القناة الرسمية والموثقة لـ أخبار وزارة التربية العراقية.
أخبار حصرية كل مايخص وزارة التربية العراقية.
تابع جديدنا لمشاهدة احدث الاخبار.
سيتم نقل احدث الاخبار العاجلة.
رابط مشاركة القناة :
https://t.me/DX_75
Last updated 1 year, 10 months ago
Last updated 4 months, 2 weeks ago
څومره دي ژر کړمه رامات ای د ژوندون مزله
شوم نیمخوا میرات میرات ای د ژوندون مزله
لکه یعقوب په سترګو ړوند یم نابنا له درده
اوس هره شفه کړم مناجات ای د ژوندون مزله
هره شیبه هره صحنه مي اوس د زهرو څکل دي
وکــړم وه چــاته شکــایات ای د ژوندون مزله
زه کمه ورځه به دمه موندمه د عشق انځور کي
پر ما د هره ورځ قیامت ای د ژوندون مزله
ای ماشومتوبه څه لاهو لاهو ژوندون وو درکي
اوس دي کړم میني ته خیرات ای د ژوندون مزله
طالب الهام یمه اسیر د بیلتانه په سیند کي
اوس مي تش پاتي خاطرات ای د ژوندون مزله
طالب الهام
مینه درد لری جانانه تنها یې ده ډیره ګرانه
چي په نیمه کی دي پریږدي سم رامات شې له هجرانه
لګ مي حال ته پام راوکه ای مغروره رانه ورکه
لږ اوبه مي په دیدن که لیونی به شم قربانه
تل مدام مي پر زړه اوري ستاښایستې سترګي سمسوري
هیڅ مي وزي له زړه نه ای زما د زړه درمانه
ته مي خیال وې د خوبونو ته مرهم وې د دردونو
ای ګلابه سپین آفتابه زړه مي چوي له خفګانه
ای قسم دی بې سکون یم په زړګي زبون زبون یم
نسته چاره مي لالیه یمه تنګ له دې جهانه
د طالب الهام غزله کړې زخمي رانه کوګله
د مجنون شانتي نعرې کړم یم روان په بیابانه
طالب الهام
ښه په قراره لاړ شه
وه خوګه یاره لاړ شه
ستا دا مستي مبارک
تر خپله ښاره لاړ شه
د څه ارمان لرې ته
وه ګل نګاره لاړ شه
اوس دي د حسن موسم
ځان که سینګاره لاړ شه
د چا قیصه کي مه شه
تر خپل دیار لاړ شه
دا ماذدیګر او دا سیند
ور ځه بیخار لاړه شه
درته بیخي اجازت
په څوڅو واره لاشه
طالب الهام درپسې
لیکي اشعاره لاړ شه
طالب الهام
اقصی
اقصی زخمي ده او ده درد وهي نعرې مسلمه
ولــي غافــله یې لــه دغــي معرکې مسلمه
اوښـکي یه ډنډي دي ولاړي د لیمــو غیږه کي
ته به یې کـله ده دې اوښـکي پاکــوې مسلمه
دې فرعوني بچوړو څومره پرې یرغل کړی دی
نور له وحشي دیمکراسۍ بې خلاصوې مسلمه
د ازادۍ او اخوت پرچــم راځــوړن کــړه پري
لکه د ګل افغانســتان? بـې جوړوې مسلمه
سم ادیره شــوله او ټوله کــنډواله ښــکاریږي
د غــزې بوري مــنــدي بیـا مه ژړوې مسلمه
الله ﷻ راولیـږه مــلـکي د نصــرت ورلــره
پکي خورې که د اسلام د دین شعلې مسلمه
طالب الهام یم غریــو نیولی ګیلــمن له ځانه
ځان به ته کله له دې خـوب بیداروې مسلمه
طالب الهام
څومره دي سخته جدایي ده مدام دی یادومه
غمو خوړلي مي ځوانـي ده اشنا درپسې مرمه
ستا د درانه بیلتون له زوره
ژوند رانه وړې خوشحالي ده په زړه کي دي ساتمه
یم غلی ناست ستا مات انځور ته
اشنا راغلې ازادي ده بــې تا یـــه تیـــرومه
څیري ګریوان یم لمدي سترګي
د هجر شفه او تنهایي ده زخمي زړه ګرځومه
څومره دي نیمه کي تنها کړم
بي له تا یاره زندګي ده ملنګ ملنګ ګرځمه
طالب الهام څنګه ګزران کړم
له غمه ډکه شاعري ده غم ناک داستان لیکمه
طالب الهام
زما په وینو سور ګریوان افغانستانه وایه
څومــره نیمګـړی یمه پاتي له جهانه وایه
د تبسم نـړۍ مــي لاړه طوفانو کړه غرقه
ولي دي داسي کړمه مات رامات خفګانه وایه
څومره بدرنګه کګلیچي دنیاکي لوی شوم خدایه
ولي یې ورک رانه د میني خوږ درمانه وایه
اوښکي مي راغللې جرګه د ګریوانه غیږي ته
ای بهر تللیه زموږ له چـم ګلابي ځوانه وایه
یم زړه نا زړه درپسې وکړمه ژړا له درده
په کومه لاړې نا درک شهید جانانه وایه
طالب الهام هم د ژوندون آخیري پایله ښکاري
غمو خوړلی غلی ناست لکي داستانه وایه
طالب الهام
لکه د ستړي باب بیان یم ته مي څه له څیړې
نور هغه نه یم ډیر ویران یم ته مي څه له څیړې
ما د خوندونه دنیا ټول په غمو واړوله
د عشق اسیر یم بندیوان یم ته مي څه له څیړې
څنګه بدرنګي دنیاګۍ زه یک تنها پریښودم
اوس د کوهي ملنګ پشان یم ته مي څه له څیړې
لکه یوسف له خپله کلي نه بهر تللی یم
اوس بې غمخوره بې درمان یم ته مي څه له څیړې
لکه شپونکی شپیلۍ وهم ځمه مزل کومه
زه د زخمي اوښکو ګریوان یم ته مي څه له څیړې
طالب الهام د ژوندانه له درده سم رامات یم
کله خوشحال کله خفګان یم ته مي څه له څیړې
طالب الهام
ښکلي نوڅه د ښکلا موسم بې څو مودې وي
خو اخیر خړ قبر ته ټوله بدرګه کي درومو
طالب الهام
ژوند ناهیلی هیلي مړې یم لوند ګریوانه
ولــي ورک یې د خوږې مــینــي درمانه؟
شور د زړګي مي ختم هر څه بدل ښکاریږي
هغه احساس د ماضي ټول چلوول ښکاریږي
عشــق ځــپلی درپســې دی یــو انسانه
اخ دا ښکیلاک وختونه اخ هغه آه د مظلوم
څنګه به هیر شي له چا هاسوی آه د مظلوم
یو مـــاشــوم وایـــي مــدد افغانستانه
رنګ فلسطین په وینو مسلمه ځان که خبر
اول عرب بیا عجم لږ خپل وجدان که خبر
آه یې سم رسي تر عرش او تر اسمانه
څه سو منصور او جلال څه سو عمر مجاهد
څه ســو زمری دادالله ها د زړه سر مجاهد
شــول له دیــنه نـــزرانـه شـــوله قربانه
طالب الهام یم ناچار چي دومره پاتي یمه
په هر څه یمــه آګاه چي داسي شاته یمه
را عطا دي کړه رحمت غني سبحانه
طالب الهام
نن مي وکتل په دواړو لمدو سترګو?
استـقلال وو او شهـیده یاره نه وې?
طالب الهام?
القناة الرسمية والموثقة لـ أخبار وزارة التربية العراقية.
أخبار حصرية كل مايخص وزارة التربية العراقية.
تابع جديدنا لمشاهدة احدث الاخبار.
سيتم نقل احدث الاخبار العاجلة.
رابط مشاركة القناة :
https://t.me/DX_75
Last updated 1 year, 10 months ago
Last updated 4 months, 2 weeks ago