېوني پر قبر مې ولوستل:
روغ رمټ او هوښیار نړۍ ته راغلم او روغ رمټ ژوند مې وکړ، خو ستاسو د کړنو له امله مې ځان لېونی اچولی و.
(۴) د ډاکټر پر قبر دا لیکنه وه:
د هرې ناروغۍ درمل شته، خو د مرګ نه.
(۵) د يو زړه ماتي کس پر قبر داسې لیکلي و:
ما یو ځل قیامت لېدلی دی بیا قیامت ته نه یم خفه.
(۶) د یو ځوان پر قبر دا لیکلي و:
یو بل مه ازاروئ!!! په خدای قسم چي پښیمانه کېږئ به.
(۷) د یو بې کوره پر قبر لیکل شوي و:
شکر الحمد لله بالاخره د کور مالک شوم.
(۸) د یو ماشوم پر قبر دا لیکنه وه:
شکر چې لوی نه شوم او په وحشت کې شریک نه شوم.
(۹) د یوې مور پر قبر دا کرښه لیکل شوې وه:
هیله لرم چې زما پر بچیانو پاملرنه وکړئ !!!
(۱۰) د یو یتیم پر قبر داسې لیکنه وه:
خوشحال یم چې مور او پلار ته ورځم.
(۱۱) د یوې تازه کونډې شوې ناوې پر قبر د هغې ټیکری ځوړند و او دا خبره پرې لیکل شوې وه:
زه به یو ځل بیا د مېړه مېرمن شم او کونډه به نه یم.
منقول
رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»
News & media website
تازهترین اخبار ایران و جهان
ارتباط با ما :
@pezhvakads
اینستاگرام ?
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==
Last updated 2 months ago
( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads
𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot
Last updated 1 month ago