م خالد "زرنجوي"📝

Description
د ژوند تجربه مو پیاوړې، او په لنډو او ښکلو جملو باندي مو ستر علم حاصل کړي .📚
په مینه اومننه ورور مو؛ مفتي خالد"زرنجوي"
We recommend to visit

سریال زخم کاری، داریوش، جوکر، گل یا پوچ

Last updated 7 months ago

لینک دسترسی به اول کانال
https://t.me/kids_cartoonss/82

نظر
@Ali_Bahador_S
@S_ali_Bahador

Last updated 2 years, 10 months ago

Last updated 2 months, 1 week ago

1 month, 2 weeks ago

ماشومان د پیشلمي/سحري په وخت راکښینول؛

دخپلو ماشومانو روژې نیولو ته د تشویق کولو یوه غوره لاره دا ده چې هغوی د پیښلمي/سحري لپاره راویښ کړي، ځکه دا کار هغوی ته دروژې او پیشلمي د اهمیت احساس ورکوي او د روژې مینه یې په زړونو کې پیاوړې کوي، نو هڅه وکړئ چې دا راویښېدنه د هغوی لپاره یوه نه هیرېدونکي تجربه وګرزوي.
که له تاسو سره پوښتنه وې چې څرنګه وکولای سوو ماشوم دا وخت له خوبه پاڅېدلو ته تشویق کړو نو یوه لار یې دا کیدلای سي چې د سحري پر مهال داسې خواړه تیار کړل سي چې ماشوم یې خوښوي، او یا هم هغوی ته د سحري پر مهال جالبي قیصي یا یو څه ورکوي چې دا کار به د سحري/پیشلمي لپاره راپاڅېدونکي ماشومانو ته د یو ډول انعام حیثیت ولري.

ژباړه: م.خالد"زرنجوي"
تلګرام چینل
👇🏻****https://t.me/M_Khalid_Zaranjwy

1 month, 2 weeks ago

https://x.com/HaniFMazhari/status/1892905190530953352?t=QPhBqH5_Jrt8WjWMVzuGbg&s=35

م.حنیف"مظهري" صیب د خوږ قلم خاوند او انقلابي شاعر دي خپله ادبي تنده د همدې آدرس له لاري خړوبه کړي.

1 month, 2 weeks ago
3 months, 2 weeks ago

هغه ورځې چې بوختیا دي ډېره وي او درباندې رش وي، هغه هم ښه ورځې دي. که څه هم کېدای شي له فزیکي اړخه ستړی شې، خو ښه والی یې دا دی چې ذهن دې وخت نه کوي په بې‌ارزښته مسایلو ډېر فکر وکړي، نو له همدې امله به له روحي اړخه ډېره آرامتیا ولرې.

د ژوند په هر حالت کې باید شکر وباسوو!

ژباړن: م.خالد"زرنجوي"
تلګرام??
https://t.me/M_Khalid_Zaranjwy

3 months, 2 weeks ago

ملامؤمن جان او نوی کال .?
لیکوال:م.خالد"زرنجوی"

دا چې میلادي/زېدیږ کال نوی سوی دي نو د ملامؤمن جان څخه مې وپوښتل تیر کال څخه به زیاتي علمي،تحقیقي، اقتصادي او فرهنګې لاسته راوړنې لري، چې نوی کال ته دي څه پلان او اهداف سته او کنه؟!
ملامؤمن ویل: هو بالکل!
زما اهداف او پلانونه د (2025_کال) لپاره د (2024_کال) د اهدافو او پلانونو ترلاسه کول دي، کوم چې په (2023_کال) کې زه ونه توانیدم لاسته یې راوړم، هغه بیا ځکه چې په (2022_کال) کې د (2021_کال) قرنطین له امله زه چمتو او تیار نه وم چې په (2020_کال) کې ټاکل شوي اهدافو او پلانونو ته ورسیږم.

زه چې یې بیخې ګنس کړلم او خبرو ته یې حک حیران وم چې دا اوس غواړي کومه فارموله پیدا کړي او که کومه قیصه سول؟?
_ملامؤمن‌جان راته وایې: تاسو څنګه کوم هدف لري او کنه؟!!??‍♂️

نوټ؛ستاسو هدفونه هم همداسي دي لکه د ملامؤمن جان اهداف او که مو ستړیاوو رنګ راوړي او ور رسېدلي یاست؟!?****

تلګرام چینل?****
https://t.me/M_Khalid_Zaranjwy

3 months, 3 weeks ago

د ښارونو له غوغا مې زړه را ټول دي
زم یونوي ژوند راګورم په هدیره کې

هر نا کس د ښه کسانو په غیبت وي
مجلسونه یې وي ګرم په دېره کې

ملایان هم دخدای دین ترنامه لاندي
خپل فتواوی ورکوي په حجره کې

تجاران مواوس په دي جرم اخته وي
جعل‌هم وي اوخیانت کړي‌ پیمانه کې

ډاکټران اوس همکاران د قصابانو
چې‌کړي‌څنګه‌مریض پوست‌شفاخانه‌کې

پوهنتون اومکتبونه مې‌زړه خوړین‌کړي
فارغین یې صرف چاپیږي جامعه کې

نه باتور وی نه یې کړي جهادونه
ښه پسته چوکي ماسر وي واسطه کې

عجیبه ده چې وو ستړی او ناخوبه
اوس‌هم ستړی ټوله‌ورځ وي‌په پیره کې

چاپړوسي کې‌خپل منصب‌ساتي وېریږي
ژبه څرخ کړي مهارت باندي په خوله کې

چاپلوسي یې وي تر دي حده خالده
ژوندي مړه‌کړي او ښه‌بد کړي دقیقه کې
______
م.خالد"زرنجوی"
٢٤/جمادی الآخرة/١٤٤٦ هجري قمري
٦/ جدي/ ١٤٠٣ هجري شمسي
٢٦/دسمبر/ ٢٠٢٤ میلادي.

3 months, 4 weeks ago

هیله کوم لیست په خپل ټاکل شوي وخت پورته کوي کنه زه یې حذف کوم او په باربار تکرار به یې له چینل د مدیریت څخه یاد شخص وباسم،ځکه ګډونوال ورسره په تکلیف دي.

درنښت: خالد"زرنجوي"

4 months ago

الله تعالی اته ملیارده خلک د اته ملیارد فکرونو او شخصي نظرونو سره پیدا کړي دي، دا نو بیا د یو شخص تر پوهې پوري تړاو لري چې څومره د یو انسان فکر وسیع او غټ وی، په هغومره اندازه د نورو خلکو فکرونو او نظرونو ته د احترام په سترګه ګوري، کم فکره او ناپوه انسان ته له اعتراض پرته بل څه نه وی ورپاته او په هره موضوع کې ورته د ځان فکر او خبره ښه او په حقه ښکاري، همدا ذهنیت د انسانیت لپاره لوی مصیبت دي چې متأسفانه زیات خلک په دا غم ککړ او خپل ژوند یې پرځان راتنګ کړي دي.

م.خالدزرنجوي
تلګرام
??****https://t.me/M_Khalid_Zaranjwy

5 months, 4 weeks ago
We recommend to visit

سریال زخم کاری، داریوش، جوکر، گل یا پوچ

Last updated 7 months ago

لینک دسترسی به اول کانال
https://t.me/kids_cartoonss/82

نظر
@Ali_Bahador_S
@S_ali_Bahador

Last updated 2 years, 10 months ago

Last updated 2 months, 1 week ago