( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
??? : @mobsec_ads
??? : @sudosup_bot
Last updated 3 months, 1 week ago
جنتي ژوند وو.!
**د جنتې ژوند تیر وختو پسې مې زړه خوږیږي
وم به بي غمه ماشومتوب پسې مې زړه خوږیږي
خدایه په ما یو ځلي بیا ها تیر دوران راوله
چې وم ماشوم هغه یادو پسې مې زړه خوږیږي
وم به بې غمه له هر څه به بې پروا ګرځیدم
جنتي ژوند وو جنتو پسې مې زړه خوږیږي
د دي سـتومـانـي زنـدګۍ بـه درته څه ووایم
د مور په غیږ کې ورځو شپو پسې مې زړه خوږیږي
ځواني مې تیره په غمونو اندیښنو شوه خدایه
حقمله بیا هغه شیبو پسې مې زړه خوږیږي
✍🏻جلال الدین حقمل0793048066 واټساپ**
#رباعي
#غــــــــــــزل
پل په پل او ګام په ګام قدر یې وکــړئ
په درنښت او احتــرام قــدر یې وکــړئ
کـــــــــړاوونه تکلیفونه یې تېـــر کـــړي
زوریدلی دی دا قام قـــــدر یې وکــــړئ
دشهيد يتيم يا پلار چې چېرته ناست وو
ورته اچــــــــوئ ســلام قــدر یې وکـــړئ
مجاهـــد ،که عــــام وکـړی دهېــــواد دی
ده زما خبــره عـــام قــــــدر یې وکــــړئ
آ د تېرې ادارې ورونــــه هـم خپل کـــړئ
ترېنــــه ما خلئ انتــقام قــدر یې وکــړئ
سپيـــنه ســـوله اســـلامي نظام راغـــلی
کړئ مــلاتړ یې تل مدام قدر یې وکـــړئ
د #زبيـــــــر_محمدي خــــوږو ملګـــــرو
غـــورځوئ یې مه له پام قــدر یې وکـړئ
۱۴۰۳/۱۲/۰۲تګاب
یه زړه وبښه
ډیـر رانــه آزار شــوي یــه زړه وبـښه
ټوک ټوک اوپرهار شوي یه زړه وبښه
تـــاتــه ګــرم یم تــاته لاجوابــــه یــم
ته چي پاس په دار شوي یه زړه وبښه
داچي ستـا د درد احـساس مي ونکَـړ
داچــي نــاقــرار شــوي یـه زړه وبښه
دشـتــه کي دهجــر رانــه پـاتي شوي
یک تـنها بي یــار شوي یـه زړه وبـښه
بــس ده نور يې طمعـه دراتــګ مکـړه
ډیر په انـتظـار شــوي یــه زړه وبــښه
ستا خبیب اوس غرونو سره مینه کړي
نور پـاتي لــه ښار شوي یـه زړه وبـښه
طالب خبیب فراهي
زما رسمي چينل راسره تعقيب کړئ?*?@MazloomAqsa?***
زما رسمي چينل راسره تعقيب کړئ?*?@MazloomAqsa?***
زما رسمي چينل راسره تعقيب کړئ?*?@MazloomAqsa?***
کوڅه کې ناست وم انتظار کی یاره
یه په خـــزان او نوبهـــــار کی یاره
ته زمــا دزړه درمان یی
هم زما اصلې جانان یی
له ځــانه راته ګــران یی
ګلان درته کــــــــــــرمه په دې لار کی یاره
یی ته رانــــــغلې یاره
ای زما دزړه قــــــراره
ته زما یی ګل نــیګاره
ما ځای درکـــــړی په ځیــــګر کی یاره
ګل دګــــــلاب یی ګله
لــکه آفــــتاب یی ګله
دزړه سـیـراب یی ګله
ستاتصویرونه به ساتم دزړه منار کی یاره
چـــی رانه تللې ګرانه
هم زنګـــیــدلې ګرانه
شــــبګیر وهلې ګرانه
شــومه زه تاپــــــــسی ناقـــــــرار کی یاره
له ژونده ستړۍیمه
نور لــــکه مړۍ یمه
غمــــو زپـــــلۍ یمه
یوازی اوســـم دغــــــــره ســـــــر کی یاره
ما ژاړوې یـــــادونه
تل کړوې یــــــادونه
دا لیونې یــــــادونه
نائیب سیحان دی یادومه په اشعار کی یاره
سیحان ملنګ ?0790475474?
هغه نور لیستونه خوند نه راکوي ځکه ډیرو خلکو ته تکلیف ده ډیری ملګري په ټلګرام دومره نه وي بلد چې یو ځلي چینل ته داخل شي بیا نشي خارج کیدلی نو ځکه مې دا لیست انتخاب کړو هرڅوګ به دخپلي خوښي چینل ته داخلیږي ړنګ چنار https://t.me/RangChenar الشاهین خپرندویه…
څوک یې پوښتنه نکړئ?
**څنګه مو هېره شوه غزه څوک یې پوښتنه نکړئ
شوه په اورنو کې لمبه څوک یې پوښتنه نکړئ
لا هم هغسي د ظالم خونخوار تر ظلم لاندې
شول ماشومان ټوټه ټوټه څوک یې پوښتنه نکړئ
پکښې شروع دی قتل عام ګوري خاموشه نړۍ
ده اسلامې نړۍ ویده څوک یې پوښتنه نکړئ
د بشریت خواخوږي چیرته دي په نوم بشریت
ولي پر دې ظلم ړنده څوک یې پوښتنه نکړئ
خدای یې بغیر له تانه هیڅوک یې مدد نکوي
یوازی تـاتـه یـې اثــره څوک یې پوښتنه نکړئ
جلال الدین حقمل چې وینم داسې حال د غزي
له خولي نه وځې مې نعره څوک یې پوښتنه نکړئ
✍?جلال الدین حقمل0793048066واټساپ**
له ډیري مودي ورسته انتظار راغلی دی
یو څوک له خپله ښاره ناقرار راغلی دی
دعشق په لټون ګرځي بي قراردی زه یه وینم
دمیني په خوند پوه دی په اسرار راغلی دی
ناهيلي ارمانونه سوه له خاورو سره خاوري
خندا اوسکون ورک دي تر روی بار راغلی دی
دحُسن د بادشاه چي دملنګ سره یاري وي
نړیګي او زوريـــګي تر نــــګار راغلی دی
قیصو دمحبت کي چي جانان نوي خوند نوي
ستومانه دی ژړیګي په بار بار راغلی دی
(نصرت صباون) ستړی دی نور درد زغمــلی نشي
په ژړا یه له درباره په بار بار راغلی دی
شاعر نصرت صباون
0729466051
( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
??? : @mobsec_ads
??? : @sudosup_bot
Last updated 3 months, 1 week ago