غوره ليکني

Description
دعلم او ادب خوږو مينوالو!
په دغه‌ کانال کي تاسو ته دپند او عبرت لنډي کيسې، غوره ليکني او منتخب شعرونه وړاندي کيږي؛ نو هيله ده چي له موږ سره پاته سئ او دکانال لينک هم له نورو ملګرو او دوستانو سره شريک کړئ، تر څو هغوی هم وکولای شي له يادو ليکنو مستفيد شي.
Advertising
We recommend to visit

کانال فیلم

Last updated 11 months, 2 weeks ago

رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»

News & media website

تازه‌ترین اخبار ایران و جهان

ارتباط با ما :
@pezhvakads

اینستاگرام ?
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==

Last updated 2 months ago

‌( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد ) ‌

‌آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار‌ ‌‌ ‌

‌‌𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads

𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot

Last updated 1 month ago

2 months ago

Follow the شعر،غزل،ټپه،ټپیزه channel on WhatsApp: https://whatsapp.com/channel/0029Vaew8kALikgEJeqFtw0S

WhatsApp.com

‎شعر،غزل،ټپه،ټپیزه‎ | WhatsApp Channel

‎شعر،غزل،ټپه،ټپیزه‎ WhatsApp Channel. ‎***❤️‍🩹***قـیمـتی خبــری***❤️‍🩹*** ***🥺***سـتـړی ژوند***🥺*** ***😉***خاص شـعـرونه***😉*** ***😰***غـمجـن زړه مـی***😰*** ***🙁***ادبی لیڪنی ***🙁*** ***🤕***سـتامیـن یـــم***😒*** ښڪلی فروفایلونه***✨*** ښڪلی ټک تاڪ***😍*** https://whatsapp.com/channel/0029Vaew8kALikgEJeqFtw0S ملګرو ته لینڪ وه لیږی چی ممبر راشی…

2 months ago

**جالبه ڪيسه

کیدالنساء:**

په ریښتیا هم چې یوه تر ټولو کم عقله ښځه هم کولی شي تر ټولو هوښیار نارینه تېر باسي،

د سعودي عربستان د امر بالمعروف یو مسؤول لیکي چې یوه شپه ما او زما معاون ملګري د ګزمې پر وخت یو ځوان او یوه پېغله چې په حجاب کې یې ځان پوښلی وو په نامناسب حرکاتو ونیول، ځوان مو تر توصیې وروسته خوشې کړ او پېغله مو له ځان سره مرکز ته بوتلله څو د تلفون له لارې یې د کور مشر پیدا او په پرده کې یې پرې وسپارو،
چې هرڅه مو ورته وویل د مشر د تلیفون شمېره یې رانکړه،
اخیر یې راته اشاره وکړه چې ورنزدې شوم په غوږ کې یې راته وویل: غواړم په تنهایۍ کې درته یو څه ووایم، ما مې ملګري ته اشاره وکړه او هغه له اطاقه بهر اووت.
پېغلې راته په تنهایۍ کې وویل: ستا دغه مرستیال زما ورور دی او زه یې سکه خور یم، ځکه خو نه غږېږم چې له غږه مې ونه پېژني او نه یې هم د تلیفون شمېره درکولی شم، بس په ما ورحمېږه! پر ما هم پرده واچوه او د ورور زړه مې هم مه ماتوه نزدې ورځو کې مې واده دی، بیا به داسې تېروتنه ونکړم.
هک حیران پاتې شوم، بیا زه هم له کوټې رابهر شوم او پېغلې ته مې اشاره وکړه چې وتښتي،
جینۍ یو دم والوته او وتښتېده، ما هسې هاهو وکړ خو تعقیب مې نکړه،
په خپل مرستیال به مې زړه ډېر بدېده ځکه چې یو نیک انسان وو،
یوه ورځ مې دغه موضوع ته فکر شو نو له خپل مرستیاله مې وپوښتل چې آیا ستا ټولې خویندې واده شوي او که نه؟
مرستیال مې په حیرانتیا سره را وکتل، ویل یې چې مونږ خو یواځې نارینه وروڼه یو، یوه خور هم نلرو،
هک پاتې شوم،
بیا مې قصه ورته وکړه،
بس... هغه بیا له خندا شین وو او زه خپلې سادګۍ ته له قهره شین ووم...

????? ????????

@ghora_likani9

2 months ago
2 months, 1 week ago

هیڅوڪ هم په ټوله مانا پوره نه دي!
**له هر اړخه ځان پوره ڪول یو خیال دی یو خوب دی او هیڅلڪه نه پوره ڪیږي. هر څوڪ ڪمی او زیاتی لري. هیڅوڪ هم په ټوله مانا پوره نه دی. ڪوښښ مه ڪوئ، چې په ټوله مانا ځان پوره ڪړئ، بلڪې ڪوښښ وڪړئ، چې له ښه نه هم ښه شئ.
جان مڪسویل وايي: (( ڪله يې ګټو او ڪله يې تجربه ڪوو؛ خو هیڅڪله يې نه بایلو.))

??

????? ????????**@ghora_likani9

2 months, 1 week ago

**"هره خبره چي له خولې وزي، نه یوازې ستاسو شخصیت انځوروي، بلڪي ستاسو د ڪورنۍ، استادانو او هغو ټولو خلڪو انعڪاس هم دی چې تاسو ته یې تربیه درڪړې ده. ڪه چيري تاسو غواړئ چي د خپل عزت، وقار او حیثیت ساتنه وڪړئ، په خپلو خبرو ڪې ادب، احترام او نرمي اختیار ڪړئ. د فحش ويل او بده وینا نه یوازې تاسو سپڪوي؛ بلڪې ستاسو تربیه ڪوونڪي هم بې احترامه ڪوي.
په یاد ولرئ!!!
ښه وینا هغه ده چې نور خلڪ ستاسو په اړه ښه فڪر ته اړ ڪړي."

???

????? ????????**@ghora_likani9

2 months, 1 week ago
5 months, 2 weeks ago
**دا دژوند انځور ده...

**دا دژوند انځور ده...

څوک پکي ځوړند ده!

او څوک پکي ځنکيږي!**

@ghora_likani9

5 months, 3 weeks ago

**هر وګړی چې منصور غوندې په دار شي
دار يې پس له مرګه نخل مېوه دار شي

نری باد به یې په خپل منزل داخل کا
که څوک پاڼه د خزان غوندې تیار شي

غفلت هېڅ مناسب نه دی د سپین ږیریو
صبحدم که حیوانات وي، هم بیدار شي

کریمانو سود موندلی دی په زیان کې
لکه ښاخ د ونې وتراشې، باردار شي

خزانه په سخاوت سره زیاتېږي
د کوهي اوبه چې وکاږې بسیار شي

مړول د وږې ګېډې مشکل نه دي
مړول د وږيو سترګو مشکل کار شي

کم خوراک سړی نږدې کا پرښتو ته
هر سړی چې بسيارخور شي، بسيارخوار شي

صاف دلانو لره لږ نصيحت ډېر دی
د ګوهرو پيوستون په نري تار شي

راحت بې زحمته نه دی چا موندلی
د وصال خوښي د هجر په مقدار شي

عاشقانو لره واړه سعادت دی
که یې سر او مال د یار تر نامه ځار شي

لکه ډار کاندي ورغومی له ګرګانو
هسې رنګ له جدایۍ نه زما ډار شي

د رحمان دا پوچ ګويي څه پکار نه ده
عاشقي په ګفتار نه شي، په کردار شي

عبدالرحمان بابا**

6 months ago

دا پوسټونه ولی نه لایک کوی خلکوووو??

7 months, 1 week ago
هيڅوک د هیچا دښمن نه دی!

هيڅوک د هیچا دښمن نه دی!
ولې؟
ځکه:
هغوی چې تا ځوروي، د صبر او آرام درس درکوي.
هغه څوک چې تا سره دوستي او موالات پرېږدي، دا در ښيي چې څنګه پخپلو پښو ودرېدلی شې.
هغوی چې تاته سپک ګوري، د بښنې او شفقت درس درکوي.
هغه څوک چې له تا کرکه لري، دا در ښيي چې ته باید د نورو سره څنګه بې قیده او بې شرطه مینه وکړې.
هغوی چې وېره او ډار در اچوي، په همدغې وېرې د برلاسۍ چل درښيي.
نو هيڅوک د هیچا دوښمن نه دی

@ghora_likani9

We recommend to visit

کانال فیلم

Last updated 11 months, 2 weeks ago

رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»

News & media website

تازه‌ترین اخبار ایران و جهان

ارتباط با ما :
@pezhvakads

اینستاگرام ?
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==

Last updated 2 months ago

‌( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد ) ‌

‌آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار‌ ‌‌ ‌

‌‌𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads

𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot

Last updated 1 month ago