شاعر شیرآقا"هیله من"

Description
د"هیله من "هیلي" همدلته سره یوځای کوو إن شاء الله
Advertising
We recommend to visit

کانال فیلم

Last updated 1 year ago

‌( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد ) ‌

‌آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار‌ ‌‌ ‌

‌‌𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads

𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot

Last updated 1 day, 15 hours ago

رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»

News & media website

تازه‌ترین اخبار ایران و جهان

ارتباط با ما :
@pezhvakads

اینستاگرام 👇
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==

Last updated 2 weeks, 6 days ago

1 месяц назад

هیبت او دبدبه ښکاري له ورایه دعمر
نازل ډیر آیاتونه سوه پر رایه، دعمر

غوښتنه عمر وکړه ګران رسول ته دحجاب
په هغه دم نازل سوه څو آیاته د احزاب
شیطان به تیښتیدئ همیش له ځایه، دعمر

دشپي به ګرځيدلو او ګزمه به یی کوله
دلار پر مسافرو هم پیره به یی کوله
خوشحال به هر مومن وتی له سرایه، دعمر

اساس د اسلامي تاریخ ټاکلی دئ عمر
نظر یی د حضرت علي منلی دئ عمر
صفات واوره له دوست او له اشنایه، دعمر

دحق په رسی ټینګ اوسه رانیسه یی لمنه
مسیریی کړه تعقیب لاره یی نیسه"هیله منه"
دژوند شیبی زریني وي تر پایه، د عمر

شیرآقا "هیله من"
#النبوي_بصري_څانګه

1 месяц назад

**النبوي خپرندویه اداري لخوا وړاندي کیږي

کسر...
راځې تر خُراسان پورې بدرنګې اوازې
له غـیـږې دغـزې پـه وینو رنګې اوازې

ترنم کوونکی :
شــیـر آقا هـیـلـه من صاحب
شاعر : محترم  عرفان "عابر**#النبوي_دترانو_سترمرکزhttps://t.me/abawynat131

1 месяц назад

اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ‎
خوږو ملګرو خپله مي لومړنۍ ترنم کړۍ په اسټډیو جوړ سوی
إن شاء الله درته نشروو یی
تاسو لایک یا زړه حتمي کار کړی که مو خوښ سو نور به هم وایم إن شاء الله

مخکې شعرونو ته که مو لایک نه وي ورکړی بیا سر ور ښکاره کړئ

1 месяц, 1 неделя назад

که موزړه غواړي چی نشرکړم شعرونه
تاسو تیر شعرو ته ورکړئ ډیر لایکونه

که مو غوښتله چی ټینګه کړئ اړیکه
زما شخصي دې دا دوه لاندې نمبرونه

0705230205 واتساپ
0791809077 تلګرام

1 месяц, 1 неделя назад

بیخي خُوږ پر ما لګیږي ورځ تر بلي
دزړه کور ته داخليږي ورځ تر بلي

که څه هم زړه ته مې کلک قُلف آچولی
بي کیلی مې قُلف خلاصیږې ورځ تر بلي

یو هفته لا تیره نده ملاقات مو
زړه مي بیا لیدو کیږي ورځ تر بلي

خدایﷻدي مااوتا جنت کي هم یوځائ کړي
بي دیدنه وخت غمیږي ورځ تر بلي

دا د مینې وو اظهار خوږه جانانه
رقیب سوځي یار ګرانیږي ورځ تر بلي

"هیله من" او یاران ویني چې ځلیږي
غماز ځکه وِیلې کیږي ورځ تر بلي

شـیرآقا "هیله من"
۱۴۰۳/۹/۱۱

1 месяц, 1 неделя назад

ښکلی ساده ترنم
آواز؛ حافظ نوید آغا عِزام
شاعر؛ شیرآقا"هیله من"

1 месяц, 2 недели назад

ستاسو تشویق موږ ته د شعر لیکلو شوق راکوي        💚

1 месяц, 2 недели назад

آواز محترم قاري همت صاحب 💚

شعر "هیله من" 💚

1 месяц, 2 недели назад
ادب چینه (180)

ادب چینه (180)

مرګ هم په قِصاص کې دی او خوند هم په قِصاص کې دی
ربﷻ راته فرمایي ستاسو ژوند هم په قِصاص کې دی

لاس اخلي بیا خلڪ د دي جرم جرئت نکوي
ځان کنترولول د جرئت مند هم په قِصاص کې دی

دا به د مقتول دکورنۍ د زړه یخوالی وي
درد لره درمل د یو درمند هم په قِصاص کې دی

دا کار دې حاکمه بیچاره ته نږدېوالی دی
ستا او د مظلوم د زړو پیوند هم په قِصاص کې دی

ګوره "هیله منه" د قِصاص فایدې بې شمېره دي
هر خاین مجرم لره غټ پند هم په قِصاص کې دی

شیرآقا "هیله من"
https://t.me/Hilamun92

1 месяц, 3 недели назад

څنګ ته مې هر وختي راځي ملګري
ما تنهایی ته نه پریږدي ملګري

بدل نسته نه دي یی ربﷻ راکوي
انتخاب کړي مي اصلي ملګري

ما یی په سخته ورځ وفا ولیدل
چا ویل چې کړي بې وفایی ملګري

دنیا کې اوسم د نیکانو سره
ځکه همدا مي اُخروي ملګري

هیله لرم هیر به مې نکړي هلته
جنت کې غواړي جنتي ملګري

رقیب یی سوځي په لیدلو باندې
د "هیله من" ښکلې غمې ملګري

شـیرآقا "هیله من" ۱۴۰۳/۸/۲۷

We recommend to visit

کانال فیلم

Last updated 1 year ago

‌( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد ) ‌

‌آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار‌ ‌‌ ‌

‌‌𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads

𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot

Last updated 1 day, 15 hours ago

رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»

News & media website

تازه‌ترین اخبار ایران و جهان

ارتباط با ما :
@pezhvakads

اینستاگرام 👇
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==

Last updated 2 weeks, 6 days ago