Pannd - پند ️

Description
دلته د ژوندانه په مانا، ارزښت او مسیر تاویدونکې کرښې او پندونه خپریږې.
Here are the lines and teachings that
show the meaning, value and direction
of life.

اډمین:
☞ @Educated001
Advertising
We recommend to visit

کانال فیلم

Last updated 10 months, 1 week ago

رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»

News & media website

تازه‌ترین اخبار ایران و جهان

ارتباط با ما :
@pezhvakads

اینستاگرام ?
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==

Last updated 3 weeks, 4 days ago

‌( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد ) ‌

‌آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار‌ ‌‌ ‌

‌‌𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads

𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot

Last updated 3 days, 11 hours ago

1 месяц, 1 неделя назад

ما همداسې نا بينا ګڼه دلبره
لکه ړوند چې وي لړم په دواړو سترګو

کله کله په مونږ داسې ديدن بند کړي
لکه بند چې وي تورخم په دواړو سترګو

ستا تصوير ته مې ويل که دې پکار وي
دا خپل سر به کړم قلم په دواړو سترګو

ګوزاره کوه دلبره غريبي ده
بې له دې که څه لرم په دواړو سترګو

مطيع‌الله تراب

........................???
https://whatsapp.com/channel/0029VaU8QwCGOj9mCnbkjj3j

1 месяц, 1 неделя назад

"ما زندګي تل په خپلې شا روانه کړې ده"
تن کې مې په زوره باندې ساه روانه کړې ده

ستا د تورو زلفو د خوشبو وېش ته يې بيايمه
لاس نه مې له ځان سره هوا روانه کړې ده

ته به د سندرو چم کې کومې ټپې ووايې؟
ما خو د حمزه د شعر نوا روانه کړې ده

نشته دی ارزښت په دغه ښار کې د غميو هېڅ
ولې دې د خپل حُسن سودا روانه کړې ده؟

ځمه د رڼا پر اس د خپلې مينې کلي ته
ځان سره مې تالنده برېښنا روانه کړې ده

را به وړو حيرانه! د ګلونو د خوشبو ډولۍ
موږ د پسرلي کلي ته ورا روانه کړې ده

" ډ. حنیف حیران "

............................??
https://whatsapp.com/channel/0029VaU8QwCGOj9mCnbkjj3j

1 месяц, 1 неделя назад

پۀ خواږۀ نظر را وګوري ګلرنګۀ
لکۀ یو لک خرابات راباندې وکړي

وایي زما یې زه دې نۀ ورکوم چاتۀ
یو قسم هم پۀ جومات راباندې وکړي

باران خضر

4 месяца, 1 неделя назад

د حضرت مُحَمَّد ﷺ ستاینه( نعت ):

درود په دِلبر درود په دِلدار درود په جانان مُحَمَّد
نُور مي د سـترګو دى رڼا مي د ايـمان مُحَـــمَّد

د ابوجــهل لښــــکر ګوتي په غـــوږونو کي ږدي
چي خلک حــق ته رابلي په لوړ آذان مُحَــــمَّد

ننګ يې په ذات کي وو په شور د بُت شکن ابراهيم
مات کړل په زړونو کې د کاڼو ټول خدايان مُحَمَّد

د خپلو اوښــــکو او خولو وينــو او درد په بدل
د خپل امت په هره ساه کړى احسان مُحَمَّد

د خداى نه جار شمه څه بل شاني ښايست لري نو
د خداى نه جار شمه مَيين کړمه په ځان مُحَمَّد

ما يو حديث ليده مفهوم يې دى دروېش روښانه
ما يو حديث ليده چې خداى لري جانان مُحَمَّد. "ﷺ"

درویش روښان
•••••••••••••••••••••??
https://whatsapp.com/channel/0029VaU8QwCGOj9mCnbkjj3j

4 месяца, 2 недели назад

غزل
محبتونو نه راتېر شولو
انقلابونو نه راتېر شولو

له غبارونو نه راتېر شولو
له کتابونو نه راتېر شولو

له بېوسۍ مو په زړه لاس کېښود
له ګلابونو نه راتېر شولو

ورک شو په خپله تنهايۍ کې بيا
او له ښارونو نه راتېر شولو

سږکال به خوند له پسرلي واخلو
اذيتونو نه راتېر شولو

اجمله پوه شو د لويۍ په درد
له لويو غرونو نه راتېر شولو

اجمل ښکلی
.......................??
https://whatsapp.com/channel/0029VaU8QwCGOj9mCnbkjj3j

4 месяца, 2 недели назад

ستا زړه له کرکــې ډک دی او ما غــواړي زوروره
بې مینــې ژوند خو نــه کیږي د مینـې نه منکره

پـه لار کـې یـې بلا خــوري قافــلـې د امیـدونـــو
چـې درومـې بــې هدفـه، بې څاروانه بې رهبـره

هـر ځل چې مې کابل د چا د دار تختې ته خـیژي
رســـۍ ورلـه لـه تـا راوړي نـاځــــوانــه پیـښـوره

اوس مــړې ډیــوې ته کینـه پاپه خپله کلیسا کې
زما یې جومات سوی دی ستا څه حال دی مندره؟

د خپل وطن دردونــه مې په زړه کې میلمانه دي
د مخ پـه چړه مـې بیا راشـه د اوښکـو سمنــدره

بابا احـمد شاهــي دې د افغـان د تاریــخ ویاړ دی
بچـي دې الله هیڅ مه کړه بـې تـورې بـې لښکــره

ستا هــرڅـه مونـږ لیلام کـړه د غلــیم په بازارونو
نـه تخت لري نه تاج شته نـه دې توره او نه زغره

نه څــوک د غزا ډول وهي نـه ستا په لاره درومي
نه خوند په ژوند کې پاتې دی نه خوند کوي سندره

راځــه نــو زمزمـه شـه زړه مــې ستړی دی کاتـبـه
تـا بـیـا غـــــزل لیـکلــی د لفظــونـــو جــادوګــره

کاتب شاه کاتب
.........................?❤️
https://whatsapp.com/channel/0029VaU8QwCGOj9mCnbkjj3j

6 месяцев, 1 неделя назад

شونډې دې پيکه منګولې يخي دي
دا د بې وفاؤ خلکــــــــو نښې دي

لاس دې پۀ نکريزو باندې سرۀ نۀ دي
دا زما د زړۀ د شـونډو غوښې دي

دود لۀ رقیبان به ورته وسوځي
سترګې د ټول کلي پۀ مونږ ښخې دي

زۀ هم پۀ داغونو زړۀ رنګین لرم
ستا پۀ اننګو کهر نرۍ زخې دي

خپله مې ترخه د ژوند خوړلي دي
تا له مې خوږې ورځې پرېښې دي

دا د کائنـــــات د زړۀ رګــــونه دي
ځکه خو مې ستا خبرې خوښې دي

اوس وايه چې زور د اباسّين منې
دا دي غورځنګونه ستا د مخې دي

" اباسين يوسفزی "
........................♥️??
https://t.me/PashtoPoetry1

6 месяцев, 1 неделя назад

غزل

ګرانې په څېره کې دې اثر د ماشومانو دی
دا معصومې سترګې دا نظر د ماشومانو دی

خامه خوله مې واخلې په غزل کې درنه پاتې وي
تا باندې باور خو مې باور د ماشومانو دی

اور د نظرونو راوريږي سترګې پټې کړه
لاره خطرناکه ده خطر د ماشومانو دی

اوس دې په ګلابو په نرګسو مخ مینځلی دی
تا خو ماته وویل چې اختر د ماشومانو دی

هسې موږه پېغلو په ټټر پورې نیولی و
دا لیونی نه دی! دا شرر د ماشومانو دی

" شرر ساپي "
............................??
https://t.me/PashtoPoetry1

6 месяцев, 1 неделя назад

د چینل ټولو ګډونوالو ته د کوچني اختر مبارکي وایو؛
الله دي وکړي، په خوښۍ او نیکمرغۍ درباندي تیر شي.

♥️?

6 месяцев, 2 недели назад

غزل

د چا خوږو خوږو خیالونو کې یم
ګډه په باغ د امیدونو کې یم

څه د بد ذوقو ښاریه کې اوسم
د خپل احساس اذیتونو کې یم

زنده ګۍ شور دې زندۍ شوی بیخي
د خاموشۍ بدو وهمونو کې یم

د زړه له زخمه مې وجود خوږیږي
د سترګو فعله! په اورونو کې یم

یمه ملاله شرابڼه نجلۍ
چا ته توې شوې په جامونو کې یم

" ملاله کلیواله "

............................??♥️
https://t.me/PashtoPoetry1

We recommend to visit

کانال فیلم

Last updated 10 months, 1 week ago

رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»

News & media website

تازه‌ترین اخبار ایران و جهان

ارتباط با ما :
@pezhvakads

اینستاگرام ?
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==

Last updated 3 weeks, 4 days ago

‌( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد ) ‌

‌آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار‌ ‌‌ ‌

‌‌𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads

𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot

Last updated 3 days, 11 hours ago